د نیمګړو کارونو له امله مو ذهن ستړی دی؟ د هوساینې پنځه اسانې لارې

    • Author, ميليسا هوګنبوم
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د کاري ورځې له پای ته رسېدو وروسته هم د کار په اړه فکر کول درته ستونزمن دي؟ که داسې وي، نو ښايي تاسو له هغه څه سره مخ یاست چې د "زېګارنیک اغېز" په نوم یادېږي، او دلته ځينې لارښوونې دي چې کولی شي له دې حالته په خلاصون کې درسره مرسته وکړي.

زما عادت دا و چې په خپل کمپیوټر کې به مې د انټرنیټ لسګونه پاڼې پرانیستې پرېښودلې؛ په دې پاڼو کې به تر ډېره هغه څېړنې وې چې ما په ځانګړي ډول د همدې مقالې په چمتو کولو کې ترې ګټه اخیستې، ما یوازې په یوه کړکۍ کې ۶۱ خلاصې پاڼې وشمېرلې.

کله چې زه یو کار بشپړوم، نو د هغه اړوندو پاڼو په بندولو سره رواني هوساینه احساسوم. د دې لامل دا دی چې هره خلاصه پاڼه د دې معنا لري چې یو کار لا نیمګړی پاتې دی؛ څېړنې ښيي چې دا کار پر مغزو اضافي بار اچوي او زموږ د تمرکز وړتیا کمزورې کوي.

خو کار تر ډېره داسې پر مخ ځي چې د یوې پروژې پای ته رسېدل د بلې پروژې د پیل نښه وي، یا لکه زما په حالت کې، پروژې ښايي له یو بل سره ګډې او هممهاله پلې شي.

ما له کارپوهانو سره خبرې وکړې چې پوه شم چې کله کارونه نیمګړي پاتې شي، څنګه کولی شو ذهني ستړیا کمه کړو، او دې پایلې ته ورسېدم چې له کاره د ذهني حالت جلاوالي وړتیا ستره رواني ګټه لري، او هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو یوازې د دې کار د ترسره کولو لپاره هوښیارانه ګامونه اخیستل دي.

"موږ غواړو خپل کارونه بشپړ کړو"

د "نیمګړو کارونو" مفکوره زموږ په حافظه کې ځانګړی ارزښت لري، او په دې اړه لېوالتیا شاوخوا سل کاله پخوا ته ورګرځي.

په ۱۹۲۷ کال کې، روسي ارواپوهې (بلوما زېګارنیک) یوه څېړنه خپره کړه چې په کې یې وښودله، خلک د هغو کارونو په پرتله چې د بشپړولو موکه یې موندلې وي، هغه کارونه ډېر په یاد ساتي چې یو شي یې د بشپړېدو مخه نیولې وي.

په رپوټ کې راغلي، هغه مفکوره چې زېګارنیک یې دې تجربو ترسره کولو ته وهڅوله، هغه مهال رامنځته شوه کله چې د هغې لارښود (کورټ لوین) ولیده چې په یوه ګڼه ګوڼه لرونکي خوړنځي کې کارکوونکو لوی کچه غوښت یا فرمایشونه تر هغه وخته په یاد ساتل چې به یې څښتنانو پیسې نه وې ورکړې. له هغه وروسته به یې فرمایش سمدستي هېراوه.

دا ما ته د ټلویزیوني ډرامو کتل راپه زړه کوي؛ ځکه هغه کیسه چې پېښې یې لا حل ته نه وي نږدې شوې، ما دې ته اړ باسي چې کتلو ته یې دوام ورکړم، او دغه څه د کرکټرونو تګلاره او بدلونونه زموږ په ذهنونو کې همداسې ساتي.

ارواپوهان تر نن ورځې د دغه څه د یادولو لپاره د "زېګارنیک اغېز" اصطلاح کاروي. که څه هم د حافظې په پیاوړتیا کې د نیمګړو کارونو اغېز په پرلپسې ډول بیا ثابتول ستونزمن دي، خو دې چارې د ګڼو څېړنو ترسره کولو ته لاره هواره کړه چې ښيي نیمګړي کارونه زموږ ذهنونه بوخت او خوراور ساتي.

په جرمني کې د بون راین زیګ د تطبیقي علومو پوهنتون د ارواپوهنې استاده کریسټین سیرک وايي: "موږ د بشپړتیا حالت ته د رسېدو لپاره ادراکي اړتیا لرو، او غواړو چې کارونه تر پایه ورسوو."

کله چې کارونه نیمګړي پاتې شي، په ذهن کې د هغوی د معلوماتو روښانه ساتل ګټور کار دی. سیرک وايي "دا یوه مهمه دنده ترسره کوي، ځکه کله چې موږ بېرته کار پیلوو، دا راسره مرسته کوي، او له همدې امله ټول معلومات زموږ په ذهن کې حاضر وي."

