ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو

عباس عراقچي، چې د اربعین مراسمو ته د نژدې کېدو په درشل کې نجف او کربلا ته سفر کړی، ویلي چې د تهران او بغداد اړیکې اوس مهال په خپل تر ټولو ښه حالت کې دي. له ښاغلي عراقچي د سفر سره هممهاله، د عراق لومړي وزیر علي زیدي هم کربلا ته تللی دی. بل لور ته، ډونلډ ټرمپ ویلي چې له تهران سره خبرې روانې دي او دا به د ایران لپاره "وروستی فرصت" وي چې له امریکا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او غواړي له هر ډول ویجاړوونکي اقدام مخکې تهران ته یو وروستی فرصت ورکړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګی پرانیستل کېږي او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي. هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه شي ورکول کېدای." سره د "یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو" په اړه تفاهم ته ورسېږي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د ایران د پوځ ویاند: د امریکا د بريدونو له بندېدو وروسته مو غچ اخيستونکي عمليات درولي

    د ایران پوځ

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د ایران د پوځ ویاند ويلي، لکه څنګه چې د جګړې په دې دوره کې د ایران ستراتيژي "غچ اخيستونکې" وه، وروسته له هغه چې امریکا په تېرو دوو شپو کې خپل بریدونه بند کړل، "موږ هم خپل عمليات ودرول".

    محمد اکرمينيا د دې شونتيا په اړه چې "امریکا ښايي يو ځل بيا له خپل لوري يو اړخيز اوربند اعلان کړي" وويل، "امریکا د ستراتيژيکې پرېکړې په برخه کې له ستړيا او کمزورۍ سره مخامخ ده. روښانه ستراتيژي نه لري. دا د ولسمشر په پرېکړو او د سېنټکام په کړنو کې جوتېږي".

    نوموړي وويل، د جګړې په دې پړاو کې د امریکا موخې نه دي پوره شوې، داسې ښکاري چې امریکايان د يوې نوې ستراتيژۍ په لټه کې دي او دا ستراتيژي ښايي "له جګړې وتل" وي.

    د ښاغلي اکرمينيا په وینا، امریکا ته د اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د سفر پايلې هم مهمې دي او امریکا ښايي د اسرائيلو تر فشار لاندې "يو پراخ هوايي عمليات" وکړي. هغه د ځمکني برید احتمال هم لرې ونه باله خو ټينګار یې وکړ چې ایران د ټولو احتمالي غوراويو لپاره چمتو دی.

    دا بیان په داسې حال کې راځي چې امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ډونلډ ټرمپ د اوس لپاره پر ایران د نورو لویو بریدونو پلانونه ځنډولي دي. د راپورونو له مخې، د دفاعي توغندیو په زیرمو کې د پام وړ کمښت د دې پریکړې یو دلیل دی.

  2. وروستی, بقايي: د ایران او عمان خبرې ګټورې وې، خو د هرمز تنګي په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د ایران او عمان ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې ګټورې وې اوپه ځینو برخو کې پرمختګ شوی، خو تر اوسه د هرمز تنګي د تګ راتګ په وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

    د راپور له مخې، د جمعې او شنبې په ورځو کې په تهران کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه څو پړاوه خبرې وشوې. په دغو خبرو کې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د مدیریت پر اصولو او عملي لارو چارو بحث شوی.

    بقايي ویلي چې د عمان پلاوی د شنبې په ماښام تهران پرېښود، خو تخنیکي او سیاسي مشورې به د دواړو لورو ترمنځ دوام ولري.

    تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ایران او عمان ښايي د هرمز تنګي د تګ راتګ د مدیریت لپاره د نوي میکانیزم پر جوړولو هوکړې ته نژدې شوي وي، خو تر اوسه کوم رسمي تړون اعلان شوی نه دی.

  3. وروستی, امریکايي رسنۍ: ټرمپ اوس مهال پر ایران د بریدونو د زیاتولو پرېکړه نه ده کړې

    trump

    د عکس سرچینه، Getty Images

    څو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اوسني پړاو کې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د پراخولو څخه ډډه کړې ده.

