ترکیې اسلام اباد کې له درې اړخیزې غونډې مخکې د مکې ګډ دفاعي تړون تصویب کړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي ډول د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د مکې ګډ دفاعي تړون تصویب کړ. دا ګام د جمعې او شنبې پر ورځو د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د دغو درېیو هېوادونو له راتلونکو ناستو سره هممهاله شوی دی.

د دغو غونډو موخه د مکې تړون د عملي بهیر پر لارو چارو بحثونه او ارزونې ښودل شوې دي.

د ترکیې رسمي جریدې د جمعې پر ورځ راپور ورکړ چې اردوغان دغه تړون رسمي ډول تایید کړی دی. دا د روانې نومبر میاشتې پر پنځمه نېټه د پارلمان له تصویب وروسته، په ترکیه کې د دغه تړون د تصویب پړاوونو بشپړېدل دي.

ترکیه دا ګام داسې مهال پورته کوي چې سیمه کې تاوتریخوالی مخ په پراخېدو دی او په یمن کې د حوثي انصار الله ډلې له لوري پر سعودي بریدونه روان ساتل شوي دي.

دغو درېیو هېوادونو د تېر اګسټ میاشتې پر اوومه نېټه په مکه مکرمه کې، له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې د پایلو په اړه د مخ په پراخېدونکو اندېښنو په منځ کې دغه تړون لاسلیک کړی و.

د اسلام اباد ناسته کې به پر څه بحث وشي؟

رویټرز خبري اژانس د دوو پاکستاني سرچینو له نکله ویلي، چې د سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران به د اسلام اباد په دوه ورځنیو غونډو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې له دغه تړونه رامنځته شوې ستراتیژیکه سیاسي او دفاعي کمېټه، په استانبول او ریاض کې له دوو پخوانیو ناستو وروسته، خپله درېیمه غونډه ترسره کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پنجشنبې پر ورځ فرانس پرس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، چې په دې غونډه کې به د ګډ دفاعي تړون پر عملي چارو خبرې وشي او په یمن کې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ شخړه به یې د اجنډا مهمه برخه وي.

اصف وویل، سعودي عربستان ته هر ډول ګواښ د پاکستان او ترکیې لپاره هم د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان تر دې وړاندې ټینګار کړی و، چې دا تړون دفاعي بڼه لري او د هېڅ هېواد پر خلاف نه دی. هغه زیاته کړې وه چې دا غونډه به درېیو واړو هېوادونو ته دا زمینه برابره کړي چې شوي پرمختګونه وارزوي او ترمنځ یې بنسټیزه همغږي پیاوړې کړي.

دغه تړون د ۲۰۲۶ کال د اګسټ پر اوومه نېټه په مکه مکرمه کې د یوې سرمشریزې په ترڅ کې د سعودي عربستان د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د لومړي وزیر محمد شهباز شریف ترمنځ لاسلیک شو.

له سرمشریزې وروسته د خپرې شوې ګډې ویناپاڼې له مخې، د دغه تړون موخه د درېیو واړو هېوادونو د ګډ امنیت پیاوړتیا او ترمنځ یې د دفاعي همکاریو پراختیا ده، او په کې راغلي چې "پر کوم لاسلیک کوونکي هېواد هر ډول وسله وال برید به پر ټولو برید ګڼل کېږي."

د اګست پر ۳۱مه، ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې خپله لومړنۍ غونډه په استانبول کې ترسره کړه.

درېیو واړو هېوادونو په دې غونډه کې هوکړه وکړه چې د تړون لپاره یوه عمومي دارالانشاء جوړه کړي چې مرکز به یې په سعودي عربستان کې وي، او په لومړي پړاو کې به یې مشري د درېیو کلونو لپاره د پاکستان یو عمومي منشي کوي.

د درېیو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سپټمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ناستو په څنډه کې یوه غونډه وکړه، چې په کې یې پر مکه مکرمه او د سعودي پر ملکي او اقتصادي بنسټونو بریدونه وغندل او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې یې له خپل امنیته د دفاع لپاره د سعودي عربستان پر حق ټینګار وکړ.

وزیرانو هغه مهال د تاوتریخوالي پر کمولو او سیمه ییزو کړکېچونو ته د سوله ییزو حل لارو پر موندلو ټینګار کړی و.

دا تړون درې داسې هېوادونه سره راټولوي چې سیمه کې مخکښ دي، ځکه ترکیه د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) غړې ده، سعودي په نړۍ کې د نفتو له سترو تولیدوونکو او صادروونکو هېوادونو شمېرل کېږي، او پاکستان یوازینی د لوی شمېر مسلمانان هېواد دی چې اټومي وسلې لري.