خو دا ذهني بوختیا ښايي لګښت هم ولري؛ سیرک او د هغې همکارانو د اوونۍ په پای کې د نیمګړو کارونو او فشار، د خوب د ګډوډۍ، او همدا ډول "له کار سره د تړلو فکرونو د تکرار" ترمنځ اړیکه موندلې ده.

له همدې امله، دلته پنځه لارې دي چې ستاسو ذهن سره مرسته کوي چې له کاره جلا شئ او په اړه یې فکر کول ودروئ:

۱. له وخت سره تړلي اهداف وټاکئ

د کار پرلپسې راټولېدل کېدای شي د دې لامل شي چې خلک د خپلې وړتیا د کمښت احساس وکړي. په یوه څېړنه کې، کارکوونکو ته هغه مهال له کاره ذهني جلاوالی ډېر ستونزمن و کله چې کارونه نیمګړي پاتې وو، چې دا کار د تکراري منفي فکرونو په څرخ کې د لوېدو لامل شو.

کله چې کارکوونکو احساس وکړ چې د خپلو کارونو په ترسره کولو کې پرمختګ کوي، نو د وړتیا او کنټرول احساس یې ښه شو، او د فشار کچه بېخي یې راټیټه شوه.

سیرک روښانوي، د دې معنا دا نه ده چې باید ټول کارونه بشپړ شي، مهمه دا ده چې پر ځای یې د اړینو کارونو د نوملړ د ترسره کولو لپاره یو روښانه پلان جوړ شي.

کله چې خلک مخکې له مخکې پلان جوړوي، موخې ټاکي او د شونو خنډونو اټکل کوي، نو ورته اسانېږي چې په کارونو پسې ذهن بوخت نه کړي. سیرک وايي: "موږ باید خپل ذهنونه په دې خبرو سره ارام کړو چې: دا به مې هېر نه شي، ځکه زه پوهېږم چې ما لیکلی دی."

د کاري ورځې په پیل کې پلان جوړول هم ګټور کېدلی شي؛ یوې څېړنې ښودلې چې په سهار کې د کارونو د لومړیتوبونو ټاکل له خلکو سره مرسته کوي چې کاري ورځې په اسانۍ پیل کړي.

زما په حالت کې، زه ګورم چې هر سهار د خپلې یادښت کتابچې کتل ما سره مرسته کوي چې د څېړنې او لیکنې لپاره پرته له څه خنډه پرلپسې وختونه ځانګړي کړم، دا ماته دا ډاډ راکوي چې مقاله به په پای کې بشپړه شي.

۲. خبرتیاوې (نوټیفیکېشنونه) بند کړئ

زموږ په ټلیفونونو کې شته اپلیکېشنونه کولی شي په هر وخت کې د لاسرسي وړ پاتې کېدو د وسوسې پر وړاندې مقاومت ستونزمن کړي.

د برېټش‌کولمبیا پوهنتون د ادراکي علومو د مرستیالې استادې جوان اونګچوکو په وینا، ان د وزګارتیا په وخت کې هم مغز ښايي د ستونزو د حل پر پروسو بوخت پاتې شي. هغه وايي: "په هغه لکچر کې چې ما تېره اوونۍ وړاندې کړ، ما ان په خوبونو کې هم تدریس کاوه."

د برېښنالیکونو (ایمیلونو) کتل کولی شي د کاري غوښتنو او کورني ژوند ترمنځ شخړه لا پسې سخته کړي؛ ځکه دا عادت اجازه ورکوي چې د کار بار لړۍ کور ته وغځېږي، هغسې چې یوې څېړنیزې بیاکتنې موندلې ده.

نو ځکه د فشار کمولو یوه ساده لاره د برېښنالیک د کتلو د وخت کمول دي؛ تاسو کولی شئ د هغې کتل د کاري ساعتونو تر پیل پورې وځنډوئ، یا یې د کتلو لپاره ځانګړي وختونه وټاکئ، او همدا خبره د چټکو پیغامونو پر هغو اپلیکېشنونو هم پلي کېږي چې د کاري موخو لپاره کارول کېږي.

د رخصتیو پر مهال له کاره جلاوالی هم کولی شي د استراحت له وختونو د خوند اخیستلو او ګټې پورته کولو موده اوږده کړي.

۳. د پروژو له ګډېدو ډډه وکړئ

په انټرنیټ کې ډېرې خلاصې پاڼې، چې زه یې هره ورځ د کار پیلولو پر مهال ګورم، ښايي یو له هغو لاملونو وي چې د "معلوماتو د ډېر بار" په رامنځته کولو کې ونډه لري.

دا ځکه چې کله موږ له یوه کاره بل کار ته ځو، نو له ستر ادراکي بار سره مخ کېږو.

د اونګچوکو په وینا، هر کله چې شونې وي، غوره دا ده چې بل کار ته له تګ مخکې یو کار بشپړ کړئ، چې پر فعاله حافظه باندې پروت بار کم شي.

