وروستی, د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې "د بریدونو له وېرې استوګنیزو سیمو ته د هوسیو تېښته" رد کړه

د عکس سرچینه، IRNA
د ایران د چاپېریال ساتنې سازمان د عامه اړیکو دفتر وايي چې له امریکا سره له اوربند راهیسې په خارګ ټاپو کې هېڅ ډول چاودنه نه ده شوې.
پر خواله رسنیو داسې انځورونه خپرېږي چې ګواکې له دغه ټاپو یو شمېر هوسیو د وروستیو بریدونو له وېرې ښاري او استوګنیزو سیمو ته پناه وړې ده.
خو د ایران د چاپېریال ساتنې سازمان نن جمعه په یوه خبرپاڼه کې د دې خبر په ردلو سره ویلي، "په چاودنو او د جګړې په اغېزو پورې د دغو عکسونو تړل بیخي ناسمه خبره ده او نه شي تاییدېدای".
دغه سازمان ویلي، "د خارګ په ښاري سیمو کې د هوسیو شتون کومه نوې خبره نه ده او د غرڅو دا ډول له لسیزو راهیسې د [خارګ] ټاپو د خلکو ترڅنګ ژوند کوي. له کلونو راهیسې هوسۍ د ټاپو په ښاري سیمو، پارکونو، سړکونو او ان د تېلو په تاسیساتو کې ازادې ګرځي راګرځي".
په تېره مارچ میاشت کې پر ایران د امریکا او اسرائيلو د جګړې پرمهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې پوځ یې "د مځني ختيځ په تاریخ کې د تر ټولو قوي هوايي بریدونو په زور په خارګ ټاپو کې ټول نظامي هدفونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي".
د بوشهر ولایت د چاپېریال ساتنې عمومي رییس په وینا، "د خارګ ټاپو ۲۵ هوسۍ د دوښمن په بمبارۍ کې وژل شوې دي".
خارګ ټاپو د ایران د تېلو صادراتو اصلي ځای بلل کېږي.








