تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نواک جاکویچ: د کورونا ضد واکسین کولو پر ځای به سیالیو کې له ګډونه لاس پر سر شم
- Author, امول راجن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
ټېنس لوبغاړی نواک جاکویچ وايي، چمتو دی چې د فرانسې اوپن او ویمبلډن په څېر سیالیو کې د ګډون فرصت له لاسه ورکړي، خو په وینا یې نه غواړي کورونا ضد واکسین وکړي.
نوموړي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، له واکسین سره مخالف نه دی، او د کورونا ضد واکسین مخالفینو پلوی باید و نه بلل شي، خو د فردي انتخاب حق ملاتړ کوي.
نوموړی زیاتوي، هیله من دی چې د نارینه وو ټینس لوبغاړو سیالیو کې به د ګډون تر مهاله د کورونا مخنیوي بندیزونه نرم شي.
د یادونې ده، چې تېره میاشت اسټرالیا حکومت د کورونا ضد واکسین نه کولو له کبله د ښاغلي جاکوویچ ویزه لغو کړه او نوموړی په سیالیو کې له برخې اخیستو پرته هېواد ته ستون شو.
ښاغلی جاکوویچ چې د نړۍ ټېنس لوبغاړو په کتار کې لومړی ځای لري وايي، له کووېډ - ۱۹ ښه شو او له هغه وروسته د طبي استثنا په توګه اسټرالین اوپن سیالیو کې د ګډون لپاره اجازه ورکړل شوې وه.
خو د اسټرالیا ګمرک چارو وزیر الیکس هاک شخصاً د دې ۳۴ لوبغاړي ویزه لغو کړه او په وینا یې په اسټرالیا کې د ښاغلي جاکوویچ شتوالی د ''نارامۍ '' او واکسین ضد فکر د پیاوړي کېدو لامل کېدای شي.
بل لور ښاغلي جاکوویچ په تازه مرکه کې بي بي سي ته ومنله چې ''هیڅکله د واکسینو مخالف نه وم '' او دی مني چې ماشومتوب کې یې واکسینونه هم کړي، خو په خبره یې:
''تل مې د هغه حق ملاتړ کړی، چې باید خپل بدن ته په خپله خوښه د هر څه داخلولو حق او اختیار باید ولرو. ''
نوموړی وايي، هیله من دی، چې ځینې ځانګړو سیالیو کې به د ګډون لپاره د واکسین شرایطو کې بدلون راشي او په وینا یې غواړي تر څو نورو کلونو پورې هم په لوبو کې برخه واخلي.