د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی بنون سیوان مړ شو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی مرستیال او تجربه لرونکی ډېپلومات بنون سیوان د ۸۹ کلنو په عمر په قبرس کې مړ شوی دی.

د هغه د کورنۍ یوې نږدې سرچینې بي‌بي‌سي ته وویل چې ښاغلي سیوان تېره شپه (دوشنبه، تله ۱۳/اکتوبر ۵) د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې په خپل کور کې ساه ورکړه.

بنون سیوان د ډېرو افغانانو لپاره یو اشنا نوم و؛ هغه سړی چې په ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د افغانستان د جګړو او سیاسي بدلونونو پر مهال د سیاسي حل‌لارې موندلو او د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو په هڅو کې مهم رول درلود.

تر مرګ یوازې څو ورځې مخکې یې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژل کېدو د ۳۰ کلیزې په مناسبت د بي‌بي‌سي افغانستان برخې سره خبرې کړې وې. له ښاغلي سیوان سره دغه مرکه د بي‌بي‌سي خبریال ضیا شهریار د قبرس په نیکوزیا ښار کې د هغه په کور کې کړې وه او همدا یې د ژوند وروستۍ مرکه بلل کېږي.

بنون سیوان په دې مرکه کې له افغانستان او د دغه هېواد له خلکو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ په هکله خبرې وکړې او ویې ویل چې هلته د خپلې دندې پر مهال یې "له افغانانو سره په ګډه کړاوونه ګاللي" دي او د جګړې له پایلو، په ځانګړي ډول د شوروي ځواکونو له لوري غورځول شوو "پتنګ/کوکايي" مایونونو کې د افغان ماشومانو له وژل کېدو له نږدې خبر و.

هغه په ټينګار وویل چې تل په دې باور و چې په افغانستان کې هغه مهال سوله دوام کولی شي چې "په خپله افغانان" د سولې بهیر څښتنان و اوسي، طرحه یې کړي او مشري یې هم په خپله وکړي.

د ارمنیانو عمومي خیریه ټولنې (اې‌جي‌بي‌یو) د هغه د مړینې په اړه د خواخوږۍ په پیغام کې بنون سیوان "د الهام سرچینه، لارښود، د ارمنیانو د کلتوري میراث نه ستړی کېدونکی مدافع او د قبرس د ارمنیانو د سترې کورنۍ غړی" بللی دی.

دې ټولنې ویلي چې د هغه شخصیت، ذهانت او بې‌ساری سخاوت د خپلو همکارانو او ملګرو ترمنځ د پراخ درناوي او مینې لامل شوی و.

بنون سیوان په نیکوزیا ښار کې په یوه ارمنۍ کورنۍ کې زېږېدلی و. خپلې لومړنۍ زدکړې یې په قبرس کې د ملکونیان په ښوونیز مرکز کې وکړې او وروسته یې د امریکا د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې د تاریخ، فلسفې او نړیوالو اړیکو په برخو کې زدکړې وکړې.

سیوان په ۱۹۶۵ کال کې له ملګرو ملتونو سره یوځای شو او نږدې څلور لسیزې یې له دغه سازمان سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مختلفې دندې ترسره کړې.

هغه په اندونیزیا کې د ملګرو ملتونو په ماموریتونو، پرمختیايي پروګرامونو او د ایران او عراق جګړې د بندیانو وضعیت په ارزونه کې هم رول درلود.

خو په افغانستان پورې د هغه نوم تر ډېره د شوروي ځواکونو د حضور په وروستیو کلونو او له هغه وروسته د ملګرو ملتونو له سیاسي ماموریتونو سره تړل شوی.

په ۱۹۸۸ کال کې د افغانستان په اړه د جنیوا تړون د لاسلیک پر مهال سیوان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي د دفتر مشر او د لوړپوړي سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو.

په ۱۹۹۰ کال کې هغه د جنیوا تړون پر عملي کېدو د څار مسوول شو او یو کال وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او اقتصادي مرستو بهیر د مدیریت او همغږۍ دنده هم ور وسپارل شوه.

دی د ملګرو ملتونو له هغو لوړپوړو ډیپلوماتانو و چې د ډاکټر نجیب‌الله حکومت د ړنګېدو، د کورنیو جګړو د پیل او د افغان مجاهدینو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي لپاره د نړیوالو هڅو د ناکامېدو شاهد و.

د ډاکټر نجیب الله د وژل کېدو له امله پر ملګرو ملتونو نیوکې

بنون سیوان له بي‌بي‌سي سره په خپله وروستۍ مرکه کې د ۱۹۹۲ کال په اپرېل میاشت کې له افغانستانه د ډاکټر نجیب‌الله د ایستلو لپاره د خپلو هڅو په اړه تازه جزیات شریک کړل.

هغه وویل، د مجاهدینو مشران چې د یوه لنډمهاله حکومت پر جوړولو هوکړې ته ونه رسېدل نو ده پرېکړه وکړه چې پخپله د ملګرو ملتونو په الوتکه کې له اسلام‌اباده کابل ته لاړ شي، ځکه چې وېره یې لرله چې ښايي نجیب‌الله ووژل شي.

