ایف ای اې: پنجاب کې د ماشومانو تر ټولو ډېر نامناسب فلمونه پر انټرنېټ خپرېږي

انټرنېټ
د خپرېدو وخت

د پاکستان فدرالي څېړنیزې ادارې ایف ای اې چارواکي وايي، پر انټرنېټ د ماشومانو نامناسبو (پورنوګرافیک) فلمونو او تصویرونو خپرولو کې د دغه هېواد پنجاب ایالت مرکزي سیمې له ټولو مخکې دي.

د دغه ایالت قصور سیمه کې پر ماشومانو د جنسي تېري او وژنو له پېښو وروسته دغې ادارې پلټنې پیل کړې دي. ایف ای اې چارواکي وايي، تر اوسه د ماشومانو نامناسب فلمونو ثبتولو له شکایتونو وروسته نیول شوي ډېر کسان د مرکزي پنجاب اوسېدونکي دي.

دا لومړی ځل دی، چې پاکستان کې د دغې قضیې څېړنې لپاره ځانګړی ټیم فعالیت پیلوي. له دې مخکې د سایبر کرایم یا انټرنېټي جرمونو مخنیوي ادارې دغو مسایلو کې پلټنه کوله.

د دغه دوه کسیزې ډلې مشر عمران حیدر بي بي سي ته وویل، دې لړ کې ورسره د پاکستان مخابراتي ادارې تر څنګ ځايي خلک هم مرسته کوي.

نوموړی وايي، له هغو کسانو به هم پوښتنې ګروېږنې کېږي، چې د نجونو نامناسب تصویرونه یې پر انټرڼېټ خپاره کړي، نیول شوي او اوس د هېواد بېلا بېلو زندانونو کې دي.

ښاغلی حیدر وايي، د ماشومانو په تړاو پر انټرنېټ د موادو خپروونکو خلاف ځکه اغېزمن فعالیت نه دی شوی، چې په وینا یې اغېزمن شوي خلک خپل شکایتونه چارواکو سره نه ثبتوي.

د هغه په خبره د ځینو کسانو خلاف د نړیوال انټرپول له لارې پاکستان کې انټرپول ته معلومات ورکړل شوي او له هغه وروسته یې پر ضد اقدامات شوي دي.

انټرنېټ

چارواکي وايي، دې لړ کې ځینې نیول شويو کسانو د انټرنېټ له لارې د پاکستاني ماشومانو پورنو ګرافیک فلمونه د انټرنېټ له لارې پلورل یا یې چمتو کول.

نوموړی وايي، دې لړ کې ډېری نیول شويو کسان لوړې زدکړې کړې او مسلکي کسان دي. ایف ای اې دا وروستیو کې د پنجاب جهنګ سیمې تیمور نومې سړي له هغه وروسته د ماشومانو نامناسبو تصویرونو خپرولو په تور ونیو، چې له کاناډا یې په اړه انټرپول معلومات ورکړي وو.