تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه پوهېږو چې یو متن انسان لیکلی که مصنوعي ځیرکتیا؟
- Author, هيفار حسن
- دنده, بي بي سي نيوز عربي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
تاسو انټرنيټ لټوئ، نو پام مو یوې لیکنې یا کوم متن ته اوړي او هغه لولئ. خو کله مو فکر کړی چې د دغه متن اصلي لیکوال څوک دی؟ انسان دی که روباټ؟
که دا پوښتنه څو کاله وړاندې شوې وای، نو دا به یو خیالي حالت برېښېده، خو نن سبا انټرنیټ د ورځنۍ مطالعې او لوست یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.
په امریکا کې د پیو (PEW) څېړنیز مرکز له لوري "په انټرنيټ کې څومره مواد د مصنوعي ځیرکتیا لخوا لیکل شوي؟" تر سرلیک لاندې نوې څېړنې، انټرنیټ کې په سلګونو زره خپاره شوي متنونه او توکي وڅېړل، چې د هغو نښو د تکرار کچه و ارزوي چې، دا ښيي یوه منځپانګه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ تولید شوې یا یې چمتو کېدو کې ترې ګټه اخیستل شوې ده.
دغې څېړنه چې د اګسټ پر ۲۰مه خپره شوه، د انګرېزۍ ژبې نږدې ۴۹۰ زره وېبپاڼې و ارزولې، او ویې موندله چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په بېلګو کې د ټولو خپرو شویو پاڼو نږدې لس سلنو یې دا په ډاګه کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ تیارې شوې دي.
دا کچه د چټ جي پي ټي (ChatGPT) د وروستۍ نسخې له خپرېدو وروسته خپرو شویو پاڼو کې له درېیمې برخې اوښتې ده. دا ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا نن سبا د محتوا تولید په پړاونو کې پر یوې مهمې بڼې بدله شوې ده.
خو پوښتنه دا ده چې موږ د هغه څه ترمنځ توپیر کولی شو چې انسان یې لیکی او هغه څه چې مصنوعي ځیرکتیا یې تولیدوی؟ دغه راز، څوک له دغو ټیکنالوژیو ډېر کار اخلي؟ او تر ټولو مهمه دا چې، د عربي ژبې منځپانګې په اړه څه ویل کېدلی شي؟ ایا د عربي محتوا په تولید کې د مصنوعي ځیرکتیا کارول په هماغه کچه پر مخ روان دي چې موږ یې په انګریزۍ منځپانګه کې ووینو؟
ایا په متن کې د مصنوعي ځیرکتیا کومه (نښه) شته؟
مصنوعي ځیرکتیا داسې څرګنده نښه نه پرېږدي چې ووایي دا متن ماشیني جوړ شوی دی، پر ځای یې څېړونکي د ژبنیو او سټایلیسټیک نښې څېړي؛ لکه کارول شوي ټکي، د جملو ترکیب، ليک نښې او تکراري ليکنیز ډولونه یادولی شو.
هدى بوعمر، چې د طبيعي ژبې او ماشیني زده کړې کارپوهه او په دوحه کې د کارنیګي میلون پوهنتون استاده ده، د هغې محتوا ترمنځ د توپیر کولو په اړه خپله لیدلوری روښانوي چې د مصنوعي ځیرکتیا لخوا تولید شوې او هغه چې انسان له ماشین کارونې پرته لیکلې ده. هغې د بي بي سي عربي څانګې ته وویل: "په تیوریکي لحاظ، هغه متنونه چې مصنوعي ځیرکتیا یې تولیدوي کشفېدلی شي، خو د ماډلونو په پراختیا سره دا دنده پېچلې شوې ده. په انګریزۍ کې وسایل ډېر پرمختللي دي، په عربي کې بیا له یوه پلوه د لویو مرجع ډیټاسیټونو د نشتوالي او له بلې خوا د عربي لیکنیزو بڼو لکه د معیاري او لیکل شوې عامیانه ژبې د تنوع له امله دا څه لا هم محدود دي.
د څېړنې له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې د اوږدو کرښو ( ـــ ) کارول نږدې دوه چنده شوي دي، او همدارنګه د ځینو ځانګړو ټکو او عبارتونو کارول زیات شوي چې څېړونکو د مصنوعي ځیرکتیا تولید شویو متنونو پورې اړوندو ځانګړتیاوو په توګه معلوم کړي دي.
خو څېړنه ټینګار کوي چې یوازې یوه نښه په یوازې سر نه شي کولی دا ثابته کړي چې یو متن د مصنوعي ځیرکتیا لخوا لیکل شوی، د دې شونتیا د معلومولو یا اټکل لپاره د یو شمېر نښو راټولول مهم دي.
ایا مصنوعي ځیرکتیا د عربي ژبې پر تنوع پوهېږي؟
هدی بوعمر پر دې باور ده چې عربي ژبه د نورو ژبو په پرتله د مصنوعي ځیرکتیا سره له ډېرو ننګونو سره مخ ده، "ځکه چې د انګریزۍ ژبې په پرتله د عربي ژبې شته ډیجیټل ډاټا ټیټه ده چې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونو روزنې لپاره اړینه ده."