    د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې امریکايي چارواکو د پاتریوت دفاعي توغندیو د زېرمو د کمېدو او په خلیج کې د امریکا د عربي متحدینو د احتمالي واټن نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

    سپینې ماڼۍ تر اوسه دا راپورونه په رسمي ډول نه دي تایید کړي، خو ویلي یې دي چې ټرمپ تل ډیپلوماتیک حل ته لومړیتوب ورکوي.

    د راپور له مخې، د جمعې شپه په نږدې دوو اوونیو کې لومړۍ شپه وه چې پر ایران د امریکا هوايي برید نه و شوی او د شنبې شپې لپاره هم د کوم برید راپور نه دی ورکړل شوی.

    دا پرېکړه د جمعې په ورځ د ټرمپ له خپلو لوړپوړو سلاکارانو او د کابینې له غړو سره تر غونډې وروسته شوې ده.

    یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي هم ویلي چې تېره اونۍ په اردن کې درې امریکايي سرتېري هغه مهال ووژل شول چې د ایران د توغندیز او بې‌پیلوټه الوتکو د برید پر مهال یو بالستیک توغندی د امریکا له دفاعي سیستمونو تېر شو.

  4. د سپاه ویاند: که بریتانیا د امریکا ملاتړ وکړي، نو یو حتمي او مشروع هدف به وي

    جیټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي، که بریتانیا د ایران پر ضد په جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړي، نو دا هېواد به د ایران له نظره پر یو حتمي او مشروع هدف بدل شي.

    د ایران د اسلامي جمهوریت د غږ او تصویر ادارې د راپور له مخې، هغه ویلي چې هر هېواد ــ له بریتانیا او د خلیج له هېوادونو نیولې ــ که په احتمالي شخړه کې د امریکا ملاتړ وکړي، د ایران له نظره به مشروع هدف ګڼل کېږي.

    محبي همداراز ویلي چې امریکايي بم غورځوونکي الوتکو په دې وروستیو کې د بریتانیا له یوې پوځي اډې استفاده کړې ده.

    هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې اسرائیل تورن کړل چې د امریکا د ولسمشر په هڅولو او د ناسم معلوماتو په وړاندې کولو سره غواړي په سیمه کې د امریکا حضور وساتي او د دغه هېواد له پوځي ځواک څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلي.

    د سپاه ویاند زیاته کړه چې اسرائیل پوهېږي که جګړه بیا پیل شي او ایران خپل بریدونه پر دغه هېواد متمرکز کړي، نو له کومو پایلو سره به مخامخ شي.

  5. وروستی, سېنټکام: موږ ۱۲ کښتۍ د ایران له سمندري محاصرې واړولې او دوه تېل‌وړونکي بېړۍ مو ودرولې

    د امریکا مرکزي قومانداني (سېنټکام) وايي د ایران سمندري محاصره لا هم په بشپړ ډول عملي کېږي. د سېنټکام په وینا، امریکايي ځواکونو د جولای تر ۲۵مې پورې د ۱۲ سوداګریزو کښتیو مسیر بدل کړی، چې غوښتل یې له محاصرې تېرې شي. همداراز، دوه بېړۍ یې د امر نه منلو له امله درولې او د محاصرې د مراعت د ډاډ لپاره یې دوو نورو کښتیو ته هم ننوتلي دي.

    سېنټکام اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د شنبې په ورځ د کوموروس په بیرغ روان د "چارمینار" په نوم تېل‌وړونکې بېړۍ ته د تلاشي او د هغې د منزل د معلومولو لپاره ورننوتل. د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته دې بېړۍ ته اجازه ورکړل شوه چې خپل سفر ته دوام ورکړي.

