پر تلو د خام پیاز ایښودل رښتیا ګټه لري؟

    • Author, اېستر کاهومبي
    • دنده, نړیواله روغتیا
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

"که زکام یاست، نو یوازې دې ته اړتیا لرئ چې پیاز پرې او د شپې له مخې یې په جرابو کې پر تلو کېږدئ."

دا د یوې داسې ښځې ادعا ده چې د خپلې لور د ناروغۍ علایم بیانوي او په لاس کې سور پیاز نیولی دی.

پر ټیک ټاک د دې مور دا خپره شوې ویډیو د خامو پیازو د بېلابېلو درملیزو ګټو په تړاو د ادعاوو یوه بېلګه ده، داسې ادعاوې چې وخت ناوخت پر ټولنیزو رسنیو مخ ته راځي.

ځینې خلک یې ان د ناروغو ماشومانو میندو پلرونو ته هم د ازمویلو سپارښتنه کوي او ادعا کوي چې دغه کار "تبه کموي"، "میکروبونه او باکتریاوې وژني"، "زهرجن مواد جذبوي" او آن دا چې "وینه پاکوي".

خو ایا داسې کوم علمي ثبوت شته چې وښيي پر تلو د خامو پیازو ایښودل دا کارونه کولای شي؟

پیاز د المونیم لرونکو سبو یا سبزیجاتو له کورنۍ دی او د سالم خوراک یوه برخه ګڼل کېږي.

په پیازو کې د 'کوېرسیټین' په ګډون چې یو نباتي مرکب دی او د التهاب ضد ځانګړتیاوو له امله پرې څېړنې شوې، ویټامین سي، فایبر او انتي اکسیدنټونه شته دي.

څېړنو ښودلې چې دغه مرکبات د زړه او کولمو روغتیا ته ګټه رسوي او د وینې د خوږې یا شکرې په منظمولو کې مرسته کولای شي.

خو د امریکا د ساري ناروغیو متخصصه او وبا پېژندونکې ډاکټره کېټي سولیتا وايي دا ادعا ډېره سخته ده ګوندې پیاز له بدنه زهرجن مواد (سمونه) باسي یا د انتاناتو درملنه کوي.

امریکا کې د پیازو ملي ټولنه وايي، دا وړ ادعاوې له ۱۵۰۰مو کلونو سرچینه اخلي.

دوی وايي هغه وخت خلک پر دې باور وو چې په خونو کې به یې د پیازو ایښودل له طاعون وبا وساتي.

پخوا به ځینو خلکو پیاز د دې لپاره پر پړسېدلو لمفاوي غدو (غوټو) هم مښه، چې ګوندې سمونه یا زهرجن مواد ترې راکاږي.

پیاز ولې له بدنه زهرجن مواد نه شي ایستی؟

پوستکی د بدن لومړنۍ دفاعي کرښه ده چې وجود ته د میکروبونو د ننوتلو مخه نیسي.

متخصصان وایي که څه هم ځینې زهرجن مواد د پوستکي له لارې بدن ته ننوتی شي، خو بېرته له همدې لارې نه شي راوتی.

ان له خولو سره هم نه راوځي.

ډاکتره سولیتا وایي، که پیاز چېرې دا کار کوي نو "د فزیک قوانین" باید مات کړي.

هغه زیاتوي: "پیاز داسې هېڅ جادویي ځانګړتیا نه لري چې زهرجن مواد دې د پوستکي له لارې راوباسي؛ نه د پښو له تلونو او نه هم د بدن له کومې بلې برخې."

سولیتا وايي، ځینې خلک د شپې له مخې په جرابو کې د ایښودل شوي پیاز بدل شوی رنګ د دې ثبوت ګڼي چې ګواکې سمونه او زهرجن مواد یې را ایستلي دي، خو په حقیقت کې دا د اکسېډېشن او د پوستکي له طبیعي میکروبونو سره د تعامل پایله ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د ټاکسین یا "زهرجنو موادو" اصطلاح تر ډېره د خوړو رژیمونو (ډایټ) او زهروژنې (ډيټاکس) محصولاتو په بازارموندنه کې کارول کېږي، چې هغو نامشخصو موادو ته اشاره وشي چې فکر کېږي په بدن کې راټولېږي او باید وایستل شي.

له روغتیايي پلوه ټاکسین داسې زهري مواد دي چې د باکتریاوو په څېر د ژوندیو موجوداتو له خوا تولیدېږي.

