ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو
عباس عراقچي، چې د اربعین مراسمو ته د نژدې کېدو په درشل کې نجف او کربلا ته سفر کړی، ویلي چې د تهران او بغداد اړیکې اوس مهال په خپل تر ټولو ښه حالت کې دي. له ښاغلي عراقچي د سفر سره هممهاله، د عراق لومړي وزیر علي زیدي هم کربلا ته تللی دی. بل لور ته، ډونلډ ټرمپ ویلي چې له تهران سره خبرې روانې دي او دا به د ایران لپاره "وروستی فرصت" وي چې له امریکا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او غواړي له هر ډول ویجاړوونکي اقدام مخکې تهران ته یو وروستی فرصت ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګی پرانیستل کېږي او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي.
هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه شي ورکول کېدای."
سره د "یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو" په اړه تفاهم ته ورسېږي.
د اعلامیې له مخې، ایران ادعا کوي چې احمد الجابر هوايي اډه یې د امریکا د هوايي او څارنیزو عملیاتو په ترسره کولو کې د هغې د رول له امله هدف ګرځولې ده.
تر اوسه د دې ادعا شویو ډرون بریدونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، او لا هم نه ده څرګنده چې د کویت په هوايي حریم کې له دغو ډرونونو سره څنګه چلند شوی یا د بریدونو پایله څه وه.
کویتي او امریکایي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د راپور له مخې، د همدې کورنۍ دوه نور ماشومان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
رویټرز: پر سعودي عرب د حوثیانو بریدونه د عراقي ډلو په همغږۍ ترسره شوي
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وايي، د سعودي عرب او د هغه د ځینو سیمه ییزو شریکانو ارزونې ښيي، د یمن حوثیانو روانه اوونۍ پر سعودي عرب بریدونه د عراق له خاورې او د عراقي وسله والو ډلو په همغږۍ ترسره کړي دي. د راپور له مخې، دا چاره په سیمه کې د ایران پلوه ډلو ترمنځ د همغږۍ د زیاتېدو نښه ګڼل کېږي.
دوو سیمه ییزو چارواکو رویټرز ته ویلي چې د دغو بریدونو یوه برخه، چې د سعودي عرب په ختیځ ولایت کې پر نفتي تاسیساتو بریدونه هم پکې شامل دي، د حوثیانو او عراقي وسله والو ډلو په ګډه او د سپاه پاسداران تر څارنې لاندې ترسره شوي دي.
دغو ارزونو له هغو رسمي روایتونو سره توپیر ښودلی چې تر دې مخکې خپاره شوي وو.
سعودي عرب او امریکا د چهارشنبې په ورځ په ګډو بریدونو کې په عراق کې هغه هدفونه په نښه کړل چې ریاض یې له وروستیو بریدونو سره تړلي بولي. سعودي چارواکو په رسمي ډول په عراق کې ایران پلوه وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسوولې بللې دي، په داسې حال کې چې حوثیانو خپله د سعودي پر ضد د بریدونو مسوولیت منلی دی.
د عراق حکومت ویلي چې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.
بل خوا، ایران ته نږدې رسنیو د امریکا او سعودي له ګډو بریدونو وروسته راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران یو شمېر غړي، عراقي وسله وال او لږ تر لږه یو حوثي غړی په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.
د چتم هاوس د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پروګرام څېړونکي فرع المسلمي ویلي:
''اوس د تش په نوم مقاومت محور د غړو ترمنځ نه یوازې له ایران سره، بلکې له یو بل سره هم مستقیمه روزنه او همغږي موجوده ده.''
شنونکي رویټرز ته ویلي چې په سوریه کې د بشار اسد له سقوط او په لبنان کې د حزب الله د نفوذ له کمېدو وروسته، عراق د ایران پلوه ډلو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ په یوه مهم مرکز بدل شوی دی.
