BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • عمران خان

    د کرېکټ پخواني لوبډلمشران: پاکستان دې زندان کې د عمران خان 'مناسبه طبي درملنه' وکړي

    د کرېکټ د پخوانیو لوبډلمشرانو یوې ډلې، چې پکې د هند د کرېکټ افسانوي توپوهونکی سنیل ګواسکر او د انګلستان له تر ټولو اوږدې مودې لوبډلمشرانو سر الیسټر کوک هم دي، له پاکستانه غوښتي چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ته دې د بند پر مهال مناسبه طبي پاملرنه یقیني کړي. له کرېکټه سیاست ته رسېدلی عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د فساد په تورونو په زندان کې دی؛ هغه دغه تورونه ردوي.

  • انډي برنهم او د اوکرايين ولسمشر

    اوکرايين ته د بریتانيا د لومړي وزير سفر؛ برنهم له کيېف سره د اوږد واټن توغنديو جوړولو معلومات شريکوي

    د بریتانيا لومړی وزير انډي برنهم واک ته له رسېدو راهيسې په لومړي سفر کې کيېف ته تللی دی. ټاکل شوې چې نوموړی به هلته اوکرايين ته د اوږده واټن ويشتونکو توغنديو د جوړولو نقشه او معلومات ورکړي.

  • مسعود پزشکیان او عاصم منیر،‌ ارشیف انځور

    عاصم منیر د منځګړیتوب په هڅه کې تهران ته ځي،‌ پزشکیان: ایران په درې‌ګوټیزه جګړه کې ښکېل دی

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر به د دوشنبې په ورځ تهران ته سفر وکړي. دا سفر د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اسلام‌اباد د منځګړیتوب د هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، منیر به د یوه پلاوي مشري وکړي چې تهران ته ځي او "د ایران او پاکستان ترمنځ دوه‌اړخیزه همکاري پیاوړې" شي.

  • Ayesha Gilmana

    پولیسو د مشهورې ټیک‌ټاکرې ګیله‌منې د وژنې په قضیه کې د هغې پلار او ورور تورن کړي

    د پاکستان په راولپنډۍ کې پولیس وايي، د مشهورې ټیک‌ټاکرې شمسو (ګیله‌منې) د وژلو قضیې په تړاو یې د هغې د خپل پلار او ورور په ګډون پنځه کسان نیولي دي. د پولیسو یوه چارواکي طارق محبوب یوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې، ګیله‌منه ظاهرآ خپل پلار او ورور د نورو خپلوانو په مرسته او ملتیا وژلې ده. د نوموړي په وینا په نیولو شویو مشکوکو کسانو کې د ګیله‌منې پلار، ورور، تره زوی، د پلار کاکا او د تره لمسی شامل دي.

  • افغان کډوال د دالاس هوايي ډګر کې

    افغان اېواک: تر هغې چې رسمي لارښوونې نه وي شوې، امریکا ته د سفر پلان مه جوړوئ

    افغان ایواک وایي منهټن کې د یوې محکمې وروستۍ پرېکړه په دې معنی نه ده چې افغانانو لپاره امریکا ته د تګ لاره سملاسي بېرته پرانیستل شوې ده. د دغه بنسټ‌ مشر شان ون ډایور پر خپله اېکس پاڼه یوه خپرې کړې ویډیو کې له افغانانو غوښتي تر هغې پورې چې رسمي لارښوونې نه وي شوې، امریکا ته د سفر له پلانولو یا د دغه هېواد سفارتونو ته له ورتګه دې ډډه وکړي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • روباټونه
  • عائشه وهاب
  • Robat
  • عائشه وهاب
  • مارشال ځواکونه
  • د مور خېټه کې د ماشوم جراحي عملیات
  • سپېس اېکس
  • هند
  • رومي بانجان
  • china

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • A young woman in striped pink pyjamas lies in bed, rubbing her eyes like she has just woken up.

    څنګه له زنګ پرته له خوبه راویښ شو؟

    زموږ د ډېرو لپاره، له خوبه د راویښېدو لپاره پر زنګ تکیه کول د ورځني ژوند یوه عادي برخه ده. پخوا به د ښوونځي تکراري او منظم مهالوېش زموږ په بدن کې یو باوري داخلي ساعت جوړاوه، خو کله چې د ژوند په وروستیو پړاوونو کې زموږ ورځنی مهالوېش لا بدل شي، موږ ښايي د ساعت یا موبایل د زنګ پر غږ لا ډېر متکي شو. خپل بدن داسې روزل چې په خپله په مناسب وخت کې له خوبه راویښ شي، د روغتیا او هوساینې ګڼې ګټې لرلی شي؛ له سهارني خوبولي‌ حالت او سستۍ نه نیولې، د مزاج تر ښه کېدو پورې.

  • Two hands with turquoise-painted fingernails are spread across a large pile of $100 banknotes, covering and apparently gathering the cash.

The scene is a close-up shot on a bright pink background.

    د خطر منلو روانپوهنه؛۵۰ زره نغد ډالر انتخابوئ، که د یو میلیون ډالرو د ګټلو ۵۰/۵۰ چانس؟

    که تاسو ته دا غوراوی درکړل شي چې سملاسي ۵۰٬۰۰۰ ډالر ترلاسه کړئ، یا د ۱ میلیون ډالرو د ګټلو ۵۰ سلنه فرصت ولرئ، کوم یو به انتخاب کړئ؟ د نړیوالې څېړنې او د معلوماتو د تحلیل شرکت YouGov په یوه وروستۍ څېړنه کې ۴٬۶۰۰ بریتانوي لویانو ته ورته یوه معما وړاندې کړه.

  • د واشنګټن هوايي ډګر

    د امریکا یوې قاضۍ د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو لپاره د ویزو ځنډول لغوه کړي

    يوې امریکايۍ قاضۍ د جمعې په ورځ (۲۱ اګست) د ډونلډ ټرمپ د حکومت هغه تګلاره لغوه کړه چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو پر وګړو د ويزو ورکړه ځنډول شوې وه. قاضۍ ويلي، دغه تګلاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزير مارکو روبيو له قانوني واکونو بهر ده.

  • عائشه وهاب

    په خټه افغانې عایشه وهاب د امریکا د کانګرس ټاکنې وګټلې

    عایشه وهاب له کلیفورنیا څخه د امریکا د کانګرس ځانګړې ضمني ټاکنې وګټلې. هغه په دې توګه لومړنۍ افغانه-امریکایۍ شوه، چې د امریکا کانګرس ته لار مومي. دا ټاکنې د کانګرس د ۱۴مې انتخاباتي حوزې څوکۍ لپاره ترسره کېدې او عایشې پکې د خپل دېموکرات ګوند له ملیسه هېرناندز سره سیالي کوله.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۴ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۳ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي