تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو

عباس عراقچي، چې د اربعین مراسمو ته د نژدې کېدو په درشل کې نجف او کربلا ته سفر کړی، ویلي چې د تهران او بغداد اړیکې اوس مهال په خپل تر ټولو ښه حالت کې دي. له ښاغلي عراقچي د سفر سره هممهاله، د عراق لومړي وزیر علي زیدي هم کربلا ته تللی دی. بل لور ته، ډونلډ ټرمپ ویلي چې له تهران سره خبرې روانې دي او دا به د ایران لپاره "وروستی فرصت" وي چې له امریکا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او غواړي له هر ډول ویجاړوونکي اقدام مخکې تهران ته یو وروستی فرصت ورکړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګی پرانیستل کېږي او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي. هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه شي ورکول کېدای." سره د "یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو" په اړه تفاهم ته ورسېږي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, سېنټکام: له سعودي سره مو په ګډه عراق کې د ایران پر ملاتړو وسله‌والو برید وکړ

    وروسته له هغه چې د سعودي عربستان دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا د عراق له خاورې د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د بریدونو د مخنیوي لپاره د هڅو خبر ورکړ، د چهارشنبې په سهار ـ د زمري اوومه ـ د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان وکړ چې امریکايي او سعودي ځواکونو "په ګډو عملیات کې د عراق دننه د ایران پلوه ترهګرو ډلو پر ضد دقیق بریدونه ترسره کړي دي."

    د سېنټکام په وینا، دغه ډلې د ایران د سپاه پاسداران تر لارښوونې لاندې وې او هڅه یې کړې وه چې پر امریکايي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه وکړي.

    د سنتکام په خبرپاڼه کې راغلي:

    "امریکايي او سعودي جنګي الوتکو د ختیځ عراق په سیمه کې د دغو ترهګرو ډلو اړوند څو لوژستیکي مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په نښه کړل. دغه بریدونه په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د ۳۰ څخه د زیاتو ډرون بریدونو په ځواب کې ترسره شول، چې د سنتکام په وینا، د سپاه پاسداران له خوا یې لارښوونه کېده."

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ خبرداری ورکړ چې سپاه پاسداران او د هغې ملګري ځواکونه باید دغه بریدونه ودروي، څو د امریکا د نورو پوځي غبرګونونو مخه ونیول شي.

    د چهارشنبې سهار، له سپاه پاسداران سره نږدې خبري سرچینو د اردن پر لور د توغندیزو بریدونو خبر ورکړ او داسې انځورونه یې هم خپاره کړل چې د دغو توغندیو حرکت او لږ تر لږه د یوه توغندي لګېدل پکې ښودل شوي وو.

  2. وروستی, سېنټکام د اردن پر لور د ایران د نویو توغندیزو بریدونو د شنډولو خبر ورکړ

    وروسته له هغه چې په تېرو څلورو شپو کې د ایران او امریکا بریدونه درېدلي وو، د چهارشنبې په سهار وختي راپورونه خپاره شول چې له ایرانه اردن کې د امریکا د اډو پر لور څو توغندي توغول شوي دي.

    عیني شاهدانو هم ویلي چې دغه توغندي یې د مرکزي ولایتونو او لرستان په اسمان کې لیدلي دي.

    څو دقیقې وروسته، سېنټکام (د امریکا د مرکزي قوماندانۍ) د دغو راپورونو په تایید سره وویل چې ټول توغندي یې تعقیب او له منځه وړي دي.

    عباس عراقچي له خپل اوکراییني سیال اندري سیبیها سره د خزر سمندرګي کې د یوې سوداګریزې بېړۍ د برید په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

    هغه وایي، دواړو لورو د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

    په ایران کې، په اصفهان کې د ډي‌میاشتې د اعتراضونو له نیول شویو کسانو څخه د دوو کسانو علني اعدام د خلکو له اعتراضونو او پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

  3. وروستی, عراقچي: د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په خز سمندر کې پر ایراني بېړۍ برید قصدي نه و

    د ایران او اوکرایین د بهرنیو چارو وزیرانو، عباس عراقچي او اندري سیبیها، په یوه ټیلیفوني تماس کې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.

