'کَنګینه'؛ په ژمي کې د اوړي خوند: افغانستان کې د ژمي لپاره د انګورو د ساتلو نوښتګر دود

د عکس سرچینه، Getty Images
"کَنګینه" د افغانستان د انګورو د ساتلو یوه دودیزه طریقه ده، چې بڼوال پکې د خټو او بوسو په مرسته انګور د حاصلاتو له ټولولو د ژمي تر میاشتو او ان د پسرلي تر موسم پورې تازه ساتي. دا دود چې لا هم د کابل او پروان په ځینو سیمو کې رواج لري، له یوه نسل بل ته د بڼوالو ترمنځ لېږدول شوی دی.
د کابل په څنډو کې، په هغه سیمه کې چې د کلکانو ولسوالۍ د انګورو بڼونه پکې پراخ شوي، بڼوال لا هم د انګورو د ساتلو لپاره له دې څو پېړۍ زاړه دودیزې طریقې کار اخلي.
محمد صابر شجاعي، د کلکانو یو له هغو بزګرانو چې هر کال سلګونه کَنگینې جوړوي، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې په دې طریقه کې د انګورو وږي د خټو او بوسو له دوو ګردو لوښو ترمنځ اېښودل کېږي او بیا د خټو په وسیله کلک مهر کېږي.
د هغه په وینا، دغه لوښي په یوه تیاره خونه کې ساتل کېږي او انګور پکې د حاصلاتو له ټولولو د پسرلي تر میاشتو پورې تازه پاتې کېدای شي.
شجاعي وايي، دا طریقه یې له خپل پلاره زدکړې او د ماشومتوب خاطرې یې د ژمي په سړو ورځو کې د کَنګینې د انګورو له خوړلو سره تړلې دي.
څوک په دقیقه توګه نه پوهېږي چې په افغانستان کې د کَنګینې دود له کوم وخت راهیسې پیل شوی، خو ویل کېږي چې دا طریقه لږ تر لږه څو پېړۍ لرغونتوب لري او مهارت یې له یوه نسل څخه بل ته لېږدول شوی دی.
دا دود په داسې حال کې لا هم دوام لري چې د افغانستان بڼوال له جدي ستونزو سره مخ دي. د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره د مجهزو سړو خونو کمښت او همدارنګه د سرحدي ترینګلتیاوو او نښتو له امله پاکستان ته د صادراتو محدودېدل، د انګورو بازار له فشار سره مخ کړی دی.
د انګورو یو ځوان سوداګر فرهاد عزتي وايي چې پاکستان ته د صادراتو د لارې تړل کېدو په کورنیو بازارونو کې د انګورو عرضه زیاته کړې او بیې یې په شدیده توګه راټیټې کړې دي.
د هغه په وینا، سږ کال د انګورو بیې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه ټیټې شوې دي او ډېر بزګران ان د خپلو تولیدي لګښتونو د پوره کولو وس هم نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغو ستونزو سره سره، د افغانستان انګور لا هم ډېر شهرت لري. عزتي وايي، د افغان انګورو کیفیت او خوند هغه مهمې ځانګړنې دي چې دا محصول له ورته نورو محصولاتو بېلوي.
بڼوال وايي، کَنګینه د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او صادراتو لپاره د عصري بنسټونو ځای نه شي نیولای، خو د حاصلاتو د یوې برخې په ژغورلو کې مرسته کولای شي؛ هغه برخه چې د حاصلاتو د ټولولو په موسم کې د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ وي.
خو بیا هم، په ژمي کې خلک کولای شي کَنګینې د سړکونو له غاړو او په سیمهییزو بازارونو کې واخلي او کورنۍ د سړې هوا په موسم کې د تازه انګورو له خوړلو خوند واخلي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) د معلوماتو له مخې، دا طریقه اوس تر ډېره په کابل او ګاونډي ولایت پروان کې دود ده.
عزتالله نوري، په افغانستان کې د دغه سازمان یو مسوول، د دې دودیزې طریقې په اړه د لا زیاتو څېړنو او د کَنګینې د پراخې عرضې لپاره د بزګرانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
هغه خبرداری ورکوي، چې که دا سیمهییزه طریقه ثبت او ملاتړ نه شي، ښايي په راتلونکي کې له منځه ولاړه شي. د هغه په وینا، د کَنګینې ساتل یوازې د انګورو د ساتلو په معنا نه دي، بلکې د افغانستان د کلتور او میراث د یوې برخې د ژوندي ساتلو په معنا هم دي.


















