دغه پاڼه نوره نه تازه کېږي، لطفا د تازه مطالبو لپاره د بي بي سي پښتو وېبپاڼه وګورئ.
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو
عباس عراقچي، چې د اربعین مراسمو ته د نژدې کېدو په درشل کې نجف او کربلا ته سفر کړی، ویلي چې د تهران او بغداد اړیکې اوس مهال په خپل تر ټولو ښه حالت کې دي. له ښاغلي عراقچي د سفر سره هممهاله، د عراق لومړي وزیر علي زیدي هم کربلا ته تللی دی. بل لور ته، ډونلډ ټرمپ ویلي چې له تهران سره خبرې روانې دي او دا به د ایران لپاره "وروستی فرصت" وي چې له امریکا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او غواړي له هر ډول ویجاړوونکي اقدام مخکې تهران ته یو وروستی فرصت ورکړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګی پرانیستل کېږي او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي. هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه شي ورکول کېدای." سره د "یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو" په اړه تفاهم ته ورسېږي.
لنډیز
- نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې
- ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو
- راپورونه: هرمز تنګي ته نږدې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید شوی
- د یوې څېړنې پایلې: ایرانیان هره ورځ څلور ساعته په انټرنېټ کې تېروي
- سپاه پاسداران: "هرمز تنګي کې مو د امریکا یوه بېپیلوټه الوتکه ویشتې ده"
- د ایران په لرستان کې "په وروستۍ جګړه کې ۱۱ ښوونځي سخت زیانمن شوي"
ژوندی پوښښ
د پزشکیان د دفتر یو لوړپوړیچارواکی: د ولسمشر د استعفا ادعا دروغ دي
د مسعود پزشکیان د دفتر یوه لوړپوړي غړي هغه راپورونه چې ګواکې د ایران ولسمشر استعفا کړې ده، ''بې بنسټه او بشپړ دروغ'' بللي دي.
مهدي طباطبایي، چې د ایران د ولسمشر د دفتر د اړیکو او اطلاعاتو مرستیال دی، پراېکس یوه پیغامکې لیکلي:
''د دروغجنو فتنهګرو او د سخت دریځۍ او بې تدبیرۍ د پلویانو ناوړه ائتلاف، ملي یووالی او سپېڅلی انسجام په نښه کړی دی.''
تر دې مخکې، د محمدباقر خرازي څرګندونې، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر د کورنۍ له نږدې روحانیونو څخه ګڼل کېږي، په ایراني رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس موندلی و.
خرازي ویلي وو چې د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مجتبی خامنهيي مشر ویلي:
''که پزشکیان یو ځل بیا استعفا وړاندې کړي، موږ به یې استعفا ومنو.''
وروستی, نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې
د نن ورځې د معاملاتو په پیل کې د نفتو بیه د پرون پرتله شاوخوا یو سلنه لوړه شوې ده. د منځني ختیځ څخه د نفتو د عرضې د دوام په اړه اندېښنې، او د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکې حل لارې لرې ښکاره کېدل، د دې بیو د لوړوالي سبب شوي دي.
د برېنټ خام نفتو بیه ۱ ډالر او ۱۲ سنټه (۱.۳ سلنه) لوړه شوه او هر بېرل یې ۸۴.۸۹ ډالرو ته ورسېد. د برېنټ نفتو بیه پرون اوه سلنه راټیټه شوې وه او د تېرو درېیو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې وه.
د امریکا د ویسټ ټېکساس انټرمیډیټ (WTI) خام نفتو بیه هم ۷۷ سنټه (یو سلنه) لوړه شوه او هر بېرل یې ۸۱.۱۱ ډالرو ته ورسېد. دغه شاخص په مخکنیو معاملو کې پنځه سلنه راټیټ شوی و او د نږدې یوې اوونۍ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی و.
د نفتو بیې وروسته له هغې راولوېدې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ورځې مخکې وویل، تر هغه چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو خبرو اترو او د هرمز تنګي د کنټرول پر سر د اختلاف د حل لپاره مذاکرات روان وي، امریکا به پر ایران نوې حملې ونه کړي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پرون د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ خبرې اترې نه روانې دي او هېڅ ډول لیدنه هم نه ده پلان شوې.
