ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو

عباس عراقچي، چې د اربعین مراسمو ته د نژدې کېدو په درشل کې نجف او کربلا ته سفر کړی، ویلي چې د تهران او بغداد اړیکې اوس مهال په خپل تر ټولو ښه حالت کې دي. له ښاغلي عراقچي د سفر سره هممهاله، د عراق لومړي وزیر علي زیدي هم کربلا ته تللی دی. بل لور ته، ډونلډ ټرمپ ویلي چې له تهران سره خبرې روانې دي او دا به د ایران لپاره "وروستی فرصت" وي چې له امریکا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او غواړي له هر ډول ویجاړوونکي اقدام مخکې تهران ته یو وروستی فرصت ورکړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګی پرانیستل کېږي او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي. هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه شي ورکول کېدای." سره د "یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو" په اړه تفاهم ته ورسېږي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, اماراتو د عراق له خاورې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د ډرون بریدونه وغندل

    متحده عربي اماراتو د عراق له خاورې د سعودي عربستان په ختیځ ولایت کې د تېلو پر تاسیساتو ترسره شوي بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه په کلکه وغندل.

    د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا بریدونه د سعودي عربستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه او د دغه هېواد د امنیت او ثبات لپاره ګواښ دی.

    سعودي عربستان د سې شنبې په ورځ د خپل هېواد پر تېلو تاسیساتو د ډرون بریدونو خبر ورکړی و.

    له هغې وروسته، دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتو سره په ګډو بریدونو کې "په عراق کې د ایران پورې تړلي ډلې" په نښه کړې.

    د دغو ډلو په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه د عراق د حشد الشعبي (ولسي پاڅون) ځواکونو ۲۰ غړي وژل شوي دي.

  2. وروستی, کویت: د یوه چینايي شرکت پر ودانۍ د ایران برید کې یو کس وژل شوی

    د کویت پوځ اعلان کړی چې ایران په توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو کې د هېواد په شمال کې د یوې چینايي کمپنۍ اړوند ودانۍ په نښه کړې، چې له امله یې یو کارګر وژل شوی دی.

    د کویت په وینا، دغو بریدونو د ودانۍ لپاره د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي.

    د کویت د دفاع وزارت ویاند د ایران بریدونه "وحشیانه تېری" بللي دي.

  3. وروستی, سپاه: تر هغه چې د امریکا ګواښونه دوام ولري، د هرمز تنګي بیا پرانیستل ممکن نه دي

    هرمز تنګی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "تر هغه وخته چې د امریکايي چارواکو زیاتې څرګندونې، ګواښونه او د سیمې په سمندري تګ راتګ کې د هغوی لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګي بیا پرانیستل ممکن نه دي."

    د ایران د دولتي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، سپاه ویلي دي: "ګواښونه او لاسوهنې به وضعیت لا سخت او پېچلی کړي."

    په دې خبرپاڼه کې، پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویل شوي دي: "هغه هېوادونه چې له یرغلګر سره مرسته کوي، که خپل چلند اصلاح نه کړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي."

    سپاه همدارنګه ادعا کړې چې تېره شپه دوو نفت‌لېږدونکو بېړیو غوښتل د هرمز تنګي له سوېل لوري له "ناامنې لارې" ووځي، خو وروسته له هغه چې په یوې بېړۍ کې سخت اور ولګېد، دواړه بېړۍ په چټکۍ سره بېرته وګرځېدې.

    بل لور ته، پرون د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي وو چې سپاه پاسداران د هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د مسیر د ټاکلو هېڅ واک نه لري.

  4. وروستی, پر قشم د امریکا بریدونو کې درې کسان وژل شوي

    د فارس خبري اژانس د ایران د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د نن سهار په بریدونو کې د قشم ټاپو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

    د هرمزګان د طبي علومو پوهنتون د معلوماتو له مخې، د نننیو بریدونو پر مهال د قشم ښار د چاه‌تنګو سیمې پر یوه استوګنیز کور برید شوی، چې پکې د یوې کورنۍ پلار، مور او یو دوه کلن ماشوم وژل شوي دي.