    د دې اعلامیې له مخې، امریکايي ځواکونو د جمعې په ورځ هم د عمان په خلیج کې د موزمبیق په بیرغ روانه د "لاوین" په نوم تېل‌وړونکې بېړۍ ودروله. سنتکام ادعا کوي چې د دې بېړۍ عملې څو ځله هڅه کړې وه چې له محاصرې تېره شي او د امریکايي ځواکونو پرله‌پسې خبرداریو ته یې پام نه و کړی. اوس دا تېل‌وړونکې بېړۍ نور د ایران پر لور روانه نه ده.

    امریکا د جولای له ۱۴مې راهیسې هغه سمندري محاصره بېرته پيل کړې چې له مخې یې هغه کښتۍ څاري او مخه یې نیسي چې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته تګ راتګ کوي.

  6. وروستی, د سپاه د قدس ځواک قوماندان له سعودي عربستانه وغوښتل چې د یمن کلابندي پای ته ورسوي

    د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قاآني

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قاآني د سعودي عربستان له حکومته غوښتي هغه څه چې نوموړي یې د "یمن ۱۱ کلنه محاصره" بولي، پای ته ورسوي.

    هغه په یوه پیغام کې وویل چې سعودي عربستان باید "د امریکا له ناسنجول شوو او له لګښتونو ډکو چلندونو" عبرت واخلي او د هغه هېواد محاصره پای ته ورسوي چې نفوس یې له ۳۸ میلیونو زیات دی.

    قاآني همدارنګه له سعودي عربستانه وغوښتل چې د یمن پر وړاندې د جګړې او فشار پر ځای، خپلې سرچینې د فلسطین د خلکو د ملاتړ او د اسرائیلو پر وړاندې د مقابلې لپاره وکاروي.

    تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم، د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ د بریدونو له تبادلې وروسته، ویلي وو چې د دې شخړې لپاره هېڅ پوځي حل‌لاره نشته.

    ښاغلي عراقچي له دولتي ورځپاڼې "ایران ډیلي" سره په مرکه کې د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:

    "موږ باور لرو چې د یمن، باب‌المندب او د سیمې د نورو مسئلو لپاره هېڅ پوځي حل‌لاره شتون نه لري."

    هغه زیاته کړه چې د یمن وضعیت "ایران ته نه شي منسوبېدای" او د باب‌المندب تنګي په اړه رامنځته شوي بدلونونه "د یمن، سعودي عربستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د پخوانیو اختلافاتو او ستونزو ریښې لري."

  7. وروستی, د ایران د نفتو وزارت: د جګړې او اوربند په موده کې مو ۱۸ میلیارده ډالره نفت وپلورل

    د ایران د نفتو وزارت وایي، دغه هېواد د امریکا سره د جګړې او له هغې وروسته د اوربند په موده کې په ټولیز ډول ۱۸ میلیارده امریکایي ډالره نفت پلورلي دي.

    د وزارت د اعلامیې له مخې، ایران د جګړې پر مهال ۱۱.۵ میلیارده ډالره او د اوربند په موده کې ۶.۵ میلیارده ډالره د نفتو له پلور څخه عاید ترلاسه کړی دی. وزارت ویلي چې دا اندازه د روان مالي کال په بودجه کې د اټکل شویو نفتي عوایدو له ۶۰ سلنې څخه زیات برابروي.

    دا شمېرې په داسې حال کې خپرې شوې چې د ایران د پارلمان رئیس او لوړپوړي مذاکره کوونکي محمدباقر قالیباف د جولای میاشتې په پیل کې ویلي وو چې ایران د شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ ورځو پورې، کله چې د امریکا له خوا یې بندرونه تر محاصرې لاندې وو، ونه توانېد چې حتی یو بېرل نفت هم صادر کړي. هغه ویلي وو چې د محاصرې له پای ته رسېدو وروسته د ایران د نفتو صادرات بېرته زیات شوي دي.

    د متن له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ جګړه د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پیل شوه، او د اپرېل میاشتې اوربند د جګړو ډېره برخه ودروله. ویل شوي چې دغه اوربند د جولای په پیل کې د هرمز تنګي د کنټرول پر سر د اختلافونو د زیاتېدو له امله مات شو.