    ښاغلی عراقچي وایي، د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر هغه ته ډاډ ورکړی چې د خزر سمندرګي پر ایرانۍ سوداګریزې بېړۍ برید قصدي نه و، بلکې د روسیې پر ضد د جګړې په ترڅ کې رامنځته شوی و.

    له بلې خوا، بنیامین نتنیاهو او ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل. سپینې ماڼۍ د اسرائیلو د لومړي وزیر او د امریکا د ولسمشر لیدنه رغنده وبلله. ویل شوي چې د دې لیدنې اصلي موضوع ایران و.

    په ایران کې، د اعدامونو دوام او هغه لاریونونه چې د دوشنبې شپې په اصفهان ښار کې د علیخاني په میدان کې د دوو کسانو د علني اعدام پر ضد، چې د ډي‌میاشتې د اعتراضونو له نیول شویو کسانو وو، ترسره شول، د عامه افکارو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

  4. وروستی, ټرمپ ګرېهام ته د درناوي د څرګندولو پر مهال له مخکې لیکل شوې وینا ولوستله, انتوني زورکر، د بي بي سي د شمالي امریکا د چارو خبریال

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لېنډسي ګرېهام د درناوي په مراسمو کې په خپلې وینا کې تر ډېره له مخکې چمتو شوې وینا استفاده وکړه.

    هغه په دې شاوخوا ۱۵ دقیقې اوږده وینا کې د جمهوريپال سناتور لېنډسي ګرېهام د ژوند او سیاسي کارنامې لنډه او فشرده څېړنه وړاندې کړه. وینا یې تر ډېره له شخصي خاطرو او ټوکو سره مل وه، چې د مراسمو د ګډونوالو له موسکا او خوښۍ سره مخ شوه.

    ټرمپ د دواړو د ګالف ګډې علاقې، د ګرېهام ژمنتیا د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې، او همدارنګه د هغه "جذاب شخصیت" او "لوړې انرژۍ او خوښ طبیعت" ته اشاره وکړه.

    ډونلډ ټرمپ او لېنډسي ګرېهام په تېرو کې، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ټرمپ ملي سیاست ته تازه داخل شوی و، یو شمېر اختلافونه درلودل. خو لکه څنګه چې د ټرمپ له وینا څرګندېده، په وروستیو کلونو کې د دواړو اړیکې ډېرې نژدې شوې دي.

  5. نتنیاهو له ټرمپ سره د لیدنې لپاره سپینې ماڼۍ ته ورسېد

    خبري عکاسانو سپینې ماڼۍ ته د اسرائیلو د لومړي وزير بنیامین نتنیاهو د رسېدو شېبې ثبت کړې. دی به هلته له ډونلډ ټرمپ سره ګوري.

    ټاکل شوې ده چې د اسرائیلو لومړی وزیر له امریکايي ولسمشر سره له خبرو وروسته، چې ویل کېږي اصلي موضوع به یې ایران وي، د سناتور لېنسي ګراهام د جنازې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

  6. د اوکرايين ولسمشر زېلینسکي سپینې ماڼۍ ته ورسېد

    د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي، د سناتور لېنسي ګراهام د جنازې په مراسمو کې له ګډون مخکې سپینې ماڼۍ ته ورسېد.

    دی هیله لري چې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د امریکا د کانګرېس له غړو سره په لیدنو کې د اوکرایین لپاره د امریکا ملاتړ بېرته پیاوړی کړي.

    لېنسي ګراهام له مړینې مخکې پر روسیې د لا زیاتو بندیزونو د هڅو مخکښ ملاتړی و او ښاغلی زېلینسکي غواړي دغه بهیر او چټکتیا یېوساتل شي.

    تمه کېږي چې ولودیمیر زېلینسکي او د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په سپینه ماڼۍ کې له ډونلډ ټرمپ سره تر لیدنې وروسته د لېنسي ګراهام د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د امریکا کانګرېس ودانۍ ته لاړ شي.