    د راپور له مخې، د همدې کورنۍ دوه نور ماشومان هم ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

    د هرمزګان ولایت د والي سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال احمد نفیسي هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې په قشم کې د برید لاندې راغلي یوه استوګنیز کور د کنډوالو د پاکولو چارې پای ته رسېدلې دي.

  5. د امریکا مرکزي قوماندانۍ: پر ایران بریدونه پای ته رسېدلي

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې هغه بریدونه یې چې د پنجشنبې په سهار وختي د ایران له لوري په اردن کې پر امریکایي ځواکونو د توغندیزو بریدونو په غبرګون پیل کړي وو، د ایران پر وخت د سهار شاوخوا پنځه بجې پای ته رسېدلي دي.

    د سینټکام د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند هدفونه په نښه شوي، چې د پوځي قوماندې مرکزونه، د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو تاسیسات، د څارنې او ساحلي دفاع مرکزونه او همدارنګه سمندري وړتیاوې پکې شاملې دي.

    سینټکام ویلي چې د دغو بریدونو هدف د ایران او د هغه د ملاتړو ډلو له لوري د امریکایي ځواکونو، سوداګریزو بېړیو او د خلیج سیمې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د ګواښونو کمول وو.

    خو په ورته مهال د قشم ټاپو سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبې په سهار خبر ورکړی چې په دې ټاپو کې یو استوګنیزه ودانۍ تر برید لاندې راغلې ده.

    چارواکو ویلي چې په یاد کور کې لږ تر لږه درې کسان اوسېدل او د پېښې له ځایه خپرو شویو انځورونو کې د ژغورنې ډلې لیدل کېږي چې د کنډوالو لاندې د بندو شویو کسانو د راایستلو هڅې کوي.

  6. د ایران له کومو سیمو د امریکايي بریدونو رپوټونه ورکړل شوي؟

    امریکايي ځواکونه

    د عکس سرچینه، US Central Command

    د پنجشنبې په سهار وختي، وروسته له هغې چې امریکا له څلور ورځني ځنډ وروسته د ایران د سپاه پاسداران له لوري پر امریکایي اهدافو د توغندیزو بریدونو په غبرګون هوايي بریدونه پیل کړل، د ایران له بېلابېلو ښارونو او سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

    قشم:د هرمزګان ولایت د والي مرستیال د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو لپاره احمد نفیسي ویلي چې د پنجشنبې په سهار شاوخوا څلور بجې پر قشم ټاپو هوايي برید شوی دی. هغه څو ساعته وروسته وویل چې د قشم ښار د چاه تنګو په سیمه کې یوه استوګنیزه ودانۍ د ''دښمن د توغندیو'' تر برید لاندې راغلې ده.

    خوزستان:د خوزستان ولایت د والي مرستیال ویلي چې د ابادان ښار په شاوخوا سیمو کې بریدونه شوي، خو د احتمالي زیانونو په اړه یې تر اوسه نور جزئیات نه دي ورکړي.

    په ورته مهال د ایران دولتي ټلوېزیون (صدا و سیما) خبریال راپور ورکړی چې لږ تر لږه د خوزستان په څلورو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. په دغو سیمو کې شادګان، اروندکنار، ابادان او اهواز شامل دي. د راپور له مخې یوازې په اهواز کې د اوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    هرمز تنګی او ټاپوګان:هممهاله، د ابوموسی او کیش ټاپوګانو او دغه راز د قشم شاوخوا سمندري سیمو او د هرمز تنګي له ساحې هم د چاودنو او احتمالي هوايي بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

    فارس ولایت:د پنجشنبې په سهار د فارس ولایت د نوراباد ممسني ښاره هم د پرلپسې چاودنو راپورونه ورکړل شول. څو ساعته وروسته د همدې ولایت له کازرون ښاره هم د امریکا د احتمالي هوايي بریدونو اړوند راپورونه خپاره شول.

  7. اکسیوس: د سعودي عربستان دفاع وزیر جې ډي وینس ته ویلي، ریاض له ایران سره د تاوتریخوالي کمېدو هڅې کوي

    د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان پروسږ کال تهران ته په سفر کې له ایراني چارواکو سره لیدلي وو.

    د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

    د عکس تشریح، د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان پروسږ کال تهران ته په سفر کې له ایراني چارواکو سره لیدلي وو.

    امریکايي خپرونې اکسیوس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جي ډي وینس سره لیدلي دي.

