تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حسیب پنجشیري د وژنې په اړه غبرګونونه؛ دی او ملګري یې څرنګه ووژل شول؟
د احمد مسعود په مشرۍ د "افغانستان ملي مقاومت جبهې" په نامه د طالبانو حکومت ضد یوې ډلې د یوه قومندان حسيب پنجشيري له وژل کېدو يوه ورځ وروسته د هغه او د ملګرو په اړه یې تازه جزئیات خپاره شوي دي.
د طالبانو حکومت يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي، د "ملي مقاومت جبهې" د قومندان حسيب پنجشيري جسد چې د پنجشنبې په ورځ (۲۰ اګست) په يو لړ عملياتو کې ووژل شو، د هغه کورنۍ ته سپاري.
دې سرچينې چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي، تائید کړه چې په عملياتو کې د پنجشيري دوه نور ملګري هم وژل شوي او لس تنه یې ژوندي نيول شوي دي.
د سرچينې په وینا دغه ۱۳ کسيزه ډلې د "ګډوډۍ او ناامنۍ" د رامنځته کولو نيت درلود چې له وړاندې پرې برید وشو.
هغه ادعا وکړه چې دغه قومندان او ملګري یې "د چترال له لارې" افغانستان ته له ننوتلو راهيسې تر څار لاندې وو.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت يوې سرچينې بي بي سی ته ويلي وو چې د "ملي مقاومت جبهې" اړوند دغه کسان د پنچشنبې ورځې په وروستيو کې د سالنګ په شمال کې وژل شوي.
د "افغانستان ملي مقاومت جبهې" د حسيب پنجشيري چې په "حسيب قوای مرکز" مشهور و، وژل کېدل تائید کړي خو په دې اړه یې ډېر جزيات نه دي ورکړي.
د حسيب پنجشيري د وژل کېدو په اړه غبرګونونه
د "ملي مقاومت جبهې" په نامه ډلې مشر احمد مسعود پر خپله فېسبوک پاڼه د يوه پيغام په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې د دغه قومندان "وینه به د ظلم ټغر ټول کړي".
ښاغلي مسعود همدارنګه پر ټولنيزه رسنۍ اېکس يوه پیغام کې پرته له دې چې د پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالي ته اشاره وکړي، زياته کړې چې خلک به ډېر ژر "د بدلونونه شاهدان" وي.
په يوه ويډيو کې د طالبانو حکومت د يو شمېر غړو له خوا د حسیب پنجشيري له جسد سره چلند هم پر ټولنيزو رسنيو غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.
فريد حميدي چې د جمهوريت پر مهال د افغانستان لوی څارنوال و، پر اېکس ليکلي، "د وژل شويو او جنګي بنديانو بې احترامي د انساني اخلاقو ضد کړنه او د اسلامي اصولو او نړيوالو قوانينو، په ځانګړې توګه د ژنيو د کنوانسيون، ښکاره سرغړونه ده".
په مقابل کې د طالبانو حکومت يوې سرچينې دغه قومندان "باغي" بللی او له جسد سره یې د طالبانو د غړو چلند د "احساساتو" پايله ياده کړې ده.
د دغه تاجک توکمي قومندان وژل کېدو د طالبانو د سياسي او پوځي مخالفينو د مشرانو او مخکښو څېرو غبرګونونه هم راپارولي دي.
د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند مشر، صلاح الدين رباني په يوه پيغام کې د حسيب پنجشيري د وژل کېدو له کبله د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ويلي، "هغه په ډېرې زړورتيا د ظلم او استبداد پر وړاندې ودرېد او په پای کې یې خپله خوږه وينه د افغانستان د دفاع په لاره کې قرباني کړه".
"د افغانستان د ازادۍ جبهې" هم ويلي چې د حسيب پنجشيري وژل کېدل "د طالبانو د ټغر ټولولو لپاره د مبارزينو هوډ او روحيه پياوړې کوي".
د امرالله صالح په مشرۍ "د زرغون افغانستان بهير" ويلي، حسيب پنجشري "د عدالت تامين او د طالبانو د ظلم، تبعيض، تعصب او جهالت د ټغر ټولولو لپاره په ريښتيني ډکر کې ودرېد او خپل ژوند یې د خلکو د ارمان لپاره قرباني کړ".
د افغانستان پخواني مرستيال ولسمشر مارشال عبدالرشید دوستم هم په يوه پیغام کې د حسب پنجشيري وژل کېدو له کبله خواشيني ښودلې او په خپله فېسبوک پاڼه یې ليکلي، "د هغه همسنګر ملګري به یې وینه پر ځمکه پرې نه ږدي. تاسو به شاهدان وئ چې د ظلم او استبداد واکمني به ډېره ژر له دې خاورې ټوله شي".
