تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: افغانستان د لوږې د ډېر لوړ ګواښ له سیمو دی
د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د نړۍ ۱۶ سیمو کې چې ډېری یې په افریقا کې دي، لوږه نوره هم ډېره شي، خو افغانستان، فلسطین او هایټي یې د 'ډېرې لوړې اندېښنې' په هېوادونو کې راوستلي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو اړوندو ادارو د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به په ۱۶ سیمو کې، چې ډېری یې په افریقا کې دي، د لوږې وضعیت نور هم خراب شي.
د دغو سیمو په هېوادونو کې د سودان او یمن په څېر هېوادونه هم دي، چې جګړو یې لا دمخه سخت بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.
افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ـ چې له ایبولا ناروغۍ سره هم مبارزه کوي ـ فلسطین او هایټي د "ډېرې لوړې اندېښنې" په هېوادونو کې دي.
په هایټي کې د ډلو ټپلو پراخېدونکي تاوتریخوالي ۱.۵ میلیونه کسان بېځایه کړي او بشري مرستو ته یې لاسرسی ګډوډ کړی دی.
د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ګډ راپور کې ویلي، که څه هم وسلهوالې جګړې او تاوتریخوالی د خوړو د شدید ناامنۍ اصلي لاملونه دي، خو د النینو په ګډون سخت اقلیمي بدلونونه هم د دې ستونزې د زیاتېدو لامل کېږي.
په روم کې مېشتو دغو ادارو د ۲۰۲۶ کال له ډسمبر د ۲۰۲۷ کال تر مې میاشتې پورې د "لوږې د ۱۶ ګواښمنو سیمو" په اړه په خپل لومړني خبرداري کې سودان، جنوبي سودان، سومالیا، د نایجریا شمالي سیمې او یمن د تر ټولو لوړې اندېښنې وړ سیمو په توګه یاد کړي دي.
راپور موندلې چې د سودان په ځینو برخو، د شمالي دارفور په ګډون او جنوبي سودان کې لا هم د قحطۍ د رامنځته کېدو "احتمال" شته.
دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله د "سیاسي تاوتریخوالي پېښې" له ۱۵ سلنې ډېرې زیاتې شوې دي. دې وضعیت په وروستیو میاشتو کې، په ځانګړي ډول په جنوبي سودان او یمن کې، د خلکو د بېځایه کېدو "اندېښمنوونکې کچه" رامنځته کړې ده.
په هغو پنځو هېوادونو کې چې د لوږې له تر ټولو لوړ ګواښ سره مخ دي او له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پرلهپسې ډول د دغو ګواښمنو سیمو په نوملړ کې دي، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ بشري مرستې نژدې دوه پر درېیمه برخه کمې شوې دي؛ یعنې له ۵.۱ میلیارد ډالرو ۲ میلیارد ډالرو ته راټیټې شوې دي.
د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې لیکلي:
"که څه هم جګړې، اقتصادي ټکانونه، سخت اقلیمي شرایط او مرستو ته د لاسرسي محدودیتونه د ستونزو اصلي لاملونه پاتې شوي، خو د بشري مرستو د سرچینو کمښت د لاسته راوړنو د ساتلو او د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي وړتیا راکمه کړې ده."
دوی زیاته کړې، چې پخوانیو بشري مرستو د قحطۍ په مخنیوي کې مرسته کړې وه، خو "دا لاسته راوړنې نازکې او لنډمهالې ثابتې شوې؛ د خوړو د شدیدې ناامنۍ ګواښونه، د قحطۍ د خطر په ګډون، په څو کلونو کې بېرته راڅرګند شول."
د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو د خوندیتوب د تحلیل مشر، ژان مارتین باوېر، په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل:
"هغه څه چې موږ یې وینو دا دي، چې هماغه هېوادونه بیا بیا د تر ټولو لوړې اندېښنې په نوملړ کې راځي؛ لکه جنوبي سودان، سودان، نایجریا، سومالیا او یمن."
هغه زیاته کړه: "په ورته وخت کې، موږ د قیچيډول اغېز شاهدان یو: په دغو هېوادونو کې اړتیاوې لا هم خورا لوړې دي، خو تمویل پرلهپسې کمېږي."
چاد، یوګانډا، د افریقا سوېلي سیمه او د مرکزي امریکا وچ دهلېز د نوملړ نوې ورزیاتې شوې سیمې دي. د مرکزي امریکا وچ دهلېز یوه استوایي وچه ځنګلي سیمه ده چې له ګواتیمالا تر کوسټاریکا پورې غځېدلې ده.
تمه کېږي چې وروستۍ دوې سیمې به د النینو له اغېزو سره مخ شي، چې پر کرنیزو حاصلاتو به ناوړه اغېز وکړي.
په دې نوملړ کې مالي، میانمار او ماداګاسکر هم شامل دي.
په راپور کې راغلي: "د لوږې په ټولو ګواښمنو سیمو کې د ژوند او معیشت د ژغورلو لپاره بېړنیو او هدفمندو بشري اقداماتو ته اړتیا ده."
ډېر باران یا د باران کمښت
النینو، چې د سمندرونو د تودوخې هغه پدیده ده چې په ټوله نړۍ کې د هوا اقلیمي بڼې ګډوډوي او ویجاړوونکې وچکالۍ یا سخت توپانونه رامنځته کوي، په ځینو سیمو کې هم منفي اغېز لري.
د راپور له مخې، د سږ کال د النینو د ځانګړې شدت له امله، چې تمه ده تر راتلونکي پسرلي پورې دوام وکړي، ښايي د ۲۰۲۷ کال تر پای پورې ۴۹ میلیونه نور کسان هم د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي.
په راپور کې ویل شوي: "د النینو اړوند د بارانونو کموالي او د تودوخې لوړې کچې لا دمخه د مرکزي امریکا په وچ دهلېز او ختیځه افریقا کې د کرنیزو حاصلاتو د زیانمنېدو لامل شوې دي او په ورته وخت کې په سویلي افریقا کې د راتلونکي کرنیز فصل لپاره ګواښ پېښوي."
راپور زیاته کړې چې تمه ده د ډسمبر تر میاشتې پورې لمدې هوايي وضعې په ختیځه افریقا کې د ځینو سیمو د سېلابونو خطر زیات کړي.
د غزې په تړانګه کې "د ژمي بارانونه او په ځینو سیمو کې سېلابونه ښايي د بېځایه شویو کورنیو وضعیت نور هم خراب کړي؛ د هغوی کمزوري سرپناه به زیانمنې کړي او اړین خدمتونه او بشري مرستندویه عملیات به نور هم ګډوډ کړي."
راپور وايي، له اقلیمي شرایطو سره د برابر شویو تخمونو کارول، د څارویو او اوبو د زېرمو ښه ساتنه او پر وخت مرستې کولای شي د وضعیت په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.
خو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام د ګډ پلان د پلي کولو لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالره بودیجه کمه ده.