ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو
عباس عراقچي، چې د اربعین مراسمو ته د نژدې کېدو په درشل کې نجف او کربلا ته سفر کړی، ویلي چې د تهران او بغداد اړیکې اوس مهال په خپل تر ټولو ښه حالت کې دي. له ښاغلي عراقچي د سفر سره هممهاله، د عراق لومړي وزیر علي زیدي هم کربلا ته تللی دی. بل لور ته، ډونلډ ټرمپ ویلي چې له تهران سره خبرې روانې دي او دا به د ایران لپاره "وروستی فرصت" وي چې له امریکا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او غواړي له هر ډول ویجاړوونکي اقدام مخکې تهران ته یو وروستی فرصت ورکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګی پرانیستل کېږي او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي.
هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه شي ورکول کېدای."
سره د "یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو" په اړه تفاهم ته ورسېږي.
که څه هم قطر د متحده عربي اماراتو نوم هم یاد کړی، خو د ایران د پوځ او سپاه پاسداران ځواک په اعلامیو کې پر اماراتو د برید یادونه نه وه شوې.
د اماراتو د دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ''هغه توغندیز ګواښونه چې نن سهار پېژندل شوي، د هېواد له پولو بهر وو.''
عمان هم پر خپلې خاورې د ایران بریدونه غندلي دي.
د ایران سپاه پاسداران او پوځ ویلي چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې په قطر، کویت، بحرین، عمان او اردن کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
عمان ساحل ته نژدې پر یوه بېړۍ له برید وروسته هند وايي، یو کس یې بې درکه دی
د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، د عمان ساحل ته نژدې د یکشنبې
ورځې په لومړیو کې پر یوې بېړۍ (جي ایف ګلکسي) له برید وروسته یو هندی وګړی تری تم
دی.
یاد وزارت دا پېښه غندلې او په اعلامیه کې زیاتوي: ''په بېړیو کې د ټولټال ۱۱
هندي وګړو له ډلې تر اوسه پورې ۱۰ کسان ژغورل شوي دي او یو هندی وګړی لا هم بې
درکه دی.''
د هند بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، چې په عمان کې د
دوی سفارت چارواکي له عماني چارواکو سره په همکارۍ د ژغورنې عملیاتو هڅې کوي.
له دې څو ساعته مخکې د ایران سپاه پاسداران ځواک ویلي و،
چې هغه یوه بېړۍ چې ''له غیر قانوني لارې یې سفر کاوه، اخطارونو او یادونې ته یې توجه
نه کوله، د خبرداري ډزو هدف شوه او له حرکته وغورځېده.''
بقائي مسقط ته د عراقچي د سفر په اړه وايي: ایران او عمان د هرمز تنګي کې د تګ راتګ مدیریت په اړه بحث وکړ
سپاه سداران په خپله اعلامیه کې دا ګواښ هم کړی و چې که
امریکا او متحدان یې دا پېښه د بل پوځي اقدام لپاره پلمه کړي، نو "سخت ځواب"
به وګوري او په سیمه کې به نورې پوځي اډې هدف وګرځول شي.
ایراني ځواکونو ویلي و، چې د هر ډول احتمالي مداخلې د ناوړه
پایلو پړه به د امریکا، اسرائيل او هغو هېوادونو پر غاړه وي، چې امریکا ته یې پوځي
اډې په واک کې ورکړې دي.
پیت هګسېټ: ایران بد انتخاب کړی، اوس یې تاوان پرې کوي
د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر پیت هګسېټ پر اېکس
خواله رسنۍ پر ایران د درېیم پړاو بریدونو په تړاو د سېنټکام د علامیې له شریکولو
سره ویلي، "ایران بد انتخاب کړی، اوس یې بیه پرې کوي."
سېنټکام خپله اعلامیه کې لیکلي، چې پر ایران یې له دې
کبله یوه اوونۍ کې درېیم پړاو بریدونه پیل کړل، چې هرمز تنګي کې یې پر یوې
سوداګریزه کښتۍ برید کړی و.