  7. روسیه: پر ایرانۍ بېړۍ برید باید پر ایران برید وګڼل شي

    د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ 'کریملین' ویاند دیمیتري پیسکوف وايي، په کاسپین سمندرګي (بحیره قزوین) کې پر یوې ایرانۍ بېړۍ شوی برید باید ''خپله پرایران د برید'' په توګه وبلل شي.

    پیسکوف خبرداری ورکړ چې دغه پېښه ښيي د هغه په وینا د ''کیېف له لوري رامنځته شوی ګواښ'' له منځه وړل څومره مهم دي. هغه اوکرایین تورن کړ چې د خپلو عملیاتو جغرافیایي ساحه یې پراخه کړې ده.

    ایران وايي، په دې برید کې یو ایرانی ماڼووژل شوی او بل ټپي شوی دی. تهران خبرداری ورکړی چې دغه برید به بې ځوابه پاتې نه شي.

    اوکرایین د شنبې پرورځ اعلان وکړ چې په کاسپین سمندرګي کې یې د روسیې دوې بېړۍ په نښه کړې دي. د اوکرایین په وینا، دغو بېړیو د ایران اړوند پوځي بارونو په لېږد کې رول درلود.

    دیمیتري پیسکوف نن اوکرایین تورن کړ چې د هغو بریدونو لړۍ پراخوي چې دی یې ''ترهګریز بریدونه'' بولي.

    نوموړي دغه راز ادعا وکړه چې اوکرایین د جرمني د 'نورد سټریم' ګازو نل‌لیکې د چاودنو مسوول دی او د 'کاسپیننل‌لیکې کنسرشیوم' د زیربناوو په نښه کولو سره یې د قزاقستان ګټو ته هم زیان رسولی دی.

    خو اوکرایین دغه تورونه ردوي.

  8. د ایران حکومت: د جګړې له امله مو د ګازواو تېلود تولید یوه برخه ظرفیت له لاسه ورکړی

    د ایران حکومت وایي،د جګړې پایله کې یې د ګاز او تېلود تولید د ظرفیت یوه برخه له منځه تللې ده.

    د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني په یوه خبري غونډه کې وویل چې ایران شاوخوا ۲۳۰ میلیونه مکعب متره د ګاز د تولید ظرفیت له لاسه ورکړی دی.

    مېرمن مهاجراني د تېلود تولید د کمښت په اړه کره شمېرې وړاندې نه کړې، خو وايي:

    ''د دښمن د بریدونو له امله د نفتو د تولید ظرفیتونه کم شوي او اوس باید دا موضوع په سمه توګه مدیریت کړو.''

    د هغې په وینا، ایران اوس مهال هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ میلیونه لیټره تېلتولیدوي او دا اندازه به د خلکو اړتیاوو ته ځانګړې شي.

    هغې زیاته کړه:

    ''بلخواموږ د تېلویوه برخه واردوو او د دې لپاره باید پانګهځانګړې کړو، هغه پانګهچې باید د اساسي توکو، درملو او د فابریکو د خامو موادو د برابرولو لپاره ولګول شي.''

    د ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې پر مهال، چې د ایران د چارواکو په وینا د اسرائیل او امریکا په هممهالو بریدونو پیل شوې وه، د سویلي پارس د ګازو ساحې په ګډون د ایران د نفتو او ګازو یو شمېر مهم تاسیسات تر بریدونو لاندې راغلل.

  9. مهاجراني: د جګړې پر مهال ۳۵۰ دولتي کارکوونکي وژل شوي

    د ایران د حکومت ویانده فاطمه مهاجراني وايي، د جګړې په ترڅ کې د امریکا په بریدونو کې د خدمتونو وړاندې کولو پر مهال له ۳۵۰ زیات دولتي کارکوونکي وژل شوي دي.

    مهاجراني چې په یوه خبري غونډه کې یې خبرې کولې، د امریکا د وروستیو بریدونو له امله د ایران د بنسټیزو تاسیساتو د اوښتو زیانونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل. د هغې په وینا، ټولټال ۱۲ پلونه او دوه تونلونه زیانمن شوي دي.