وروستی, ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او غواړي له هر ډول ویجاړوونکي اقدام مخکې تهران ته یو وروستی فرصت ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګی پرانیستل کېږي او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي.
هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه شي ورکول کېدای."
د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې تېره شپه یې پر ایران د برید پرېکړه کړې وه او دا برید به "له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو سخت" و.
د ټرمپ په وینا، کله چې ایران د ده له نیته خبر شو، خپله یې اړیکه ونیوله او ویې ویل: "مهرباني وکړئ برید مه کوئ، موږ به یوه هوکړه وکړو."
ټرمپ وویل چې د برید لپاره بشپړ چمتو و، خو په همدې وخت کې "د ایران زنګ راغی."
هغه خبریالانو ته وویل چې د ایران ترڅنګ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو هم ورسره اړیکې نیولې دي.
د ټرمپ په خبره، ایران ورته ویلي: "موږ غواړو د هرمز تنګي په اړه خبرې وکړو."
خو د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې د ده له نظره د هرمز تنګي له پرانیستل کېدو هم مهمه موضوع د ایران د اټومي وړتیاوو ختمول دي.
ټرمپ وویل ایران ان که خبرې هم کوي، بیا هم د هغو له شتونه انکار کوي.
د هغه په وینا: "اوس مهال خبرې روانې دي او دا خبرې د ایران په غوښتنه ترسره کېږي، چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو هېوادونو ملاتړ هم ورسره شته."
ټرمپ زیاته کړه چې غواړي له هر ډول سخت اقدام مخکې ایران ته یو وروستی فرصت ورکړي او هیله یې څرګنده کړه چې تهران به "سمه پرېکړه وکړي."
هغه وویل: "دا د ایران لپاره وروستی فرصت دی چې یوه ښه هوکړه لاسلیک کړي."
وروستی, راپورونه: هرمز تنګي ته نږدې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید شوی
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي چې د عمان د الخصب ښار شمال ختیځ ته شاوخوا ۲۰ سمندري میله لرې د یوې سمندري پېښې راپور ترلاسه شوی دی.
د راپور له مخې، یوې باروړونکې بېړۍ د بېړني مخابراتي کانال VHF 16 له لارې خبر ورکړی چې د یوه نامعلوم توغندي هدف ګرځېدلې ده.
هغې وېبپاڼې چې سمندري پېښې څاري، ویلي: "اړوند چارواکي د دې پېښې په اړه پلټنې کوي".
پرون هم په همدې سیمه کې یوې نفت وړونکې بېړۍ راپور ورکړی و چې د هغې نږدې چاودنه شوې ده، خو د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې په وینا، نه د بېړۍ عملې ته زیان اوښتی و او نه هم د بېړۍ بدنې ته.
وروستی, د یوې څېړنې پایلې: ایرانیان هره ورځ څلور ساعته په انټرنېټ کې تېروي
د ایران یوې نوې څېړنې ښودلې چې په دې هېواد کې کاروونکي په اوسط ډول هره ورځ ۴ ساعته او ۳ دقیقې په انټرنېټ کې تېروي.
دا موندنې د ایران د محصلینو د افکارو د سروې مرکز (ایسپا) له خوا د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي له ۲۵مې تر ۳۱مې نېټې پورې د ایران د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په غوښتنه ترسره شوې دي. د څېړنې له مخې، د ایرانیانو د انټرنېټ کارونې کچه د نړیوال اوسط په پرتله ټیټه ده. نړیوال اوسط شاوخوا ۶ نیم ساعته دی او په ځینو هېوادونو لکه امریکا کې دا شمېر نژدې ۱۰ ساعتونو ته رسېږي.
د دې نوې څېړنې له مخې چې د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۱۲مه، خپره کړې ده:
- ۲۲.۶ سلنه ایرانیان هره ورځ یو ساعت یا تر هغه کم انټرنېټ کاروي.
- ۱۹ سلنه له ۱ تر ۳ ساعتونو پورې انټرنېټ کاروي.
