تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو مشرتابه ته نومانده: 'که بریالۍ شم، غواړم افغان ښځو ته خدمت وکړم'
لانا نسیبه، هغه اماراتي نومانده ده چې د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي څوکۍ ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي. هغې د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) ته ویلي، هغه ځان د "پل جوړوونکې" په توګه ګڼي؛ چې کولای شي د دې سازمان لپاره په یوه ډېر حساس پړاو کې مثبت بدلون راولي.
نسیبه، چې په خټه فلسطیني-اماراتۍ ده، وروسته له هغه د نوماندې په توګه راڅرګنده شوه چې د ټاکنیزو سیالیو په بهیر کې یو ډول بند حالت رامنځته شو.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د انتونیو ګوترېش د ځای ناستي ټاکلو لپاره د یوې نوې رایې اچونې په درشل کې، دغې ډیپلوماتې وویل: "د یوې عربې ښځې په توګه د ټاکنیز کمپاین پر مخ وړل اسانه کار نه دی... خو زه د دې لپاره چې یوه عربه ښځه یم کمپاین نه کوم. زه د کمپاین په حال کې یم، ځکه زه پر ملګرو ملتونو باور لرم."
ټاکل شوې، د جمعې په ورځ یوه نوې رایه اچونه ترسره شي؛ په دې بهیر کې باید نوماندان د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو له ویټو (ردولو حق) ځان وژغوري.
که نسیبه وټاکل شي، هغه به لومړنۍ ښځه وي چې د دې نړیوال سازمان مشري کوي او د مصري پیطروس پیطروس غالي وروسته به دویمه عربه وي چې دې مقام ته رسېږي.
هغې د ملګرو ملتونو د مشرۍ دندې لپاره د کمپاین په موخه، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت د وزیرې په توګه او دغه راز د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې لپاره د استازې په توګه له خپلو دندو استعفا کړې ده.
نوموړې چې یوه تجربه لرونکې ډیپلوماټه ده، له ۲۰۱۳ تر ۲۰۲۴ کلونو یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د دایمي استازې په توګه هم دنده ترسره کړې ده؛ هغه لومړنۍ ښځه وه چې دا څوکۍ یې په واک کې وه.
د هغې کورنۍ په دودیز ډول د بیت المقدس په زاړه ښار کې "د سپېڅلې کلیسا مقبرې" (چرچ اف دی هولي سپولچر) دروازې د پرانیستلو او تړلو مسؤلیت پر غاړه لري؛ دا مسؤلیت د مسیحي ټولنې لخوا دغې مسلمانې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
هغې فرانسوي خبري اژانس (اې ایف پي) ته وویل: "زما د کورنۍ په رګونو کې دا باور نغښتی چې مذهب، توکم او ملي هویت باید هېڅکله د جلاوالي لامل نه شي، بلکې باید د یووالي او نژدېوالي لپاره د یو ځواک په توګه کار وکړي."
هغه وايي، "دا وړتیا لري چې په خورا پېچلو مسلو کې د لیدلورو ترمنځ واټن کم او پلونه جوړ کړي."
"باوري یم، ما له یوې لسیزې ډېر وخت په دې خبره لګولی چې وښیم، د ډیپلوماټیکو فعالیتونو پر مهال په خورا پېچلو قضیو کې د یو 'پل جوړوونکي' په توګه کار کول، څه لاسته راوړنې لرلای شي."
هغې په پرله پسې توګه په ۲۰۲۰ کال کې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په تړاو د متحده عربي اماراتو له پرېکړې دفاع کړې ده.
'د نسل بدلون'
نسیبه د بېلګې په توګه د هغه سفر یادونه کوي چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې یې تنظیم کړی و؛ دا سفر د اکتوبر په ۷مه پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته ترسره شو.
هغې د امنیت شورا سفیران د مصر او غزې ترمنځ د رفح پولې ته یووړل. دوی په هغه ځای کې له هغو زیرمو سره مخ شول، چې د زېږون اړوند له وسیلو، طبي توکو او ویلچیرونو (د معلولینو ګاډیو) ډک وو، خو فلسطیني سیمې ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېده.
