له اشغال شوي ختیځ بیت المقدسه بریتانوي ډیپلوماتان ایستل کېږي

برتانیايي کونسلګري
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

اسرائیل وايي چې د بریتانیا لوی شمېر ډیپلوماتان به په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا کونسلګري پرېږدي، خو بریتانیا ټینګار کوي چې ودانۍ په بشپړه توګه "نه تړل کېږي" او د "بریتانیا د ماموریت" په توګه به خپلو چارې روانې وساتي.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډعون سار پر خواله رسنیو ولیکل: "موږ نه غوښتل چې خبره دې تر دې بریده ورسېږي،" هغه وویل ۲۰ ډیپلوماتان اوجنرال کونسل به له اسرائیلو ووځي، اووه کسیزه کاري ډله کولی شي په " د محدودو چارو" لپاره په ودانۍ کې پاتې شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ایډ ملیبنډ په ځواب کې وویل چې ځینې کارکوونکي د امنیتي دلایلو له امله "په لنډمهالي ډول ویستل شوي"، خو ټینګار یې وکړ چې د دوی ماموریت به "له فلسطینیانو سره کار ته دوام ورکړي."

اسرائیلو په سپټمبر کې ویلي وو چې کونسلګري به په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې پر اسرائیلی مېشت ځایونو د بربتانیا د بندیزونو په ځواب کې وتړي، هغه مېشت ځایونه چې د نړیوالو قوانینو له مخې ناقانونه دي.

د بربتانیا حکومت تر وروستیو شېبو هڅې وکړې چې اسرائیل د پنجشنبې تر ټاکل شوې نېټې مخکې د بریتانیا د کونسلګرۍ له تړلو شا ته کړي. د اسرائیلو حکومت ویلي وو چې د بریتانیا د بندیزونو له اعلان وروسته به په ۳۰ ورځو کې کونسلګري وتړي.

دا کونسلګري چې لومړی په ۱۸۳۸ زېږدیز کال کې پرانیستل شوې وه، په بیت المقدس، لوېدیځه غاړه او غزه کې له فلسطینیانو سره د بریتانیا اړیکې سمبالوي.

دا اداره په تل ابیب کې د بریتانیا له سفارته بېله ده، هغه چې له اسرائیلو سره د بریتانیا اصلي ډیپلوماتیک مرکز دی.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډعون سار وویل چې هېواد یې د بریتانیا د بندیزونو په ځواب کې هغه اقدامات پلي کړي چې د سپټمبر په ۸مه اعلان شوي وو.

هغه پر خواله رسنیو ولیکل: "په بیت المقدس کې د بریتانیا کونسلګرۍ خپل فعالیتونه نن پای ته رسوي. په دې اساس، په بیت المقدس کې د بریتانیا د کونسلګرۍ لوحه لرې شوې ده."

د پنجشنبې پر سهار لا هم بریتانوی بیرغ له بهره لیدل کېده، او څو کارکونکي د ننوتلو حالت کې ولیدل شول.

سار وویل له بریتانوي حکومت سره خبرو اترو کې پر ځینو اصولو هوکړه شوې ده، " جنرال کونسل او ۲۰ ډیپلوماتان (د قونسل په ګډون) خپلې دندې پای ته رسوي او له اسرائیلو به ووځي."

خو سار وویل چې ودانۍ "د بریتانیا د حکومت ملکیت دی" او و یې ویل اسرائیل "یوازې د اوو ډیپلوماتانو کاري ډلې ته چې خورا محدوده دنده لري" اجازه ورکړې چې په ودانۍ کې کار وکړي.

له بریتانیا سره د دې هوکړې په پایله کې، هغه وویل، "د اسرائیل پر خلاف به هیڅ ګام ونه اخیستل شي."

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی و چې بریتانیا په لندن کې د اسرائیلی ډیپلوماتانو د ویستلو ګواښ کړی و چې دې کار به دوه اړخیزې اړیکې نورې هم ناسازه کړې وای.

دا هوکړه په یو ډول پخلاینه ده او مانا یې دا ده چې - اوس مهال هغه جنجال چې یو څه کم شوی چې ممکنه وه د بریتانیا او اسرائیلو اړیکې نورې هم خرابې کړي.

اسرائیلوادعا کړې چې د بریتانیا کونسلګري "خپل فعالیتونه بندوي". د جنرل کونسل په ګډون یو شمیر بریتانوي ډیپلوماتان وځي.

خو ملیبنډ وايي هغوی یوازې په لنډمهالي توګه او یوازې د خپل خوندیتوب او امنیت لپاره ځي. هغه وویل چې اسرائیل هیڅ قانوني حق نه لري چې کونسلګري بنده کړي.

ملیبنډ په یوه بیانیه کې ولیکل: "د بریتانیا حکومت خپل پخوانی لیدلوری تکراروي چې ختیځ بیت المقدس نېول شوې خاوره ده."

د اسرائیل حکومت سره له خبرو وروسته، هغه وویل، ودانۍ "نه تړل کېږي" او له پنجشنبې به په بیت المقدس کې د بریتانیا د ماموریت په نوم پېژندل کېږي.

ملیبنډ وویل چې "د زموږ د کارکونکو او ودانیو د امنیت او خوندیتوب لپاره په اړینو مسلو" هوکړه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه: "په دې توګه بریتانیا په موقتي توګه یو شمېر کارمندان او کورنۍ د هغوی د خوندیتوب او امنیت ډاډمنولو لپاره ویستي دي."

د بهرنیو چارو وزارت وویل هغه اووه بریتانوي ډیپلوماتان چې پاتې کېږي "خپلواک او فعال" به وي او د مهمو خدمتونو وړاندې کولو ته به دوام ورکړي. اسرائیلو وویل هغوی به "یوازې محدود فعالیتونه" ترسره کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرچینو دا "ښه پایله" وبلله ځکه ټول فعالیتونه نه دي بند شوي، هغسې چې ګواښ شوی و. هغوی وویل چې د بریتانیا د شتون ساتل به په راتلونکي کې د ماموریت په دوام ساتلو کې مرسته وکړي.

د بي بي سي (ټوډي) نومې راډیويي خپرونې سره په خبرو کې، د بهرنیو چارو د وزارت وزیر سټیفن ډوټي څرګنده کړه: "ودانۍ پرانیستې پاتې کېږي. موږ خپل شتون ساتو، موږ داسې کارمندان لرو چې کولی شي له فلسطیني ادارې سره مهم کارونه سرته ورسوي. او موږ له اسرائیلو سره په دې اړه خپلو روانو خبرو ته دوام ورکوو."

هغه وپوښتل شول ایا دا یو سیاسي جوړجاړی دی، ډوټي وویل "تاسو کولی شئ وګورئ چې د نوم له پلوه څه بدل شوي خو مهم دا دي چې زموږ حضور دوام لري"، او زیاته یې کړه چې "د دې اسرائیلی حکومت پر وړاندې تګلارې، چې موږ په اساسي توګه ورسره مخالف یو" همداسې ساتل کېږي.

د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې بریتانیا حق لري هغه څه وکړي چې هغه "بالمثل اقدام" بولي خو ویې ویل چې دا کار به ونه کړي.