جمعه خان فاتح: امارتی یم، ستونزه مو د 'ځانګړې قطعې' له ځواکونو سره ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د بدخشان ولایت د نُسي ولسوالۍ د نښتو په درېیمه ورځ، د سیمه ییز قوماندان جمعه خان فاتح اړوند کسانو او د طالبانو د استخباراتو ځواکونو ترمنځ نښتو دوام موندلی. په همدې حال کې، جمعه خان فاتح په یوه غږیز پیغام کې د شخړې د حل لپاره د خبرو غوښتنه کړې ده.

د بی بي سي لاس ته رسېدلي دغه غږیز پیغام کې، چې ظاهراً د طالبانو حکومت یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ته استول شوی، جمعه خان فاتح خپل دریځ وړاندې کړی او ادعا یې کړې چې د طالبانو د ''ځانګړې قطعې'' ځواکونو د خلکو کورونه تلاشي کړي او ملکي وګړي یې وژلي دي.

خو دوو امنیتي سرچینو، چې د طالبانو حکومت پورې تړاو لري، بی بي سي ته ویلي چې دا غږیز پیغام یې ترلاسه کړی، خو د فاتح ادعاوې یې رد کړې دي. د دوی په وینا، جګړه د جمعه خان فاتح له کسانو پیل شوې ده.

جمعه خان فاتح په دې غږیز پیغام کې وايي: ''خدای مه کړه، له امارت سره جنجال نه لرم. د امارت لپاره ټوټه ټوټه شوو. زه امارتي وم، یم او بیا به هم (امارتي) یم. انشاالله ټول خلک په دې پوهېږي.''

نوموړی ادعا کوي، چې د خاص قطعې ځواکونو په سیمه کې د خلکو کورونه تالاشي کړي، ملکي کسان یې وژلي او له همدې کبله ''موږ له قطعې سره مشکل لرو. له امارت سره هېڅ ډول ستونزه نه لرو. قطعې جنجال جوړ کړ، د خلکو په حریم یې تجاوز وکړ، د خلکو کورنو ته ننوتل، نوره کومه خبره نه لرو، که مشران (دا ستونزه) حل کړي، موږ کومه ستونزه نه لرو.''

دواړو لوریو منلې چې په نښتو کې د دوی کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده، خو د تلفاتو کره شمېر یې نه دی څرګند کړی.

په تېرو درېیو ورځو کې جګړې روانې وې او د راپورونو له مخې، طالبانو نن د جمعه خان فاتح پر ځواکونو د عملیاتو لپاره درنې وسلې او پوځي چورلکې هم کارولې دي.

د طالبانو حکومت یوې سرچینې پرون ادعا کړې وه چې په دې نښتو کې د جمعه خان فاتح لس تنه ملګري وژل شوي دي. خو فاتح ته نږدې یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو د ''ځانګړې قطعې'' ځواکونو ته ''درنه مرګژوبله'' اوښتې ده.

تر اوسه د دواړو لورو د ادعاوو په اړه خپلواکه او کره تائید شوې معلومات نه دي خپاره شوي.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي و چې په بدخشان ولایت کې د سیمه‌ییز قوماندان جمعه‌خان فاتح د پلویانو او د طالبانو د استخباراتو ریاست د ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه د طالبانو یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغې سرچینې په وینا، چې نه غواړي نوم یې یاد شي، دا نښته د سې شنبې ورځې پر ماښام د بدخشان ولایت په نُسي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. سرچینې ادعا کړې چې په دې نښته کې د جمعه‌خان فاتح له پلویانو لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په بدخشان کې سیمه‌ییزو چارواکو سیمې ته نور ځواکونه هم استولي او دا مهال په نُسي ولسوالۍ کې وضعیت ''ارام'' دی.

تر دې وړاندې دوو نورو سرچینو، چې یوه یې د طالبانو د حکومت اړوند او بله جمعه‌خان فاتح ته نږدې وه، بي‌بي‌سي ته د بدخشان د نُسي ولسوالۍ په کچه د سختې نښتې خبر ورکړی و.

د هغوی په وینا، دغه نښته د جمعه‌خان فاتح تر قوماندې لاندې کسانو او د طالبانو د دفاع وزارت د استول شویو ځواکونو ترمنځ شوې، چې په سیمه کې د ''قطعه خاص'' په نوم پېژندل کېږي.

سرچینې وايي چې په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو دواړو کار اخیستل شوی دی.

جمعه‌خان فاتح ته نږدې یوې سرچینې هم بي‌بي‌سي ته ویلي چې د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونو ته په دې نښته کې ''درانه تلفات'' اوښتي دي.

له تاجکستان سره پولې ته نږدې د درواز په سیمه کې د نُسي ولسوالۍ له اوسېدونکو او چارواکو سره ټیلیفوني اړیکه نیول ستونزمن بلل کېږي.

د راپورونو له مخې نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو د ځانګړې قطعې ځواکونو، چې ډېری یې د بدخشان له بهره سیمې ته استول شوي، غوښتل د جمعه‌خان فاتح اړوند کسان تالاشي او پوښتنو ترې وکړي.

نُسي ولسوالۍ د جمعه‌خان فاتح اصلي مرکز ګڼل کېږي او د هغه پلویان او وسله‌وال په همدې ولسوالۍ کې فعالیت لري.

جمعه‌خان فاتح د طالبانو یو سیمه‌ییز قوماندان دی چې پخوا یې د زابل ولایت د طالبانو د پولیسو د مرستیال قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. د نوموړي له دندې ګوښه کېدو وروسته، په وروستیو میاشتو کې په بدخشان ولایت کې د طالبانو له ځینو سیمه‌ییزو چارواکو سره د هغه د اختلافاتو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

نوموړي په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو، د وزیرانو شورا له رئیس محمدحسن اخند سره یې هم لیدلي وو.

جمعه‌خان فاتح د بي‌بي‌سي خبریال سره د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) په انګړ کې د یوې ناڅاپي لیدنې پر مهال د زابل له دندې د استعفا او کابل ته د خپل سفر د لامل په اړه ویلي وو:

''ما نږدې یوه میاشت د زابل ولایت د مرستیال په توګه کار وکړ. وروسته د رخصتۍ لپاره بدخشان ته لاړم. ځینې ستونزې وې، یوه دا چې زه په پښتو ژبه ښه نه پوهېدم او د سیمې خلک هم په فارسي نه پوهېدل. د تفاهم او اړیکې نشتوالی، کورنۍ ستونزې، او زما روغتیايي وضعیت هم ډېر ښه نه و. زما کیڼ لاس د مخالفینو پر ضد عملیاتو کې زیانمن شوی او کار نه کوي. همدا لاملونو سبب شول چې بدخشان ته له تګ وروسته استعفا ورکړم. که تفاهم او افهام نه وي، نو خدمت هم شونی نه وي.''

جمعه‌خان فاتح د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال له مرکزي دولت سره جګړه وکړه او د طالبانو له لیکو سره یوځای شو. د طالبانو د پرمختګونو او د پخواني حکومت د سقوط پر مهال یې د درواز سیمې د ولسوالیو په نیولو کې مهم رول لوبولی و.

د راپورونو له مخې، نوموړی اوس هم د درواز سیمې په ولسوالیو کې فعال حضور لري او په دغو سیمو کې یې څو دیني مدرسې هم جوړې کړې دي.