امریکا: ایران به "د تاریخ تر ټولو سختې اقتصادي انزوا" سره مخ کړو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا د خزانې وزیر ایران ته خبرداری ورکړی چې واشنګټن به تهران له یوې داسې اقتصادي انزوا سره مخامخ کړي چې "پخوا په نړۍ کې نه ده لیدل شوې".

سکاټ بېسنټ دا څرګندونې په یوه تلویزوني مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي چې، "د هرمز تنګي پرله‌پسې بندښت به د دې لامل شي چې ایران به د خپلو بندرونو له لارې هېڅه هم وارد یا صادر نه شي کړای".

د ده په وینا، دا نوي اقتدامات به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.

تر ده مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي وېنس وویل، باوري دی چې امریکا به په دې مسئله کې "بلاخره برلاسې" شي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او په هرمز تنګي کې به هم حالت داسې شي چې د تېلو او ګازو بیې به بیا د امریکا خلکو لپاره بې‌ثباته نه وي.

ایران تر اوسه دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په تېر کې یې ویلي چې د خپل هېواد د ملي ګټو او حاکمیت لپاره له خپل دریځه نه اوړي او هرمز تنګی هم د دوی په واک کې دی.

ایران هرمز تنګی تړلی او امریکا ګواښ کړی چې پر ایرانیو بندرونو به سمندري کلابندي همداسې روانه وساتي.

دې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو ځل بیا خېږولې دي.

د ایران او امریکا ترمنځ دا اوږدې روانې ناندرۍ په داسې حال کې لا هم دوام لري چې درې ورځې وړاندې (۲۰ زمری/اګست ۱۱) ځينو رسنیو د پاکستانیو چارواکو له قوله خبر ورکړ چې ایران او امریکا هوکړې ته سره نږدې شوي دي.

بلومبرګ خپرونې د پاکستانيو چارواکو له خولې وویل چې ایران او امریکا د یوې داسې هوکړې د ترلاسه کولو په درشل کې دي چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم کړي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له بلومبرګ سره په خبرو کې ویلي چې د وروستیو دوو یا درو ورځو نښې نښانې ښيي چې دواړه لوري د سولې د ټینګښت لپاره یوې ''هوکړې یا ترتیباتو'' ته نږدې شوي دي.

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي خو داسې برېښي چې تر اوسه یې هلوځلو کومه ګټوره پایله نه ده درلودلې.

د متحده عرب اماراتو پر دوو تېل وړونکو بېړیو برید

په همدې حال کې متحده عرب اماراتو ویلي چې "ایران" یې له هرمز تنګي تېرېدونکو دوو تېل وړونکو بېړیو باندې برید کړی.

متحده عرب اماراتو دغه برید سخت غندلی او دا یې "سمندري غلا" بللې ده.

اماراتو د دغه برید تور پر ایران لګولی او ویلي‌ یې دي چې په ترڅ کې یې د متحده عرب اماراتو اړوند د تېلو ملي شرکت دوه بېړۍ په نښه شوې دي. خو دا یې نه دي ویلي چې دغو بېړیو ته په برید کې څومره ځاني یا مالي زیان اوښتی.

تر اوسه ایراني لوري په دې هکله څه نه دي ویلي خو له امریکا او اسرائيلو سره د جګړې له پیل راهیسې وايي چې په سیمه کې د امریکا اړوند پوځي هدفونه ولي او له هرمز تنګي د دوی له اجازې پرته تېرېدونکې بېړۍ په نښه کوي.

دا له یوې اوونۍ په کمه موده کې له دغه تنګي تېرېدونکو بېړیو باندې دا ډول دویم برید دی.