تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان اېواک: تر هغې چې رسمي لارښوونې نه وي شوې، امریکا ته د سفر پلان مه جوړوئ
افغان ایواک وایي منهټن کې د یوې محکمې وروستۍ پرېکړه په دې معنی نه ده چې افغانانو لپاره امریکا ته د تګ لاره سملاسي بېرته پرانیستل شوې ده.
د دغه بنسټ مشر شان ون ډایور پر خپله اېکس پاڼه یوه خپرې کړې ویډیو کې له افغانانو غوښتي تر هغې پورې چې رسمي لارښوونې نه وي شوې، امریکا ته د سفر له پلانولو یا د دغه هېواد سفارتونو ته له ورتګه دې ډډه وکړي.
افغان ایواک، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف ځواکونو د وتلو پر مهال رامنځته شوی، یو غیر انتفاعی مرستندویه بنسټ دی چې د امریکا د افغان همکارانو د ایستلو ژمنې پر ځای کېدو لپاره د امریکا د حکومتي ادارو او غیر دولتي ترمنځ د همکارۍ میکانیزمونه جوړ او اداره کوي.
د دغه بنسټ مشر دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې یوې امریکایۍ قاضۍ د جمعې پر ورځ د ډونلډ ټرمپ د ادارې لخوا د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو وګړو ته د ویزو نه ورکولو تګلاره لغوه کړه.
قاضۍ جېنټ وارګاس وویل چې دغه تګلاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني واکونو پورته ده.
هغې په خپل حکم کې ليکلي، "دا تګلاره چې په عمومي ډول د غوښتونکي د تابعيت پر بنسټ د کډوالۍ ويزو ورکړې مخه نيسي، له قانون سره مستقیم مخالفت ښيي."
ښاغلي ون ډایور ویلي، که څه هم د دغه حکم تر خپرېدو وروسته د افغان کورنیو هیلهمندي د درک وړ ده، خو د محکمې دا پرېکړه سملاسي او په اوتومات ډول د دوی د کډوالۍ د دوسیو وضعیت نه بدلوي.
هغه د امریکا د کډوالۍ ویزو افغان غوښتونکو ته په خطاب کې وايي: "ستاسې په دوسیه کې په اوتومات ډول هېڅ بدلون نه دی راغلی. سفر لپاره پلان مه جوړوئ او د انټرویو (مرکې) لپاره چې وخت یې درته نه دی ټاکل شوی، سفارت یا کونسلګرۍ ته مه ورځئ."
د افغان ایوک مشر د امریکا د ویزو افغان متقاضیانو ته سپارښتنه وکړه چې یوازې د رسنیو د راپورونو پر بنسټ دې د سفر پلان نه جوړوي او نه دې هم پر هغو کسانو باور کوي چې د کډوالۍ بهیر د بېرته پرانیستل کېدو ادعا کوي.
دې ادارې د امریکا له بهرنیو چارو وزارته هم غوښتي چې سفارتونو او ډیپلوماتیکو استازولیو ته روښانه لارښوونې صادرې او د هغو دوسیو څېړل بېرته پیل کړي چې محکمې یې حکم کړي دي.
افغان ایوک دا هم ویلي، چې د ځانګړې کډوالۍ ویزو (اېسایوي) لرونکو ته دې امریکا ته د ورتګ معافیت بېرته فعال شي، او له کانګرسه یې غوښتي چې د دې ستونزې حل لپاره ګام واخلي.
د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې تر ۱۹۰ زرو ډېر افغانان امریکا ته لېږدېدلي دي.
د دوی د لېږدېدو پروسه، چې د جو بایډن حکومت پیل کړې وه، د ډونلډ ټرمپ ادارې ودروله.
ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ برخه کې يوه سخته تګلاره پلې کوي او وايي موخه یې د امریکا د کورني امنيت خوندي کول دی.
خو د مدني حقونو مدافعې ډلې وايي دا ډول ګامونه د بيان د ازادۍ او عادلانه محاکمې اړوند حقونه نقضوي او په ځانګړې توګه یې د قومي لږکيو لپاره يو ناامنه چاپېريال رامنځته کړی چې د توکميز توپیري چلند په اړه یې اندېښنې را ولاړې کړې دي.
د رپوټونو له مخې له ۱۱۰۰ ډېر افغانان چې په افغانستان کې امریکايي بنسټونو سره کار کړی، اوس امریکا ته د لېږدېدو په تمه د قطر یوه کمپ کې شپې سبا کوي.
یو شمېر نور افغانان چې د امریکا د ځانګړې کډوالۍ ویزو غوښتنې یې منل شوې، د نړۍ نورو هېوادونو کې بېبرخلیکه پاته دي.