BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د امریکا یوې قاضۍ د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو لپاره د ویزو ځنډول لغوه کړي
يوې امریکايۍ قاضۍ د جمعې په ورځ (۲۱ اګست) د ډونلډ ټرمپ د حکومت هغه تګلاره لغوه کړه چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو پر وګړو د ويزو ورکړه ځنډول شوې وه. قاضۍ ويلي، دغه تګلاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزير مارکو روبيو له قانوني واکونو بهر ده.
د افغانستان ښځو ته د بریتانيا د چتم هاوس جایزه ورکړل شوه
د بریتانیا د نړیوالو چارو مخکښ څېړنیز بنسټ چتم هاوس د ۲۰۲۶ کال کلنۍ جایزه د افغانستان ښځو ته ډالۍ کړه. چتم هاوس ویلي، دا جایزه د افغانستان ښځو ته د هغوی د زړورتیا، کلکوالي او د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک دوه ګوني چلند او بندیزونو پر وړاندې د نه ستړې کېدونکې مبارزې په درناوي ورکړل شوې ده.
اتو مسلمانو هېوادونو د اسرائیلو د مېشتځايونو پلان غندلی
اتو اکثريت مسلمان هېوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې په لوېديځه غاړه کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړولو سياستونه غندلي او د "اي-۱" په نامه د ښارګوټي د جوړولو طرحه د "خطرناکو ترينګلتياو زياتوالی" دی.
سویس کې د هغو دوه غر ختونکو مړي موندل شوي چې درې لسیزې پسې لټون کېده
د سویس پولیسو ویلي، د هغو دوو بلجیمي نارینوو جسدونه موندل شوي، چې په ۱۹۹۲ کال کې د سویس په الپ غرونو کې ورک شوي وو. د مړو دا جسدونه د یخچال د وېلې کېدو له امله د هغوی جسدونه راڅرګند شوي دي
ټیک ټاک د ماشومانو د محرمیت قضیه کې امریکا ته ۴۰۰ میلیون ډالر ورکوي
ټیک ټاک د یوې قضیې پای ته رسولو لپاره چې ادعا پکې شوې وه دغه پلټفارم د ماشومانو د محرمیت حقونه تر پښو لاندې کړي، امریکا ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو ورکولو ته غاړه ایښې ده. دا په دې تړاو تر ټولو لوی جوړجاړی ګڼل کېږي. د ټیک ټاک خلاف دا قضیه په ۲۰۲۴ کال کې د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال د امریکا عدلیې وزارت پرانیستې وه.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
په خټه افغانې عایشه وهاب د امریکا د کانګرس ټاکنې وګټلې
عایشه وهاب له کلیفورنیا څخه د امریکا د کانګرس ځانګړې ضمني ټاکنې وګټلې. هغه په دې توګه لومړنۍ افغانه-امریکایۍ شوه، چې د امریکا کانګرس ته لار مومي. دا ټاکنې د کانګرس د ۱۴مې انتخاباتي حوزې څوکۍ لپاره ترسره کېدې او عایشې پکې د خپل دېموکرات ګوند له ملیسه هېرناندز سره سیالي کوله.
د ګاندي لاسلیک شوي یادښتونه د بولۍ له لارې په ۱.۶۹ میلیونه ډالرو وپلورل شول
د هند د خپلواکۍ د مبارزې د مشر مهاتما ګاندي په لاس د لیکل شویو یادښتونو یوه نادره ټولګه د ممبۍ ښار په یوه بولۍ کې په ۱.۶۹ میلیونه امریکايي ډالرو وپلورل شول. دا یادښتونه، چې د ګاندي ۶۸۸ لاسلیک شوي پیغامونه دي، د ګاندي د نږدې ملګري او د خپلواکۍ د مبارز آنند ټي هنګوراني کورنۍ ساتلي وو.
بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او کاناډا لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو د استوګنیزو ښارګوټو پروژه وغندله
د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په یوې ستراتیژیکه مهمه سیمه کې د شاوخوا ۱۲۰۰ استوګنیزو واحدونو د جوړولو لپاره د اسرائیل د داوطلبۍ اعلانولو پلانونو د لوېدیځو قدرتونو نوې او پراخې نیوکې راپارولي دي.
غزه کې زرګونه ورک شوي کسان: کورنۍ یې له درده ډک لټون کوي
احمد المدهون داسې یو ځوان و، چې سره له ټولو سختیو له ژوند سره یې مینه لرله. یو شوخ، تکړه او چاغک هلک و، چې تل به یې پر مخ موسکا وه. د غزې په یوه څنډه کې د احمد نیم ویجاړ شوی کور دی. مور یې هلته ده او په خپل مبایل کې یې د احمد ویډیوګانې راښيي. په یوې ویډیو کې احمد یوه پیشو غېږ کې نیولې ده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۲ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۲ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































