د غوښو له خوړلو پرته بدن کې د اوسپنې د زیاتولو پنځه لارې کومې دي؟

    • Author, میلیسا هوګن بوم
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

له ماشومتوبه موږ ته ویل شوي، چې د پالکو خوړل بدن پیاوړی کوي، ځکه پالک په زیاته کچه اوسپنه لري.

تر اوسه هم ډېر خلک پالک په بېلابېلو خوړو کې کاروي، لکه مکروني، هګۍ او بانجان او داسې نور خواړه.

پالک نه یوازې دا، چې زیاته کچه فایبر لري او په اسانۍ موندل کېږي، بلکې د اوسپنې یوه ښه سرچینه هم ګڼل کېږي.

خو د روغتیايي چارو د کارپوهانو په وینا، که پالک اومه وخوړل شي، بدن یې یوازې لږه اندازه اوسپنه جذبولی شي.

دا موضوع ځکه مهمه ده چې د نړۍ نږدې له هرو دریو کسانو څخه یو یې د اوسپنې له کمښت سره مخ دی.

د کارپوهانو په وینا، د اوسپنې ترلاسه کولو لپاره یوازې دا پوهېدل بسنه نه کوي، چې کوم خواړه باید وخوړل شي، بلکې دا هم مهمه ده، چې پوه شو دغه خواړه څنګه چمتو او وخوړل شي، چې بدن وکولای شي ترې د امکان تر بریده ډېره اوسپنه جذب کړي.

نړۍ کې د خوراکي موادو تر ټولو عام کمښت

د اوسپنې کمښت په نړۍ کې د خوراکي موادو تر ټولو عام کمښت ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول د ماشومانو او هغو ښځو ترمنځ چې د اولاد زېږولو عمر ته رسېدلې وي.

ستړیا، د بدن کمزوري او ساه لنډېدل د اوسپنې د کمښت عامې نښې دي. اوسپنه په بدن کې د هیموګلوبین د جوړېدو لپاره اړینه ده. هیموګلوبین د وینې له لارې د بدن نږدې ټولو برخو ته اکسیجن رسوي.

د برېټانیا د ختیځې انګلیا پوهنتون د منرالونو د میتابولیزم پروفیسره سوزان فېر وېدر ټېټ وايي:

" تر ټولو ښه لاره دا ده، چې د مناسبې او متوازنې غذا په مرسته د اوسپنې له کمښت او د وینې له کمښت (انیمیا) څخه مخنیوی وشي. "

خو ټول هغه خواړه، چې اوسپنه لري، یو شان نه دي؛ ځکه بدن له بېلابېلو خوړو څخه اوسپنه په بېلابېله کچه جذبوي.

هغه کسان چې غوښه نه خوري، باید ډېر پام وکړي

په خوړو کې اوسپنه په بنسټیز ډول په دوو بڼو موندل کېږي.

لومړۍ بڼه یې هیم اوسپنه (Heme Iron) ده، چې په غوښه او سمندري خوړو کې شتون لري، او دویمه بڼه یې غیرهیم اوسپنه (Non-heme Iron) ده، چې له نباتي خوړو څخه ترلاسه کېږي.

د کارپوهانو په وینا، بدن هیم اوسپنه د غیرهیم اوسپنې پرتله په اسانۍ سره جذبوي.

د غوښې او سمندري خوړو په ترکیب کې د شته اوسپنې شاوخوا ۱۵ تر ۳۰ سلنه جذبېږي، خو له نباتي خوړو څخه د ترلاسه کېدونکې اوسپنې د جذب کچه تر دې ډېره ټیټه ده.

د بېلګې په توګه، په وچو دالونو او لوبیاوو کې د شته اوسپنې یوازې شاوخوا دوه سلنه جذبېدای شي، په داسې حال کې چې په شنو پاڼو لرونکو سبزیو کې د اوسپنې د جذب کچه عموماً له اوو تر نهو سلنې پورې وي.

له بلې خوا، د روغتیا، چاپېریال او د بیو د لوړېدو په اړه د اندېښنو له امله ډېر خلک د سرو غوښو خوړل کموي.

د لندن د کېنګز کالج د تغذیې د علومو متخصصه یمېسي لاتوندې دادا وايي، که خلک د غوښې پر ځای د اوسپنې لرونکي نور خواړه ونه کاروي، په بدن کې یې د اوسپنې د کمښت خطر زیاتېدای شي.

له نباتي خوړو څخه د اوسپنې جذب څنګه ښه کېدای شي؟

ښه خبره دا ده، د نباتي خوړو ګڼې سرچینې شته، چې د بدن د اوسپنې ورځنۍ اړتیا پوره کولو کې مرسته کولای شي.

که څه هم بدن غیرهیم اوسپنه په لږه کچه جذبوي، خو د کارپوهانو په وینا، د خوړو د پخولو او خوړلو ځینې لارې چارې د اوسپنې د جذب بهیر ښه کولای شي.

د بېلګې په توګه:

دالونه او غلې دانې په نرم او پاخه ډول باندې وخورئ.

ځینې سبزیجات پخول.

د خوړو ترڅنګ د لیمو یا ویټامین سي لرونکو مېوو او خوړو استعمال.