د راپور له مخې، د سعودي عرب، ایران او عراق حکومتونو او دغه راز حوثیانو، د دې ارزونو په اړه د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
حوثیانو تر دې وړاندې ویلي وو چې پر سعودي عرب د دوی بریدونه په یمن کې د سعودي د پوځي اقداماتو په غبرګون او د هغه څه د ماتولو لپاره دي چې دوی یې ''محاصره'' بولي. خو سعودي عرب د داسې محاصرې شتون رد کړی دی.
سعودي عرب په باب المندب تنګي کې د بېړۍ چلونې خونديتوب لپاره ''سمندري دفاعي ائتلاف'' جوړ کړ
قطر پر اردن او کویت د ایران تازه
بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د دواړو هېوادونو د
حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه او همدارنګه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د
منشور خلاف عمل بللی دی.
د قطر د
بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې دغه بریدونه د سیمې د
تاوتریخوالي د لا زیاتېدو خطر رامنځته کوي او د کړکېچ د مهار لپاره روانې
دیپلوماتیکې هڅې کمزورې کوي.
قطر د
ټولو پوځي اقداماتو د سملاسي
بندېدو او د خبرو اترو او مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.
د قطر په وینا: "د دغو
بریدونو دوام د وضعیت د خطرناک کړکېچ لامل کېږي، د تاوتریخوالي د مهار هڅې لا
پېچلې کوي او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره سیاسي او دیپلوماتیکې هڅې کمزورې کوي."
وروستی, د (سینټکام) ویاند: د ایران د توغندیو او ډرون وړتیاوو د محدودولو لومړنیو اهدافو ته رسېدلي یو
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویاند کپتان ټیم هاوکینز
تېره شپه بي بي سي فارسي ته په مرکه کې وویل چې امریکا د ایران د توغندیو او بېپیلوټه
الوتکو (ډرون) د وړتیاوو د محدودولو خپلو
لومړنيو
هدفونو ته رسېدلې ده.
کپتان هاوکینز د مرکې پر مهال پر اردن د
ایران د برید، په لامرد کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د ځانګړو وسلو د
کارولو او پر مناب د برید په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
هغه وویل چې د امریکايي عملیاتو موخه د ایران
د پوځي وړتیاوو، په ځانګړې توګه د توغندیو او ډرون پروګرام، کمزوري کول وو او په
دې برخه کې لومړني اهداف ترلاسه شوي دي.
سپاه
همدارنګه ادعا کړې چې د الازرق اډه کې
د جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو او ترمیم پر مرکز د برید پر مهال یو شمېر
امریکايي افسران او تخنیکي کارکوونکي وژل شوي، خو د مړو کره شمېر یې نه دی ښودلی.
د اردن
پوځ تر دې مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد دفاعي سیستمونو له ایرانه توغول شوي پنځه
توغندي تعقیب او له منځه وړي دي او په دې برید کې هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.
امریکا تر اوسه د اف-۳۵ الوتکو د ویجاړېدو یا
په دې برید کې د خپلو ځواکونو د مرګژوبلې په اړه کوم راپور نه دی خپور کړی.
د راپور
له مخې، د ایران جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه هغه مهال پیل شوه چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه وکړل او تهران په ځواب
کې پر اسرائیلو او هغو خلیجي
هېوادونو بریدونه وکړل چې امریکايي اډې پکې شته.
وروستی, پاکستان بیا د امریکا او ایران ترمنځ تړون ته د ستنولو هڅه کوي
د عکس سرچینه، X/ForeignOfficePk
پاکستان وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ د
وضعیت د عادي کولو لپاره خبرې روانې دي او اسلاماباد په پوره هڅه کې دی چې دواړه
لوري بېرته د اسلاماباد تړون ته راستانه کړي.
د پنجشنبې
په ورځ په اسلاماباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو
وزارت ویاند طاهر
اندرابي وویل، که څه هم په تېرو څو ورځو کې وضعیت نسبتاً ارام و، خو
د سیمې امنیتي حالت لا هم نازک دی.
هغه وویل: "دې نسبي
ارامۍ دا هیله پیدا کړې وه چې دا مثبت پرمختګ به په یوه دوامدار او بشپړ درناوي وړ اوربند ته واوړي او د خبرو
اترو لاره به هواره کړي".
