د طالبانو اوسنۍ واکمنۍ کې دیني مدرسې څلور برابره ډېرې شوې دي

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

که څه هم تازه شمېرې نشته خو تېر کال په افغانستان کې د ديني مدرسو شمېر له یویشت زرو اوښتی و او په چټکۍ لوړېدونکی دی. دا شمېر د تېر افغان حکومت پر مهال شاوخوا پنځه زره و.

د طالبانو د حکومت د وروستیو شمېرو له مخې په دغو مدرسو او د عمومي زده کړو بنسټونو کې ټول کابو دیارلس میلیونه هلکان او نجونې زدکړې کوي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د بیاواکمنۍ په لومړي کال ویلي وو چې "په هر ولایت کې یوه ستره جهادي او په هره ولسوالۍ کې له درې تر لسو ديني مدرسې جوړوي" او له هغې راهیسې د ديني مدرسو شمېر بې‌ساری لوړ شوی او د رپوټونو له مخې، د مدرسو جوړول د طالبانو د حکومت د چارواکو او قوماندانانو تر منځ یو ډول سیالي ګرځېدلې ده.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال، د پوهنې وزارت تر چتر لاندې څه باندې ۱۲۰۰ د ديني زده کړو مرکزونه یا مدرسې ثبت وې.

که څه هم د سږ کال وروستۍ شمېرې لا نشته، د ۲۰۲۵ کال مارچ کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د ديني زده کړو مرستیال کرامت الله آخندزاده د دغه وزارت د کلني ریپوټ د وړاندې کولو پر مهال ویلي وو چې په افغانستان کې د ديني زده کړو د مرکزونو او مدرسو شمېر له ۲۱ زرو لوړ دی.

هغه زیاته کړه، "په ټول هېواد کې ۲۱ زره او ۲۵۷ مدرسې ثبت دي چې ۱۹۶۶۵ بابه مدرسې او پاتې نور یې د عمومي زدکړو مرکزونه دي".

هغه وايي، د دغو مدرسو ۱۴۰۰۰ یې لیلیه دیني مدرسې، ۵۵۰۰ یې کلیوالي مدرسې او ۴۳ یې دار لایتام او دارالحفاظونه دي. هغه وړم کال د ديني مدرسو لپاره د خپل مشر په امر د څه باندې یو لک بستونو د اعلان پر مهال وویل چې د دغو مدرسو شمېر ښايي لا لوړ شي.

د مدرسو د نصاب یو کولو هڅه

په دغو مدرسو کې ځینې په مستقیم ډول د پوهنې وزارت اداره کوي او ځینې نورې یې خصوصي دي، خو د طالبانو د حکومت چارواکي وايي هڅه کوي چې ټولې تر خپلې نږدې څارنې او د یوه واحد نصاب تر اغېز لاندې راولي.

په دغو بنسټونو کې قرآنکریم، حدیث، فقه، صرف او نحوه، سیرت، مانع او اصول، حکمت، منطق او نور اړوند مضمونونه لوستل کېږي.

ځینې مدرسې پر دیني مضامینو سربېره ریاضيات، پښتو، دري، انګلیسي، ساینس او کمپیوټري مهارتونه هم تدریسوي. خو د دغو بنسټونو زده کوونکي او ښوونکي وايي، د نصاب لویه برخه یې یوازې ديني مضامین دي.

په اصلي مضمونونو کې معمولاً د قرآن کریم، حدیث، تجوید او تلاوت، حفظ، فقه، د عربي ژبې ګرامر، اسلامي عقاید او دودیز دیني کتابونه شامل دي.

یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ويلي، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب کمېټې مدرسو ته ویلي، هغه پخوانی نصاب بېرته پلی کړي، چې لسیزې وړاندې لوستل کیده.

په هېلمند کې د یوې دیني مدرسې مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي بي بي سي ته وویل، د افغانستان د مدرسو پخوانی نصاب د پاکستان، هند او بنګلدېش د مدرسو ښوونیز نصاب ته ورته دی او د عصری علومو مضامینو ته پکې ډېر پام نه کېږي، ځکه نو د سرچینې په باور د دغه ډول مدرسو فارغین د دندې په توګه تر ډېره د امامت د موندلو هڅه کوي.

په وردګو ولایت کې د یوې مدرسې مهتمم بي بي سي ته وویل، په مدرسو کې ځینې عصري مضامین چې د تدریس اجازه یې شته د استادانو د نشتوالي له امله نشي ځایولی.

خو له دې ټولو سره سره د پوهنې وزارت د ديني زده کړو مرستیال کرامت الله آخندزاده تېر کال یوې خبري غونډې ته وویل چې د اسلامي زده کړو د نصاب ځینې برخې یې نوې کړې دي.

په مدرسو کې د نجونو ډېرېدونکی شمېر

د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې په دغو مدرسو او د عمومي زده کړو بنسټونو کې په تېر ۱۴۰۴ کال کې څه باندې اووه نیم مېلیونه هلکانو او څه باندې پینځه مېلیونه نجونو زده کړې کولې.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او لوړو زدکړو او په ډېرو برخو کې د ښځو پر کار بندیزونه هم د دې لامل ګرځېدلي، چې په دغو مدرسو کې د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو شمېر په چټکۍ ډېر شي.

که څه هم په کابل کې د یوې دیني مدرسې زده کوونکې وايي، مدرسې د ښوونځي ځای نشي ورته نیولی.

"د ښوونځي د تګ عمر نیمايي زدکوونکي بې زدکړو پاتې"

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۲ کال کلنی راپور وايي، په ټول افغانستان کې اوس د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو شمېر څه بندې اتلس زره دی.

که څه هم یوازې د ښوونځیو د زدکوونکو شمېر یې نه دی مشخص کړی خو ویلي یې دي چې په دولتي او خصوصي ښوونځیو او د عمومي زده کړو په دولتي او خصوصي بنسټونو کې ټول څه باندې لس مېلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

خو ملګرو ملتونو ویلي، اوس له نیمايي ډېر د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان له ښوونځي بې برخې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، روزنیز او کلتوري سازمان 'یونیسکو' هم ویلي، طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو راهیسې نږدې دوه نیم مېلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدکړو منع کړې دي.

په تېرو پینځو کلونو کې د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو کې په ولایتي کچې لویې مدرسې هم جوړې شوې، چې جهادیه مدرسې یې بولي او د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا د دیني زدکړو تر څنګ هغه څه هم پکې زدکوونکو ته ښوول کېږي، چې د دین دفاع یې بولي.

دغه ډول ځینې مدرسې په هغو ودانیو کې فعالې شوې چې وړاندې د ښوونځيو او یا هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره کارېدلې.