  8. د ملګرو ملتونو عمومي منشي: د سوریې په جولان کې وضعیت "د منلو وړ" نه دی

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو عمومي منشي

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش وایي، د سوریې په جولان کې چې څه روان دي هغه ورته "د منلو وړ نه" دي.

    د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني هم له اسراییلي ځواکونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې له حائل سیمې څخه، چې په ۲۰۲۴ کال کې پکې ځای پر ځای شوي وو، ووځي.

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي سوریې په سفر تللی او هلته یې د هغه هېواد د بهرنوی چارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، د جولان وضعیت ورته هېڅ د منلو نه دی.

    د سوریې د بهرنیو چارو وزیر له اسراییلو غوښتنه کړې چې سمدستې دې له سیمې ووځي.

  9. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي

    د امریکا ولسمشر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې لا هم روانې دي.

    نوموړي د خبرو بهیر ته په اشارې ویلي چې ایراني چارواکي د پخوا پرتله په دې خبرو کې په ډېر جديت ګډون کوي، خو ټینګار یې کړی چې تهران لا هم وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره لازم چمتووالی نه لري او د دې خبرو راتلونکی لاهم روښانه نه دی.

    خو د هغه تر دغو څرګندونو لږ وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا امریکا تورنه کړې وه چې له هوکړې سره سره یې د ایران پر بنسټونو له بریدونو سره ثابته کړې چې په خپلو کړو ژمنو نه درېږي.

    د ایران وسله والو ځواکونو یوې قوماندانۍ هم خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به د هر وژل شوي ایراني په بدل کې یو امریکايي سرتېری ووژل شي.

    د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د اسلامي انقلاب ساتونکو سمندري ځواکونو په تېرو په هرمز تنګي کې څلور بېړۍ د خبرداري له ډزو وروسته درولې دي.

    دا څرګندونې د تهران او واشنګټن ترمنځ د لفظي ترینګلتیاوو د زیاتېدو په دوام شوې دي. تر دې مخکې ټرمپ خبرداری ورکړی و چې پر امریکايي ځواکونو هر ډول برید ته به پرېکنده ځواب ورکړل شي.

  10. حوثیانو سعودي ائتلاف ته د غچ اخېستنې ګواښ وکړ؛ د سعودي عربستان په سوېل لوېدیځ جازان کې د چاودنو راپورونه

    د یمن حوثیانو د شنبې په ورځ سعودي عربستان د غچ اخېستونکو اقداماتو ګواښ کړی او هغه هېواد یې د ملکي زېربناوو په نښه کولو تورن کړی دی. دا پېښې د سیمې د جګړې د لا پراخېدو نښه بلل کېږي.

    سعودي عربستان د جمعې په ورځ د الحدیده په سیمه کې د حوثیانو پوځي موخې په نښه کړې. د دې ډلې اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې دوه کسان ټپیان شوي دي. دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې حوثیانو د سعودي عربستان پر ضد د سمندري محاصرې اعلان وکړ او د هغه هېواد بېړۍ یې په نښه کړې.

    په ورته وخت کې، ایراني رسنیو د ځینو عربي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان د جازان په سیمه کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. سعودي چارواکو تر اوسه د دغو چاودنو او یا هم د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

    د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د شخړو زیاتوالی د سیمې په جګړه کې یوه نوې جبهه پرانیزي. دا وضعیت داسې مهال رامنځته شوی چې د ایران له لوري د هرمز تنګي محاصره د سعودي عربستان مهمې سمندري لارې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.

  11. د ایران پر سر د حوثیانو او سعودي عربستان نښتې

    باب المندب تنګی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، باب المندب تنګی

    نړیوال بازارونه لا هم د هرمز تنګي د کړکېچ له پایلو سره مخامخ دي، خو په باب المندب تنګي کې یو نوی ګواښ د انرژۍ د عرضې د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

    باب المندب تنګی سور سمندر او افریقا له یمن سره نښلوي.

