د
ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، کله چې طالبان
بېرته واک ته ورسېدل، افغانستان ته د بشري مرستو لپاره له ۱۱ میلیارد ډالرو ډېره
مرسته ځانګړې شوې ده. دغه هېواد د جمهوري نظام له سقوط او د پراختیايي مرستو د یوې
لویې برخې له بندېدو وروسته له پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی.
اوسنی
بحران د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو له لومړیو میاشتو او د افغانستان د اقتصاد
له ناڅاپي ټکان سره پیل شو. د ملي اسعارو ارزښت راکم شو، سلګونه زره کسانو خپلې
دندې له لاسه ورکړې او د نړیوالو ادارو د ملاتړ ګڼ پروګرامونه هم ودرول شول.
د
دې وضعیت په غبرګون کې، ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د کال د وروستیو
څلورو میاشتو لپاره د څه باندې ۶۰۰ میلیونو ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه. په
همدې کال کې افغانستان ته د بشري مرستو ټولیزه کچه شاوخوا ۲.۵ میلیارد ډالرو ته
ورسېده.
خو
تر ټولو لویه د مرستې غوښتنه په ۲۰۲۲ کال کې وشوه. ملګرو ملتونو په هغه کال کې، د
طالبانو له بیا واکمنېدو یوازې څو میاشتې وروسته، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو
د پوره کولو لپاره د څه باندې ۴.۴ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه وکړه، چې په پای کې
یې له ۳.۸ میلیارد ډالرو څخه زیاته برخه تأمین شوه.
په
هغه وخت کې متحده ایالات افغانستان ته د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلوونکی و. دغو
مرستو له امدادي ادارو سره مرسته وکړه چې هره اونۍ د بشري پروګرامونو د ملاتړ
لپاره لسګونه میلیونه ډالر نغدې پیسې افغانستان ته ولېږدوي.
خو
له ۲۰۲۳ کال وروسته د مرستندویه پروګرامونو د تمویل بهیر کم شو. ملګرو ملتونو په
هغه کال کې د ۳.۲۳ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه، خو یوازې نږدې دوه میلیارد ډالر یې
تأمین شول.
په ۲۰۲۴ کال کې هم د افغانستان بشري اړتیاوې له درې
میلیارد ډالرو زیاتې اټکل شوې وې، خو ترلاسه شوې مرستې د اړتیا له اټکل شوې کچې کمې
وې.