    د اکسیوس په وینا، شهزاده خالد بن سلمان په دې لیدنه کې ویلي چې له دې سره سره چې امریکا او سعودي عربستان په عراق کې د ایران پلوي وسله والو ډلو پر ضد ګډ بریدونه کړي، ریاض لا هم له ایران سره د تاوتریخوالي د کمولو ملاتړ کوي.

    اکسیوس د یوې باخبره سرچینې له قوله لیکلي چې:

    ''د دې لیدنې موخه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له لوري د ایران سره د جګړې او د سیمې د وضعیت په اړه د یوه پیغام لېږدول وو.''

  8. د امریکا پوځ وایي، پر ایران یې د بریدونو لړۍ پیل کړې

    د امریکا متحده ایالاتوپوځ وایي، په منځني ختیځ کې یې پر امریکایي ځواکونو د ایران د ناڅاپي برید د هڅې په غبرګون کې د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړې ده. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا، دا بریدونه د سې شنبې په ورځ په اردن کې پر امریکایي اډو او د هرمز تنګي په سیمه کې پر بېړیو د ایران د بریدونو ''پیاوړی ځواب'' دی.

    دغه تازه نښتې یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې چې جګړه نوره هم پراخه شوه او امریکا او سعودي عربستان په ښکاره ډول خپل ګډ بریدونه اعلان کړل. په دغو بریدونو کې په عراق کې د ایران ملاتړي ډلې په نښه شوې وې.

    کله چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په میاشت کې پر ایران پوځي بریدونه وکړل، ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې جګړه به یوازې څو اوونۍ دوام وکړي، خو اوس پنځه میاشتې تېرې شوې او د پای کومه نښه نه لیدل کېږي.

    دې شخړې په داسې حال کې بیا زور اخیستی چې په روانه اوونۍ کې څو ورځې نسبي ارامي وه.

    د څو ورځو لپاره دواړو خواوو خپل بریدونه درولي وو، ځکه داسې ښکارېده چې د یوه دیپلوماتیک حل لپاره خبرې بیا پیل شوې دي. ټرمپ دغه خبرې ''ډېرې دوستانه مذاکرې'' بللې وې، خو تهران د هر ډول خبرو ترسره کېدل رد کړي وو.

    د چهارشنبې په ورځ، له اعلان شويو بریدونو څو ساعته وړاندې، ټرمپ ژمنه وکړه چې د امریکایي ځواکونو پر ضد د ایران د تېرې ورځې د برید د هڅې غچ به واخلي.

    د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:

    ''موږ به پر هغوی ډېر سخت برید وکړو، ځکه اوس زموږ وار دی چې ګوزار ورکړو. هغوی پوهېږي چې دا برید را روان دی. هغوی له موږ وغوښتل چې دا کار ونه کړو.''

    د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) ویلي چې په اردن کې یې یوه امریکایي هوايي اډه او یو د قوماندې مرکز ''د امریکايي یرغلګرو ځواکونو د اقداماتو په ځواب کې'' په نښه کړي دي.

    سپاه پاسداران دغه رازویلي چې د دوی سمندري ځواکونو په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدونکې بېړۍ په نښه کړې دي، ځکه د دوی په وینا دغو بېړیو خبرداری له پامه غورځولی او د خلیج له یوې ''ناامنې او غیرقانوني لارې'' تېرېدې.

  9. پر ټیلیګرام او اېکس د سپاه پاسداران او تسنیم اړوند حسابونه محدود شوي

    تسنیم خبري اژانس

    د عکس سرچینه، TasnimNews

    وروسته له هغه چې د ایران سپاه پاسداران ځواک د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ټیلیګرام کې یې د عامه اړیکو رسمي کانال تړل شوی او پر دې اقدام یې اعتراض وکړ، سپاه پاسداران ته د نږدې تسنیم خبري اژانس حساب هم پر اېکس (پخوانی ټویټر) کې ځنډول شوی دی.

    د چهارشنبې پر ماښام د اېکس کاروونکو ولیدل چې د تسنیم خبري اژانس د فارسي، انګلیسي، عربي او عبري ژبو حسابونو ته د ننوتلو پر مهال د ''دا حساب ځنډول شوی دی'' پیغام ښکاره کېږي.