- ۲۴.۷ سلنه له ۳ تر ۵ ساعتونو پورې انټرنېټ کاروي.
- ۳۲.۴ سلنه هره ورځ ۵ ساعته یا تر دې ډېر انټرنېټ کاروي.
دې سروې، چې له ۱۵ کلونو د پورته عمر لرونکو ۴۰۶۰ کسانو په ګډون ترسره شوې، د ټولنیزو شبکو د کارونې په اړه هم موندلې چې:
- ۲۵.۲ سلنه کاروونکي هره ورځ یو ساعت یا تر هغه کم وخت په بهرنیو ټولنیزو شبکو کې تېروي.
- ۱۶.۲ سلنه له ۱ تر ۳ ساعتونو پورې.
- ۱۴.۸ سلنه له ۳ تر ۵ ساعتونو پورې.
- ۱۳.۹ سلنه ۵ ساعته یا تر دې ډېر وخت په دغو شبکو کې تېروي.
د سروې د پایلو له مخې، ایرانی کاروونکي په اوسط ډول هره ورځ ۲ ساعته او ۵ دقیقې په بهرنیو ټولنیزو شبکو کې فعال وي. همدارنګه، ۲۸.۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی هېڅکله بهرني ټولنیز شبکې نه کاروي.
وروستی, ټرمپ له امریکايي شرکتونو وغوښتل چې د سونتوکو بیې سملاسي راټیټې کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا له نفتي شرکتونو وغوښتل چې د امریکايي مصرفوونکو لپاره د پټرولو بیې راکمې کړي.
هغه نن (دوشنبه) د شېورون شرکت پر اجرائیه رئیس مایک ورث نیوکه وکړه او ویې ویل چې نوموړي په یوې تلویزیوني مرکې کې د نفتو صنعت ته د ده د حکومت د مرستو ستاینه نه ده کړې.
ښاغلي ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې ولیکل:
"یوازېنی څه چې هغه (د شېورون اجرائیه رئیس) په قصدي ډول هېر کړي، دا دي چې له نبوغ، لرلید، ځواک او ثبات لرونکي ټرمپ حکومت پرته به د نفتو صنعت او زموږ هېواد دواړه له منځه تللي وو."
هغه زیاته کړه: "د بېلګې په توګه، دوی مایک او شېورون له وینزویلا وایستل، خو اوس بېرته ورستانه شوي دي؛ تر پخوا ډېر لوی او ځواکمن دي او تمه لري چې ستره شتمني ترلاسه کړي."
ټرمپ په دوام کې وویل: "دا خبره د نورو نفتي شرکتونو په اړه هم صدق کوي... او د مصرفوونکو لپاره د نفتو او سونتوکو بیې همدا اوس راټیټې کړئ."
د سون توکو د بیو لوړوالی او د ژوند د لګښتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې، د نومبر میاشتې د منځمهالو ټاکنو تر مخه د ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره یو سیاسي خطر بلل کېږي. شنونکي وايي چې جمهوري غوښتونکي ښايي په استازو جرګه کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي او ممکن د کانګرس کنټرول هم له لاسه ورکړي.
وروستی, د ایران او عراق بهرنیو چارو وزیرانو ټلېفوني خبرې سره کړې دي
په داسې حال چې کې ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې نن د خبرو نوی پړاو پیلېږي او ایران وویل چې له امریکا سره "دمګړۍ" هېڅ مذاکرات نه لري، نن د ایران بهرنیو چارو وزارت له سعودي عربستان او پاکستان وروسته عراقي چارواکي سره هم خبرې کړې دي.
د ایران خبري اژانس (ایرنا) ویلي چې عباس عراقچي له خپل عراقي سیال فواد حسین سره په سیمه کې د روان حالت په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي.
د ایرنا په وینا، دواړه مشران د ایران او عراق ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، سيمهييزې همغږۍ او دوه اړخیزو ګټو سره غږېدلي دي او د "دوامداره مشورې او نږدې همکارۍ پر اړتیا" یې ټينګار کړی.
