د اسلام اباد او پي‌ټي‌ای د مذاکراتو ناکامېدل او په لکي‌مروت کې د لاریون پیل

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي‌ټي‌ای) لخوا د پلان شوي‌ لوی لاریون لومړی پړاو به نن (یکشنبه/اتوار د اکتوبر ۴مه) له لکي مروته پیل شي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي‌ پر خپله اېکس پاڼه د دغه لاریون د تفصیلي مهالوېش له خپرولو سره ویلي، "لاریون به نن یعنی یکشنبه د غرمې یوه بجه د لکي مروت له ګنډي چوکه پیل شي."

د هغه په وینا دغه لاریون کې به د ټانک،‌ ډېره اسماعیل خان، سویلي وزیرستان،‌ شمالي‌ وزیرستان،‌ بنو او لکي‌مروت خلک شامل وي او قافله به یې د شپې له مخې کرک ته نږدې واړوي.

سهیل اپریدي ليکلي، سبا (دوشنبه د اکتوبر ۵مه) دولس بجې به د کرک ځايي خلک له لاریون سره یو ځای شي او دوی به له دغه ځایه له روانېدو وروسته شپه کوهاټ ته ورسوي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر زیاته کړې، چې سې‌شنبه (د اکتوبر ۶مه) غرمه ۱۲ بجې به د کوهاټ، هنګو،‌ کرمې، او اورکزیو خلک هم له لاریون سره یو ځای شي.

دوی به له دغه ځایه د پېښور پر لور حرکت وکړي‌ او شپه به متنیو ته نږدې تېره کړي.

هغه زياته کړه چې د اکتوبر اوومه ماسپښين ۱۲:۳۰ بجې به لاریون د پېښور له بډه‌بېرې بیا حرکت وکړي او دغلته به ورسره د خيبر ولسوالۍ او د پېښور د نورو سیمو اوسېدونکي ملګري شي.

نوموړي ويلي چې دغه کاروان به دغه شپه د چارسدې د انټرچېنج ترڅنګ تېره کړي.

د سهيل افريدي په وينا، د اکتوبر اتمه نېټه غرمه مهال د چارسدې له انټرچېنجه روانېږي او دغلته ته به د چارسدې او مومندو اوسېدونکي هم له کاروان سره مله شي.

هغه ویلی، "د اکتوبر اتمه به د خيبر پښتونخوا له بېلابېلو سيمو ورغلي خلک په خيراباد کې سره راټول شي او شپه به هم هلته تېره کړي.»

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په وينا، د دغه لاریون د راتلونکي پړاو تګلاره به هم په خيراباد کې اعلان شي.

د حکومت او پي ټي آی ترمنځ په مذاکراتو کې څه وشول؟

د یادونې ده چې د دغه لاریون د مهالوېش له اعلانېدو څو ساعته ورمخکې د حکومت او اپوزېسيون ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو هم ترسره شو، خو له څو ساعته خبرو اترو سره سره له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېد او د دواړو لورو ترمنځ بن‌بست پر خپل ځای پاتې شو.

دغه مذاکرات تېره ورځ ماښام د پارلمان ودانۍ کې د قومي اسمبلۍ د رییس اياز صادق په مشرۍ پيل شول او د شپې تر ناوخته پورې روان وو.

په سنا کې د اپوزېسيون مشر علامه راجه ناصر عباس له مذاکراتو وروسته وويل چې بن‌بست لا هم دوام لري او دا چې له عمران خان سره د لیدلو پر موضوع هوکړه ونه شوه.

د هغه په وينا خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د څرنګوالي پر موضوع هم اختلافات پر خپل ځای پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې سهیل اپریدي د اېکس په یوه پیغام کې لیکلي، چې پر خیبرپښتونخوا باندې ترهګرې تپل شوې او دا چې دغه ایالت د مرکز د ناکامه پالیسیو په اور کې سوځي.

"ترهګري پر خيبر پښتونخوا تحميل شوې ده. د فدرال حکومت د ناکامو پاليسيو له امله خيبر پښتونخوا تل د جګړې، بارودو او اور په لمبو کې سوځېدلې ده. زما د صوبې بې‌ګناه خلک په پوځي عملياتو او ډرون بريدونو کې شهيدانېږي، خو بيا ورته د 'جانبي زیان' نوم ورکول کېږي او يوازې په يوه بښنه خبره پای ته رسېږي. دلته به يوازې د عمران خان پاليسي عملي کېږي. د هېواد او ولس خير ښېګڼه په همدې پاليسۍ کې نغښتې ده."

د پاکستان تحریک انصاف مشر بيرسټر ګوهر علي خان وويل چې د لاریون پرېکړه لا پر خپل ځای ده او دا چې دغه لاریون به د اعلان شوي مهالوېش له مخې ترسره کېږي.

د هغه په وينا، د اپوزېسيون په غوښتنو کې د پي ټي ای له بنسټګر عمران خان او د هغه له ښځې بشرا بي‌بي سره د لیدنو د فرصت برابرېدو غوښتنه هم شامله وه.

د ګوهر علي خان وویل، په دې او د ترهګرۍ د ځینو اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرو کې پرمختګ ونه شو.

په کورنيو چارو کې د دولت وزير طلال چوهدري ویلي مذاکراتو کې پر ډېرو موضوعاتو توافق شوی و، خو د خيبر پښتونخوا د حکومت له لوري د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د همکارۍ د ډاډ نه ورکولو له امله هوکړه ونه شوه.

د هغه په وينا، د حکومت دريځ دا و چې ایالتي حکومت بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له مرکزي حکومت سره همکاري وکړي.

د پاکستان د لومړي وزير شهباز شریف سياسي سلاکار رانا ثناءالله هم وويل چې حکومت د هوکړې په مسوده کې دوه يا درې ځله بدلونونه راوستل، خو د خيبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ ته چمتو نه شو.

هغه زیاته کړه چې دا د ایالتي حکومت اساسي او قانوني مسؤليت دی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري وکړي او دا چې مرکزي حکومت په دې اړه هېڅ ډول جوړجاړی نه شي کولی.