هممهاله د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې هرمز تنګی
به "تر بلې اطلاع او د امریکا د مداخلو تر پای ته رسېدو" پورې تړلی وي.
سپاه پاسداران زیاته کړې، چې هېڅ کښتۍ له دې لارې د تېرېدو
اجازه نه لري.
وروستی, سېنټکام وايي پر ایران یې درېیم پړاو بریدونه پیل کړي
د راپور
له مخې، په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی، چې روغتون ته لېږدول شوی دی.
د ډزو د
کوونکو په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
تر دې
مخکې د خراسان رضوي ولایت د امنیتي چارو مرستیال امیرالله شمقدري دا خبره رد کړې
وه چې دا یوه امنیتي پېښه ده. هغه ویلي وو چې ډزې د شخصي شخړې له امله شوې دي او
له ترهګرۍ یا امنیتي موضوعاتو سره هېڅ تړاو نه لري.
سرافرازان بولوار، چې دا د ډزو پېښه پکې شوې،
د مشهد ښار په لوېدیځ کې موقعیت لري او د امام رضا له زیارته شاوخوا ۱۷ کیلومتره لرې
دی.
"ژمنه کوو چې ستاسو او د
دغو دوو جګړو د ټولو شهیدانو د پاکې وینې غچ به له جنایتکارو او بېعزته قاتلانو اخلو.
دا غچ زموږ د ملت غوښتنه ده او خامخا باید واخیستل شي."
مجتبی
خامنهاي، چې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د هغه
ځایناستی شو، تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی؛ د پخواني اسلامي جمهوریت
د مشر د جنازې په مراسمو کې هم نه و ښکاره شوی، نه یې کومه ویډیويي یا غږیزه وینا
کړې او یوازې لیکلي پیغامونه د هغه په نوم خپرېږي.
"دا جنایتکاران چې د هغوی
نوملړ له سره تر پایه موجود دی، د ارامې او په بستر کې د مرګ هیله به له ځان سره
قبر ته یوسي. هغوی باید پوه شي چې دا موضوع یوازې زما یا نورو چارواکو په شتون
پورې تړلې نه ده. که موږ یو او که نه یو، دا کار به ترسره کېږي او ډېر ژر به د نړۍ
په بېلابېلو برخو کې ازاد فکره کسان، هر یو، د دې الهي دندې یوه برخه ترسره کړي."
هغه په
دې پیغام کې ویلي:
"زموږ ملت د حسین د وینې
غوښتونکی دی. دې ستر ملت کلونه کلونه خپل اولادونه د حسین په لاره او د حسین د دوښمنانو او د حسیني مکتب پر وړاندې په جګړو
کې قرباني کړي دي. او اوس هم د هغه او د اوسني وخت د حسینیانو د وینې غوښتونکی دی."
تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې د امریکا
ولسمشر ډونلډ
ټرمپ د ایران حکومت ګواښلی و چې که د هغه د وژنې لپاره اقدام یا
هڅه وشي، متحده ایالات به پر ایران پراخ بریدونه ترسره کړي.
وروستی, د جيډي ونس په مشرۍ عمان ته د امریکا د یوه پلاوي د سفر احتمال
د عکس سرچینه، Getty Images
عمران ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سفر
سره هممهاله، تمه کېږي چې د امریکا یو پلاوی به د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي
ونس په مشرۍ، چې پکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا ځانګړی استازی سټیو
ویتکاف او د ډونلډ ټرمپ زوم جرد کوشنر هم دي، د شنبې په ورځ په عمان کې خبرو اترو
ته دوام ورکړي.
په دې اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
وروستی, پر ایراني پوځي کښتیو د امریکا له بریدونو وروسته د اور لمبې
د ویډیو تشریح، پر ایراني پوځي کښتیو د امریکا له بریدونو وروسته د اور لمبې