تر دې څو ساعته وړاندې ایرنا ویلي وو چې د ایران بهرنیو چارو وزیر له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان بن عبدالله او د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر سره هم ټلېفوني خبرې کړې دي خو په اړه یې ډېر جزیات نه وو خپاره.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر تېره شپه ویلي وو چې پر ایران یې تازه بریدونه لغوه کړي او نن دوشنبه ورسره د خبرواترو نوی پړاو پيلېږي. خو د ایران بهرنیو چارو وزارت وویل چې "دمګړۍ له امریکا سره هېڅ ډول مزاکره نه لري".
وروستی, سپاه پاسداران: "هرمز تنګي کې مو د امریکا یوه بېپیلوټه الوتکه ویشتې ده"
د ایران انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران دعوه کړې چې د هرمز تنګي پر فضا یې د امریکا یوه (اېمکیو-۹) ډرون الوتکه ویشتې ده.
دغو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بېپيلوټه الوتکه یې "د هوايي ځواک د یوې نوې پرمختللې دفاعي وسلې په ډزو" ویشتې او راغورځولې ده. خو په اعلامیه کې د دغه ډرون د غورځولو وخت یا نېټه نه ده یاده شوې.
د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
وروستی, د ایران په لرستان کې "په وروستۍ جګړه کې ۱۱ ښوونځي سخت زیانمن شوي"
د ایران د لرستان ولایت د ښوونې او روزنې عمومي رییس وايي چې د امریکا او اسرائيل په وروستۍ جګړه کې دغلته "۱۱ ښوونځي سخت زیانمن شوي دي".
عیسی سهرابي ویلي، "ټولټال ۹۴ ښوونيزو او روزنیزو مرکزونه ته زیان اوښتی چې له ډلې یې ۸۱ ښوونځي کم ترمیم ته اړتیا لري" خو په وینا یې، "۱۱ ښوونځي ډېر زیانمن شوي چې دوه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي".
ده همدراز ویلي چې ځينې ښوونځي د خرابېدو "په لومړۍ اوونۍ کې بېرته رغول شوي او فعالیت کوي" خو "۱۱ ښوونځي ډېر ترمیم ته اړتیا لري" او د تعلمي کال له پيله مخکې د رغېدو لپاره مالي مرستې ته اړتیا لري.
وروستی, بقايي: اوسمهال له امریکا سره هېڅ ډول خبرېاترې نه لرو
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې اوسمهال د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې نه دي روانې.
له ده مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د بریدونو له "لغو" کولو وروسته تېره شپه وویل چې د دوشنبې په ورځ (نن) له ایران سره "نوې خبرېاترې" پيلېږي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اوس وايي چې د تهران پام دمګړۍ له عمان سره د هرمز تنګي په اړه پر هغو خبرواترو ورټول دی چې له تېرو اتو ورځو راهیسې روانې دي.
ښاغلي بقايي ویلي، "زموږ لومړۍ هڅه دا ده چې له عمان سره په سلا-مشورې او همکارۍ یوه لار وټاکو؛ داسې یوه بریالۍ لاره چې پرمټ یې په هرمز تنګي کې د بېړیو تګراتګ خوندي کړو".
اسماعیل بقايي د خپلې تېرې شپې څرګندونې بیا تکرار کړې دي او ویلي یې دي چې هرمز تنګی له عمان سره د اختلاف پر سر نه بلکې د امریکا او اسرائيل د بریدونو له امله تړل شوی. د ده په وینا، له عمان سره هوکړه د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو په معنا نه ده.
ښاغلي بقايي تېره شپه د عمان په سمندري سرسیم کې د هزمز تنګي د جنوبي مسیر په اړه ویلي وو چې ګواکې دا لار "د سیمې د بېامنه کولو او د ایران ملي ګټو ته د زیان رسولو لامل ده او تهران ته د منلو نه ده".
هغه ټینګار وکړ چې ایران له عمان سره هلته پر یوې نوې لارې یا مسیر هوکړې ته رسېدل غواړي چې په وینا یې، دا به "نه اوسنی شمالي او نه هم اوسنی جنوبي مسیر وي بلکې یوه نوې لار به وي".
