فلسطينیانو ته له هغه کلي د وتلو امر شوی چې ځينو اسرائيلیانو یې کورونه محاصره کړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په یوه کلي کې لسګونو فلسطیني کورنیو ته ویل شوي چې د اسرائیلي پوځ د عملیاتو پر مهال خپل کورونه پرېږدي. دا عملیات د هغو اسرائیلي مېشتو کسانو د ایستلو لپاره ترسره شوي چې په سیمه کې یې کړکېچ رامنځته کړی و.

د راپورونو له مخې، دغو مېشتېدونکو له یکشنبې ورځې راهیسې اوسېدونکي په دریو کورونو کې محاصره کړي وو او د هغوی د برېښنا او اوبو لاینونه یې پرې کړې وې.

د قصره کلي ښاروال، عبدالعظیم وادي، بي بي سي ته ویلي چې د دوی کلی د ''تړلې پوځي سیمې'' په توګه اعلان شوی او اسرائیلي ځواکونو ځینې هغه فلسطیني کورونه چې اوسېدونکي یې ترې ایستل شوي، د خپلو سرتېرو د استوګنې او اډو په توګه کارولي دي.

اسرائیلي پوځ ویلي چې د دې اقداماتو موخه ''د اوسېدونکو ساتنه'' ده.

یو اسرائیلي ویاند ډېوېډ مېنسر بي بي سي ته وویل، د مېشتېدونکو دغه کړنې ''د غندلو او د منلو وړ نه دي''. هغه زیاته کړې چې حکومت به دا پېښه وڅېړي، مسؤل کسان به ونیسي او عدلي تعقیب به یې وکړي.

هغه وویل:

''اسرائیلي پوځ د دې پر ضد اقدام کوي، موږ یې څېړو، مسوول کسان به ونیسو او قانون ته به یې وسپارو.''

د راپور له مخې، د اوسني اسرائیلي حکومت پر مهال د مېشتځایونو چټکې پراختیا مېشتېدونکي لا ډېر زړور کړي، چې له امله یې د مېشتېدونکو تاوتریخوالی زیات شوی او هغوی هڅه کوي فلسطینیان له خپلو ځمکو وشړي.

د نړیوالو قوانینو له مخې، ټول اسرائیلي مېشتځایونه غیرقانوني بلل کېږي.

په قصره کې د محاصره شویو درېیو کورونو اوسېدونکي، چې د ابو ریدي او حسن کورنیو پورې اړه لري، بي بي سي ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د دوو کورونو اوسېدونکو ته د وتلو امر وشو. هغوی وویل چې وروسته ټول دغه بې‌ځایه شوي کسان په درېیم کور کې سره راټول شوي دي.

د کلي په نورو برخو کې هم د ۱۱ نورو کورونو اوسېدونکو ته د اسرائیلي پوځ لخوا د خپلو کورونو د پرېښودو امر شوی دی.

د پنجشنبې ورځې تر سهاره پورې له قصره کلي خپرو شویو ویډیوګانو کې د یوه بلدوزر په ګډون، شاوخوا لسګونه اسرائیلي امنیتي وسایط لیدل کېږي.

په نورو ویډیوګانو کې چې د ورځې په رڼا کې ثبت شوې دي، د فلسطیني کلي پر لور د اسرائیلي امنیتي ځواکونو اوږد کتار ښکاري.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې دوی ''دوه غیرقانوني مېشت‌ځایونه'' له منځه وړي دي.

پوځ دغه راز ویلي چې د نابلس ښار ته نږدې د قصره او جلود سیمو په څنډو کې یې یو اسرائیلی نیولی او یو شمېر تجهیزات یې ضبط کړي دي.

له هغو کسانو څخه چې د خپل کور د پرېښودلو امر ورته شوی و، یو قاهر عوده نومې اوسېدونکی و. هغه بي بي سي ته ویلي چې د پنجشنبې په سهار له شلو ډېر سرتېري د ده کور ته ننوتل.

هغه وویل:

''زه او ورور مې ویده وو. هغوی راغلل، دروازه یې ماته کړه او چیغې یې وهلې چې دروازه پرانیزئ. تر اوسه هم نه شم درک کولای چې څه مې ولیدل. له شلو زیات وو، ښايي ۳۰ کسان وو.''

هغه زیاته کړه:

''موږ له کوره ووتو او د سیمې ښکته برخې ته روان شو. لږ وروسته یې ټوله سیمه وتړله. ډېر خلک له خپلو کورونو د وتلو لپاره اړ ایستل کېدل.''

د راپور له مخې، شاوخوا لس ساعته وروسته ځینو کورنیو ته اجازه ورکړل شوه چې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي، خو هغوی خپل کورونه ګډوډ او چور شوي وموندل.

یو اوسېدونکي ویلي چې سرتېرو له یخچاله ټول خواړه ایستلي او دغه راز یې ۱۵۰۰ امریکایي ډالر نغدې پیسې هم وړي دي.

کله چې بي بي سي د دغو تورونو په اړه د اسرائیلو له پوځ څخه وپوښتل، پوځ ځانګړی ځواب ورنه کړ.

خو پوځ په یوه بیان کې وویل:

''سرتېرو ته لارښوونه شوې وه چې د قصره اوسېدونکي به په خپلو کورونو کې پاتې کېږي.''

ای ډي ایف دغه راز وايي، هغه فلسطیني کور دننه عملیات ونه کړي چې مخکې د اسرائیلي مېشتېدونکو له محاصرې سره مخ و.

پوځ ټینګار کړی چې د اسرائیلو د اړیکو مسوول افسران د قصره د سیمه‌ ییزو مشرانو سره په پرلپسې توګه اړیکه کې دي او هڅه کوي د سیمې د خلکو ورځنی ژوند له خنډ سره مخ نه شي.

په همدې حال کې، د محاصره شوې فلسطیني کورنۍ یو غړي قصي ابو ریدي بي بي سي ته ویلي چې د دوی کور یو ځل بیا د شپې لخوا تر برید لاندې راغلی و او ځینې مېشتېدونکي لا هم په سیمه کې پټ پاتې وو.

د نوموړي د ورور ملکیت، چې د امریکا او فلسطین دوه‌ ګونی تابعیت لري، د امریکا سفارت ته هم شکایت کړی و.

په دې اړه د امریکا سفیر مایک هکبي، چې د اسرائیلي مېشتځایونو له پخوانیو ملاتړو څخه شمېرل کېږي، د قصره د کورنیو پر ضد د مېشتېدونکو کړنې ''یو وحشتناک ترهګریز عمل'' بللی دی.

هغه پر اېکس لیکلي:

''د هغو کسانو کړنې چې د دې کورنۍ د وېرولو او ځورولو لپاره یې دغه وحشتناک ترهګریز عمل ترسره کړی، کرکجنې دي. د دې ډول زورواکانه چلند لپاره هېڅ پلمه نشته.''

په قصره کې دا وضعیت د یکشنبې په ورځ هغه مهال پیل شو چې اسرائیلي مېشتېدونکو د فلسطیني کورنیو د کورونو دروازې ته تلونکې لار وتړله او د هغوی د اوبو او برېښنا رسونې یې پرې کړې. هغه لومړني اسرائیلي سرتېري چې سیمې ته ورسېدل، له مېشتېدونکو سره یې ګډ عبادت وکړ. د اسرائیلو پوځ وروسته وویل چې د دې کړنې له امله به اړوند سرتېري له انضباطي چلند سره مخ شي.

د ابو ریدي او حسن کورنیو وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې د مرستې غوښتنه وکړه چې د یکشنبې په ورځ یې اوبه او برېښنا پرې شوې.

د چهارشنبې په ورځ، چې اسرائیلي امنیتي ځواکونو هڅه وکړه مېشتېدونکي له سیمې وباسي، له یوه لوی شمېر مېشتېدونکو سره اخ و ډب رامنځته شوی.

هغه ویډیو چې د فلسطینیانو د امنیتي کامرو له لارې ثبت شوې او بي بي سي سره شریکه شوې، ښيي چې د اسرائیلو د پوځ او سرحدي پولیسو او د مېشتېدونکو د لویې ډلې ترمنځ شخړې روانې وې. امنیتي ځواکونو د اوښکې بهوونکي ګاز او غږیز لاسي بمونه وکارول.

په نورو ویډیوګانو کې ښکاري چې اسرائیلي ځواکونو هغه سیوری یا خیمه لرې کړې چې مېشتېدونکو ترې د سرپناه په توګه کار اخیست، خو نور تجهیزات یې په خپل ځای پرېښي دي.

دا لا روښانه نه ده چې په قصره کې مېشتېدونکي څه غواړي. په تېرو وختونو کې، مېشتېدونکو فلسطینیان له خپلو کورونو ایستلي او د هغوی ملکیتونه یې نیولي دي.

د مېشتېدونکو اعلان شوی هدف دا دی چې سیمه له فلسطیني اوسېدونکو خالي کړي.

د نړیوالو قوانینو له مخې دا ډول میشت ځایونه غیرقانوني ګڼل کېږي، خو د اسرائیلو حکومت په وروستیو کلونو کې د دغو میشت ځایونو د چټک پراختیا ملاتړ کړی دی.

دا قضیه د هغو وروستیو پېښو له ډلې ده چې د مېشتېدونکو د نسبي معافیت او د اسرائیلي ځواکونو د ناتوانۍ یا ستونزو په اړه اندېښنې زیاتوي، ځکه چې د مېشتېدونکو تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

د قصرې ښاروال مخکې بي بي سي ته ویلي وو چې ځايي اوسېدونکي ''د قصرې پر ضد د هدفمند او دوامدار چلند یوه روښانه بېلګه'' ویني.

تېره میاشت یوه نوي جوړ شوي جومات ته اور واچول شو او نږدې یې په عبري ژبه شعارونه ولیکل شول.

هغه برید د هغو ګڼو پېښو له ډلې و چې د 'تال' فلسطیني کلي له یوې پېښې وروسته رامنځته شوې وې. له هغه وروسته چې اسرائیلي مېشتېدونکو پر تال برید وکړ، وضعیت لا پسې خراب شو او شپږ کسان ووژل شول، څلور فلسطینیان او دوه اسراییلي سرتېري، چې یو یې د نږدې اسرائیلي مېشت ځای امنیت همغږی کوونکی و.

دغه راز په جولای کې مېشتېدونکو قصرې ته نږدې د جلود کلي یو فلسطیني کور له دوو اونیو زیات محاصره کړی و. وروسته د کور خاوندان سیمې پرېښودو ته اړ شول، او مېشتېدونکو پر دغه ملکیت ولکه ټینګه کړه چې تر اوسه هم پکې مېشت دي.