ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو

عباس عراقچي، چې د اربعین مراسمو ته د نژدې کېدو په درشل کې نجف او کربلا ته سفر کړی، ویلي چې د تهران او بغداد اړیکې اوس مهال په خپل تر ټولو ښه حالت کې دي. له ښاغلي عراقچي د سفر سره هممهاله، د عراق لومړي وزیر علي زیدي هم کربلا ته تللی دی. بل لور ته، ډونلډ ټرمپ ویلي چې له تهران سره خبرې روانې دي او دا به د ایران لپاره "وروستی فرصت" وي چې له امریکا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او غواړي له هر ډول ویجاړوونکي اقدام مخکې تهران ته یو وروستی فرصت ورکړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګی پرانیستل کېږي او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي. هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه شي ورکول کېدای." سره د "یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو" په اړه تفاهم ته ورسېږي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د بحرین پوځ وايي، د ایران ځينې هوايي بریدونه یې شنډ کړي

    ارشیف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ارشیف

    د بحرین پوځ وايي چې نن چهارشنبه یې د سهار په لومړیو ساعتونو کې د خبرداري زنګونه کړنګولي او د ایران د ځينو بریدونو مخه یې نیولې ده.

    پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "ایران لا هم د جرمي بریدونو، له دوښمنۍ ډک او سنجول شوي (سیسټماتیک) چلند پر مټ د ملګي وګړو په نښه کولو ته دوام ورکړی" خو په وینا یې، د بحرین نظامي ځواکونو نن سهار د ایران د ګڼو بریدونو مخه نیولې او یا یې شنډ کړي دي.

    سپاه پاسداران او د ایران ځواکونو ویلي چې په وروستیو ساعتونو کې یې په کوېت، بحرین او اردن کې د امریکا پوځي اډې په توغندیو او ډرونونو سره په نښه کړې دي.

  2. وروستی, ایران وايي،‌ د امریکا په وروستیو بریدونو کې تر "۳۰ ډېر ملکي وګړي" وژل شوي

    ارشیف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ارشیف

    د ایران حکومت وايي چې د دغه هېواد پر جنوبي سیمو د امریکا په وروستيو بریدونو کې "تر ۳۰ ډېر ملکي خلک" وژل شوي دي.

    دا خبره د ایران حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني کړې او پرخپله اېکس‌پاڼه یې لیکلي چې، "د هېواد په جنوب کې په وروستیو بریدونو کې له ۳۰ زیاتو ملکي کسانو خپل ژوند بایللی دی".

    د امریکا په تازه بریدونو کې په ایران کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې ورکول کېږي.

    پرون د هرمزګان د چاپېریال ساتنې عمومي مشر وویل چې د امریکا په توغندیزو بریدونو کې د دغه ولایت په شمالي ښار حاجي اباد کې درې کسان وژل شوي چې د چاپېریال ساتنې ادارې د یوه کارکوونکي د کورنۍ غړي وو.

  3. وروستی, امریکا د ایران مرکزي بانک "له ۱۳۰ میلیون ډالرو ډېره شتمني" کنګل کړه

    د امریکا د خزانې وزارت

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا د خزانې وزارت

    د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د ایران "له ۱۳۰ میلیون ډالرو ډېره" ډيجيټل شتمني یې کنګل کړې ده.‌

    د دغه وزارت وزیر سکاټ بیسېنټ دا اعلان پرخپله اېکس‌پاڼه کړی دی او لیکلي یې دي چې، "د امریکا د خزانې وزارت ژمن دی چې له ډيجيټل شتمنیو د ناوړه ګټې اخیستنې په ګډون د ایران ناقانونه مالي فعالیتونه ګډوډ او ویجاړ کړي".

    بیسېنټ همداراز لیکلي، "د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر نن د ایران په مرکزي بانک پورې تړلې ډېرۍ بټوې/کڅوړې محدودې کړې چې په پایله کې یې له ۱۳۰ میلیون ډالرو ډېره [شتمني] کنګل شوه".

    هغه ویلي، "موږ په کلکه پر پیسو څار روان ساتو او ناقانونه عایداتو ته د ایران رژيم لاس‌رسی لنډوو".

    ښاغلی بیسېنټ پر خپله اېکس‌پاڼه په جلا پوسټ کې ادعا کړې چې ګواکې "د ایران رژيم د نورو په تېر ایستلو پايي" او په وینا یې، د امریکا خزانې وزارت پرې هغه "مالي زېربناوې تړي چې پر مټ یې ایران د امریکا متحده ایالتونو ملي امنیت او نړیوال سمندري‌ چلند ته ګواښ پېښوي".

    دا په داسې حال کې د چې د امریکا او ایران ترمنځ‌ یو ځل بیا د هرمز تنګي پر سر ناندرۍ راپورته شوې دي او دواړه لوري دا پرله‌پسې څلور ورځې د یوه بل هدفونه بمباروي.