د امریکا د درملو ملي کتابتون په وینا، پر دې سربېره ځینې مضر کیمیاوي مواد او یا د زیاتې اندازې درملو خوراک هم زهرجن کېدای شي.

خو بدن لا له وړاندې د اضافي او مضرو موادو د ایستلو خپل سیستم لري.

ځیګر وینه فلټروي او له بدنه د مضرو موادو په ایستلو کې مرسته کوي.

پښتورګي بیا اضافي اوبه او مضر مواد د ادرار له لارې باسي.

د ځیګر او پښتورګو روغ ساتل کومې ځانګړې کورنۍ نسخې ته اړتیا نه لري.

متوازنه غذا، د سالم وزن ساتل او کافي اندازه اوبه څښل د دغو غړو د ښه فعالیت لپاره مهم دي.

د بریتانیا د روغتیا ملي خدماتو اداره (NHS) سپارښتنه کوي چې که څوک شک لري چې کوم مضر مواد یې تېر یا تنفس کړي او یا یې هم تر ټاکلې اندازې (دوز) ډېر درمل خوړلي، نو سملاسي باید طبي مشوره ترلاسه کړي.

د والګي او زکام وخت کې څه مرسته کوي؟

د بریتانیا د روغتیا ملي خدماتو ادارې په وینا، والګي یا زکامونه د ویروسونو له امله رامنځته او عموماً پخپله ښه کېږي.

له زکامه ژر رغېدو لپاره لاندې سپارښتنې کېږي:

  • کافي استراحت وکړئ.
  • ډېر مایعات وڅښئ.
  • سالم خواړه وخورئ.

د پیازو سوپ د بدن د اوبو او غذایي موادو په پوره کولو کې مرسته کوي او د ستوني درد یا خارښت هم ارامولای شي، خو متخصصان وایي چې د ناروغۍ د علامیو ارامول او درملنه دوه جلا شیان دي.

ډاکتره سولیتا وایي، "که درملنه وشي یا نه، زکام عموماً له شاوخوا یوې اوونۍ وروسته پخپله ښه کېږي. د پیازو سوپ دا موده نه رالنډوي."

که څه هم د پخولو پر مهال د پیازو یوه اندازه ویټامین سي له لاسه ځي، خو یوه برخه یې اوبو ته انتقال او له سوپ سره خوړل کېدای شي، چې بدن سره د معافیت پياوړتیا کې مرسته کوي.

خو څېړنو ښودلې چې خام پیاز د پخو پرتله زیات ویټامین سي ساتي، ځکه اوږدمهاله پخول یې اندازه کموي.

که د شدیدې تبې په څېر د زکام اعلایم له څو ورځو ډېر دوام وکړي، باید طبي مشوره واخیستل شي. د ماشومانو په اړه دا کار باید لا ژر وشي.

متخصصان وایي التهاب تل داسې څه نه وي چې باید مبارزه ورسره وشي.

په حقیقت کې التهاب د انتان یا ټپي کېدو په مقابل کې د بدن د معافیتي سیستم طبیعي غبرګون دی.

دا غبرګون له بدن سره مرسته کوي چې ځان وساتي او زیانمن شوي نسجونه ورغوي.

پړسوب، درد او تودوخه د التهاب عامې نښې دي. خو متخصصان وايي، که دا نښې دوام پیدا کوي او یا نور ناڅرګند علایم ورسره مله وي، نو غوره لاره دا ده چې روغتیايي مرسته وغوښتل شي، نه دا چې پیاز وزمایوو.

ډاکتره سولیتا وایي، "د دغو ادعاوو یوه بده پایله دا ده چې خلک روغتیايي مرستې ته مراجعه ځنډي."

هغه خبرداری ورکوي چې ډېرې انلاین روغتیايي مشورې د طب او ساینس ژبه کاروي، خو علمي مخینه او ملاتړ نه لري.

د نوموړې سپارښتنه دا ده چې، که څوک ادعا کوي چې پیاز، غذایي مکملونه یا کوم بل محصول له بدنه ټاکسین یا سمونه وباسي، نو مشخص وضاحت باید ترې وغوښتل شي.

هغه وايي، "یو څه نورې پوښتنې ترې وکړئ. [مثلآ] کوم ټاکسین؟ څنګه کار کوي؟ که سم یې درته نه شول وتشریح کولی چې څنګه کار کوي، نو دا باید د خطر نښه وګڼل شي."