تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ارمانونه پوره کېږي"؛ ۲۴ روپيو سره له کوره وتلي ځوان څنګه لس میلیونه وګټلې؟
- Author, ګرپریت کور
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
بوشن ټاکرې ۲۸ کلن او د هند د مهاراشټر ایالت اوسېدونکی دی چې تازه یې د هند د وتلي فلمي ستوري امیتاب بچن په تلویزوني خپرونه "کون بنې ګا کروړ پتي" یا (څوک به میلیونر شي) کې لس میلیونه روپۍ انعام ګټلی دی.
دی د یوې داسې کورنۍ اولاد دی چې پلار یې مزدوري کوي او مور یې له ګڼو ناروغیو کړېږي.
بوشن په ۲۰۱۶ کې په دې خپرونه کې د ګډون کولو لپاره نوملیکنه کړې وه او شاوخوا لس کاله وروسته یې ایله اوس دا ارمان پوره شو.
په دې خپرونه کې چې امیتاب بچن یې وړاندې کوي، له ګډونوالو بېلابېلې پوښتنې کېږي او یو ډول ذهني لوبه وي. د هر پړاو پوښتنې له بلې سختېږي خو ورسره یې د پیسو کچه یا انعام هم لوړېږي.
بوشن ته دا یوازې یوه ذهني لوبه نه وه بلکې تر شا یې د هغه د کورنۍ د سختو، نېستیو او هلوځلو کیسه هم پرته ده او خپل ارمان ته د رسېدو لپاره تر یوې لسیزې د ډېر صبر کولو ازمایښت هم و.
ده د لس میلیونه هندیو کلدارو په ارزښت پوښتنې سمې ځواب کړې وې او د یوې بلې پوښتنې په ځوابولو سره یې ۷۰ میلیونه روپۍ ګټلی شوای. خو بوشن یې له ځوابولو تېر شو او پر همدغو ګټلو لس میلیونو یې سباڼه یا قناعت وکړ.
وروسته پوه شو چې د ۷۰ میلیون روپيو پوښتنې ته د ده په ذهن کې تاوېدونکی ځواب سم و خو بوشن وايي چې پر خپلې کړې پرېکړې پښېمانه نه دی.
ده د بيبيسي هندۍ څانګې سره په مرکه کې ویلي، "کېبيسي (کون بنې ګا کروړ پتي) چې ما ته د لس میلیون روپيو ګټلو کوم فرصت راکړ، هماغه مې بس دی. ځکه چې له همدغو پيسو سر هم خپل ژوند ډېر بدلولی شم".
بوشن وايي، دا بری ځکه ورته مهم دی چې نور نو خپل مور او پلار په مزدوریو او خواریو نه شي لیدلی.
"د مور طلا"
د بوشن پلار د کورنۍ یوازېنی ګټیالی دی چې ورځمزدوري یا دیاړي کوي.
بوشن تر ۱۲ ټولګي زدکړې د خپل کلي په دولتي ښوونځې کې کړې دي، په تاریخ کې یې ماسټري کړې، اوس په سیاسي علومو کې د دویمې ماسټرۍ محصل دی او د یوپياېسسي ازموینې لپاره پر تیاري لګیا دی چې که دولتي افسر شي.
دی وايي چې پلار یې په پنځه کلنۍ کې خواري مزدوري پيل کړې او خپله کورنۍ او اولادونه ساتي.
د بوشن په وینا، په ۲۰۱۶ کې چې د زدکړو لپاره له کوره ووت نو کورنۍ یې د هغه د مصارفو پیسې نه لرلې. مور یې د کور له لګښتونو وخت په وخت یو څه روپۍ سپمولې او سره زر/طلا یې پرې اخیسته.
دی وايي، "کله یو ګرام، کله دوه او درې ګرامه طلا یې اخیسته" او د بوشن د زدکړو لپاره به یې هغه لږ لږ سره زر خرڅول او پیسې به یې ده ته ور لېږلې.
بوشن وايي چې د لس میلیونه روپيو انعام ګټلو نه وروستی به لومړی کار دا کوي چې خپلې مور ته به طلا اخلي، "اوس د دې وخت دی چې خپلې مور ته مې ګاڼه بېرته واخلم، هغه هم له سود سره، یعني تر پخوا ډېره طلا به ورته اخلم".
"په جېب کې مې یوازې ۲۴ روپۍ وې"
دې ځای ته د بوشن د رسېدو مزل او سفر اسان نه و او کله چې دې تلویزوني خپرونې ته ممبۍ ته ور وغوښتل شو نو په جېب کې یوازې ۲۴ روپۍ وې.
خو د یادولو ده چې د (څوک به میلیونر شي) خپرونې ډله د ګډونوالو لګښتونه په خپله غاړه اخلي نو ځکه له ۲۴ روپيو سره هلته په تلو کې کومه اندېښنه نه وه ورسره ملګرې.
دی وايي، "ممبۍ ته چې تلم نو ایله ۲۴ روپۍ راسره وې او چې ستنېږم نو پر هماغو ۲۴ روپيو سربېره لس میلیونه نورې هم راسره وړم".