    تر دې دمه په هرمز تنګي کې د تېلو او ګازو د لېږدونکو بېړیو د تګ راتګ پر وړاندې خنډونه دي نو سعودي عربستان په وروستیو میاشتو کې د ینبع بندر له لارې د نفتو صادرات ډېر کړي دي. دې سره د ریاض لپاره د دې سمندري لارې امنیت ډېر مهم شوی دی.

    حوثیانو اعلان کړی چې د سعودي عربستان اړوند بېړۍ، او همدارنګه هغه بېړۍ چې د دې هېواد له بندرونو سره اړیکه لري، د هغه څه په چوکاټ کې چې دوی یې "سمندري محاصره" بولي، په نښه کوي.

    حوثیانو د سمندر له لارې د سعودي عربستان پر سوداګرۍ بندیز اعلان کړی او د روانې اوونۍ په اوږدو کې یې په سره سمندر کې پر بېړیو څو بریدونه هم کړي‌ دي.

    سعودي عربستان د دې کار په غبرګون کې د یمن په بندري ښار الحدیده کې د حوثیانو پر مورچو او همدارنګه یوې نږدې ټاپو باندې بریدونه کړي دي.

  12. په دوو اونیو کې د لومړي ځل لپاره، له تېرې شپې راهیسې د ایران او امریکا له خوا د کوم تازه برید راپور نه دی ورکړل شوی

    پر ایران د امریکا له پر لپسې ۱۳ ورځنيو بریدونو او د ایران ځوابي بریدونو وروسته، له تېرې شپې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو د تبادلې کوم نوی راپور نه دی ورکړل شوی.

    خو په همدې مهال د امریکا پوځ وايي، دوی د تېلو پر یوه ټانکر ډزې کړې چې هڅه یې کوله د دوی له کلابندۍ تېر شي.

    دا لا نه ده معلومه چې ولې له تېرې شپې راهيسې دواړو خواو پر يوه بل بریدونه نه دي کړي خو ایراني رسنيو پرون راپور ورکړی و چې له عمان څخه يو ډيپلوماتيک پلاوی د خبرو لپاره تهران ته تللی دی.

  13. په لوېديځه غاړه کې تاوتریخوالی؛ په نښتو کې څلور فلسطينيان او دوه اسرائیلي وګړي وژل شوي

    د اسرائیلو او فلسطينيانو نښتې

    د عکس سرچینه، Reuters

    په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې له يوې پراخې نښتې وروسته چې څلور فلسطينيان او دوه اسرائیلي وګړي په کې ووژل شول اسرائیلي مېشت شويو کسانو په څو فلسطيني سيمو بريدونه کړي دي.

    په سيمه کې د تاوتریخوالي لا زياتېدو او د شخړو د پراخېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

    د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم ويلي چې د دې په غبرګون کې یې د اسرائیلي مېشتو کسانو لپاره د نورو مېشتځايونو د جوړولو، او د فلسطينيانو د کار جوازونو لغوه کولو امر صادر کړی دی.

    د نړيوالو قوانينو له مخې د دې ډول مېشتځايونو جوړول ناقانونه ګڼل کېږي.

  14. ټرمپ پر دوشنبه واشنګټن ته د نتانیاهو سفر تائید کړ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې پرورځ وویل، د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به راتلونکې اوونۍ متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

    ښاغلي ټرمپ دا خبر د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د ماښامنۍ په مراسمو کې په خپله وینا کې تائید کړ.

    تر دې وړاندې د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر ویلي وو چې نتانیاهو به د دوشنبې پرورځ واشنګټن ته سفر وکړي او د سې‌شنبې پرورځ به له ډونلډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

    د نتانیاهو دفتر دغه راز ویلي چې نوموړی به د امریکايي سناتور لیندزي ګراهام د جنازې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

  15. سینټکام: نفت‌ وړونکې بېړۍ د بندیز د ماتولو لپاره له څلورو هڅو وروسته درول شوې

    د امریکا پوځ د عمان په سمندر کې پر یوې نفت‌ وړونکې بېړۍ د برید په اړه جزئیات خپاره کړي او ویلي یې دي چې د بېړۍ عملې له په نښه کېدو مخکې لږ تر لږه څلور ځله هڅه کړې وه چې د ایران پر بندرونو لګېدلی بندیز مات کړي.