    امریکا، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو سپاه پاسداران د ترهګرو سازمانونو په خپلو لېستونو کې شامل کړي دي. د مستقیمو پوځي او اقتصادي بندیزونو ترڅنګ، د سپاه پاسداران اړوند بنسټونه او سازمانونه هم د دغو محدودیتونو تر اغېز لاندې راغلي دي.

  10. ټرمپ: اوس زموږ وار دی چې پر ايران سخت ګوزار وکړو

    د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې يو ځل بيا ايران ته ګواښ وکړ چې سخت ګوزار به پرې وکړي.

    هغه د سې شنبې شپې هغه توغنديز بريد ته په اشارې سره، چې ايران په اردن کې د امريکايي ځواکونو د اډې پر لور کړی و، وويل چې ''پر ايران سخت بريد پر لار دی.''

    ټرمپ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې وويل چې واشنګټن به وګوري، چې ايا په کوم پړاو کې يوې موافقې ته رسېدل ممکن دي که نه، خو زياته يې کړه:

    ''موږ به پر هغوی ډېر سخت ګوزار وکړو، ځکه اوس زموږ وار دی چې هغوی وځپو.''

    ډونلډ ټرمپ وويل چې ايران پوهېږي ''دا بريد په لاره کې دی'' او زياته يې کړه چې ايراني چارواکي ''له موږ غواړي چې دا کار ونه کړو.''

    هغه په ورته مهال وويل چې ټول هغه توغندي چې د امريکايي اهدافو پر لور توغول شوي وو، شنډ او تعقیب شوي دي.

    د امريکا ولسمشر دغه راز وويل چې د مصر ساحلونو ته نږدې پر نفتو لېږدوونکو بېړيو د بې پيلوټه الوتکو د بريد په اړه له جزئياتو خبر شوی دی.

    ټرمپ څو ساعته مخکې له فاکس نيوز شبکې سره په خبرو کې هم ويلي وو چې امريکا به ايران په سخت ډول په نښه کړي.

  11. د عراق اسلامي مقاومت: د امريکا او سعودي عربستان بريدونو ته ځواب حتمي دی

    ''د عراق اسلامي مقاومت'' چې ايران ته نږدې د وسله والو ډلو يو ائتلاف دی، خبرداری ورکړی چې په عراق کې د امريکا او سعودي عربستان د خونړیو بريدونو ځواب ورکول ''حتمي'' دي.

    دغه ائتلاف، چې د منځني ختيځ د جګړې پر مهال يې ډېر ځله د امريکا پوځي اډې او تاسيسات په نښه کړي دي، په يوه بيان کې ويلي:

    ''د امريکايي دښمن پر وړاندې زموږ ځواب حتمي دی، او کېدای شي په سعودي عربستان کې د هغه وسايل او ګټې هم په نښه کړو.''

  12. د فرانسې خبري اژانس: پر عراق د امریکا او سعودي عربستان په بریدونو کې پینځه ایرانیان وژل شوي

    د فرانسې اې ایف پي خبري اژانس په خپل راپور کې وايي، تېره شپه په عراق کې د ايران له ملاتړه د برخمنو وسله والو ځواکونو پر مورچلو د امريکا او سعودي عربستان په بريدونو کې یو شمېرايرانيان هم وژل شوي دي.

    د حشد الشعبي ډلې دوو چارواکو دې خبري اژانس ته ويلي چې د عراق د مرکزي دياله ولايت په يوه بريد کې پنځه ايراني ''سلاکاران'' وژل شوي دي. له دې مخکې ايراني رسنيو راپور ورکړی و چې په دغو بريدونو کې د سپاه پاسداران څلور غړي وژل شوي دي.

    د فرانسې خبري اژانس خبريالانو په بغداد کې د وژل شويو کسانو د جنازې په مراسمو کې وليدل چې د يو شمېر کسانو تابوتونه د ايران په بيرغ پوښل شوي وو.

    حشد الشعبي، چې د ولسي بسيج ځواکونو په نوم هم پېژندل کېږي، اعلان کړی چې د لومړنيو شمېرو له مخې لږ تر لږه ۲۰تنه يې وژل شوي او ۳۲نور ټپيان شوي دي.

