تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کونړ یوه ښوونځي کې چاودنې ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان ختیځ کونړ ولایت مرکز اسد اباد په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې ده چې د امنیتي چارواکو په وینا ماشومانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
چاودنه د کونړ ولایت د مرکز اړوند اندرسیر سیمه کې شوې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چاودنه نن (شنبه) شاوخوا نهه بجې د کانونو د کیندنې لپاره د ساتل شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده، خو په رسمي توګه لا تر اوسه نه ده تایید شوې چې د چاودنې اصلي لامل څه و.
د پېښي ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
پر خواله رسنیو د پېښې وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې ټپي ماشومانو خلک په غېږو کې روغتون ته لېږدوي.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس د ټپي شویو ماشومانو د انځورونو خپرولو ترڅنګ لیکلي چې چاودنه کې یوشمېر زدکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د ښوونځی او شاوخوا کورونه زیانمن شوي دي.
ځايي خلک وايي د چاودنې ځای ته غځېدلې لارې ځايي چارواکو تړلې دي.
د پېښې په اړه به نور جزییات لږ وروسته خپاره شي.