'بهرنی څښتن' او 'بې نومه جایدادونه'؛ د مولا نا فضل الرحمان مېشت ځای مهرولو په اړه پوښتنې او د پاکستان حکومت وضاحتونه

    • Author, اعظم خان
    • دنده, بي بي سي - اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد د پرمختیا ادارې 'سي ډي اې' د شنبې په ورځ د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان استوګنځی مهرلاک او وتاړه.

د ځايي چارواکو له دې اقدام وروسته د جمعیت علمای اسلام (ف) سخت غبرګون وښود او دا یې "سیاسي غچ اخیستنه" وبلله.

اسلام‌اباد کې د شنبې ورځې د پېښې په اړه د پاکستان ملي اسمبلۍ غړې او د جمعیت علمای اسلام ګوند یوې غړې شاهده اختر علي، چې له مولانا فضل الرحمن سره نږدې خپلوي هم لري، بي بي سي اردو څانګې ته ویلي، چې ادارې د شنبې په سهار نهه بجې د کورنۍ غړو ته یوازې ۳۰ دقیقې وخت ورکړی و، چې له کوره ووځي.

د هغې په وینا، کورنۍ ته نه کومه لیکلې خبرتیا ورکړل شوې وه او نه هم د حکومتي امر رسمي چاپي نسخه سپارل شوې وه، بلکې چارواکو یوازې په موبایل ټیلیفون کې یو پیغام ورښودلی و.

هغې وویل، د عملیاتو پر مهال په کور کې ماشومان هم وو او خور یې، چې پښه یې خوږ ده، هم په همدې کور کې اوسېده.

شاهده اختر علي وايي، د دومره لږ وخت کې د کورنۍ له کوره ایستل او د ټولې ودانۍ مهرول د حیرانتیا وړ خبره ده.

د هغې په وینا، د کور له مهرولو وروسته د کورنۍ غړو ته ان بېرته کور ته د ننوتلو اجازه هم نه ورکول کېږي.

هغې دا ادعا هم کړې، چې د مولانا فضل الرحمان زوی، مولانا اسجد محمود پولیسو له ځان سره بیولی او له هغه وروسته کورنۍ نه ده توانېدلې، چې ورسره اړیکه ونیسي.

د جمعیت علمای اسلام په وینا، د ګوند مشرتابه وضعیت څاري او خپلو غړو ته یې سپارښتنه کړې، چې له پارونې ډډه وکړي او زغم ولري.

خو اسلام‌اباد پولیسو د مولانا فضل الرحمان د زوی د نیول کېدو خبر رد کړی دی.

د اسلام‌اباد پولیسو هغه راپورونه رد کړي، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او پکې ادعا شوې وه، چې مولانا اسجد محمود نیول شوی دی.

د اسلام‌اباد د پولیسو ویاند په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې مولانا اسجد محمود نه دی نیول شوی او پولیسو په دې اړه هېڅ ډول اقدام هم نه دی کړی.

د ویاند په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د نیول کېدو په اړه خپاره شوي خبرونه بې‌بنسټه دي.

اسلام‌اباد پولیسو له خلکو غوښتي، چې پر ناتائید شویو معلوماتو باور ونه کړي او د خبرونو د کره‌ والي لپاره له باوري سرچینو ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې جمعیت علمای اسلام ادعا کوي، مولانا فضل الرحمان په لاهور کې په خپل استوګنځي کې تر څارنې لاندې ساتل شوی، خو چارواکي دا ادعا هم ردوي.

مولانا فضل الرحمان دا مهال د حکومت او 'اسټېبلشمنټ' چې پاکستان کې د پوځي مشرتابه لپاره مروجه اصطلاح ده، پر پالیسیو سختې نیوکې کوي.

تېره اوونۍ کله چې نوموړی د لاهور عالي محکمې وکیلانو ټولنې ته د وینا لپاره لاهور ته ورسېد، د هغه د کور مخې ته د پولیسو ګڼ شمېر سرتېري ځای پر ځای شوي وو او نوموړي ونه شوای کړای خپله وینا وکړي.

له هغه وروسته وټاکل شوه، چې هغه د پنجاب ایالت سرګودې ښار ته لاړ شي او هلته وینا وکړي، خو د جمعیت علمای اسلام په وینا، ادارې ورته له کوره د وتلو اجازه ورنه کړه.

