تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"پاکستان د افغانستان ثبات له منځه وړلو لپاره ډیورنډ کرښې ته څېرمه زرګونه وسله وال راټول کړي"
د افغانستان په اړه د 'مسکو فارمټ' د مشورتي ناستې اتمه غونډه نن، دوشنبه، په مسکو کې پیل شوه. په دې غونډه کې به په افغانستان او د دغه هېواد شاوخوا د روان وضعیت په اړه خبرې وشي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ روانې شخړې موضوع هم پکې شامله ده.
غونډې ته د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم وینا وکړه.
نوموړي په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او نشه يي توکو کرکیلې او قاچاقاق د مخنیوي اقداماتو یادونه وکړه او دا یې د خپل حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې.
ښاغلي متقي غونډې ته په وینا کې د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستي کړکېچ ته هم اشاره وکړه او په وینا یې دوی د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې د هر ډول مسایلو په حل باور لري. نوموړي وویل: ''افغانستان نه غواړي دا موضوع په متقابلو تورونو او د تبلیغاتو په میدان بدله شي.''
ښاغلي متقي وویل، د دوی هدف د ستونزې د دوام لپاره د نویو وسیلو پیدا کول نه دي، بلکې په خبره یې دوی غواړي ستونزو ته حل وموندل شي، خو ادعا یې وکړه: ''په تاسف سره وایم، چې د پاکستان پر سیاست حاکم نظامي رژیم یو غیر سیاسي طرف دی. دوی د سیاسي تفاهم پر ځای له افغانستان سره اړیکو ته یوازې پوځي ژبه کاروي.''
نوموړي په دا وروستیو کې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د پاکستان بمباریو ته په اشارې سره دا ''د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانستان پر حاکمیت یو تېری'' وباله.
ښاغلي متقي له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او د سوداګریزو لارو بندول ''اعظمي فشار'' وسیله وبلله.
نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چې ''پاکستان همدا اوس په یوه نوې پروژه کار پیل کړی دی. دوی د پخواني رژیم د نظامي پرسونل تر څنګ د داعش غړو په واسطه په افغانستان کې د ناامنۍ خپرولو لپاره عملي هڅې پیل کړې دي. د ډېورنډ کرښې ته څېرمه یې زرګونه وسله وال راټول کړي، چې په افغانستان کې راغلی ثبات وننګوي.''
نوموړي په دا وروستیو کې د بدخشان او نورستان ولایتونو د ناامنیو پېښو یادونه وکړه او د دې پېشو د پړې ګوته یې پاکستان ته ونیوه.
نوموړي وویل، د دوی حکومت به ''په ټول استقلالیت خپل داخلي او بهرني سیاستونه تنظیموي او هېڅکله به د فشار په نتیجه کې له خپلې اساسي تګلارې تېر نه شي.''
غونډې ته په وینا کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله لیکلې وینا کې، چې پر خواله رسنۍ اېکس یې هم خپره کړې، ادعا کړې، چې ''ترهګري لا هم د افغانستان د ستونزو په مرکز کې پاتې ده، چې ریښې یې د طالبانو د واکمن رژیم او د ترهګرو ډلو ترمنځ په اړیکو کې دي. په دغو ډلو کې ټي ټي پي (TTP)، بي اېل اې (BLA)، اې ټي آی اېم (ETIM)، داعش خراسان (ISKP)، القاعده او د هغوی اړوندې ډلې شاملې دي، چې د افغانستان پر خاوره په ازاد ډول فعالیت کوي.''
د ښاغلي صادق په وینا کې زیاته شوې، ''وضعیت هغه وخت لا پسې خرابېږي چې بهرني لوبغاړي او تخریبي عناصر په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ کوي، چې پاکستان او د سیمې نور هېوادونه په نښه کړي.''
ښاغلي خان په خپله وینا کې د پاکستان ناامنیو پېښو یادونه کړې او په خبره یې ''چې سرچینه یې افغانستان بلل کېږي. هېڅ هېواد به داسې وضعیت ونه زغمي.''
نوموړي ادعا کړې، چې ''د ترهګرۍ ضد د پاکستان عملیات د هغو ترهګریزو بریدونو په ځواب کې ترسره کېږي چې له افغان خاورې سرچینه اخلي. دا عملیات دقیق، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ او دفاعي ماهیت لري.''
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټینګار کوي چې ''دغه اقدامات د خپل مشروع حق، یعنې د ځان د دفاع، په چوکاټ کې ترسره کوي چې د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت یقیني کړي. دا اقدامات یوازې هغه ترهګرې ډلې په نښه کوي چې په افغانستان کې مېشتې دي او د پاکستان، سیمې او له سیمې هاخوا امنیت ته ګواښ پېښوي.''
د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي په دې ناسته کې ګډون کوي.
د بېلاروس او مصر استازي هم دې غونډې ته د مېلمنو په توګه بلل شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
ښايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف به د غونډې په څنډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر او د افغانستان د پلاوي له مشر امیرخان متقي، سره هم جلا لیدنه ولري. په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر روانو موضوعاتو خبرې وشي.
تمه ده چې د غونډې په پای کې ګډونوال یو ګډ بیان هم خپور کړي.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په دې مشورو کې به له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او همکاریو تمرکز وشي.