    د ایران حکومت ویاندې وویل، د بوشهر هوايي ډګر په بشپړه توګه ویجاړ شوی او باید له سره ورغول شي.

    هغې دغه راز ادعا وکړه چې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې په دا وروستیو کې پېرودل شوې وه، په مستقیم ډول په برید کې په نښه شوې ده.

  10. رویټرز: عمان ایران ته د هرمز تنګي د مدیریت په تړاو نوی وړاندیز کړی

    رویټرز خبري اژانس د سیمې د ځینو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې عمان ایران ته یو نوی وړاندیز کړی چې موخه یې د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د یوه ګډ سیمه ییز میکانیزم رامنځته کول دي.

    د راپور له مخې، په دې وړاندیز کې دا هم شامل دي چې له ګډون کوونکو هېوادونو د رضاکارانه مالي ونډو یا فیسونو راټولولو یوه تګلاره جوړه شي.

    په سیمه کې یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، رویټرز ته ویلي چې د عمان دغه طرحه د سیمې د هېوادونو پراخ ملاتړ لري.

    دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې ایران پرون وویل د عمان هغه پخوانی وړاندیز یې رد کړی چې له مخې به یې د هرمز تنګي سویلي سمندري لاره تر هغې پرانیستې پاتې کېده، چې د اړوندو لوریو ترمنځ یوې موافقې ته رسېدل شوني شوي وای.

    خو دې سره ایران او عمان دواړو ویلي وو چې په تهران کې د دوو ورځو مذاکرات، چې د امریکا د بریدونو له درېدلو سره هممهاله ترسره شول، ګټور او مثبت وو.

  11. عراقچي د هرمز تنګي او سيمه ييزو شخړو په اړه د عمان او سعودي د بهرنیو چارو وزيرانو سره خبرې وکړې

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د عمان او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو سره په جلا جلا ټليفوني اړيکو کې خبرې کړې دي.

    د ايران د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، د هرمز تنګي وضعيت او په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمولو او ثبات د ټينګښت لپاره ديپلوماتيکې هڅې د دغو خبرو مهم موضوعات وو.

    په دې وروستيو کې د امريکا د پوځي بريدونو له درېدلو سره سم، ايران او عمان د دوو ورځو لپاره خبرې وکړې. د دواړو لوریو چارواکو دغه خبرې ګټورې بللې، خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کاظم غريب‌ابادي پرون وويل چې ايران په دغو خبرو کې د عمان وړانديز نه دی منلی.

    بل لور د ايران او سعودي چارواکو ترمنځ دا تماسونه په داسې حال کې شوي چې سعودي عربستان پرون اعلان وکړ څو ډرونونه يې چې له عراقه د دې هېواد پر لور توغول شوې وې، شنډ او نسکور کړي دي.

  12. وروستی, له ټرمپ سره د نتنیاهو لیدنه؛ واشنګټن اروپايي هېوادونو کې خپل پوځي حضور بیا ارزوي

    د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ګوري. دا د هغې جګړې له پیل وروسته د دواړو مشرانو لومړۍ مخامخ لیدنه ده چې د دوی هېوادونو په ګډه د ایران پر ضد پیل کړې وه او په ترڅ کې یې د دواړو ترمنځ اړیکې له کړکېچونو سره مخ شوې وې.

    تمه کېږي چې له ایران سره جګړه به د دې لیدنې د اجنډا اصلي موضوع وي، په داسې حال کې چې واشنګټن ټینګار کوي غواړي له اسلامي جمهوریت سره د خبرو اترو بهیر ته فرصت ورکړي.

    دا به له هغه وروسته د نتنیاهو او ټرمپ اتمه لیدنه وي چې ټرمپ تېر کال د خپلې دویمې دورې لپاره بېرته سپینې ماڼۍ ته ورغلی دی.