    متحده ايالاتو او سعودي عربستان ويلي چې په عراق کې يې د ايران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو مورچلونهد هغو بريدونو په ځواب کې په نښه کړې دي چې د امريکايي ځواکونو او د سعودي عربستان د نفتو د تاسيساتو پر ضد ترسره شوي وو.

    ايران او امريکا د عراق دوه مهم متحدين دي، خو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدمهاله دښمني عراق د نيابتي جګړو په ډګر بدل کړی دی.

    په تېرو دوو لسيزو کې د عراق بېلابېلو حکومتونو هڅه کړې چې له ايران او امريکا سره په خپلو اړيکو کې توازن وساتي، خو په دې برخه کې له پرلپسې ننګونو سره مخ شوي دي.

    په عراق کې د وژل شویو ایرانیانو مړي

    د عکس سرچینه، snntv

  13. اردن کې د امریکا پر اډو د توغنديو برید؛ ټرمپ وايي پر ايران به "سخت ګوزارونه" وکړي

    د امریکا ولسمشر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر

    د فاکس نيوز د راپور له مخې ډونلډ ټرمپ ګوتڅنډنه کړې چې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډو د برید په ځواب کې به پر ایران سخت بریدونه وکړي.

    د فاکس نيوز خبريال د ښاغلي ټرمپ له خولې ويلي، "موږ به پر هغوی سخت بریدونه وکړو. دوی ته به ډېره سخته سزا ورکړل شي".

    خبريال زياته کړې چې ټرمپ د ګواښ لپاره سخته جمله وکاروله او ویې ويل، "سخت به یې وځپو".

    د فاکس نيوز د راپور له مخې ښاغلي ټرمپ همدا ډول ويلي، په عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو د امریکا او سعودي ګډ هوايي بریدونه د عراقي چارواکو سره په همغږۍ شوي وو.

    د ښاغلي ټرمپ په تړاو دا څرګندونې په داسې وخت کې راغلې چې د عراق ولسمشر د امریکا او سعودي بریدونه د "عراق له حاکميته ښکاره سرغړونه" بللې ده.

  14. رويټرز: د عراق لومړي وزير د سعودي له وليعهد سره ليدنه لغوه کړه

    عراق کې بریدونه

    د عکس سرچینه، AFP

    رويټرز خبري اژانس د سرچينو په حواله راپور ورکړی چې په عراق کې پر ملیشو له بریدونو وروسته د دغه هېواد لومړي وزير د سعودي عربستان له وليعهد سره پلان شوې ناسته لغوه کړې ده.

    سرچينو ويلي، علي زيدي د چهارشنبې په ورځ په جده کې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره ليدنه پلان کړې وه خو دا غونډه د ایران له ملاتړه برخمنو ملیشو باندې له بریدونو وروسته لغوه شوه.

    د امریکا او سعودي عربستان له خوا شويو دغو بریدونو بې ساری غبرګون راپارولی دی.

    دواړو هېوادونو په ګډه، تېره شپه په عراق کې د ایران ملاتړو ډلو موخې په نښه کړې. د پي اېم اېف ځواکونو به بریدونو کې د خپلو ځواکونو مرګژوبله هم تائید کړې ده.

  15. امریکا او سعودي په عراق کې د ایران له ملاتړه پر برخمنې ډلې بریدونه کړي

    سعودي عربستان او امریکا په عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو هوايي بریدونه کړي چې ويل کېږي لږ تر لږه ۲۰ تنه په کې وژل شوي دي.

    د امریکا مرکزي قوماندې یا سېنټکام ويلي، دغه بریدونه له ایران سره د همغږو ترهګرو پر ضد شوي چې د اسلامي انقلابي ګارډ ساتونکو (ای ار جي سي) ته یې د امریکايي ځواکونو او د سعودي د انرژۍ پر بنسټيزو تاسيساتو د بریدونو لارښوونه کړې وه.

    د عراق پي اېم اېف ملېشه ځواک ويلي چې د امریکا او سعودي په ګډو بریدونو کې د دوی لږ تر لږه ۲۰ غړي وژل شوي دي.

    دا پېښه څو ساعته وروسته له هغې وشوه چې سېنټکام وويل، ایران په منځني ختيځ کې پر امریکايي ځواکونو د توغنديو برید کړی و، چې د دوی په وینا یو "ناڅاپي برید" و او د تاوتریخوالي لنډه وقفه یې پايته ورسوله.

