افغانستان د پوتين او د تاجکستاني ولسمشر د کتنې په اجنډا کې

    • Author, فرهاد محمدي
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د جمعې په ورځ (۲۰ نومبر) تاجکستان ته په يوه ورځني سفر تللی و او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل.

د روسيې تاس خبري اژانس د راپور له مخې دواړو مشرانو په پلازمېنه دوشنبې کې "په تاجکستان کې د روسيې د پوځي اډې د فعاليتونو، د سيمه ييز امنيت د مسايلو او د دوه اړخيزو همکاریو د پراختيا" په اړه خبرې وکړې.

د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي امنيت موضوع هم د دواړو لوريو د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو وه.

له افغانستان سره په تړاو د دواړو ولسمشرانو د ليدنې نور جزيات نه دي خپاره شوي خو په دوشنبې کې د بي بي سي خبريال سهراب ضيا وايي، "داسې ښکاري چې پوتين په خپله تګلاره کې غواړي چې د منځنۍ اسيا هېوادونه د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې ولري، مسکو دغه هېوادونه خپل انګړ بولي چې امنيت یې د روسيې پر امنيت مستقيم اغېز لري، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې روسيه په اوکرايين کې په جګړه بوخته ده".

د کابل او دوشنبې ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو نښې هم ليدل کېږي. په دې وروستيو کې دواړو لوريو د يوه ګډ سرحدي بازار د پرانيستلو لپاره د خپل چمتووالي خبر هم ورکړی و.

په دې وروستيو کې نيويارک ټايمز ويلي وو چې د روسيې او امریکا د استازو په وروستۍ ليدنه کې مسکو د اوکرايين او ختیځې اروپا د موضوعاتو ترڅنګ غوښتنه کړې وه چې ناټو دې په "منځنۍ اسيا او جنوبي قفقاز کې له هر ډول فعاليتونو" ډډه وکړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزير مارکو روبيو منځنۍ اسيا ته په خپل وروستۍ سفر کې د واشنګټن او د دغه سيمې ترمنځ د اړيکو د پراختيا خبر ورکړ.

په تاجکستان کې د روسيې ۲۰۱مه پوځي اډه هم له امام علي رحمان سره د ښاغلي پوتين د خبرو اترو له موضوعاتو وه. څو روسي چارواکو هم په دې وروستيو کې د همدې موضوع په موخه تاجکستان ته سفرونه کړي وو او د دغې اډې د پراختيا په اړه یې خبرې کړې وې. دا اډه د روسيې له خاورې بهر د روسي ځواکونو تر ټولو لوی مرکز دی.

تاس خبري اژانس د پوتين له خولې وايي، "اوس به دا فرصت ولرو چې د سیمه ييز امنيت په اړه د ټوليز امنيت تړون سازمان له چوکاټ څخه بهر خبرې وکړ او په جلا توګه به د خپلې پوځي اډې د فعاليتونو په اړه هم بحث وکړو."

ښاغلي پوتين د روسيې او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي اړيکو په اړه ويلي، "تېر کال زموږ د سوداګرۍ کچه تر ۲۵ سلنې لوړه شوې وه او سږکال هم د لومړيو نهو مياشتو په ترڅ کې نژدې ۱۹ سلنه زياتوالی لري. دا ښه پرمختګ دی. چارې مخ پر وړاندې روانې دي. ګڼ شرکتونه د روسيې په پانګونې فعاليت کوي او د روسيې له ۷۰ ډېرې سيمې د تاجکستان له بېلابېلو سيمو سره همکاري لري."

د روسيې د بنديزونو سيوری؛ د کډوالو حوالې د تاجکستان د ناخالص کورني توليد ۵۷ سلنه جوړوي

د منځنۍ اسيا ټايمز خپرونې چې په قرغزستان کې فعاليت کوي او د منځنۍ اسيا پر موضوعاتو تمرکز لري. دوې ورځې وړاندې يو راپور خپور کړ چې اروپايي ټولنې د يوني سټريم په نامه په هغه بانک بنديز ولګاوه چې تاجکستاني کډوالو ترې کور ته د پیسو لېږلو لپاره ترې کار اخيست.

رسنيو د دغه بانک د بنديز په اړه ويلي، "د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی چې يوني سټریم د روسيې پوځي کارکوونکو، د هغو کسانو په ګډون چې په اوکرايين کې جنګېږي، د پورونو د ورکړې د ځنډ او د روسيې د بانکي سکتور لپاره د عوايدو په برابرولو کې فعال رول درلود".

دری ورځې وړاندې د تاجکستان نيمه دولتي رسنۍ اسيا پلس هم راپور ورکړی و چې "اروپايي ټولنې د روسيې سوداګريز بانک يوني سټريم چې په همدې نامه د پيسو د لېږد سيستم هم چلوي، د بنديزونو په نوملړ کې شامل کړی دی. دا پرېکړه ښايي پر تاجکستان هم اغېز وکړي؛ هغه هېواد چې له روسيې د پیسو د لېږلو او ترلاسه کولو لپاره له دغه سيستم څخه کار اخلي".

د منځنۍ اسيا ټايمز د راپور له مخې، "د روسيې اقتصاد کمزوري کېدل او د کډوالۍ د قوانينو سختېدل ښايي هغه پيسې کمې کړي چې تاجکستاني کارګران يې خپلو کورنيو ته لېږي او په منځنۍ موده کې به د تاجکستان د اقتصاد وده ورو کړي".

د دغې رسنۍ په وینا، "د نړيوال بانک د شمېرو له مخې تاجکستان په نړۍ کې د کډوالو د پيسو پر حوالو تر ټولو ډېر تکيه اقتصاد دی؛ په داسې ډول چې په ۲۰۲۵ کال کې دغه هېواد ته د ترلاسه شویو شخصي حوالو ارزښت د هغه د ناخالص کورني توليد ۵۷.۷ سلنه جوړوله. د دوشنبې د رسمي شمېرو له مخې په دغه ۱۰.۸ ميليونه نفوس لرونکي هېواد کې په ۲۰۲۵ کال کې تر ۷۰۲ زره ډېر کسان د کار لپاره بهر ته او ډېری یې روسيې ته تللي وو".

د ښاغلي پوتين او امام علي رحمان د خبرو اترو په اړه خپرو شويو راپورونو کې د يوني سټريم بانک پر بنديزونو او د تاجکستان پر اقتصاد د هغو اغېزو ته مستقيمه اشاره نه ده شوې خو له دې امله چې اقتصاد د دواړو مشرانو د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه و، احتمال شته چې ښاغلي رحمان د روسيې له ولسمشر سره خپله دغه اندېښنه هم شریکه کړې وي.

پوتين له چين څخه تاجکستان ته سفر تللی و او د جمعې ماسپښين د خپل هېواد پر لور روان شو.