هغې ویلي چې د ترهګرۍ او نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا به هم د غونډې له مهمو موضوعاتو وي.
دا غونډه داسې مهال کېږي چې په افغانستان او د دغه هېواد په شاوخوا کې لا هم تاوتریخوالی او ترینګلتیا روانه ده او د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ د سیمې د بېثباتۍ له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف، تاس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ به حتماً د مسکو په غونډه کې مطرح شي.
هغه وايي: ''د مسکو فارمټ ګډونوال غواړي له دواړو هېوادونو سره مرسته وکړي، چې د خپلو اختلافاتو د حل لپاره یوه مناسبه لار پیدا کړي.''
ښاغلي کابلوف وايي:
''اوس مهال د پاکستان او افغانستان ترینګلو اړیکو د ټولو پام ځانته اړولی دی. موږ به هرومرو د دې موضوع په اړه خبرې وکړو، ځکه د مسکو فارمټ ټول ګډونوال غواړي چې دا شخړه پای ته ورسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي اړیکې بېرته ټینګې شي.''
نوموړي زیاته کړې چې ''په دې وروستیو کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تړاو، ډېرې خبرې کېږي.'' خو د ده په وینا، ''افغانستان د سیمې په څلورلارې کې موقعیت لري او که له پاکستان سره عادي اړیکې ونه لري، نو د سیمهییزې نښلونې او همکاریو په اړه ټولې خبرې به بې پایلې وي.''
د کابلوف په وینا، ''د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د مشورتي ناستو اصلي هدف په سیمه کې د همکاریو پیاوړتیا ده، چې افغانستان هم پکې مهم رول لري.''
هغه ویلي چې دا فارمټ له لومړۍ ورځې د همدې هدف لپاره جوړ شوی و او روسیه به په همدې لوري خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
لاوروف: طالبان افغانستان "تر یوې کچې په بریالیتوب" اداره کوي
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل، د طالبانو اوسنی حکومت، افغانستان "تر یوې کچې په بریالیتوب" اداره کوي، خو په ورته وخت کې یې وویل چې بشري وضعیت لا هم ستونزمن دی.
نوموړي وويل، "شپږ کاله وړاندې د لوېدیځ له خوا شل کلن اشغال پايته ورسېد. د امریکا او د ناټو د متحدینو پیاوړی پوځي ماشین د افغانانو د جګړهییزې روحیې او مقاومت پر وړاندې مات شو او اشغالګر ځواکونه وتلو ته اړ شول."
"هغه حکومت چې وروسته واک ته ورسېد او طالبان یې مشري کوي، توانېدلی چې د هېواد ټوله خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي او باید ومنل شي چې هېواد نسبتا په بریالیتوب اداره کوي."
لاوروف زیاته کړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د "اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
هغه وویل، "د کابل د ترهګرۍ ضد ظرفیت پیاوړتیا د ټولو په ګډه ګټه ده او باید له افغانستان سره د تخنیکي مرستو او تجهیزاتو له لارې مرسته وشي او د استخباراتي، امنیتي او دفاعي ادارو ترمنځ اړیکې وساتل شي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز زیاته کړه چې د نشهيي توکو د غیرقانوني قاچاق د مخنیوي لپاره د حکومت اقداماتو نتیجه ورکړې ده.
د مسکو فارمټ له ګډې اعلاميې پرته پايته ورسېد
د روسيې انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ګډونوال د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اختلافونو له امله ونه توانېدل چې د غونډې وروستۍ ګډه اعلاميه تصویب کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبریالانو ته وویل، د ګډې اعلاميې د چمتو کولو پر مهال د طالبانو حکومت او پاکستاني لورو ترمنځ د اختلاف له امله ستونزه رامنځته شوه.
کابلوف وویل چې "د مسکو فارمټ به د یوه پلټفارم په توګه پاتې وي، خو دا د دوهاړخیزو اختلافونو د حل لپاره نه، بلکې د سیمهییزې همکارۍ د تنظیم او همغږۍ لپاره دی."
نوموړي زیاته کړه، "مسکو فارمټ کولای شي له دې ګډې اعلامیې پرته هم خپل فعالیت او کار ته دوام ورکړي."
د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه په غونډه کې حاضر وو.
د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې، افغانستان، هند، ایران، چین او پاکستان د ځانګړو استازو ترمنځ د شپږ اړخیزو مشورو پر بنسټ جوړ شو.
د دې فارمټ لومړۍ غونډه د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۱۴مه وشوه، چې د ۱۱ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو او ځانګړو استازو، په ګډون د افغانستان د استازي، پکې ګډون کړی و.
د مسکو فارمټ اصلي هدف په افغانستان کې د ملي پخلاینې له بهیر سره مرسته او په دغه هېواد کې د ژر تر ژره سولې د ټینګېدو لپاره د زمینې برابرول بلل شوي وو.
روسیې د ۲۰۲۵ کال په اوړي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.
دغه راز، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه د روسیې سترې محکمې د دې هېواد د لوی څارنوال هغه غوښتنه ومنله چې په روسیه کې د طالبانو پر فعالیتونو د بندیز د ځنډولو غوښتنه یې کړې وه.