  4. وروستی, سپاه پاسداران وایي چې په کوېت کې یې د امریکا هدفونه په نښه کړي

    د ایران انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران ویلي چې په کوېت کې یې د امریکا پر هدفونه بریدونه کړي او هلته یې د توغندیو او هوايي دفاع رادارونه او همداراز د توغندیو د توغولو ځایونه ویجاړ کړي دي.

    په دې اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ایران په جنوب کې د امریکا تازه بریدونو ته اشاره شوې چې وايي، "په هویژه ښار کې د غنمو ګودام او د ایلام په دهلوران سیمه کې د څښاک/معدني اوبو فابریکه پکې په نښه شوې ده".

    سپاه پاسداران په دې خبرپاڼه کې ویلي چې ګواکې د غچ یا کسات بریدونو په ترڅ کې یې "په کوېت کې د امریکا پوځي اډه" او نور تاسیسات بمبار کړي دي.

    ایرانیو رسنیو مخکې پر کوېت د "ډرون برید" خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې د کوېت دافع هوا له بریدونو سره پر مقابلې اخته ده.

  5. وروستی, ټرمپ: که ایران مذاکراتو ته راستون نه شي نو پلونه او د برېښنا کارخونې یې بمباروو

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی چې که بېرته خبرو اترو ته ور و نه ګرځي نو را روانه اوونۍ به د د دغه هېواد پر پلونو او د برېښنا پر فابریکو بریدونه وکړي.

    هغه دا څرګندونې داسې مهال له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې کړې دي چې دواړو هېوادونو پر یوه بل پرله‌پسې څلورمه ورځ هم بریدونو کړي دي.

    ټرمپ ویلي، "راتلونکې اوونۍ به د دوی [ایران] لپاره ډېره بده وي. که د مذاکراتو مېز ته راستانه نه شي نو موږ به د دوی ټول پلونه او ټولې برېښنايي‌ زېربناوې به له منځه یوسو".

    ټرمپ تر دې مخکې دا ګواښ هم کړی و چې له هرمز تنګي تېرېدونکو بار وړونکو بېړیو باندې ۲۰ سلنه تعرفه لګوي خو وروسته له خپلې خبرې په شا شو مګر د ایران پر بندرونو یې کلابندي بیا پيل کړه.

    دا په داسې حال کې ده چې ایران ویلي، نور له امریکا سره د "اسلام اباد هوکړې" په نوم څه نه پېژني.

    دا خبرې د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال کاظم غریب‌ابادي کړې دي. هغه ویلي چې امریکا د ایران د سمندري کلابندۍ له بېرته پیلولو سره د اسلام اباد د هوکړې ټول ژمنې تر پښو لاندې کړې دي نو ځکه ایران هم نوره ورته "هېڅ ژمنتیا نه احساسوي".

  6. وروستی, ایران: نور د اسلام اباد د هوکړه‌لیک په نوم څه نشته

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال کاظم غریب‌ابادي ویلي، چې امریکا د ایران د سمندري کلابندۍ له بېرته پیلولو سره د اسلام اباد د هوکړې ټول ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

    هغه د امریکا د وروستیو ورځو بریدونه هم د دې هوکړې د چوکاټ او بنسټ لمنځه وړونکي بللي او زیاته کړې یې ده چې ایران هم ورته "نوره هېڅ ژمنتیا نه احساسوي."

    غریب‌ابادي ویلي، "نور د هوکړې یاداښت نشته، چې وغواړو په اړه یې وغږېږو. امریکا د هوکړې یاداښت لمنځه تللو لپاره ټول اړین ګامونه واخیستل، هېڅ هېواد باید له ایرانه دا تمه ونه لري چې د دې یاداښت له مخې دې پر خپلو ژمنو عم ته دوام ورکړي."

    هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ اعلان کړی چې د ایران د بندرونو او سویلي سواحلو کلابندي یې بېرته پیل کړې ده.

    دغه کلابندي د ایران او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې پای ته رسېدلې ده.

  7. وروستی, ایراني ځواکونه وايي په کویت، بحرین او اردن کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

    ایران

    د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock

    تر هغې لږ وروسته چې د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي‌ قومندانۍ یا سېنټکام په ایران کې د تازه بریدونو خبر ورکړ، ایراني ځواکونو اعلان کړی چې په کویت، بحرین او اردن کې یې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.

    سپاه پاسداران په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې د بحرین په شیخ عیسی اډه کې یې د امریکا پوځ د وسلو زیرمتون او د بېړیو او الوتکو د پرزو زېرمه له منځه وړې او د کویت په علي السالم اډه کې یې د اېم‌کیو-۹ بې‌پیلوټه الوتکو د درېدو ځای په نښه کړی او یو شمېر ډرونونو ته یې پکې زیان اړولی دی.

