له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو اسیا جام؛ هند او پاکستان پایلوبې ته ووتل

نیمه پایلوبه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کم‌عمره کرېکټ لوبډلو د اسیا جام په نیمه پایلوبو کې هند افغانستان او پاکستان بنګله‌دېش ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ووتل.

د هند او افغانستان ترمنځ د لوبې پچه افغان لوبډلمشر سهیل خان ګټلې او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه کړې وه.

د افغانستان تنکیو ځوانانو وکړای شول چې په ټاکلو پنځوس اوورنو کې د ۸ لوبغاړو له سوځېدو سره ۲۲۷ منډې وکړي.

افغانستان لپاره نعمان سالارزي او شاه فیصل رحیمي‌ نیمه‌سلیزې وکړې. دوی دواړه په ۵۱-۵۱ منډو وسوځېدل.

د هند له اړخه په توپ اچوونه کې ایشان سود ۳ او ارین سواساني ۲ لوبغاړي وسوځول.

افغان توپ اچوونکي بیا د هندي توپ‌اچوونکو پر وړاندې ښه ونه ځلېدل. د هند له پیلونکې جوړې اریاویر سېواګ په داسې حال کې له پنځوسیزې وروسته وسوځېد، چې لوبډلې ۱۱۷ منډې درلودې.

له ده سره اوپننګ ته راوتلي هندي لوبډلمشر لکشیا رایچنداني ۹۳ منډې وکړې. د هند بل توپ ووهونکي وي‌کې وېنیت هم پنځوسیزه وکړه او تر په ونه سوځېد.

د هند له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې د ۲۲۸ منډو هدف په ۳۷ اوور کې په داسې حال کې ترلاسه کړ، چې یوازې دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

په بله نیمه‌پایلوبه کې بیا پاکستان، چې د ۱۳۹ منډو نسبتآ کوچنی هدف یې تعقیباوه، بنګله‌دېش ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

د یادونې ده چې افغان زلمیو مخکې د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې خپلې درې واړه لوبې په لوی توپیر ګټلې او له ۶ نمبرو سره نیمه‌پایلو ته تللي وو.

هند بیا په خپل ګروپ کې دوه سیالۍ وګټلې خو له پاکستانه ماته خوړلې وه.

د افغانستان له اړخه په نننۍ سیالۍ کې د سهیل خان تر مشرۍ لاندۍ لوبډله کې فرید الله احساس، سبحان‌ زاخېل، نعمان سالارزی، شاه فیصل رحیمي، عابد‌الله عابد، طاهر سروري، امیر حمزه، بلال سلیمانخېل، نور علي نیازی او محمد علي لوبه کوي.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو سږني اسیا جام لپاره د هند په لوبډله کې د نورو لوبغاړو ترڅنګ دوه داسې نومونه هم شته، چې د کرېکټ مینه‌وال ورسره له لسیزو راهیسې اشنا دي؛ سېواګ او ډرېوډ.

د هند د ۱۹ کلنې لوبډلې آریاویر سېواګ د ورېندر سېواګ او انوای ډرېوډ د راهول ډرېوډ زوی دی.

ورېندر او راهول د هند د ملي لوبډلې پخواني مخکښ توپوهونکي او په خپل وخت کې د کرېکټ د نړۍ مشهور ستوري وو او ډېر ریکارډونه یې لا هم په نومونو ثبت دي.

دوی دواړه د نړۍ په کچه له هغو محدود شمېر لوبغاړو دي، چې که د نړیوالو،‌ فرسټ کلاس او لېست اې سیالیو ټولې منډې یې سره رایوځای کړئ نو د هر یوه له ۴۵ زرو اوړي.

کرېکت
د عکس تشریح، د کرېکټ‌اسیايي شورا دغه سیالۍ د عمان د مسقط په العامرات ښار کې کېږي

دا د کرېکټ اسیايي شورا له نوولس کلنو د کم‌عمره ځوانانو د اسیا جام دیارلسم پړاو سیالۍ دي.

دغه سیالۍ لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال د بنګله‌دېش په کوربتوب شوې او هند ګټلې وې.

دویم پړاو یې بیا ۱۴ کاله وروسته په ۲۰۰۳م کال پاکستان کې وشوې، چې هندي ځوانانو پکې په بریالیتوب د خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

د هند تنکي ځوانان په ټوله کې د کرېکټ اسیايي شورا لخوا په دغو ترسره کېدونکو سیالیو کې ښه ثابت شوي دي. دوی ۸ ځله د دغو سیالیو د اتلولۍ جام وړ دی.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې په ۲۰۱۷ کال مالیزا کې د دغو سیالیو د شپږم پړاو په پایلوبه کې اوسني‌ مدافع اتل پاکستان ته ماته ورکړه او دا جام یې وګاټه.

د دغو سیالیو وروستی پړاو تېر کال په متحدو عرب اماراتو کې و چې پاکستان وګاټه.