د سیاسي او مذهبي شخصیتونو د بې نومه جایدادونو په اړه باید شفافې پلټنې وشي: طلال چوهدري

بل لور د کورنیو چارو فدرالي سکرتر طلال چوهدري په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان مېشت ځای مهرلاک کېدو په تړاو بي بي سي ته وویل: "دا موضوع یوازې د اسنادو د جعل او په ناقانونه توګه د جایدادونو د ترلاسه کولو په اړه ده. "

هغه وویل: "له رسمي پلټنو او تائید وروسته امان الله بهرنی وګړی وبلل شو او د هغه د پاکستان د تابعیت پېژندپاڼه لغوه شوه. د جایدادونو د څېړنې بهیر هم د قانوني کړنلارې له مخې، د اړوندو خبرتیاوو په لېږلو او نورو قانوني اقداماتو سره پر مخ یووړل شو. "

طلال چوهدري وویل: "د جایداد مالک له دغو اقداماتو او خبرتیاوو خبر و، نو د هغه مسوولیت هم و، چې په جایداد کې مېشت کسان یې د روانو قانوني اقداماتو په اړه پر وخت خبر کړي وای. "

د هغه په وینا، "دا موضوع له سیاسي موضوعاتو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې د قانون، جعلي اسنادو او د جایدادونو د اصلي مالکیت د څرنګوالي د شفافو پلټنو مسئله ده. "

طلال چوهدري زیاته کړه: "که دا جایدادونه د کومې سیاسي یا مذهبي څېرې په نوم پټ ملکیتونه وي، نو موضوع لا ډېره مهمه کېږي او په اړه یې بشپړې او شفافې پلټنې اړینې دي. "

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې د جمعیت علمای اسلام او وفاقي حکومت ترمنځ سیاسي ترینګلتیا زیاته شوې ده.

مولانا فضل الرحمن په تېرو وختونو کې هم د حکومت پر پالیسیو سختې نیوکې کړې دي.

په دې وروستیو کې د هغه ګوند د سیاسي او انتخاباتي چارو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو د حکومت پر ضد دریځ خپل کړی، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري.

'د امان الله په نامه د جایداد اسناد لغو شوي'

د پلازمېنې پرمختیايي اداره سي ډي اې وايي، هغه کور چې د مولانا فضل الرحمان کورنۍ پکې اوسېده، د امان الله نومي کس په نوم ثبت و.

د اړوندو ادارو له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د دغه پلاټ د تخصیص اسناد لغو شوي دي.

د چارواکو په وینا، امان الله بهرنی وګړی دی او د پاکستان د تابعیت پېژندپاڼه یې هم لغو شوې ده.

سي ډي اې وايي، د نومبر په ۲۶مه د جایداد مالک ته د حاضرېدو خبرتیا لېږل شوې وه، خو د هغه د نه حاضرېدو له امله یې د پلاټ د تخصیص د لغو کولو او د کور د مهرولو پرېکړه وکړه.

د ادارې په وینا، د عملیاتو پر مهال د پولیسو او ضلعي ادارې کارکوونکي هم حاضر وو او د کور د اوسېدونکو له ایستلو وروسته ودانۍ د سیمې چارواکو تر څارنې لاندې مهر شوه.

شاهده اختر علي بي بي سي ته ویلي: "کله چې مولانا فضل الرحمان د عمران خان د حکومت پر مهال له 'منسټرز انکلیو' ووت، نو له ۲۰۱۸ کال وروسته په همدې کور کې مېشت شو. د هغې په وینا، امان الله یو سوداګر دی، چې دا کور یې مولانا فضل الرحمان ته ورکړی و. "

هغې زیاته کړه: "دلته خلک د سرونو قربانۍ ته چمتو دي، نو کور او پیسې خو هېڅ خبره نه ده خو اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې د ادارې دا هر څه اوس ناڅاپه په یاد شول؟"

هغې وویل: "زه د هغو بې‌نومه جایدادونو په اړه هم ښه معلومات لرم چې د پلټنې په راپور کې څرګند شوي دي. د حیرانتیا خبره دا ده، چې یوه شخصي موضوع په دې ډول د سیاسي موخو لپاره راپورته کېږي. "

سناتور کامران مرتضیٰ: څو ورځې مخکې زه هم افغان کډوال بلل شوی وم

د جمعیت علمای اسلام یو مشر سناتور کامران مرتضیٰ وايي، که د کور د ملکیت یا د هغه د تخصیص په اړه کومه لانجه وه، نو باید د قانوني کړنلارې له مخې هواره شوې وای.

د هغه په وینا، اداره د دې پر ځای چې دا ډول مسئلې د مناسبو قانوني لارو حل کړي، سخت اقدامات کوي.

د چارواکو د دې څرګندونو په غبرګون کې چې ګواکې کور د یوه افغان وګړي په نوم ثبت شوی و، کامران مرتضیٰ په ملنډو وویل: "څو ورځې مخکې خو زه هم افغان کډوال بلل شوی وم. "

شاهده اختر علي هم د هغه د دې دریځ ملاتړ وکړ او ویې ویل، پر هغو کسانو چې د حکومت له دریځ سره مخالفت کوي، د افغانانو تور لګول ورو ورو په یوه معمول بدلېږي.

د هغې په وینا، په تېرو وختونو کې د جمعیت علمای اسلام د مشرانو، سناتور مولانا حمدالله، په اړه هم ورته ادعاوې شوې وې، په داسې حال کې چې د هغه یو زوی د پوځ افسر دی او د هېواد د پولو د ساتنې دنده پر غاړه لري.