دا لارې چارې د بدن له خوا د اوسپنې د جذب وړتیا لوړولای شي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره، چې غوښه لږ خوري یا په بشپړ ډول پر نباتي خوړو تکیه کوي.

د کارپوهانو په وینا، د اوسپنې د کمښت د مخنیوي لپاره باید دې خبرې ته پام وشي، چې په خوړو کې د اوسپنې اندازه څومره مهمه ده، په هماغه اندازه دا هم مهمه ده، چې خواړه څنګه چمتو او وخوړل شي.

۱- ځینې سبزیجات په اوبو کې واېشوئ او ځینې په بخار کې پاخه کړئ

د خوړو د چمتو کولو طریقه پر دې اغېز لري، چې بدن په څومره ښه توګه اوسپنه جذبولای شي.

د بېلګې په توګه، په پالکو کې د اکسالیټ (Oxalates) په نوم داسې مرکبات شته چې د اوسپنې د جذب مخه نیسي.

کله چې پالک په اوبو کې وایشول شي، د دغو مرکباتو اندازه یې کمېږي او په دې توګه بدن کولای شي ډېره اوسپنه ترې جذب کړي.

خو دا سپارښتنه یوازې هغو پاڼو لرونکو سبزیجاتو ته ځانګړې ده، چې د اکسالیټ اندازه پکې زیاته وي؛ لکه پالک، سویس چارډ (Swiss Chard) او د چغندرو پاڼې.

برعکس، د کاهو، کرم او پاک چوی (Pak Choi) په څېر سبزیجات که خام وخوړل شي یا په بخار کې پاخه شي، ویټامین سي یې تر ډېره خوندي پاتې کېږي.

ویټامین سي له بدن سره د اوسپنې په جذب کې مرسته کوي.

۲- د اوسپنې لرونکو خوړو ترڅنګ ویټامین سي هم وکاروئ

څېړنو ښودلې، چې ویټامین سي د اوسپنې جذب په څرګند ډول زیاتوي، په ځانګړي ډول هغه اوسپنه چې له نباتي خوړو څخه ترلاسه کېږي.

د دې لپاره کولای شئ پر خوړو د لیمو اوبه وڅڅوئ، یا د سهارنۍ پر مهال د اوسپنې لرونکو خوړو ترڅنګ لږ د مالټې جوس وڅښئ.

۳- تخمیر شوي خواړه په خپل خوراکي رژیم کې شامل کړئ

تخمیر شوي خواړه هم د اوسپنې په جذب کې مرسته کولای شي.

د تخمیر په بهیر کې فایټیک اسید تجزیه کېږي.

دا ماده په غلو دانو، مغزیاتو او زړو کې موندل کېږي او د اوسپنې جذب کموي.

له همدې امله، د عادي ډوډۍ پر ځای د تخمیر شوې ډوډۍ (Sourdough Bread) خوړل غوره انتخاب کېدای شي.

۴- یوازې پر اوسپنې بډایو شویو خوړو تکیه مه کوئ

په ډېرو ډوډیو او د سهارنۍ په حبوباتو کې اوسپنه ورزیاتېږي، خو ډېری وخت د اوسپنې هغه ډول پکې کارول کېږي، چې بدن یې په اسانۍ سره نه شي جذبولای.

څېړنو ښودلې، له ځینو هغو حبوباتو څخه چې اوسپنه پکې زیاته شوې وي، د اوسپنې د جذب کچه ډېره ټیټه وي؛ خو له تصفیه شوې سپینې اوړو څخه په جوړې شوې ډوډۍ کې شته اوسپنه ترې په نسبتاً ښه توګه جذبېدای شي.

۵- د خوړو ترڅنګ د څښاک ډول ته هم پام وکړئ

د خوړو پر مهال د ځینو څښاکونو استعمال هم د اوسپنې پر جذب اغېز کوي.

په چای او قهوه کې ټانین او پولیفینول په نوم مواد شته، چې د اوسپنې جذب کمولای شي.

کارپوهان سپارښتنه کوي، چې که غواړئ چای وڅښئ، نو له ډوډۍ خوړلو لږ تر لږه دوه ساعته وروسته یې وڅښئ.

که څه هم یو کس د ورځې د اړتیا وړ اندازه اوسپنه ترلاسه کوي، خو بدن یې عموماً یوازې له یوه تر دوو ملي ګرامه پورې اوسپنه جذبوي.

دا اندازه د بدن د ورځنیو فعالیتونو، خولې او په ښځو کې د میاشتني عادت له لارې د له منځه تلونکې اوسپنې له اندازې سره برابره ده.

د کارپوهانو په وینا، د اوسپنې لرونکي خواړه د ورځې په اوږدو کې په لږه لږه اندازه خوړل ډېر ګټور دي؛ ځکه که په یوه وخت کې ډېره اوسپنه بدن ته ورسېږي، بدن یې د جذب کچه په خپله محدودوي.

که د اوسپنې د مکملونو (Supplements) د کارولو پرېکړه کوئ، غوره ده چې لومړی له ډاکټر سره مشوره وکړئ؛ ځکه بدن هڅه کوي، چې د اوسپنې اندازه متوازنه وساتي او د اوسپنې زیاته اندازه هم روغتیايي ستونزې رامنځته کولای شي.