طاهر
اندرابي زیاته کړه چې د روان تاوتریخوالي په منځ کې پاکستان بیا ټینګار کوي چې خبرې اترې او
دیپلوماسي د پرمختګ یوازېنۍ عملي لار ده.
هغه وویل: "موږ د هغو ټولو هڅو هرکلی کوو چې د ایران او امریکا
ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د خبرو د بېرته پیلولو لپاره کېږي".
د پاکستان
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې پاکستان په دې برخه کې فعال دی او خپل رول ته
به دوام ورکړي.
وروستی, د مصر حکومت: د امریکا د ګازو وړونکې بېړۍ د دمیاط بندر کې د ډرون هدف ګرځېدلې
د عکس سرچینه، Oleksandr Lisyanskyy /Reuters
د عکس تشریح، د مصر د دمیاط بندر کې له یوې ټانکر بېړۍ د لوګي د پورته کېدو انځورونه.
د مصر حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دمیاط
بندر کې د تېرې ورځې اورلګېدنه د ډرون برید له امله رامنځته شوې وه.
دا د امریکا او ایران
ترمنځ د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې لومړی برید دی چې د مصر خاوره یې په نښه کړې ده.
مصري
چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د چهارشنبې ورځې د اورلګېدنې له امله د ګازو دوه
وړونکې بېړۍ زیانمنې شوې دي.
د سمندري
سوداګرۍ د څارنې شرکت کپلر هم ویلي چې دې پېښې د مایع طبیعي ګاز د
وارداتو د یوه مهم ترمینل فعالیتونه ګډوډ کړي دي.
تر اوسه
روښانه نه ده چې د دغه برید مسؤل څوک دی. دا پېښه لږ وروسته له هغه رامنځته شوه چې
ایران په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر ضد توغندیز برید وکړ او امریکا او سعودي
عربستان هم په عراق کې د ایران ملاتړو وسلهوالو ډلو پر ضد بریدونه وکړل.
د
رویټرز د راپور له مخې، 'انرګوس وینټر' یوه داسې بېړۍ
ده چې د مایع طبیعي ګاز د ذخیره کولو او بېرته ګاز ته د اړولو (FSRU) وړتیا لري او د امریکايي شرکت 'انرګوس انفراسټرکچر' ملکیت دی.
د
چهارشنبې په ورځ د مصر د تېلو وزارت په یوه بیان کې ویلي وو چې د دمیاط بندر کې د
ګازو د ذخیره کولو او بدلون یوه بېړۍ او یوه د ذخیرې بېړۍ کې اور لګېدلی و، چې د بېړنیو اقداماتو له لارې د اور وژونکو او
امنیتي ډلو په وسیله کنټرول شو.
وزارت
زیاته کړې چې د مصر د تېلو وزیر کریم بدوي د ژغورنې عملیاتو او د پېښې
د کنټرول د څارنې لپاره سیمې ته تللی و.
همدارنګه ویل شوي چې په دې اورلګېدنه کې هېڅوک نه دي وژل شوي او نه
ټپیان شوي او تخنیکي
او ژغورونکې ډلې لا هم د پېښې د ارزونې او د زیانونو د معلومولو لپاره کار کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش
ویاند له امریکا او ایرانه وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د دیپلوماسۍ لارې ته
بېرته وګرځي.
فرحان حق په نیویارک کې خبریالانو ته وویل:"سرمنشي له څه مودې راهیسې اندېښمن و چې که دواړه لوري د
خبرو مېز ته بېرته ستانه نه شي، د شخړې لمن به پراخه شي او داسې ښکاري چې په
وروستیو ساعتونو کې همدا کار روان دی."
د هغه په
وینا: "دا پرمختګونه مثبت نه دي او د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي
ډاډ ترلاسه کړي چې دواړه لوري کولی شي شخړه ودروي او یو ځل بیا دیپلوماتیکو هڅو ته
مخه کړي."
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاته کړه: "د پاکستان، قطر او نورو منځګړو هېوادونو هڅې
روانې دي".