پاکستان سعودي عرب ته "د امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې لپاره" د سرتېرو د استولو اعلان وکړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان پوځ سعودي عرب ته د ځواکونو د استولو اعلان وکړ. د دغه هېواد د پوځ عامه اړیکو ادارې (ای‌اېس‌پي‌ار) ویلي چې دا اقدام د سعودي عرب د امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې لپاره د دوی ژمنتیا ښيي.

دا ګام د جمعې پر ورځ اسلام‌اباد کې د ترکیې، سعودي او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ له غونډې وروسته اخیستل شوی دی.

دغو هېوادونه په تېره اګست میاشت کې ګډو دفاعي همکاریو لپاره د "مکې تړون" لاسلیک کړ.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، سعودي عرب ته د تلونکو پاکستاني پوځي قطعاتو لپاره د شنبې پر ورځ د مخه‌ښې مراسم ترسره شول.

ای‌اس‌پي‌ار لیکلي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په دغو مراسمو کې د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون کړی و.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا په دغو مراسمو کې په پاکستان کې د سعودي عربستان سفیر ډاکتر راجح التمیمي البغامي، د پوځ درستیزوال جنرال عمر احمد بخاري او د لاهور قول اردو قوماندان جنرال محمد عمر بشیر هم ګډون درلود.

په بیان کې ویل شوي چې: "په سعودي عرب کې د پاکستاني پوځي قطعاتو ځای پر ځای کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې ستراتیژیکې ملګرتیا او د ورورولۍ اړیکو په چوکاټ کې د سعودي عرب د امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې لپاره د پاکستان هوډ څرګندوي."

د ای‌ایس‌پي ار په وینا پاکستان د حرمینو شریفینو د سپېڅلتیا او د سعودي د امنیت ساتنې په تړاو پر خپله ژمنه ولاړ دی.

په بیان کې راغلي چې پاکستاني پوځي قطعات به په سعودي کې خپلې ټاکل شوې دندې د دواړو هېوادونو د متقابل تفاهم او د دفاعي همکارۍ د شته چوکاټ له مخې ترسره کړي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، دغه ماموریت به په سیمه کې د راټوکېدونکو امنیتي ګواښونو په رڼا کې د سعودي عرب د دفاعي وړتیاوو په لا پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

په بیان کې زیاته شوې چې دغه مراسم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو ورورولیزو اړیکو، متقابل باور او ستراتیژیکې همکارۍ څرګندونه کوي.

پاکستان په داسې حال کې سعودي ته د ځواکونو د استولو اعلان کړی، چې د ریاض په مشرۍ اېتلاف نن سهار وختي وویل چې د حوثیانو لخوا د ریاض پر لور یو توغول شوی بالستیک توغندی یې شنډ کړی دی.

د دغه اېتلاف ویاند ترکي المالکي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: "د هوايي دفاع سیستم هغه بالستیک توغندی شنډ او له منځه یووړ چې د ترهګرې حوثي ملیشې له خوا د سعودي عرب د پلازمېنې ریاض پر لور توغول شوی و."

بي‌بي‌سي له‌خوا د یوې امریکا مېشتې ادارې اکلېډ (Acled) له اړخه د وړاندې شویو شمېرو شننه ښيي چې پر سعودي عرب د جولای له لومړۍ نېټې د نومبر تر ۲۵مې پورې، یعنی په نږدې پنځو میاشتو کې ۲۷۴ بریدونه شوي دي.

د دې ادارې په وینا، پر سعودي د حوثیانو د ډېرو بریدونو مخه نیول شوې، خو لږ تر لږه ۴۱ بریدونه بریالي شوي یا یې بشپړ مخنیوی نه دی شوی. په ځینو مواردو کې د دفاعي سیستمونو لخوا ویشتل شویو پاتې‌شونو هم زیان اړولی دی.

د شمېرو له مخې، نږدې دوه پر درېیمه بریدونه د ډرونونو له لارې شوي او له نیمایي په ډېرو بریدونو کې بالستیک توغندي کارول شوي دي.

د اکلېډ یا "د وسله‌والو شخړو د ځای او پېښو اړوند د معلوماتو پروژې'، پر ویب‌پاڼه لیکلي چې دا یو خپلواک او بې‌طرفه نړیوال څارونکی بنسټ دی او د دې لپاره د شخړو او اعتراضونو په اړه معلومات راټولوي چې د کړکېچونو پر مهال د بېلګو او تمایلاتو په پېژندلو، درک کولو او تعقیبولو کې مرسته وکړي.