"کله چې سفیرانو دا صحنه ولیده، دا حقیقت ورته روښانه شو، هغه څه چې موږ یې په نیویارک کې کوو، یوازې پر ډیپلوماټیکو متنونو بحث کول نه دي." هغې وویل: "موږ هڅه کوو، په سیمه کې د هغو خلکو د کړاوونو مخه ونیسو چې تر ټولو زیات اړمن دي."
دغه سفر د ملګرو ملتونو د دوو پرېکړه لیکونو په تصویب کې مرسته وکړه، چې یوه یې د مرستو رسولو د بهیر د چټکتیا لپاره یوه تګلاره رامنځته کړه.
نسیبه وايي، ملګري ملتونه د "نسلي بدلون" له یوه پړاوه تېرېږي او دغه سازمان باید (په تدریجي ډول د کمزوري کېدو) مفکوره رد کړي.
هغه پلان لري، په خپلو لومړیو ۱۰۰ کاري ورځو کې، کلیدي شخړې په نښه کړي، چې د یو پیاوړي مشرتابه ټیم او یوې منځګړې شورا (چې د جوړولو اراده یې لري) له لارې په چټکۍ رسیدګي ورته وشي.
د هغې په وینا، د ملګرو ملتونو اصلاح کول "سیاسي لیدلوري" ته اړتیا لري، خو په ورته وخت کې باید د چټکو تصمیمونو لپاره قاطعیت هم موجود وي."
'په بشپړه توګه خپلواکه'
د بشري حقونو ډلو د هغې نوماندي تر پوښتنې لاندې راوستې. او داسې تورونو ته یې اشاره کړې، چې ګواکې متحده عربي اماراتو په سودان کې د دغه هېواد د منظم پوځ پر وړاندې جګړه کې، له غیر رسمي وسله والو ډلو (ملېشه ځواکونو) سره مرسته کړې. دا تورونه ابوظبي رد کړي دي.
هغه وايي: "په طبیعي توګه د هر نوماند په اړه ډېر عامه بحثونه کېږي، خو زما د نوماندۍ په اړه دا بحثونه لا ډېر دي."
"زه خپلواکه یم. ما خپله حکومتي دنده پرې ایښې ده... زه به په بشپړه توګه خپلواکه اوسم."
هغې زیاته کړه چې د نیوکو پر وړاندې یې ټینګ دریځ خپل کړی دی، یو لامل یې د افغانستان د مدني ټولنې د ۲۵ ښځینه سازمانونو ملاتړ و؛ هغو سازمانونو چې په کلکه یې د هغې د کمپاین ملاتړ وکړ.
اغلې نسیبه زیاتوي، د دې ښځو له ډلې ځینې یې، د افغانستان په اړه د پرېکړه لیکونو پر سر د پخوانیو خبرو اترو پر مهال لیدلې وې.
"که په دې لار کې بریالۍ شم، دا هغه خلک دي چې زه غواړم خدمت ورته وکړم."
لانا نسیبه وايي، هغه د غزې او سودان د ماشومانو او ښځو په اړه هم فکر کوي.
"ډېری وختونه دا ښځې او ماشومان دي چې کړېږي، په داسې حال کې چې نارینه پرېکړې کوي او جګړې پیلوي."
درې ورځې وړاندې، د سومالیا حکومت اعلان وکړ چې په موګادیشو کې یې د متحده عربي اماراتو سفیر احمد جمعه الرمیثي، له هېواده شړلی او هغه ته یې ۷۲ ساعته وخت ورکړی چې سومالیا پرېږدي.
دغه راز، حکومت خپل سفیر په ابوظبي کې د مشورو لپاره بېرته ورغوښتی دی. دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو ترینګلتیاوو د زیاتېدو څرګندونه کوي؛ هغه ترینګلتیاوې چې د سومالیا پر کورنیو چارو د متحده عربي اماراتو د لاسوهنې په اړه د موګادیشو له تورونو سره تړاو لري.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود د سېشنبې په ورځ په ټلوېزیوني وینا کې متحده عربي امارات تورن کړل چې د فدرالي حکومت د کمزوري کولو او په کور دننه د اختلافاتو د ژورولو هڅې کوي.
هغه وویل چې متحده عربي امارات د سیمهییزو ادارو سیاسي او مالي ملاتړ کوي، پوځي اډې جوړوي او داسې امنیتي جوړښتونه رامنځته کوي چې د مرکزي حکومت تر واک او کنټرول لاندې نه دي.