د طالبانو حکومت: د متقي په مشرۍ پلاوی تهران کې د ایکو په سرمشریزه کې ګډون کوي‌

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، د امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی به راتلونکې میاشت په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۸مه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

دا خبر باختر دولتي خبري اژانس د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رییس حافظ ضیاء احمد تکل په حواله خپور کړی دی.

ټاکل شوې د ایکو دا سرمشریزه د راتلونکې ډسمبر میاشتې پر ۳مه او ۴مه نېټه ترسره او د غړو هېوادونو مشران پکې برخه واخلي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي هم څو ورځې وړاندې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو‌ چې "افغانستان به د اقتصادي همکاریو سازمان( ایکو) په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي"، خو دا یې نه وه روښانه کړې، چې دا ځل به له افغانستانه دې سرمشریزې ته څوک ورځي.

تېر کال په اذربایجان کې د دغه سازمان سرمشریزې ته د طالبانو حکومت د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی ورغلی و.

ښاغلي جلالي دا پوست د نومبر ۱۵مه داسې مهال کړی و، چې پاکستان د ایکو یا اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې کوربه و،‌ خو د طالبانو له حکومته څوک نه وو وربلل شوي.

هغه لیکلي وو چې د افغانستان له حضور پرته 'د معنا لرونکې سیمه‌ییزې همغږۍ تصور تش خیال او غیر واقعي فکر دی.'

ښاغلي جلالی سوداګري، ترانزیټ او اقتصادي همکارۍ د سیاسي اختلافاتو د حل کارنده لار بللې وه،‌ خو د کوم مشخص هېواد د نوم له اخیستلو پرته یې زیاته کړې وه، چې "زموږ په سیمه کې لا هم زاړه ذهنیتونه حاکم دي" او د دې ګډ درک رامنځته کېدو ته لا ډېره لار پاتې ده، چې اقتصادي اتصال باید د سیاسي کړکېچونو یرغمل نه وي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، چې د لومړي وزیر مرستیال هم دی، په اسلام اباد کې د ایکو د غړو هېوادونو د وزیرانو غونډې ته ویلي وو، چې د طالبانو حکومت باید د ترهګرۍ اړوندو اندېښنو حل کولو لپاره اغېزناک ګامونه واخلي.

اسلام اباد اعلان کړی چې په تهران کې د ایکو سرمشریزه ته د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف ورځي.

د اقتصادي‌ همکاریو سازمان، چې په ۱۹۸۵ کال کې جوړ شوی، د افغانستان په ګډون لس دایمي غړي لری او د غړو هېوادونو د وګړو شمېر یې له ۴۶۰ میلیونو اوړي.

د دغه سازمان پر ویب‌پاڼه لیکل شوي، ایکو په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا او دې لپاره جوړ شوی چې په مټ یې په غړو هېوادونو کې هوساینه او ښیرازي رامنځته شي.

د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د ګډو لویو لارو او ترانسپورټي شبکو رامنځته کول، په ځانګړې توګه په انرژۍ او مخابراتي خدمتونو کې پراخه همکاري او له هغو سوداګریزو لارو ګټه اخېستل چې آسیا له اروپا سره نښلوي، د دې ټولنې نورې موخې دي.