وروستی, سېنټکام: له سعودي سره مو په ګډه عراق کې د ایران پر ملاتړو وسلهوالو برید وکړ
وروسته له هغه چې د سعودي عربستان دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا د عراق له خاورې د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د بریدونو د مخنیوي لپاره د هڅو خبر ورکړ، د چهارشنبې په سهار ـ د زمري اوومه ـ د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان وکړ چې امریکايي او سعودي ځواکونو "په ګډو عملیات کې د عراق دننه د ایران پلوه ترهګرو ډلو پر ضد دقیق بریدونه ترسره کړي دي."
د سېنټکام په وینا، دغه ډلې د ایران د سپاه پاسداران تر لارښوونې لاندې وې او هڅه یې کړې وه چې پر امریکايي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه وکړي.
د سنتکام په خبرپاڼه کې راغلي:
"امریکايي او سعودي جنګي الوتکو د ختیځ عراق په سیمه کې د دغو ترهګرو ډلو اړوند څو لوژستیکي مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په نښه کړل. دغه بریدونه په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د ۳۰ څخه د زیاتو ډرون بریدونو په ځواب کې ترسره شول، چې د سنتکام په وینا، د سپاه پاسداران له خوا یې لارښوونه کېده."
د امریکا مرکزي قوماندانۍ خبرداری ورکړ چې سپاه پاسداران او د هغې ملګري ځواکونه باید دغه بریدونه ودروي، څو د امریکا د نورو پوځي غبرګونونو مخه ونیول شي.
د چهارشنبې سهار، له سپاه پاسداران سره نږدې خبري سرچینو د اردن پر لور د توغندیزو بریدونو خبر ورکړ او داسې انځورونه یې هم خپاره کړل چې د دغو توغندیو حرکت او لږ تر لږه د یوه توغندي لګېدل پکې ښودل شوي وو.