یو بل څه د رسمي ژبې او لهجو ترمنځ لوی بېلوالی، د کلمو د جوړښت پېچلتیا او د باوري ډاټا کمښت په ځانګړي ډول په عربي لهجو کې، دا ټول د لاملونو په توګه یادېدلی شي. د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه په ډېرو مواردو کې په انګریزۍ ښه پوهېږي او ستونزو ته یې په اسانۍ حل مومي. د هدی بوعمر په وینا، چې له خپلو ځینو همکارانو سره یې د MADAR پر پروژه کار کړی چې (هغه غوښتنلیکونه او سرچینې دي چې د بېلابېلو عربي لهجو ملاتړ کوي) او موخه یې د درجنونو عربي ګړدودونو لپاره د بلاګونو جوړول دي.
د شارجه په پوهنتون کې استاده نهى میللر چې د عربي رسنیو او ډیجیټل ژورنالیزم څېړونکې ده، بي بي سي ته وویل: "دا سمه ده چې د عربي ژبې په اړه د مصنوعي ځیرکتیا پوهه مخ په ښه کېدو ده، خو ننګونه یوازې په ژبې پورې محدوده نه ده ورسره کلتور هم د دې ننګونو یوه برخه ده. کېدلی شي د ژبې له نظره سم متن تولید کړي خو د عربي پر ځای به لوېدیځې سرچینې راوړي. د دې تر څنګ چې په عربي نړۍ کې د ستر کلتوري او ژبني تنوع له امله په خپله عربي سیسټمونه د ځینو ګړدودونو په پوهیدو کې له ستونزو سره مخ دي."
نزار حبش - چې د ابوظبي نیویارک پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس استاد او د مصنوعي ځیرکتیا او عربي ژبې ډیجیټل بهیر څېړونکی دی پر دې باور دی چې د عربي ژبې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا ننګونه او اغېز "د لهجو او رسمي ژبې ترمنځ په دوه ګونيوالي کې نغښتی دی، رسمي ژبه هغه مورنۍ ژبه نه ده چې خلک یې مسلکي ډول زده کوي او په هغې کې مهارت موندل ډېر تمرین او هڅې ته اړتیا لري، او لکه چې د هر متن لوستل او ارزونه له صفره د هغې له لیکلو خورا اسانه دی، نو دلته د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا وسیلو ونډه راځي چې خورا ډېره مرسته کوي لکه د رسمي لیکلو کچه ټیټول او ډېرو خلکو ته اجازه ورکول چې خپل افکار په سمه ژبه بیان کړي، او زما په فکر دا د عربي ژبې لپاره یوه ښه ډالۍ ده."
د نوښت پیاوړتیا که د وړتیا کمزوري کول؟
د چټ جي پي ټي له خپرېدو وروسته، د عربي ژبې یو شمېر کاروونکي د نورو ژبو د کاروونکو په څېر له صفره د منځپانګې د جوړولو پر ځای، د ځینو ایمیلونو، تحریري پیغامونو مسودې او ان د روایتي ژباړې وسایلو پر ځای په ژباړه کې په مصنوعي ځیرکتیا تکیه کوي.
که څه هم د عربي ژبې کاروونکو لپاره ځانګړې شمېرې نشته، خو ښاغلی حبش پر دې باور دی چې د مصنوعي ځیرکتیا کارول له نورو ژبو سره ډېر توپیر نه لري، په ځانګړي توګه د خبرو په رسولو، د تېروتنو په سمولو او ژباړه کې، ترڅنګ یې د رسمي اسنادو په چمتو کولو، د متنونو په لنډولو او د محتوا لومړنیو مسودو په تولید کې یې بېلګې لرلی شو.
حبش پر دې باور دی چې په عربي کې د دې ګټه ښايي لویه وي، ځکه چې دا له کاروونکي سره مرسته کوي چې له عامیانه لهجې یو روښانه او د لوست وړ متن ته واوړي.
نو موږ ویلی شو چې یوازې د مصنوعي ځیرکتیا له کومې ټیکنالوژۍ ګټه اخیستل (انساني) کاروونکی د کلیمو په ترتیب کې ډېر تکړه کوي که د خپلو افکارو د پراخولو او بیانولو وړتیا پڅوي؟
خطر واقعی دی، خو دا په کارولو پورې اړه لري، د استاد نزار په وینا: "مصنوعي ځیرکتیا یوازې یوه وسیله ده، دا د فکر کولو او له خپلو افکارو سره د خبرو اترو، ازمویلو او پراخولو د بديل په توګه کارول کېدلی شي. هغه څوک چې دا د داسې افکارو د تولید لپاره کاروي چې په خپله ورباندې نه پوهېږي، ښايي ښه ښکاره شي خو له ریښتیني محتوا پرته، او هغه څوک چې دا د خپلو افکارو د بیاکتنې او ننګولو لپاره کاروي ښايي ډېر دقیق او نوښتګر شي، او دا ستونزه له مصنوعي ځیرکتیا وړاندې هم وه."
مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو د لیکلو لاره بدله کړي؟
ښايي دا به په ټوله کیسه کې ترټولو مهمه پوښتنه وي. ستونزه یوازې دا نه ده چې ماشینونه اوس د انساني لیکلو پیروي کولی شي، څه به وشي کله چې انسانان په خپله په هغه بڼه لیکل پیل کړي چې ماشینونه یې وړاندیزوي، او ایا د مصنوعي ځیرکتیا تولید شوې لیکنه کولی شي د خبریالانو او لیکوالانو د لیکلو پر طرز او سبک یا په ټوله کې پر عربي ژبه اغېز وکړي؟
استاده نهى میللر وايي چې د مصنوعي عربي تولید خورا شونی دی. خو هغه ټینګار کوي "موږ د دې احتمال د ثابتولو لپاره اوږدو څېړنو ته اړتیا لرو، اوسني سیسټمونه د داسې محتوا تولید ته تمایل لري چې د ټولو لهجو د پوهېدو د هڅې پر ځای ډېر فصیح عربي ژبې ته تمایل لري، او غالباً، دا کېدای شي داسې ډیجیټل لیکنیز ډول رامنځته کړي چې ډېر فصیح عربي ته تمایل ولري، سربېره پر دې چې اوسنۍ څېړنې ښيي چې یو شمېر عرب ژورنالیستان په ژباړه، لنډیز او اډیټ کې له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي، او دا ټول پر ژورنالیستیک سټایل اغېز کوي."
خومیللر پر دې باور ده چې اړیکه دوه اړخیزه ده، يعنې "مصنوعي ځیرکتیا د ژورنالیست له ژبې زده کړه کوي او ژورنالیست هم په خپل وار په لیکلو کې له مصنوعي ځیرکتیا کار اخلي. خو پر مصنوعي ځیرکتیا ډېره تکیه کول کېدای شي د تکرار یا د ژبنیو سټایلونو د ورتوالي لامل شي."
د عربي ژبې د لیکلو پر راتلونکي د مصنوعي ځیرکتیا اغېز به مثبت وي که منفي؟
نزار حبش وايي چې پر مصنوعي ځیرکتیا اتکاء د فرصت او اندېښنې یوه لوبه ده، چې له مثبت لوري سره روښانه تمایل لري. د هغه په وینا، مصنوعي ځیرکتیا انګریزي یا فرانسوي ته د اړېدو پر ځای له عربو سره د عربي ژبې د کارولو هڅونې له نظره خورا مهم پرمختګ دی، خو هم مهاله دا د خلاقیت، بنسټي پوهې، د معلوماتو د ساتلو او خپلواک فکر کولو د کمښت په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.
په بل عبارت، حبش پر دې اند دی چې مثبت راتلونکی په دې کې نه دی چې مصنوعي ځیرکتیا زموږ په ځای لیکل وکړي، بلکې په دې کې دی چې له موږ سره په ښه بڼه لیکلو او فکر کولو کې مرسته وکړي.
څنګه کولی شو مصنوعي ځیرکتیا د عربي ژبې او د هغې د تنوع په اړه په ښه پوهېدو سمبال کړو؟
د هدی بوعمر په وینا، په عربي ژبه د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا یوازې د ډاټا د زیاتوالي پر ځای د دغو سیسټمونو په ډیزاینولو کې بدلون ته اړتیا لري.
هغې وویل: "عربي یوازې یوه ژبه نه ده په کې فصیحه او بېلابېل ګړدودونه هم شته چې له یوه هېواده تر بل هېواده توپیر لري. له همدې امله، سیسټمونه باید له دغو لهجو په ریښتینیو متونو وروزل شي او د پراختیا له لومړیو پړاوونو د بېلابېلو سیمو له عربي څېړونکو او ویونکو ګټه پورته شي.
په دې برخه کې د عربي څېړنو ملاتړ کولی شي د داسې سیسټمونو په جوړولو کې مرسته وکړي چې پر عربي ژبه او کلتور ښه پوه شي، پر ځای د دې چې یوازې د هغې ټیکنالوژۍ عربي کولو باندې بسنه وشي چې اصلاً د انګریزي ژبې لپاره ډیزاین شوې ده."
په پای کې، مصنوعي ځیرکتیا ښايي په فصیحه ژبه لیکل اسانه کړي، او ډېرو خلکو ته دا موکه ورکړي چې خپل افکار په عربي ژبه روښانه کړي. خو بل پلو دا د نوښت او خپلواک فکر کولو، او په دې په اړه ژورې پوښتنې راولاړوي چې ایا د ماشينونو پر مټ تولید شوې لیکنه به زموږ متون ډېر یو ډول کړي.
او پوښتنه خلاصه پاتې ده: کله چې موږ له کلونو وروسته یو عربي متن لولو، ایا موږ به دا پوښتنه وکړو چې د متن لیکوال څوک دی که د مفکورې خاوند څوک دی؟