هغه وايي: "هر ځل چې تاسو (په خپل ذهن کې) یوه دوسیه تړئ، نو ذهني سرچینې ازادوئ، او دا ستاسو د تازه والي احساس روښانوي."

۴. د کار وروستۍ نېټې له رخصتیو سره سمې کړئ

په ځانګړې توګه د اخترونو او جشنونو موده کولی شي د ډېرو خلکو لپاره د فشار سرچینه وګرځي، خو یوې څېړنې چې د کریسمس له رخصتۍ مخکې او وروسته ترسره شوې، دا پایله تر ګوتو کړې، هغه کارکوونکي چې لږ نیمګړي کارونه یې درلودل، کار ته د بېرته ستنېدو پر مهال له غوره هوساینې برخمن وو.

مدیران کولی شي د کارکوونکو په هڅولو سره چې مخکې له مخکې پلان جوړ کړي، په دې برخه کې مرسته وکړي.

سیرک سپارښتنه کوي: "اړینه نه ده چې د رخصتۍ له پیل مخکې هر څه بشپړ کړئ"، پر ځای یې کار په داسې حالت کې پرېږدئ چې بېرته ستنېدو پر مهال یې بیا پیلول درته اسانه وي، پرته له دې چې ټول وخت مو ذهن پرې بوخت وي یا د کوم مهم شي د هېرېدو په اړه اندېښنه ولرئ.

۵. له یوه حالته بل ته د لېږد لپاره ځانګړي عادتونه

د ګرونینګن پوهنتون د سازماني ارواپوهنې مرستیال استاد اولیور فایګلټ وايي چې "لېږدیز عادتونه" کولی شي له موږ سره مرسته وکړي چې له کار سره له تړلو فکرونو خلاص شو او ترې جلا شو.

د دې دودونو او عادتونو له بېلګو ستاسو د شاوخوا چاپیریال بدلول دي، څه چې مغز ته د دې نښې په لېږلو کې مرسته کوي چې کار پای ته رسېدلی دی؛ که تاسو له کوره کار کوئ، نو په دې کې نږدې پارک ته د چکر لپاره وتل یا یوه هټۍ ته تګ، یا ان بلې خونې ته د ننوتلو لپاره یوازې له دروازې تېرېدل راتلی شي.

اونګچوکو وايي: "کله چې موږ له یوې دروازې تېرېږو، زموږ (مغز) خپله حافظه خالي کوي چې نورو هغو شیانو ته ځای پرانیزي چې ژر به پېښ شي."

یو بل ساده غوراوی بلې خونې ته د لپ ټاپ کمپیوټر وړل دي؛ فایګلټ وايي چې دا ګام له موږ سره د داسې رواني واټن په رامنځته کولو کې هم مرسته کوي چې موږ له هغو کارونو جلا کوي څه چې ښايي د فشار یا ستړیا لامل شي.

دا تګلارې چې په ګډه پلي شي، له تاسو سره د کار فشارونو په سم چوکاټي کولو او له پراخ لیدلوري هغوی ته په کتلو کې هم مرسته وکړي.

فایګلټ وايي: "که تاسو وکولی شئ یو ګام شاته لاړ شئ او په جزئیاتو کې د بوختېدو پر ځای د ټولیز انځور په اړه فکر وکړئ، نو ښايي وکولی شئ یو داسې رواني واټن رامنځته کړئ چې تاسو له کاره جلا کړي، یا د نیمګړو کارونو په اړه له تکراري فکر کولو خلاص شئ."

دې ټولو خبرو ته په پام سره، زه هوډ لرم چې له کاري ساعتونو بهر د برېښنالیکونو له کتلو ډډه وکړم، او ما لا دمخه په ډېرې پاملرنې سره د خپلو ورځو پلانول پیل کړي دي.

د "زېګارنیک اغېز" ترڅنګ، زه هڅه کوم چې د "اوفسیانکینا اغېز"(Ovsiankina effect) هم ګټه پورته کړم؛ ځکه د دې اغېز په اړه څېړنو ښودلې چې خلک د هغو کارونو بېرته پیلولو ته لېوالتیا لري چې بشپړ شوي نه وي، د دې لپاره چې پای ته د رسېدو خپله اړتیا پوره کړي.

له همدې امله، په خپل براوزر کې د ډېرو خلاصو پاڼو له امله د ستړیا احساس کولو پر ځای، زه هڅه کوم چې هغه د الهام سرچینه وګرځوم چې ما دې ته وهڅوي چې یوې پروژې ته بېرته راوګرځم او له سره یې پر بشپړولو تمرکز وکړم چې په پای کې یې سرته ورسوم.

هغسې چې اونګچوکو وايي، کله ناکله نیمګړو کارونو ته د بېرته ستنېدو د غوښتنې پر وړاندې مقاومت کول ستونزمن وي، او هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو دا دي چې د هغو شېبو په اړه ډېر هوښیار شو کله چې دا کارونه د بې ځایه فشار پر سرچینه بدلېدلی شي.