    د اسلامي انقلابي ګارډ ساتونکو ويلي، توغندي په اردن کې د امریکا یوه هوايي اډه او د قوماندې مرکز یې په نښه کړی و چې په وینا یې دا کار "د ماشومانو وژونکي امریکايي پوځ د تېريو په ځواب" کې ترسره شوی دی.

    دوی همدا راز ادعا کړې چې سمندري ځواکونو یې د هرمز په تنګي کې دری د تېلو ټانکرونه په نښه کړي دي.

    سېنټکام ويلي چې امریکايي او سعودي جنګي الوتکو د عراق په ختيځ کې د "ترهګرو لوژستيکي او د وسلو ګڼ مرکزونه" په نښه کړي او دا یې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د انقلابي ګارډ د ترسره شويو تر ۳۰ ډېرو هوايي بې پيلوټه بریدونو په غبرګون کې "قوي ځواب" بللی دی.

    د سېنټکام په اعلاميه کې راغلي چې انقلابي ګارډ او د هغوی ترهګرې نيابتې ډلې بايد دغه بریدونه ودروي، څو د امریکا د نورو پوځي غبرګونونو مخه ونيول شي."

  16. رویټرز: ایران له چینه تر ۴۰۰ له اوږې ويشتل کېدونکي دفاعي توغندي اخيستي

    له اوږې توغېدونکي توغندي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د رويټرز خبري اژانس د څو سرچينو په حواله راپور ورکړی چې ایران به په راتلونکو څو اوونيو کې تر ۴۰۰ په چین کې جوړ شوي د اوږې توغنديز دفاعي سيسټمونه ترلاسه کړي.

    د دې تړون په اړه باخبره سرچينو رويټرز ته ويلي چې تمه کېږي ایران به راتلونکو څو اوونيو کې د دغو چينايي سيسټمونو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي.

    د سرچينو په وینا د دې تړون ارزښت له ۶۰ تر ۷۰ ميليونه ډالرو پورې اټکل شوی او دا د لنډ واټن هوايي دفاع د غښتلي کولو لپاره د ایران يو لوی ګام بلل کېږي.

    د رويټرز د راپور له مخې په دې تړون کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې د هوايي دفاع سيسټمونه شامل دي.

    له دې تړونه د باخبره سرچينو په وینا که څه هم دا تړون لاسلیک شوی خو د سيسټمونو شمېر کې د بدلون شونتيا لري.

    هغوی همدارنګه ويلي چې د ایران او چين تر منځ د هوکړې له مخې دغه سيسټمونه به لومړی د چين د لوېدیځ اورومچي ښار څخه د هوا له لارې واستول شوي او وروسته به د پاکستان له لارې ایران ته ورسېږي.

    یوې اروپايي امنيتي سرچينې رويټرز ته ويلي چې د دوی د هېواد چارواکي ایران ته د توغنديو د سيستمونو د احتمالي پلور څخه خبر دي.

    په ورته وخت کې د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادراې ويلي، "هغه ګومانونه چې ګواکې پاکستان له چين څخه ایران ته د هوايي دفاعي وسلو په برابرولو کې رول لري، په بشپړه توګه بې بنسټه او ناسم دي".

  17. د پاکستان حکومت د پټرولو او ډيزلو بيې نورې لوړې کړې دي

    د يو ليټر پټرولو بيه له يوې نيمې پاکستانۍ روپۍ ډېره لوړه شوې او نژدې ۳۳۶ پاکستانيو روپيو ته رسېدلې ده. د ډيزلو بيه هم څه باندې يوه نيمه روپۍ جګه شوې او څه باندې ۳۸۸ روپیو ته رسېدلې ده.

    پاکستان کې د دغو بيو لوړوالی په نړيوالو بازارنو کې د تېلو د بيلو لوړېدل بلل شوي دي.

  18. په عراق کې د بریدونو او د ایران او امریکا د زیاتېدونکي کړکېچ له امله د تېلو بیې لوړې شوې

    د تېلو بيې لوړې شوې

    د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

    په منځني ختيځ کې د کړکېچ او په عراق کې د امریکا او سعودي عربستان له بریدونو وروسته په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيې له دريو ډالرو ډېرې زياتې شوې دي.

