تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فیلیپین کې له افغانستانه په تالک ډبرو کې د ۴،۶ میلیون ډالرو په ارزښت پټ 'شابو' نیول شوي
د فیلیپین د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ګمرکي برخې ویلي چې شاوخوا ۴۳ کیلوګرامه د 'شابو' مشکوک مواد، چې ارزښت یې ۲۹۲.۴ میلیونه پیزو '۴،۶ میلیونه ډالره' اټکل شوی، په مانیلا نړیوال کانټینري بندر کې ونیول.
مېتامفیټامین هایدروکلوریاډ چې فیلیپین کې یې شابو عام کارېدونکی نوم دی، یو ناقانونه او قوي محرک نشهيي مواد دي.
دغه مواد په یوه بار کې پټ شوي وو چې په رسمي اسنادو کې له افغانستانه د "تالک ډبرو" په توګه اعلان شوی و.
د فیلیپین د ګمرک ادارې په وینا، دغه دوه ۲۰ فوټه کانټینرونه د خطر د ارزونې او د لوړخطره بارونو د څارنې وروسته، په بشپړه توګه ۱۰۰ سلنه فزیکي تلاشي شول.
د تلاشي پر مهال چارواکو وموندل چې مشکوک ناقانونه نشهيي توکي په ټوکرینو کڅوړو کې پټ شوي وو.
دغه کڅوړې د ګچ په څېر موادو پوښل شوې او داسې جوړې شوې وې چې د ټالک له ډبرو سره ورته ښکاره شي، چې د بار له اعلان شوو توکو سره ګډې او پټې پاتې شي.
د سرچینې په وینا، وروسته لابراتواري ازموینو د اخیستل شویو نمونو په یوه برخه کې د مېتامفیتامین هایدروکلوراید، یا شابو موجودیت تایید کړ.
دا مواد تېره پنجشنبه نیول شوي دي.
چارواکو همدارنګه وویل چې دغه بار له یوه بل کانټینر سره ورته والی لري چې له افغانستان سره تړاو یې درلود او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۰مه په مانیلا نړیوال کانټینري بندر کې نیول شوی و.
د سرچینې په خبره، په هغه پخواني بار کې چې د مرمرو په توګه اعلان شوی و، شاوخوا ۴۰ کیلوګرامه خطرناک نشهيي توکي موندل شوي وو چې ارزښت یې ۲۷۲ میلیونه فیلیپیني پیزو '۴،۴۱ میلیون ډالره' اټکل شوی و.
کمېشنر نېپوموسېنو وویل چې د نشهيي توکو دا وروستۍ نیونه د لوړخطره بارونو د دقیقې ارزونې او څارنې اهمیت څرګندوي.
نېپوموسېنو په دې عملیاتو کې د د نشهيي توکو د پلي کولو د فیلیپین ادارې رول هم وستایه.
په دې عملیاتو کې د ګمرک له ناقانونه نشهيي توکو سره د مبارزې کاري ځواک، د ګمرک د استخباراتو او تحقیقاتو خدمت ، د پلي کولو او امنیت خدمت، د ایکسرې د تلاشي پروژې او نورو اړوندو څانګو ګډون کړی و.
د سرچینې په وینا، دا عملیات د دې ادارې د هغو دوامداره هڅو یوه برخه ده چې د سرحدونو کنټرول پیاوړی کړي او هېواد ته د ناقانونه نشهيي توکو د داخلېدو مخه ونیسي.
شابو پر بدن څه اغېز کوي؟
د فیلیپین د نشهيي موادو ضد ادارې دا ډېر اعتیار راوړونکې ماده بللې ده، چې د مرکزي عصبي سیستم فعالیت زیاتوي او په لنډمهاله توګه د:
- ویښتابه او انرژۍ زیاتوالي
- د اشتها کمېدو
- د زړه د درزا او وینې فشار ډېرېدو
- د خوښۍ احساس
سبب کېدای شي، خو د ناوړه استعمال خطرونه یې جدي دي.
په اوږدمهاله زیانونو کې یې ډېر استعمال بېخوبي، اضطراب، د حافظې او سوچ کولو ستونزې او رواني اختلالات رامنځته کولی شي.
ان په ځینو کسانو کې یې رواني پرېشاني هم ډېرولی شي او د زړه او رګونو سیستم ته هم زیان رسولی شي او د ډېرې روږدېدا په حالت کې انسان په فلج اخته کولی او ان د مرګ له خطر سره مخامخولی شي.