بنون سیوان په دې مرکه کې د ډاکټر نجیب‌الله د برخلیک په اړه د ملګرو ملتونو پر کړنو سختې او په زغرده نیوکې وکړې. ویې ویل چې د ده په باور، ملګرو ملتونو د نجیب‌الله د ایستلو او ژغورلو لپاره "کافي هڅې ونه کړې".

سیوان زیاته کړه چې اوس هم په دې باور دی چې ملګرو ملتونو باید هغه مهال د نجیب الله د وژنې د څرنګوالي په اړه څېړنه کړې وای چې کله په کابل کې د دغه سازمان له دفتره وتښتول شو.

په ۱۹۹۲ کال کې بنون سیوان د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو د مرستیال په توګه وټاکل شو.

وروسته یې د عراق لپاره "د خوړو په بدل کې تېل" په نوم د ملګرو ملتونو د مشهور پروګرام مشري هم وکړه. د دغه پروګرام له مخې د عراق حکومت ته اجازه ورکول کېده چې د تېلو له پلوره ترلاسه شوې ګټه د خوړو، درملو او نورو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګوي.

سیوان د ملګرو ملتونو له هغو کمو لوړپوړو چارواکو و چې په ۲۰۰۳ کال کې په بغداد کې د دغه سازمان پر دفتر له مرګوني بریده ژوندی ووت.

په هغه برید کې د ملګرو ملتونو ۲۲ کارکوونکي ووژل شول.

سیوان د بي‌بي‌سي خبریال ته وویل چې دی ځکه ژوندی پاتې شو چې هغه وخت یې د غونډې ځای بدل کړای شوی و او دا یې هم وویل چې تل په هغه برید کې د خپلو همکارانو په وژل کېدو غمجن و.

د کورنۍ نږدې سرچینه: د مړینې کره لامل لا نه دی معلوم

د بنون سیوان کورنۍ ته یوې نږدې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د دغه پخواني ډیپلومات د مړینې کره لامل لا نه دی معلوم.

خو سرچینې ویلي چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په تشناب کې له لوېدو وروسته د سیوان ورون او کوناټي ټپي شوي وو چې وروسته یې جراحي عملیات هم کړی و.

له ده یوه لور پاتې شوه چې جاسمین سیوان نومېږي او دوه لسمي هم لري.

جاسمین سیوان مخکې د بریتانیا له مشهورې سندرغاړې او فېشن ډیزاینرې ویکټوریا بکهام سره د هغې د نړیوالو اړیکو د مدیرې په توګه کار کاوه او په دې وروستیو کې د "سکیمز" په نوم د جامو په یوه شرکت کې د نړیوالو اړیکو د مرستیالې په توګه ټاکل شوې.

دغه شرکت د مشهورې امریکایۍ موډلې او سوداګرې کېم کارډاشین دی.

د بنون سیوان کورنۍ ته نږدې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي چې هغې د خپلې نوې دندې لپاره د امریکا لاس انجلس ښار ته کډه کړې وه.

د سرچینې په وینا، جاسمین سیوان د پلار د مرګ خبر په اورېدو قبرس ته روانه شوې چې له خپلې کورنۍ سره یې په ګډه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

"د خوړو په بدل کې تېل" پروګرام او د سيوان پر کاري ژوند یې سیوری

له دې سره سره چې بنون سیوان په ملګرو ملتونو کې اوږده کاري مخینه لرله خو د خپل کاري ژوند په وروستیو کلونو کې یې نوم "د خوړو په بدل کې تېل" په نوم په عراق کې په یوه جنجالي پروګرام پورې غوټه شوی و.

په ۲۰۰۷ کې د امریکا څارنوالانو هغه په دغه بهیر کې د رشوت اخیستلو او د درغلۍ د توطیې په تور تورن کړ.

امریکايي چارواکو ادعا کړې وه چې سیوان د عراق له حکومته د شاوخوا ۱۶۰ زره ډالرو په بدل کې هڅه کړې وه چې پر دغه بشري پروګرام ناقانونه اغېز ولري.

سیوان دغه تورونه په کلکه رد کړي وو او وکیلانو یې ویل چې هغه خپل ټول عواید او شتمني په روڼتیا سره ثبت کړې ده.

هغه ټينګار کاوه چې "د خوړو په بدل کې تېل" پروګرام د ملګرو ملتونو په تاریخ کې تر ټولو ستر بشري عملیات وو او "له لوږې او ناروغیو د لسګونه زره کسانو" په ژغورلو کې یې مرسته کړې ده.

دغه قبرسي-ارمني ډیپلومات باور درلود چې دی د یوې پراخې سیاسي شخړې "قرباني او د ملامتۍ لپاره ډال" ګرځول شوی دی.

هغه څو ځله ویلي وو چې د دې قضیې هدف دا و چې "په عراق کې د صدام حسین حکومت له نسکورېدو وروسته د امریکا له ناکامیو د خلکو پام واړول شي".

که څه هم دا لانجې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هغه د کاري ژوند د پای ته رسېدو لامل شوې خو سیوان تر خپل مرګه پورې "د خوړو په بدل کې تېل" پروګرام په اړه د خپلو فعالیتونو دفاع کوله او پرې لګېدلي تورونه یې بې‌بنسټه بلل.