    د رويټرز په وینا د یو بېرل برېنټ خامو تېلو بيه ۳.۳ ډالر یا نژدې څلور سلنه لوړه شوې او څه باندې ۸۷ ډالرو ته رسېدلې ده.

    د امریکا د پوځ په وینا، ایران په منځني ختيځ کې پر امریکايي ځواکونو څو بالسټيک توغندي توغولي چې په وینا یې په هوا کې شنډ کړل شوي دي.

    بل پلو د ایران انقلابي ګارډ اعلان کړی چې په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه او د امریکا د مرکزي قوماندې په مرکزي دفتر څو بالسټيک توغندي توغولي دي.

    سعودي دا هم ويلي چې وسله والو ځواکونو یې د امریکا مرکزي قوماندې یا سېنټکام سره په همکارۍ په عراق کې د ایران پلوه ډلو پر ضد بریدونه کړي دي.

    سعودي ادعا کوي چې دا ډلې د دوی د تېلو پر تاسيساتو ډرون بریدونو کې ښکېلې وې.

  19. وروستی, سپاه پاسداران: درې تېل‌وړونکې بېړۍ مو درولې دي

    بېړۍ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې درې تېل‌وړونکي بېړۍ یې درولې دي.

    په هغه خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي:"څو ساعته مخکې درې سرغړونکي تېل‌وړونکي بېړۍ، چې زموږ خبرداریو ته یې پام نه کاوه او په ناامنه او غیرقانوني مسیر کې یې خپل حرکت ته دوام ورکاوه، په نښه شوې او درول شوې دي".

    د دغو تېل‌وړونکو بېړیو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

    پرون رویټرز د سیمې د چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې عمان ایران ته د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د یوه ګډ سیمه‌ییز میکانیزم د جوړولو نوی وړاندیز کړی دی.

    د راپور له مخې، په دې وړاندیز کې به د ګډون کوونکو هېوادونو څخه د اختیاري لګښتونو/فیسونو اخیستل شامل وي.

    یوه سیمه‌ییزه سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، رویټرز ته ویلي چې د عمان طرحه د سیمې ملاتړ ترلاسه کوي.

  20. وروستی, د ایران پوځ له خپلو هغو څلورو پیلوټانو د یوه پیلوټ هویت اعلان کړ چې د قطر پر برید کې وژل شوي وو

    امیر مجید کاظمي

    د عکس سرچینه، IRIB

    د ایران پوځ له هغو څلورو پیلوټانو د یوه هویت تایید کړی چې د دوی په وینا، تېر کال په کب میاشت کې په قطر کې د امریکا پر العدید اډه د دوو سوخو جنګي الوتکو د برید پر مهال وژل شوي وو.

    د عدلي طب د DNA ازموینو له بشپړېدو وروسته د هغه هویت تثبیت شوی او تمه ده چې د هغه پاتې شوني به ډېر ژر ایران ته ولېږدول شي.

    په هغه خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په سهار ایراني رسنیو خپره کړې، راغلي دي:

    "دویم برید جنرال امیر مجید کاظمي، چې د ایران د سوخو-۲۴ جنګي الوتکې پیلوټ و او د تېر کال د کب په میاشت کې یې د قطر په العدید کې د امریکا اډې ته درانه زیانونه اړولي وو، د ځانګړو ازموینو او د DNA د ارزونې له لارې یې هویت تایید شو او د هغه جسد به په راتلونکو ساعتونو کې هېواد ته ولېږدول شي."

    د ایران د پوځ د دغه پیلوټ د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه، فارس خبري اژانس لیکلي:

    "د تېر کال د کب په ۱۱مه، د ایران د هوايي ځواک دوو سوخو-۲۴ بم غورځوونکو الوتکو په یوه عملیات کې، د دوښمن د پرمختللو کشفي سیستمونو او ګڼو راداري مرکزونو له تېرېدو وروسته، په قطر کې د العدید اډه بمبار کړه. خو د ایران د اسمان دغو بازانو د بېرته راستنېدو پر مهال، د فارس خلیج پر سر د دوښمن له برید سره مخ شول او تر اوسه د دغو زړورو پیلوټانو د برخلیک د معلومولو هڅې روانې دي".