    د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویاند ټیم هاوکینز فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د بېړۍ عملې ته څو ځله خبرداری ورکړل شوی و، خو هغوی له ورکړل شویو سپارښتنو او امرونو سرغړونه وکړه. د هغه په وینا، په سیمه کې مېشتو امریکايي ځواکونو وروسته د بېړۍ د ماشین خونې په نښه کولو سره پرې ډزې وکړې او بېړۍ یې له حرکته ودروله.

    د سینټکام ویاند زیاته کړه چې دغه نفت‌ وړونکې بېړۍ نور د ایران پر لور نه خوځېږي.

    تر دې وړاندې یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې امریکايي ځواکونو د 'ام ټي لاوین' په نوم نفت‌ وړونکې بېړۍ وروسته له هغې په نښه کړه چې هڅه یې کوله د ایران د بندرونو پر وړاندې لګېدلی بندیز مات کړي.

  16. رویټرز: یمن د ایران د جګړې تر سیوري لاندې د پراخې جګړې د بیا پیل کېدو په درشل کې دی

    رویټرز خبري اژانس د یمني چارواکو، لوېدیځو ډیپلوماتانو او شنونکو له قوله راپور ورکړی چې یمن د هغې جګړې د بیا پیل کېدو ته نږدې شوی چې له یوې لسیزې څخه ډېره موده یې دوام کړی و او له ۲۰۲۲ کال راهیسې په عملي ډول درېدلې وه. په وروستیو ورځو کې د حوثیانو ځواکونه او د یمن د حکومت اړوند ځواکونه د سره سمندر له ساحل څخه د سعودي عربستان تر پولې پورې د مخامخ کرښې په اوږدو کې راټول شوي دي.

    د سرچینو په وینا، پر یوه سعودي هوايي ډګر د حوثیانو برید، د سعودي عربستان پر ضد د سمندري محاصرې اعلان، او پر دوو سعودي نفت‌وړونکو بېړیو بریدونه ښايي د ریاض محاسبات بدل کړي. سعودي عربستان د ۲۰۲۲ کال له اوربند راهیسې هڅه کړې چې جګړې ته د بیا ستنېدو مخه ونیسي.

    د ملګرو ملتونو او عمان په منځګړیتوب روانې هڅې، چې پاکستان هم په کې تازه ګډون کړی، لا هم دوام لري. خو یوه لوېدیځ ډیپلومات ویلي چې د خبرو له لارې د حل لارې موندلو په اړه بدبیني مخ پر زیاتېدو ده.

  17. د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف: د حوثیانو پر ضد عملیات پای ته ورسېدل

    د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف اعلان کړی چې په سره سمندر کې د حوثیانو له لوري پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو په ځواب کې یې د دې ډلې پوځي موخې په نښه کړې او اوس عملیات پای ته رسېدلي دي.

    د ائتلاف ویاند ترکي المالکي پر اېکس شبکه یوه اعلامیه کې ویلي چې حوثیانو په سره سمندر کې سوداګریزې بېړۍ په نښه کړې وې او ائتلاف په ځواب کې ''قاطع او ځواکمن غبرګون'' ښودلی دی. د هغه په وینا، په بریدونو کې هغه ځایونه په نښه شوي چې د سره سمندر د سمندري تګ راتګ د ګواښلو لپاره کارېدل.

    حوثیان وایي چې سعودي عربستان د الحدیده بندري ښار او هغې ته نږدې یوه ټاپو د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي. د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي.

    دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې راپورونه خپاره شول چې حوثیانو په سره سمندر کې پر یوې سعودي بېړۍ بل برید کړی و. د ایران له ملاتړه برخمنې دې ډلې د اونۍ په پیل کې، د سعودي د سمندري سوداګرۍ پر ضد د بندیز له اعلان وروسته، دوه سعودي نفت‌وړونکې بېړۍ چې د باب المندب تنګي پر لور روانې وې، په نښه کړې وې.

    د ائتلاف ویاند ویلي چې ''پوځي غبرګون اوس پای ته رسېدلی دی.''

  18. د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې

    د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د جمعې په ماښام د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بوسعیدي د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

    تر اوسه د دغې ټیلیفوني اړیکې د منځپانګې او هغو موضوعاتو په اړه کوم جزئیات نه دي خپاره شوي چې دواړو لورو پرې بحث کړی دی.

    له دې وړاندې د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا په یوه ځانګړي راپور کې خبر ورکړی و چې د عمان یو پلاوی تهران ته سفر کړی دی.

  19. سعودي عربستان په الحدیده کې د حوثیانو مرکزونه په نښه کړي

    د حوثیانو اړوندو رسنیو ویلي چې سعودي عربستان د جمعې په ورځ د یمن پر لوېدیځ ښار الحدیده هوايي بریدونه کړي دي. یوې امنیتي سرچینې هم فرانس پريس خبري اژانس ته ویلي چې په دې بریدونو کې د حوثیانو پوځي مرکزونه او سنګرونه په نښه شوي دي.

    د حوثیانو ټلویزیوني شبکې المسیره راپور ورکړی چې سعودي عربستان د الحدیده ولایت پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي. د ښار اوسېدونکو هم ویلي چې د چاودنو غږونه یې اورېدلي دي.

    دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی دی. حوثیانو په دې وروستیو کې د سعودي عربستان پر ضد د سمندري محاصرې اعلان کړی او د سعودي اړوندو کښتیو په نښه کولو ادعاوې یې هم کړې دي.

  20. د وال سټريټ ژورنال راپور: بحرين او کویت د روانې مياشتې په پيل کې پر ايران په بې ساري ډول بريد کړی

    د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د باخبره سرچينو له قوله راپور ورکړی چې بحرين او کوېټ د روانې مياشتې په لومړيو کې، د ايران پر ضد په خپل لومړي مستقيم غچ اخيستونکي اقدام کې، جنګي الوتکې د ايران دننه پر ځينو هدفونو د بريد لپاره استولې وې.

    د دغو سرچينو په وينا، د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو (ډرونونو) د زېرمه کولو ګودامونه او څو نور پوځي مرکزونه په نښه شوي دي. همدارنګه متحده عربي اماراتو د دغو عملياتو لپاره د هدفونو اړوند استخباراتي معلومات او د هوايي دفاع د پوښښ په برخه کې همکاري کړې ده.

    وال سټريټ ژورنال ليکلي چې د بحرين او کوېټ حکومتونو د دې ورځپاڼې د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

    ايران په وروستيو اوونيو کې د خپلو غچ اخيستونکو بريدونو ډېره برخه د بحرين او کوېټ پر لور متمرکزه کړې ده. دا دواړه هېوادونه د امريکا د پوځي اډو کوربه دي. د وال سټريټ ژورنال سرچينې وايي چې بحرين او کوېټ نه غوښتل د ايران بريدونه بې ځوابه پاتې شي.

    دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې جګړه خپلې پنځمې مياشتې ته داخله شوې ده او د فارس خليج عربي هېوادونه د دې جګړې له امنيتي او اقتصادي پايلو سره مخامخ دي. په دغو ستونزو کې د هرمز تنګي له لارې د نفتو د صادراتو ګډوډي او په سره سمندرګي کې د حوثيانو له لوري پر سمندري لېږد رالېږد بريدونه شامل دي.

    شنونکي باور لري چې که جګړه همداسې دوام ومومي، ښايي د خليج عربي هېوادونه له ايران سره لا ښکاره او مستقيمې مقابلې ته وهڅوي.

    Provide your feedback on BizChat