د سي بي
اېس تلویزیوني شبکې، چې په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ ده او
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په جلا جلا راپورونو کې ویلي چې امریکا او اسرائیل
د ایران پر ضد د نویو او پراخو بریدونو لپاره چمتوالی کوي. ویل کېږي چې دا بریدونه
ښايي په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې پیل شي او د انرژۍ اړوند زیربناوې به په نښه کړي.
سي بي اېس
د څو امریکايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې واشنګټن او اسرائیل
په ایران کې د انرژۍ پر هدفونو د بمبارۍ د یوه له تر ټولو سختو کمپاینونو څخه د پیلولو
لپاره پلان جوړوي، او امکان لري چې دغه بریدونه د اوونۍ په پای کې ترسره شي.
د دغو سرچینو
په وینا، اسرائیل
له دې پلانه خبر شوي او له امریکا سره همغږي لري، خو ډونلډ ټرمپ لا تر اوسه د
بریدونو د پیل وروستی امر نه دی صادر کړی.
خو وال
سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې ښاغلي ټرمپ پر ایران د نوي برید
امر صادر کړی دی. د راپور له مخې، دا عملیات ښايي د همدې اوونۍ په پای کې پیل او څو
ورځې دوام وکړي. ورځپاڼه زیاتوي چې د دغو بریدونو موخه پر تهران فشار زیاتول دي، چې یا تسلیم
شي او یا د خبرو مېز ته بېرته راشي.
د سپینې
ماڼۍ ویاندې د سي بي اېس د راپور په غبرګون کې هغه رد نه کړ او ویې ویل:''لکه څنګه
چې ولسمشر ټرمپ نن د کابینې په غونډه کې وویل، متحده ایالات به بریالي شي او تر هغه
چې نوموړی ولسمشر وي، ایران به اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.''
دا څرګندونې
د برید د امر څرګند تائید
نه ګڼل کېږي، خو سپینې ماڼۍ د راپورونو بنسټیزه ادعا هم نه ده رد کړې.
سي بي اېس
دغه راز راپور
ورکړی چې پر دوشنبه د مالي
بازارونو له بیا پرانیستل
کېدو مخکې د عملیاتو د پای ته رسولو په اړه بحث شوی، ځکه اندېښنې شته چې دغه بریدونه
به د امریکا او نړۍ پر اقتصاد اغېزې ولري. خو لا هم د عملیاتو د پای لپاره کومه مشخصه
نېټه نه ده ټاکل شوې.
یو اسرائیلي
چارواکي سي بي اېس ته ویلي چې اسرائیل د پوځي عملیاتو د بشپړ بیا پیل
په اړه له کومې پرېکړې خبر نه دياو له دې
هېواده هم د ایران پر ضد په برید کې د ګډون غوښتنه نه ده شوې. دا څرګندونې د هغو امریکايي
سرچینو له معلوماتو سره توپیر لري چې د دواړو هېوادونو د همغږۍ خبره کوي.
د دواړو
رسنیو د راپورونو له مخې، د بریدونو طرحه د جمعې په ورځ د ټرمپ د کابینې په غونډه کې
چې په کمپ ډېوېډ کې جوړه شوې وه، مطرح شوې ده. سي بي اېس لیکلي چې د سپینې ماڼۍ یو
شمېر سیاسي سلاکارانو له دې پلان سره سخت مخالفت کړی دی.
ټرمپ په
همدې غونډه کې ویلي وو: ''موږ به هغوی ډېر سخت وځپو. بالاخره به داسې ځای ته ورسېږي
چې ووایي نور یې نه شو زغملی.''
د وال سټریټ
ژورنال په وینا، ډونلډ ټرمپ په وروستیو اونیو کې په شخصي خبرو کې د ایران دچلند له کبله خپله غوسه
څرګنده کړې او موقت توافقیې بې پایلې
بللی.
د ورځپاڼې په وینا، هغه ایراني چارواکي ''ډېر د باور وړ نه'' دي بللي او
ویلي یې دي چې د تهران د ارادې د ماتولو لپاره لا سختو بریدونو ته اړتیا ده.
د راپور
له مخې، له مطرح شویو انتخابونو یو دا دی چې د دوو اونیو لپاره د پراخو هوايي بریدونو
کمپاین ترسره شي، څو د ایران د توغندیو وړتیا کمزورې شي. خو د ټرمپ پوځي سلاکارانو
د مهماتو د زېرمو د کمېدو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.
د ایران
جګړه اوس خپل شپږمې میاشتې ته ننوځي او دواړه لوري لا هم پر خپلو دریځونو
ټینګ ولاړ دي. امریکا غواړي چې ایران خپل اټومي پروګرام پرېږدي او د هرمز تنګي کنټرول
پای ته ورسوي، خو ایران تر اوسه په دواړو برخو کې له خپل دریځه شاتګ نه دی کړی.