پرون د اسرائيل یوې رسنۍ (۱۲ چېنل) د دوو باخبره ډېپلوماتانو له خولې خبر ورکړ چې هغه لار چې ایران او عمان پرې هوکړې ته د رسېدو په تکل کې دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یو داسې منځنی دهلېز دی چې هرمز تنګي ته څېرمه به د ایران تر کنټرول لاندې سیمې نه بېړۍ ورننوځي او د عمان تر کنټرول لاندې برخه کې به ترې وځي.
وروستی, د ایران قضایه قوې نن دوه تنه اسرائيلو ته د "جاسوسۍ" په تور اعدام کړي
د ایران قضایه قوه وايي چې نن یې د امید بهزاد او پوریا صفوت په نوم دوه تنه اسرائيلو ته د "جاسوسۍ" په تور اعدام کړي دي.
دې ادارې ویلي چې دغو دواړو کسانو ته له امریکا سره د ایران د "۱۲ ورځنۍ او ۴۰ ورځنۍ جګړې" پر مهال "اسرائيلو ته د جاسوسۍ" په تور د مرګ سزا اورول شوې وه چې نن پرې پلې شوه.
د ایران په قضایه قوې پورې تړلې رسنۍ (میزان) ویلي، دغو کسانو د اسرائيلو د جاسوسۍ ادارې "موساد افسرانو او ورپورې تړلو څانګو ته د [ایران] د امنیتي مرکزونو اړوند معلومات او عکسونه لېږل".
د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو په پرلهپسې ډول په ایران کې خلکو ته د مرګ یا اعدام سزا ورکولو او پلي کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی تور پورې کوي چې د اعدام له سزا سره مخ کسانو نه جبري اعترافونه اخیستل کېږي، د مدافع وکیل درلودلو په څېر حقوقي اسانتیاوې نه ورته برابرېږي او له یوه نورمال قضايي بهیر پرته اعدامېږي.
وروستی, رسنۍ: ایران له سعودي عربستان او اسلاماباد سره خبرې کړې دي
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) وايي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان بن عبدالله او د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر سره ټلېفوني خبرې کړې دي.
ښاغلي عراقچي له دوی دواړو سره داسې مهال خبرې کوي چې ښکاري، د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو نوی پړاو په راتلونکو څو ساعتونو کې پیل شي.
ډونلډ ټرمپ ویلي چې دا خبرېاترې نن دوشنبه پیلېدای شي چې تر ډېره به یې پام پر هرمز تنګي او د ایران پر اټومي پروګرام ورټول وي.
وروستی, د ایران د جګړې له پیل راهیسې هره ورځ د نژدې ۲۰۰ زره پونډو په ارزښت تېل د بریتانیا له پټرول پمپونو غلا کېږي
د صنعت د شننې له مخې، د ایران د جګړې له پیلېدا او د سونتوکو د بیو له لوړېدو راهیسې په بریتانیا کې موټرچلوونکي په اوسط ډول هره ورځ له پټرول پمپونو نژدې ۲۰۰ زره پونډه ارزښت لرونکي تېل غلا کوي.
د Forecourt Eye د شمېرو له مخې، د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په پنځو میاشتو کې د هغو پېښو شمېر چې خلک له پټرول پمپونو د پیسو له ورکړې پرته تېل اخلي، شاوخوا ۲۰ سلنه ډېر شوی دی.
په منځني ختیځ کې شخړې د سیمې د تېلو رسول سخت ګډوډ کړي، چې له امله یې د تېلو عمده بیې لوړې شوې او ورسره په بریتانیا کې د سونتوکو بیې هم زیاتې شوې.
Forecourt Eye وایي چې د غلا شویو تېلو مالي ارزښت د جګړې تر پیل مخکې د پنځو میاشتو پرتله ۴۸ سلنه لوړ شوی او اټکل کېږي چې اوس هره ورځ نژدې ۱۹۴ زره پونډو ته رسېږي.
دې شرکت زیاته کړې چې پټرول پمپونه د "قهرېدلو پیرودونکو له لوري د سپکاوي، ګواښونو او تاوتریخوالي" د پېښو د زیاتېدو راپورونه هم ورکوي.
