۱۵ کلن سوریا ونشي په ۵۳ توپونو ۲۰۴ منډې وکړې او د شپږیزو ریکارډ یې مات کړ

ویبهو سوریونشي د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د هند لپاره په شل اوریزو (ټي - ۲۰) نړیوالو سیالیو کې لومړۍ لوبه وکړه، خو تر اوسه یې د هند د پنځوس اوریزو (او ډي ای) نړیوالې لوبډلې لپاره لوبه نه ده کړې.
د عکس تشریح، ویبهو سوریونشي د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د هند لپاره په شل اوریزو (ټي - ۲۰) نړیوالو سیالیو کې لومړۍ لوبه وکړه، خو تر اوسه یې د هند د پنځوس اوریزو (او ډي ای) نړیوالې لوبډلې لپاره لوبه نه ده کړې.
    • Author, مایک پېټر
    • دنده, د بي بي سي سپورت چارو خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

هندي ۱۵ کلن توپ‌وهونکي ویبهو سوریاونشي د هند الف لوبډلې لپاره د متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې په یوازې ۵۳ توپونو ۲۰۴ منډې وکړې او د نارینه‌ وو په یو ورځنیو سیالیو کې یې د یوې پاڼۍ د تر ټولو ډېرو شپږیزو نوی ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي د ځوانانو اسيا جام سیاليو يا 'اسیا کپ رایزېنګ سټارز' کې ۲۸ شپږیزې او اووه څلوریزې ووهلې او د لیسټ اې کرېکټ د تر ټولو چټکو دوو سلیزو ریکارډ یې مات کړ. هغه د نیوزیلنډي لوبغاړي چاډ بوز هغه پخوانی ریکارډ مات کړ چې په ۲۰۲۴ کال کې یې دوې سلیزې په ۱۰۳ توپونو بشپړې کړې وې.

دغه ځوان اوپنر د تر ټولو چټکې سلیزې او تر ټولو چټکو ۱۵۰ منډو ریکارډونه هم مات کړل. د نوموړی کېچ هغه مهال په لانګ اف کې ونیول شو چې د هند الف لوبډلې بریا ته یوازې پنځه منډې پاتې وې.

هند الف لوبډلې په پای کې د ۲۵۰ منډو هدف په دوحه کې یوازې په ۱۴.۲ اورونو کې بشپړ کړ. دا لوبه د متحده عربي اماراتو د هغې لوبډلې پر وړاندې وه چې په ترکیب کې یې څو نړیوال لوبغاړي شامل وو، خو دا د اماراتو اوسنۍ لومړۍ درجه یا بشپړه پیاوړې لوبډله نه وه.

سوریاونشي اوس د لیسټ اې کرېکټ په تاریخ کې د تر ټولو چټکې سلیزې، تر ټولو چټکو ۱۵۰ منډو او تر ټولو چټکو دوو سلیزو ریکارډونه په خپل نوم لري.

د نارینه‌ وو په سینئر سیالیو کې د یوې پاڼۍ د تر ټولو ډېرو شپږیزو پخوانی ریکارډ ۲۶ شپږیزې وې، چې تنمي اګروال د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د هند د فرسټ کلاس رنجي ټرافي سیالیو کې د حیدراباد لپاره د اروناچل پردېش پر وړاندې د ۳۶۶ منډو په پاڼۍ کې وهلې وې.

په لیسټ اې کرېکټ کې د ډېرو شپږیزو پخوانی ریکارډ ۲۳ شپږیزې وې، چې ډارسي شارټ د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر پر ۲۸مه د کوینزلېنډ لپاره د تسمانیا پر وړاندې د ۲۵۷ منډو په پاڼۍ کې ثبت کړی و.

ویبهو سوریاونشي د لیسټ اې او شل اوریز (ټي-۲۰) کرېکټ د تر ټولو کم عمره سلیزه جوړونکي لوبغاړي ریکارډونه هم په خپل نوم لري. د دې ترڅنګ هغه په شل اوریز کرېکټ کې د تر ټولو کم عمره لوبډلمشر ریکارډ هم لري.