    د فرانسې خبري اژانس (AFP) د نتنیاهو له قوله، چې د دوشنبې په ورځ له اسرائیلو د وتلو مخکې یې خبرې کولې، ویلي:

    "له ټرمپ سره لیدنه یو ستر ویاړ دی، خو همدارنګه یو لوی مسؤلیت هم دی."

    هغه زیاته کړه: "موږ به د اجنډا ټولې موضوعګانې او تر ټولو مخکې ایران، وڅېړو. طبیعي ده چې زموږ هدف د خپل امنیت ساتل دي او همدارنګه زموږ په شاوخوا کې د سولې دایره پراخول دي".

    د ټرمپ او نتنیاهو اړیکې په اپرېل میاشت کې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې، هغه مهال چې د اوربند په اړه خبرې روانې وې؛ هغه اوربند چې وروسته د امریکا او ایران ترمنځ اعلان شو.

    خو دغه اوربند د جولای له اومې نېټې وروسته په بشپړه توګه له منځه ولاړ، کله چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي عملیات بېرته پیل شول؛ هغه جګړه چې اسرائیل ترې تر ډېره لرې پاتې شوی دی.

  13. وروستی, ایران: له عراق سره د بانه پر پوله کې څلور کسان وژل شوي

    د ایران پولیسو له عراق سره پر پوله د بانه په سیمه کې د یوې نښتې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې نښته کې څلور کسان د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

    د مهر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې د یوه سمند موټر څلور سپرلۍ د "پژاک" ډلې غړي وو او د راپور له مخې هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې هېواد ته دننه شي او د مامورینو له ډزو سره مخ شول.

    د وژل شویو کسانو هویت او د دې نښتې په اړه نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

  14. وروستی, نظرپوښتنه: امریکا کې له ایران سره د جګړې ملاتړ تر ۴۰٪ کم شوی

    یوازې له هرو درېیو امریکایانو یو کس د ایران پر ضد د جګړې ملاتړ کوي. دا د رویټرز/ایپسوس په نظرپوښتنه کې د هغه د پنځه میاشتنۍ جګړې له لومړیو ورځو وروسته تر ټولو ټیټه کچه ده. ډېری ګډونوالو ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جګړې موخې په واضح ډول نه دي تشریح کړي.

    دا نظرپوښتنه چې له جمعې ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې، دا هم ښيي چې د جمهوريپالو ولسمشر د تایید کچه ۳۷٪ ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پرتله درې سلنه زیاتوالی دی. تېره میاشت د هغه د ولسمشرۍ تر ټولو ټیټې کچې سره برابره شوې وه.

    ټرمپ د جګړې لپاره بېلابېلې موخې یادې کړې دي؛ لکه د ایراني حکومت د بدلون لپاره د ایرانیانو ملاتړ، د ایران د بالستیک توغندیو وړتیا له منځه وړل او د اټومي وسلې د ترلاسه کولو مخنیوی.

    نظرپوښتنې ښودلې چې ۶۹٪ امریکایان ــ چې پکې د جمهوريپالو له ډلې ۱۰ کې ۴ کسان هم شامل دي ــ باور لري چې ټرمپ "د ایران په چارو کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې په روښانه ډول نه دي بیان کړي."

  15. وروستی, د تېلو بیه له ټولو ټیټې کچې ته راولوېده

    د دوشنبې ورځې د راکړې ورکړې په پای کې د نړۍ د تېلو بیه د تېرې یوې اونۍ خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېده.

    د برېنټ خام تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه ۸٫۷ سلنه راکمه شوه او د هر بېرل په بدل کې ۸۸٫۳۶ ډالرو ته وتړل شوه، چې دا د جولای له ۱۷مې راهیسې تر ټولو ټیټه بیه ده.

    همدارنګه، د امریکا د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ (WTI) خام تېلو بیه هم راټیټه شوه او د ۶٫۷۰ ډالرو په کموالي سره د هر بېرل ۸۲٫۶۱ ډالرو ته ورسېده.

