BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت وایي ډېر ژر به د امو سیند اوبه د قوشتېپې کانال ته ورخوشې شي
د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د ملي پراختیا شرکت اعلان کړی چې "د قوشتېپې ستر او ملي کانال د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلي او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکې کې د آمو سیند اوبه د دغه کانال سربند ته راخوشې شي." د طالبانو حکومت چارواکي وايي د دغه کانال د دویم فاز د کېندنې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې او د پلونو، بندونو او د اوبو د کنټرول تاسیساتو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.
مهران خان؛ هغه ځوان چې پر روان موټرسایکل یې په یوه لاس د شپږیزې کېچ ونیو
"موټرسایکل چلوونکي ملګري ته مې وویل چې سر ټيټ کړه، زه یې رانیسم"، دا د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې د مهران خان خبرې دي چې پر روان موټرسایکل یې د کرېکټ له لوبغالي د شپږیزې په نیت وهل شوی توپ په یوه لاس کېچ یا نیولی دی.
ماهرنګ بلوڅ ته د بشري حقونو یوه نړیواله جایزه ورکړل شوې؛ له زندانه یې په تازه لیک کې څه لیکلي؟
د بلوڅانو یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅ له زندانه په یوه خپاره کړي لیک کې ادعا کړې چې په پاکستان کې لا هم د "بلوڅانو د وژلو او جبري ورکولو" لړۍ روانه ده او له نړیوالو یې غوښتي چې پر سیاستونو دې د بشري حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
د سعودي او حوثیانو د سختو متقابلو بریدونو په ترڅ کې د دوبۍ ساحلونو ته نږدې د تېلو لېږدونکې بېړۍ 'ترڅنګ' چاودنه
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز(یو کې ایم ټي او) وايي، د متحده عربي اماراتو په اوبو کې یې د دوبۍ لوېدیځ ته شاوخوا ۵۰ سمندري میله واټن کې د یوې پېښې راپور ترلاسه کړی دی.
مولانا فضل الرحمان له خپلو پلویانو غوښتي چې په ټول هېواد کې احتجاجونه وکړي
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پنجاب ایالت په سرګودا ښار کې د دوی د ګوند له پلان شوې غونډې سره هممهاله ادعا کړې چې حکومت یې د غونډې مخنیوي لپاره په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو تګ راتګ محدود کړی او د ګوند کارکوونکي او مشران نیول کېږي. هغه پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د هېواد لروبر راووځي او لارې سړکونه وتړي.
امریکا د چین او هند په ګډون پر خپلو سترو سوداګریزو شریکانو نوې تعرفې اعلان کړې
هغه اقتصادونه چې تر څېړنې لاندې راغلي دي، چین، اروپايي ټولنه، سنګاپور، سویټزرلنډ، اندونیزیا، مالیزیا، کمبوډیا، تایلنډ، سویلي کوریا، ویتنام، تایوان، بنګله دېش، جاپان او هند پکې شامل دي.
د روسیې خپلې شمېرې ښيي چې له اوکرايين سره جګړه کې یې شاوخوا نیم میلیون سرتېري وژل شوي
بيبيسي ته د روسیې حکومت د شمېرو تر شننې وروسته معلومه شوې چې په ۲۰۲۲ کې له اوکرايين سره د جګړې له پیل راهیسې یې لږترلږه ۴۹۰ زره ۳۳۴ روسي سرتېري وژل شوي دي. د روسیې د احصايې فدرالي ادارې (روسټاټ) افشا شوي معلومات ښيي چې پر اوکرايين د یرغل له امله روسیې ته څومره دروند انساني زیان اوښتی او د دې جګړې څومره درنه بیه پرې کوي.
لیبیا ته نژدې د کډوالو له یوې کښتۍ سره د اړیکې له پرې کېدو وروسته په باجوړ کې د جنازې غیابي لمونځ شوی
د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د اندېښنې او غم فضا وروسته تر هغه خپره شوه چې د کډوالو یوې کیښتۍ چې اروپا ته یې کډوالو لېږدول، د لیبیا ساحل ته نژدې اړیکه ورسره پرې شوه. د پاکستاني چارواکو یا اړوندو نړیوالو سازمانونو لخوا په کیښتۍ کې د سپرو کسانو، د هغوی د شمېر یا تلفاتو په اړه کوم رسمي تایید نه دی شوی.
د افغان سندرغاړي وحید صابري جنازه کابل ته لېږدول کېږي
د مشهور افغان سندرغاړي وحید صابري مړی، چې پنځه ورځې وړاندې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې مړ شو، د هغه د کورنۍ په غوښتنه کابل ته لېږدول کېږي او هملته به یې خاورو ته وسپاري. د ښاغلي صابري د جنازې لمونځ د چهارشنبې په ورځ، (لیندۍ) په ۲۴مه په تاشکند کې ترسره شو، چې پکې په ازبکستان کې مېشتو سلګونه افغانانو، یو شمېر سندرغاړو، کلتوري فعالانو او مشهورو افغان څېرو ګډون کړی و.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
فرانسه وايي افغان ښځو ته تحصيلي بورسونه ورکوي
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان نويل باروټ د سې شنبې په ورځ (۲۴ نومبر) د فرانسې په ولسي جرګه کې د پوښتنو او ځوابونو پر مهال وويل، د "افغان ښځو وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي" او په وینا یې له همدې امله غواړي د دوی لپاره ډېر څه وکړي.
د خامنهيي له 'جفر او رمل' نیولې د اطلاعاتو وزیر تر 'جادو ماتونکې' ګوتمۍ؛ د ایران نظام کې د خفیه علومو ځای
دا د ایران اسلامي جمهوریت د چارواکو ترمنځ د "پټو یا خفیه علومو" د نقش او ځای په اړه له هغو غیر معمولي کیسو یوازې یوه ده، چې د دا وړ باورونو له یوې پراخې لړۍ پرده پورته کوي. له جفر، رمل او وړاندوینو سره له لېوالتیا رانیولې، له پېریانو سره د اړیکو تر تورونو، د کوډو او جادو او یا د هغو مخنیوي لپاره د تعویذونو تر هڅو پورې د ایراني چارواکو ګڼې کیسې موجودې دي.
تاجکستان د جرمونو نړیوالې محکمې له غړیتوبه لاس اخلي
تاجکستان د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د جرمونو له نړیوالې محکمې (ICC) له غړیتوبه لاس اخلي. دا له هغه وروسته څلورم هېواد شو چې متحده ایالاتو په دې اوړي کې د دغه نړیوال قضايي بنسټ د منحلولو غوښتنه وکړه. د روم اساسنامې د غړو هېوادونو د غونډې (Assembly of States Parties) مشرانو په یوه ویناپاڼه کې وویل چې دوی د تاجکستان پر وتلو "خواشیني" څرګندوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر ۲۶ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون ۲۶ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۳۰, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