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم پر فېسبوک يوه پيغام کې د ښاغلي پنجشيري د وژل کېدو له کبله خواشيني څرګنده کړې او په دې عملياتو کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د افغانستان د عدالت او ازادۍ ګوند مشر سرور دانش هم په يوه پيغام کې د حسيب پنجشيري د وژل کېدو له کبله د غمشريکۍ تر څنګ ليکلي، "د دغه زړور قومندان شهادت په داسې شرايطو کې چې افغانستان د استبداد، انحصار او د مدني ازاديو د ځپلو تر سيوري لاندې دی، يو ځل بيا موږ ټولو ته هغه درنه بيه را په يادوي چې د دې خاورې اودلادونه یې د ازادۍ، انساني کرامت او د خلکو د برخليک د ټاکلو له حق څخه د دفاع لپاره کوي".
د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم په يوه پيغام کې د هغه د وژل کېدو له کبله خواشیني ښودلې او د هغه مړينه یې "یوه دردونکې او نه جبرانېدونکې ضايعه" بللې ده.
د تميم عاصي په نامه يوه افغان لیکلي چې د افغانستان د مسئلې حل په جګړه کې نغښتې نه دی او وايي، "ما دا عکس ولید د ملا داد الله هغه عکس راپه ياد شو چې له وژل کېدو وروسته په کندهار کې اخيستل شوی و. هغه هم همداسې په وينو ک ډوب و او مسولينو یې پر موبايلونو عکسونه اخيستل... د افغانستان د جګړې حل د يو بل وژل او په هغو خوښي کول نه دي... زه له کومې ځانګړې جبهې سره تړاو نه لرم خو د تاريخ په استناد ويلی شم چې حسيب جرمي سابقه لرله، خو له دې کار سره له نړۍ د يوه اتل په توګه ولاړ. ځکه هغه هم ملا داد الله په څېر د خپلو ارمانونو لپاره وجنګېد او ووژل شو."
په همدې مهال د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کارکوونکو د جمهوريت پر مهال د حسيب پنجشيري فعاليتونو او کړنو ته اشاره کړې او پر هغو یې نيوکې کړې دي.
د طالبانو حکومت ته نژدې ځينو د ټولنيزو رسنيو کاروونکو هم د عکسونو او مطالبو په خپرولو سره د هغه د فعالیتونو په اړه ادعاوې مطرح کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په هېواد کې مخالف وسله وال نشته خو د دوی مخالفې جبهې بيا وايي په بېلابېلو سيمو کې فعاليت لري.
حسيب پنجشيری څوک و؟
حسيب پنجشيری ۳۴ کلن و او د پنجشير ولایت د عنابه ولسوالۍ د ابدرې کلې اصلي اوسېدونکی و.
د اوسېدو ځای یې یې د کابل "قوای مرکز" سیمه وه خو د طالبانو له بيا واک ته رسېدو او له "ملي مقاومت جبهې" سره له يو ځای کېدو وروسته د هغه د نژدې کسانو په وینا، د اوسېدو ثابت یې ځای یې نه و.
د هغه پر نامه ټولنيزه رسنۍ اېکس چې له ۱۷ زرو ډېر فالووران لري د زيږېدو نېټه د ۱۹۹۲ کال د جنورۍ ۲۸ ښودل شوې ده.
حسيب پنجشيري چې په "حسيب قوای مرکز" هم مشهور و، تر دوولسمه زدکړې کړې وې، د ملي امنيت په برخه کې د کورسونو له بشپړولو وروسته په کابل کې د چټک غبرګون د ټولي د قومندان په توګه یې هم دنده ترسره کړې وه.
پر حسيب پنجشيري د جمهوريت پر مهال په پلان شويو جرمونو کې د لاس لرلو تور پورې او له تعقيب لاندې و.
هغه مهال د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په پنجشير کې د هغه د نيولو لپاره عمليات پیل کړل خو پر نيولو یې بريالي نشول.
حسيب له هغو لومړنيو کسانو و چې د "ملي مقاومت جبهې" له جوړېدو سره سم ورسره يو ځای شو او د طالبانو پر وړاندې یې د وسله والې مبارزې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
نوموړي پر ټولنيزو رسنيو فعاله ونډه لرله او کله ناکله به یې د ویډيوګانو په خپرولو سره د خپلو فعاليتونو په اړه خبرې کولې.
له حسيب پنجشيري يوه مېرمن او پنځه اولادونه پاتې دي.