د هندۍ فلمي نړۍ له وتلي ستوري امیتاب بچن سره مخامخ ناستی هم د بوشن یو ستر ارمان و خو چې کله ورسره مخامخ شو نو ډېر وارخطا شوی و.
بوشن وايي، "طبیعي خبره ده چې وارخطا شوی وم، د زړه ټکان مې تېز شوی و، پښې مې هم لږې لږې رپېدې او خولې راباندې راماتې وې".
خو د بوشن په خبره، امیتاب بچن د دې لپاره د خپرونې لومړۍ پنځه-شپږ دقیقې له ګډونوال سره په عادي خبرواترو تېروي چې هغه ارام کړي، خپل حواس راټول او پر دې ذهني لوبې پام ورټول کړي.
بوشن وايي چې ځان سره یې ژمنه کړې وه چې تش لاس به کور ته نه ستنېږي.
په دې موده کې یې څو ځلې مور سخته ناروغه شوه او ده یې په درملنه کې مرسته ونشوای کړای. ده به ځان ملامتاوه او له ټولنیز فشار سره هم مخ و چې په داسې حالاتو کې د مور خدمت نه شي کولی.
خو اوس خوښ دی او وايي چې په ګټلو پیسو به د خپل مور او پلار ژوند بدلوي.
پلار یې اوس ۵۵ کلن دی او بوشن وايي، "بس ده، نور یې خوارۍ مزدورۍ ته نه پرېږدم. پلار مې ښوونځی نه دی ویلی او مور مې هم نالوستې ده. دواړو په ډېر ماشومتوب کې خواري مزدوري پیل کړې وه. نوره بس ده".
د بوشن زړه دی چې د هند یوه ښه ښار ته د يوپياېسسي ازموینې لپاره په تیاري پسې لاړ شي. دا داسې یوه ازموینه ده چې پکې بریالي کسان دولتي افسر کېږي او دایمي دنده نصیب کېږي.
یوه لسیزه په خپرونه کې د ګډون هڅه
بوشن دوی کره تلویزون و او دا خپرونه به یې پکې کتله. دی وايي چې هلته د ګڼو پوښتل کېدونکو پوښتنو ځوابونه به یې زده وو او چې کله به یې مور او پلار دی لیده چې پوښتنې ځوابوي نو ویل به یې چې کاش یوه ورځ یې زوی هم د امیتاب بچن مخې ته کېني او دا سوالونه ځواب کړي.
هماغه وه چې ده لومړی ځل په ۲۰۱۶ کې په ۱۸ کلنۍ کې نوملیکنه ورته وکړه. خو کوم زنګ منګ ورته رانغی. بیا یې له ۲۰۲۱ راهیسې هر کال نوملیکنه ورته کوله او څو ځله مرکه هم ورسره شوې خو په لوبه کې د کېناستو پړاو ته نه و ټاکل شوی.
بلاخره په ۲۰۲۶ کې ورته انتخاب شو او د "کون بنې ګا کروړ پتي" خپرونې او ذهني لوبې وروستي پړاو ته په رسېدو کې بریالی شو.
دی وايي چې په دې خپرونه کې د ګډون لپاره "هېڅ کوم سفارش یا واسطې ته اړتیا نه شته" او په وینا یې، هر څوک د خپلې پوهې او هنر پر بنسټ ورته رسېدلی شي.
"ارمانونه پوره کېږي"
بوشن وايي چې د خپلې کورنۍ د برخلیک بدلولو لپاره ۱۰ ملیونه روپۍ بس دي او اوس یې خپل کور ته تګ ته له ډېرې خوشالۍ زړګی ټوپونه وهي ځکه چې هلته یې هرکلي ته ځانګړی چمتووالی روان دی.
له بوشنه چې پوښتنه وشوه چې تر دې انعام د مخکې وخت بوشن ته څه وینا لري؟
نو ده یې په ځواب کې هغه خبرې یاد کړې چې له ماشومتوبه ورته شوې دي، "تا دا وکړل، هغه دې وکړل، ناهیلی کېږه مه، یوه ورځ به خامخا یو ځای ته ورسېږې، لوی سړی به درنه جوړ شې او کومه ورځ به دې بیا پر بيبيسي مرکه هم و وینو".
بوشن ځوانانو ته په پیغام کې وايي چې په زړه کې د ارمانونو ساتل ښه دي او زیاتوي، "باید لوی خوبونه او ارمانونه ولرئ. په دې خپرونه کې ناستی، له امیتاب بچن سره مخامخېدل، لس میلیونه روپۍ انعام ګټل...دا ټول زما هغه خوبونه او ارمانونه دي چې له ۲۰۱۶ راهیسې راسره وو. که د همدا یوې اوونۍ مخکې خبره درته وکړم نو ما ته همدا اته-لس ورځې مخکې هم داسې نه برېښېدل چې خپلو دې هیلو ته به ورسېږم. خو هغه ده ور ورسېدم او په دې هر څه کولو کې بریالی شوم".
خو بوشن وايي چې یوازې ارمانونه او هیلې په زړه کې ساتل کافي نه دي، بلکې هغوی ته د رسېدو لپاره پرلهپسې خواري او همت هم اړین دی.