 سوریونشي په لوبغالي کې ۲۸ ریکارډ شپږیزې د وېکټ دواړو لوریو ته ووهلې
د عکس تشریح، سوریونشي په لوبغالي کې ۲۸ ریکارډ شپږیزې د وېکټ دواړو لوریو ته ووهلې

د هند پخوانی توپوهونکی دیپ داسګوپتا د بي بي سي راډیو ۵ لائیو ته وویل، "په دې بڼې کې تر ټولو مهمه خبره له وېرې پرته لوبه ده او سوریاونشي له دې ځانګړتیا په بشپړه توګه برخمن دی."

"له تخنیکي پلوه هم هغه یو ځانګړی لوبغاړی دی. د اوسني نسل ډېری لوبغاړي د ډېرې روزنې او ګڼو روزونکو تر اغېز لاندې راځي، په ځانګړي ډول کله چې د فرنچایز کرکټ برخه شي."

"د هغه تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې په چټک ډول لوړې کچې ته رسېدلی او د ډېرو روزونکو تر اغېز لاندې نه دی راغلی. له همدې امله د هغه طبیعي لوبه لا هم خوندي پاتې ده."

"د بېټ حرکت، د لاسونو چټکوالی او د شاټ وهلو وړتیا یې خورا طبیعي ده او د هغو تر ټولو چټکو مهارتونو څخه ده چې لیدل کېږي. له تخنیکي پلوه ډېر استعداد لري، ځانګړی لوبغاړی دی او رښتینی ستوری بلل کېدای شي."

سوریاونشي له هغه راهیسې په شل اوریز کرکټ کې د پام وړ شهرت ترلاسه کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په ۱۴ کلنۍ کې د هند غوره لیګ (ای پي ایل) لومړۍ لوبه وکړه.

هغه د سیالۍ په لومړیو دوو فصلونو کې دوې سلیزې او شپږ نیمه سلیزې وهلې دي او په جولای کې د انګلنډ پر وړاندې له لومړۍ نړیوالې لوبې وروسته یې د هند لپاره په شل اوریزو سیالیو کې ۱۰ نړیوالې لوبې هم کړې دي.

دغه کيڼ لاسی توپوهونکی، چې په دوحه کې یې یوازې خپله ۱۶مه لیسټ اې لوبه ترسره کوله او دویمه سلیزه یې ووهله، تر اوسه د هند لپاره په ۵۰ اوریزو نړیوالو سیالیو کې نه دی لوبېدلی.

هغه په دې لوبه کې له ابھشیک شرما سره د لومړۍ وېکټې لپاره ۶۸ منډې، له پربسمرن سینګ سره ۴۰ منډې او له رینکو سینګ سره ۱۳۷ منډو ملګرتیا وکړه. ابھشیک ۱۲، پربسمرن ۳ او رینکو سینګ ناسوځېدلې ۲۷ منډې وکړې.

هند الف لوبډلې، چې په ترکیب کې یې څو نړیوال لوبغاړي لرل، متحده عربي امارات ۵۰ اورونو کې ۲۴۹ منډو ته محدود کړل. وروسته یې ۲۵۴ منډې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړې، د اوو وېکټو په توپیر یې بریا خپله کړه او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.

د رایزنګ سټارز په دې سیالیو کې د هند، پاکستان، سري لنکا، بنګله دېش او افغانستان الف لوبډلې ګډون لري او د متحده عربي اماراتو، نیپال او هانګ کانګ لوبډلې هم پکې سیالي کوي.

هند الف اوس د بي ګروپ په سر کې دی. دې لوبډلې تر دې وړاندې نیپال مات کړی او له پاکستان الف څخه یې ماتې خوړلې وه. سوریاونشي په دغو دوو لوبو کې ۲۶ او ۱۱ منډې کړې وې.

که پاکستان الف د سې شنبې په ورځ نیپال ته ماتې ورکړي، بېرته به د ګروپ لومړی مقام خپل کړي. نیمه پایلوبې د پنجشنبې او جمعې په ورځ کېږي او پایلوبه به د یکشنبې په ورځ وي.