متقي: نه پوهېږو پاکستان څه غواړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بي‌بي‌سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، له پرلپسې هڅو سره سره نه دي توانېدلي وپوهېږي، چې پاکستان افغانستان سره له روان کړکېچه څه غواړي.

ښاغلی متقي وايي" حالت یو طرفه دې حد ته ورسېد، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی."

که څه هم د تېر کال له اکتوبر راهیسې دواړو لورو یو پر بل مرګوني ګوزارونه کړي، هغه دا هر څه یو اړخیز ګڼي.

امیرخان متقي د بي‌بي‌سي له خبریال سید عبد الله نظامي سره مرکه کې وویل "زموږ له طرفه کله هم پر دوی حمله نه ده شوې، زموږ له طرفه لار نه ده بنده شوې، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی ورته ایجاد شوی، حتی زموږ له طرفه د دوی د ټرانزېټ مالونه نه دي بند شوي، که لارې دي هم دوی بندې کړې، که تعرض دی هم دوی کړی دی، که ټرانزېټ دی هم دوی بند کړی دی، او که د دونیا په سطحه تر ملل متحده اعتراضونه دي هم دوی کړي دي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي، له پاکستانه باید وپوښتل شي چې "تاسو کوم مجبوریت لرئ،" ولې مو خبره دې ځای ته ورسوله.

پاکستان له افغانستان سره د وروستۍ ترینګلتیا دلیل د وسله والو ډلو له بریدونو د خپلو خلکو او خاورې خوندیتوب یادوی خو ښاغلی متقي وايي پاکستان خپلې کورنۍ ستونزې لري،" هلته د قدرت تقسیم هم نا انډوله دی، څوک نشي ویلی چې د دوی اصلي تکلیف او مجبوریت څه شی دی."

متقي د پاکستان د هغو ادعاو په اړه چې په وار وار یې افغان خاوره د خپلو غلیمانو خوندي ځای بللی وویل: "که خبره د بلوڅانو وي نو بلوڅان خو ۷۸ کاله کې له حکومت سره په مخالفت کې دي، که خبره د ټي ټي پي وي نو ټي ټي پي خو له شلو کلونو ډېر وخت کېږي چې له پاکستان سره په جنګ اخته ده او که خبره د ډیورنډ کرښې وي نو موږ د افغانستان تر بل هر تېر نظامه ډېره هڅه کړې چې کرښه ښه کنټرول شي."

بي بي سي وپوښته، د خپل مقابل اړخ د غوښتنو معلومول ستاسو دنده نه ده، چې وپوهېږئ هغوی څه غواړي؟

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر وویل "زموږ له خوا ټول اقدمات شوي. زموږ له طرفه ستونزه نشته، دا چې دوی څه ستونزه لري کله کله څوک د چا زړه او دماغ ته نه شي ننوتلی چې دوی څه غواړي."

ښاغلی متقی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستاني چارواکو او حکومت پلوه رسنیو له لوري افغانستان کې د طالبانو حکومت پر وړاندې ژبه تر بل هر وخت تنده شوې او دا تېر جون پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونو کې لسګونه کسان مړه او ژوبل شول چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.

د طالبانو حکومت که څه هم د زغم خبره کوي، خو دا ګواښ هم ورسره مل وي، چې که خبره نوره هم تاوتریخجنېږي، دوی به ورته عمل وکړي.

د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د افغانستان له دولتي ټلویزون سره په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي "که چېرې دا حالت دوام پیدا کوي، نو بیا کېدلی شي موږ پر خپلې پالیسۍ غور وکړو."

د غچ له بریدونو ورهاخوا روښانه نه ده چې دوی به پر کوم ډول یوه تګلار غور کوي، چې ښاغلی مجاهد یې یادونه کوي.

څه چې روښانه دي، اسلام اباد سره د کابل د کړکېچ د پراخېدو له امله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې د مېشتو خلکو کړاو زیاتېده دي چې دا مهال یې هم سوداګري او نورې ژوند چارې ټکنۍ شوې دي.