    په تېرو دوو اونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د نښتو له بیا پیل سره د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې وې، خو داسې ښکاري چې د امریکا د دې پرېکړې له امله، چې پر ایران به بیا برید نه کوي، د تېلو بیې بېرته د کمېدو لور ته روانې شوې دي.

  16. وروستی, د خاتم الانبیاء قرارګاه: د ایران د بندرونو هر ډول سمندري محاصره د جګړې د پراخېدو په معنا ګڼو

    د خاتم الانبیاء قرارګاه، چې په ایران کې د جګړې د مدیریت مسؤلیت لري، په یوه نوې اعلامیه کې چې د دوشنبې شپې خپره شوه، خبرداری ورکړی چې که امریکا یو ځل بیا د ایران د بندرونو سمندري محاصره وکړي، تهران به دا اقدام د "جګړې د پراخېدو" په معنا تعبیر کړي.

    په اعلامیه کې راغلي دي:

    "په تېرو درېیو ورځو کې امریکا زموږ د هېواد په ساحلي او سیمه‌ییزو اوبو کې د ایران سوداګریزې بېړۍ او د تېلو ټانکرونه ګواښلي دي. موږ خبرداری ورکوو چې د امریکا دا اقدام به د سیمې د جګړې د پراخېدو په توګه وګڼل شي. لکه څنګه چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسله‌والو ځواکونو په عمل کې ثابته کړې، د هغه هېواد د ترهګر پوځ هر ډول ګواښ او دښمنانه عمل به بې ځوابه پاتې نه شي او مناسب ځواب به ورکړل شي".

    د امریکا او ایران ترمنځ پرله‌پسې او متقابل بریدونه، چې نږدې دوه اوونۍ یې بې له وقفې دوام درلود، درې شپې وړاندې ودرېدل؛ دا په داسې حال کې وو چې د دواړو خواوو ترمنځ د بریالیو مذاکراتو په اړه خوشبیني زیاته شوې وه.

    اوس مهال دغه مذاکرات درېدلي دي، خو ډونلډ ټرمپ لا هم خبرداری ورکړی چې که خبرې اترې پایلې ته ونه رسېږي، نو د پوځي برید امکان به په پام کې ونیسي.

  17. وروستی, د عراق اربیل کې د امریکا د کونسلګرۍ ته نژدې سیمو کې د ګڼو چاودنو راپورونه

    الجزیرې د لږ تر لږه اوو چاودنو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا چاودنې د امریکا د کونسلګرۍ ودانیو او دیپلوماتیکو مرکزونو ته نژدې سیمو کې شوې دي.

    خو د ایران له سپاه پاسداران سره نژدې خبري اژانس تسنیم د انځورونو په خپرولو سره ویلي چې د ایران د حکومت مخالفو کرد ډلو پر مرکزونو "برید شوی" دی.

    تسنیم هم، لکه الجزیره، د اوو چاودنو خبر ورکړی، خو د "بریدونو او چاودنو" ځایونه یې د عراق د اربیل په ولایت کې خلیفان او سوران سیمې ښودلې دي.

    تر اوسه د دغو بریدونو له امله د احتمالي زیانونو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

  18. وروستی, ظریف په الجزیره کې: نتنیاهو د خلیج فارس د جګړې د پای ته رسېدو د مخالفت لپاره امریکا ته ځي

    د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف په یوې نوې لیکنه کې، چې د دوشنبې په ورځ، د جولای په ۲۷مه (د زمري ۵مه) د الجزیرې په وېبپاڼه خپره شوې، واشنګټن ته د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نژدې سفر او له ډونلډ ټرمپ سره د هغه د لیدنې په اړه ویلي، چې د ده په اند نتنیاهو سپینې ماڼۍ ته په دې موخه ځي چې د امریکا ولسمشر له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو له پرېکړې راوګرځوي.

