د مصر حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دمیاط
بندر کې د تېرې ورځې اورلګېدنه د ډرون برید له امله رامنځته شوې وه.
دا د امریکا او ایران
ترمنځ د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې لومړی برید دی چې د مصر خاوره یې په نښه کړې ده.
مصري
چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د چهارشنبې ورځې د اورلګېدنې له امله د ګازو دوه
وړونکې بېړۍ زیانمنې شوې دي.
د سمندري
سوداګرۍ د څارنې شرکت کپلر هم ویلي چې دې پېښې د مایع طبیعي ګاز د
وارداتو د یوه مهم ترمینل فعالیتونه ګډوډ کړي دي.
تر اوسه
روښانه نه ده چې د دغه برید مسؤل څوک دی. دا پېښه لږ وروسته له هغه رامنځته شوه چې
ایران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر ضد توغندیز برید وکړ او امریکا او سعودي
عربستان هم په عراق کې د ایران ملاتړو وسلهوالو ډلو پر ضد بریدونه وکړل.
د پنجشنبې
په ورځ رویټرز د دغو بېړیو په اړه معلومات خپاره کړل.
د
چهارشنبې په ورځ د بریتانیا سمندري امنیتي شرکت 'مبري' ویلي وو چې د لومړنیو
ارزونو له مخې، یوه ډرون د مصر په دمیاط بندر کې د یوې امریکايي کمپنۍ اړوند د
ګازو ذخیره کوونکې بېړۍ سره ټکر کړی دی.
رویټرز
ویلي چې دا پېښه ښايي په منځني ختیځ کې د شخړو د پراخېدو نښه وي.
د بندري
خدمتونو شرکت 'انچکېپ' هم په
جلا خبر کې ویلي چې د مصر د دمیاط بندر کې د ګازو دوو وړونکو بېړیو اور اخیستی دی.
رویټرز
د درېیو سوداګریزو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ډرون د 'انرګوس وینټر' په نوم بېړۍ لګېدلی او د اورلګېدو سبب شوی،
چې وروسته اور بلې بېړۍ 'ګازلګ سلیم' ته هم خپور شوی
دی. رویټرز ویلي چې دوو نورو امنیتي سرچینو هم احتمال ښودلی چې د ډرون برید د
اورلګېدنې لامل و.
رویټرز
ویلي چې د انځورونو د ارزونې له لارې یې د دغو بېړیو ځانګړتیاوې معلومې کړې دي.
د
رویټرز د راپور له مخې، 'انرګوس وینټر' یوه داسې بېړۍ
ده چې د مایع طبیعي ګاز د ذخیره کولو او بېرته ګاز ته د اړولو (FSRU) وړتیا لري او د امریکايي شرکت 'انرګوس انفراسټرکچر' ملکیت دی.
د
چهارشنبې په ورځ د مصر د تېلو وزارت په یوه بیان کې ویلي وو چې د دمیاط بندر کې د
ګازو د ذخیره کولو او بدلون یوه بېړۍ او یوه د ذخیرې بېړۍ کې اور لګېدلی و، چې د بېړنیو اقداماتو له لارې د اور وژونکو او
امنیتي ډلو په وسیله کنټرول شو.
وزارت
زیاته کړې چې د مصر د تېلو وزیر کریم بدوي د ژغورنې عملیاتو او د پېښې
د کنټرول د څارنې لپاره سیمې ته تللی و.
همدارنګه ویل شوي چې په دې اورلګېدنه کې هېڅوک نه دي وژل شوي او نه
ټپیان شوي او تخنیکي
او ژغورونکې ډلې لا هم د پېښې د ارزونې او د زیانونو د معلومولو لپاره کار کوي.