دا شمېرې له ۵۵۰ پټرول پمپونو د بېلګې پر بنسټ راټولې شوې دي. په دې څېړنه کې د جګړې له پیل مخکې او وروسته پنځه-پنځه میاشتې پرتله شوې او پایلې د بریتانیا پر ټولو ۸٬۳۵۹ پټرول پمپونو تطبیق شوې دي.
وروستی, د یوې څېړنې پایلې: ۹۰ سلنه ایرانیان انټرنېټ ته لاسرسی لري او د هغوی د نیمایي روزګار له انټرنېټ سره 'تړلی'
د ایران دولتي خبري اژانس ایرناد یوې څېړنې پایلې خپرې کړې دي چې په کې د ایرانیانو په ژوند کې د انټرنېټ د رول او اهمیت څرنګوالی ارزول شوی دی.
د ایرنا د راپور له مخې، دغه څېړنه د تېر کال د غبرګولي په میاشت کې د ایران د محصلانو د عامه افکارو د سروې مرکز (ایسپا – ISPA) له خوا ترسره شوې ده.
د څېړنې پایلې ښيي چې د ایران له ۱۵ کلونو پورته عمر لرونکي ۸۹.۳ سلنه خلک له انټرنېټ ګټه اخلي. په دې سروې کې، چې د نمونې اندازه یې ۴٬۰۶۰کسان وه، ۵۵.۴سلنه ګډونوالو ویلي چې د دوی معیشت او اقتصادي ژوند په یو ډول له انټرنېټ سره تړاو لري:
- زیات او ډېر زیات: ۲۰.۳ سلنه
- منځنۍ کچه: ۹.۳ سلنه
- کمه: ۲۵.۸ سلنه
د دې څېړنې د ترسره کوونکو په باور، پایلې څرګندوي چې انټرنېټ د ایران د ټولنې لپاره په یوه 'حیاتي او عامه بنسټیزه زېربنا'' بدل شوی دی.
وروستی, د ایران پر ضد د پراخو بریدونو د لغوه کېدو په اړه د ټرمپ له څرګندونو سره هممهاله، د نفتو بیې په چټکۍ راولوېدلې
د یکشنبې په شپه، وروسته له هغې چې د ایران پر ضد د نویو بریدونو د لغوه کېدو اعلان وشو او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د دوشنبې په ورځ به خبرې اترې بیا پیل شي، د نفتو بیې په چټکۍ سره راټیټې شوې.
د امریکا د خامو نفتو بیه ۵ سلنه کمه شوه او د هر بیرل بیه ۸۰٫۷۹ ډالرو ته ورسېده. د برېنټ خام نفت، چې نړیوال معیار بلل کېږي، هم ۵ سلنه ارزانه شو او د هر بیرل بیه یې ۸۳٫۸۷ ډالرو ته راولوېده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ماښام، وروسته له هغې چې تېره شپه یې د ایران پر ضد د پراخو بریدونو د لغوه کېدو اعلان کړی و، وویل چې اوسمهال د هرمز تنګي په اړه یو توافق موجود دی او د "ایران د غیر اټومي کېدو" په اړه به هم یو توافق ترلاسه شي.
وروستی, عمان ته نژدې یوې نفتلېږدوونکي بېړۍ ته نژدې چاودنه شوې
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي چې د عمان د خصب ښار شمال ختیځ ته په ۲۰ سمندري میله واټن کې د یوې سمندري پېښې راپور ترلاسه شوی دی.
د دې ادارې د یکشنبې ورځې د خبرتیا له مخې، د یوه نفتلېږدونکي بېړۍ کپتان راپور ورکړی چې د بېړۍ په ډېر نږدې واټن کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
په خبرتیا کې ویل شوي چې بېړۍ او د هغې ټول عمله خوندي دي او اړوند چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې له هغو بېړیو چې له سیمې تېرېږي غوښتي چې په احتیاط تګ راتګ وکړي او هر ډول شکمن فعالیت دې ورته راپور کړي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د ایران او امریکا د بېرته خبرو مېز ته د راګرځولو لپاره ډیپلوماټیکې هلې ځلې زیاتې شوې دي او د سعودي عربستان، امریکا، ایران او پاکستان د مشرانو ترمنځ هم ټیلیفوني سلا مشورې روانې دي.