    ښاغلي ظریف، چې د هغه د بهرنیو چارو وزارت پر مهال ایران او امریکا د اټومي هوکړې (برجام) ته ورسېدل، په دې لیکنه کې ویلي دي:

    "افشا شوي محرم اسناد، د امریکا د پخوانیو لوړپوړو چارواکو څرګندونې، د رسنیو څېړنیز راپورونه او د پوهانو نظرونه او مقالې ښيي چې د اسراییل پرله‌پسې حکومتونو، چې ډېری وخت د دغه هېواد د امنیتي بنسټونو د ځینو برخو ملاتړ هم ورسره و، په ځلونو هڅه کړې چې د سیمې د شخړو د پای ته رسېدو یا د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د مدیریت لپاره ترسره شوې هڅې شنډې کړي."

    د ایران پخواني بهرنیو چارو وزیر الجزیرې ته په خپله نوې لیکنه کې، د هغو تاریخي مخینو او لاملونو له یادولو وروسته چې د ده په اند یې په تېرو پنځوسو کلونو کې د ایران او امریکا ترمنځ د دوښمنۍ د پای ته رسېدو مخه نیولې، داسې پایلې لیکلې دي:

    "له څلورو لسیزو د ډېر وخت لپاره مې په مستقیم ډول هڅه کړې چې دا بنسټیز اختلافونه په ښکاره دوښمنۍ او یوې بشپړې جګړې بدل نه شي. اوس یوې نه‌پرېښودونکې پایلې ته رسېدلی یم: د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د مدیریت هڅې تل د یوې پراخې ستراتیژیکې سیالۍ په چوکاټ کې ترسره شوې دي. دا چوکاټ نه یوازې د امریکا له هغو پرله‌پسې ناکامیو اغېزمن شوی چې خپلو ژمنو ته یې عمل نه دی کړی، بلکې د سیمه‌ییزو لوبغاړو له اقداماتو هم اغېزمن شوی؛ هغو لوبغاړو چې د هغه څه په اړه، چې "د منځني ختیځ ثبات" بلل کېږي، په بشپړ ډول بېلابېل لیدلوري او برداشتونه لري."

  19. وروستی, ټرمپ: که له ایران سره خبرې اترې پایله ورنه کړي، د سخت پوځي اقدام لپاره چمتو یم

    ډونلډ ټرمپ وایي چې امریکا له تهران سره "ډېرې ژورې" خبرې اترې روانې کړې دي، خو که دا خبرې کومې پایلې ته ونه رسېږي، پر ایران به "ډېر سخت" پوځي بریدونه بیا پیل شي.

    د امریکا ولسمشر وویل چې د منځګړو په غوښتنه او د دې لپاره چې خبرو ته فرصت ورکړل شي، ده پر ایران د بریدونو د درولو امر کړی و.

    ایران نن وویل چې دا مهال له امریکا سره هېڅ خبرې اترې نه روانې دي او اجازه به ور نه کړي چې امریکا د جګړې او سولې وخت وټاکي.

    پرون د پاکستان د حکومت د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړل شو چې امریکا او ایران د اسلام‌اباد او دوحې د ګډ وړاندیز، چې موخه یې د جګړې پای ته رسول دي، په اړه مثبت ځواب ورکړی او ډیپلوماسۍ ته د بېرته ستنېدو موافقه یې ښودلې ده.

  20. وروستی, د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د فرانسې سفیر احضار کړ

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پرون یې په تهران کې د فرانسې سفیر احضار کړی دی.

    اسماعیل بقايي ویلي چې، "فرانسې د خپل سفارت پر مټ له مدني ټولنې سره د اړیکو په پلمه زموږ په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه کړې او باید بښنه وغواړي".

    تېره اوونۍ د فرانسې بهرنیو چارو وزیر جان نویل بارو د ایران امنیتي ځواکونه په تهران کې د خپل سفارت د دوو کارکوونکو له ډېپلوماتیک معافیته په سرغړونې او هغوی ته په "سختو ګواښونو کولو" تورن کړي وو.

    هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو چې دغه دوه تنه "پرته له کوم لامله څو ساعته نیول شوي او پوښتنې ګروېږنې ترې شوې وې او پر یوه برید هم شوی و".

    د فرانسې بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په غبرګون کې هلته د ایران شارژادفیر احضار کړی و.