وروستی, ټرمپ: له ایران سره نوې خبرې اترې د دوشنبې په ورځ پیلېږي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، له ایران سره نوې خبرې اترې به د دوشنبې په ورځ پیل شي.
د ټرمپ دا اعلان وروسته له هغې شوی چې نوموړي تېره شپه د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو د لغوه کېدو خبر ورکړ.
هغه وویل چې د هرمز تنګي په اړه اوس یوه هوکړه موجوده ده او د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو یا "اټومي بېوسلې کولو" په اړه به هم یوه هوکړه ترلاسه شي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د "ایر فورس وان" الوتکې کې خبریالانو ته وویل:
"ښکاره ده چې هغوی نه غواړي برید پرې وشي. هغوی د برید له کچې خبر وو، ځکه د هغه چمتووالی یې لیدلی و. اوس موږ له هغوی سره خبرې کوو او دا خبرې به سبا له غرمې وروسته پیل شي."
په ورته وخت کې، د ایران، سعودي عربستان، پاکستان، قطر او اردن د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ یو شمېر سلا مشورې روانې دي چې داسې ښکاري د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو پر محور راڅرخي.
وروستی, پزشکیان د اسلاماباد د تفاهملیک د عملي کولو لپاره پر امریکا د فشار غوښتنه وکړه
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هغو هڅو غوښتنه کړې چې امریکا د اسلاماباد تفاهملیک ته د ژمن پاتې کېدو لپاره وهڅول شي. هغه په ضمني ډول له منځګړو غوښتي چې ډونلډ ټرمپ دې د دغه تفاهملیک د مادو د رعایتولو لپاره وهڅوي. په ورته وخت کې، د پزشکیان د کابینې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د هرمز تنګي په اړه له عمان سره خبرې د وروستي پړاو پر لور روانې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي چې د مسقط او تهران ترمنځ د هرمز تنګي په اړه د یوه نوي دهلېز په اړه تفاهم شوی دی، چې نه شمالي مسیر دی او نه هم جنوبي مسیر. خو هغه ټینګار کړی چې دغه تفاهم د هرمز تنګي له پرانیستې یا تړل کېدو سره تړاو نه لري.
تر دې وړاندې ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې ورته ویل شوي، د یوې عمومي هوکړې پر چوکاټ موافقه شوې ده چې پکې د هرمز تنګي سملاسي، بشپړ او هر اړخیز بیا پرانیستل شامل دي.
ریاض: محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر سره سیمه کې د کړکېچ د کمېدو پر اړتیا خبرې کړې
د سعودي عرب رسمي خبري اژانس تایید کړه چې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د سیمې د وروستیو تحولاتو او د کړکېچ کمولو په تړاو تلېفوني خبرې کړې دي.
په دې تړاو خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي چې بن سلمان "د کړکېچ کمولو لپاره خبرو ته د لومړیتوب ورکولو پر اړتیا" ټینګار کړی دی.
مخکې موږ د اکسیوس خبري اژانس په حواله د دواړو مشرانو ترمنځ د تلیفوني مکالمې خبر خپور کړی و.
تازه د سعودي عرب خبري اژانس ویلي، چې د دغه هېواد ولیعهد په دې تلېفوني مکالمه کې ټینګار کړی چې د ارامتیا لپاره باید هره ممکنه هڅه وشي.
هغه زیاته کړې چې ارامتیا دیپلوماتیکو حل ته د رسېدو لاره هواروي، له سیمهییز امنیت او ثبات سره مرسته کوي او د جګړې د پراختیا مخه نیسي.
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر شنبه ناوخته ویلي وو چې پر ایران د پراخ پوځي برید پلان نیول شوی، خو وروسته یې اعلان وکړ چې دوی او اسرائیل د ایران او منځني ختیځ هېوادونو په غوښتنه دغه پلان دمګړۍ لغوه کړی دی.