    د ایران پوځ بیا ویلي چې د اردون په الازر اډه کې یې د امریکا د اېف-۱۸ جنګي جټونو د درېدو ځای او د مهماتو زېرمتون د ډرونونو تر برید لاندې راوستی دی.

  8. امریکا پوځ: د ایران سمندري کلابندي مو بېرته پیل کړه

    امرکیا

    د عکس سرچینه، Centcom / Reuters

    اسېنټکام اعلان کړی چې د سې‌شنبې او چارشنبې ترمنځ له شپې یې د ایران د بندرونو او ساحلي سیمو سمندري کلابندي له سره پیل کړې ده.

    د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني وايي، بېړیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له دغو بندرونو او سواحلو ووځي او یا له بهره ورشي.

    د سېنټکام اعلامیه کې راغلي چې دمګړۍ د دوی تر ۲۰ ډېرې جنګي بېړۍ او سلګونه پوځي الوتکې د منځني ختیځ لروبر موجودې دي او د ایران خلاف عملیاتو کې برخه اخلي.

    د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ ایران کې د نویو بریدونو د لړۍ خبر هم ورکړی دی.

  9. وروستی, سېنټکام وايي په ایران کې یې تازه بریدونه کړي

    امریکا

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سېنټکام پر خپله اړونده اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په ایران کې یې پر ځینو اهدافو د بریدونه نوې لړۍ پیل کړې ده.

    سېنټکام وايي، دا بریدونه د ایران لخوا په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د هدف ګرځول کېدو د وړتیا کمولو لپاره کېږي.

    د امریکا پوځ په وینا دغه بریدونه د دوی لخوا د ایران د بندرونو او سواحلو د سمندري کلابندۍ له بېرته پیلېدو لږ ورمخکې شوي دي.

    له دې سره ځینو ایراني رسنیو د بندرعباس، سیریک او اهواز په ګډون د دغه هېواد څو سویلي سیمو کې د چاودنو غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی.

    مهر خبري اژانس د هرمزګان ولایت د چارواکو له خولې لیکلي چې په بندر عباس کې یو ځای په نښه شوی، خو تر اوسه د اوښتي زیان جزییات نشته.

    دغه اژانس په سیریک کې د ترسره شوي برید په اړه ویلي چې ځاني زیان نه لري.‌

  10. وروستی, ټرمپ: د هرمز له تنګي د تېرېدونکو بېړیو ۲۰ سلنه تعرفې لغوه کولو پرېکړه مې کړې

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د هرمز تنګی له ایران پرته د ټولو لپاره پرانیستی دی او هغه پرېکړه کړې چې د دې اوبو له لارې د تېرېدونکو بېړیو لپاره ۲۰ سلنه تعرفه د خلیج فارس د سیمې د هېوادونو د پانګونې له لارې بدله کړي.

    د امریکا ولسمشر په ټولنیزې شبکې ټروت سوشال کې لیکلي:

    "دروغجن، تاوتریخجن او بدخواه مشرتابه، ایران د بشپړ له منځه تلو پر لور بیایي."

    هغه همداراز لیکلي: "موږ به بشپړ بندیز ولګوو، خو یوازې پر هغو بېړیو چې د ایران بندرونو ته تګ راتګ کوي یا ترې وځي، یا هغه څه لېږدوي چې د ایراني توکو له بارونو سره تړاو لري."

    د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د اعلان له مخې، د ایران سمندري محاصره به څو ساعته وروسته پيل شي.

    ښاغلي ټرمپ همداراز لیکلي:

    "د منځني ختیځ له مشرانو سره د ډېرو رغنده خبرو پر بنسټ، ما پرېکړه وکړه چې د امریکا لپاره د ۲۰ سلنه لګښتونو د بېرته اخیستلو پر ځای، دا موضوع د هغو سوداګریزو تړونونو او پانګونو له لارې بدله کړم چې د خلیج هېوادونه به یې په متحده ایالاتو کې کوي."

    هغه په پای کې لیکلي:

    "امریکا به بیا بریالۍ شي؛ داسې بریا چې ساری به ونه لري. په ایران کې د سلګونو زرو کسانو د وژلو دوره، چې پکې ۵۲ زره مظاهره کوونکي هم شامل دي، پای ته رسېدلې ده او تر ټولو مهمه دا چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ونه لري."

    ښاغلي ټرمپ پرون ځان د "هرمز تنګي ساتونکی" وباله او ویې ویل چې امریکا د هرمز په تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د آزادۍ د خوندي کولو لپاره د دې اوبو لارې د تېرېدونکو بارونو ۲۰ سلنه د "امنیت او خوندیتوب د تأمین د ضروري لګښت" په توګه اخلي.

  11. وروستی, بریتانیا: د شخړې په تړاو تاوتریخجنې څرګندونې او فشارونه ډېر شوي

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره یووېټ کوپر

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې یووېټ کوپر ویلي چې د هرمز په تنګي کې د تګ راتګ پر فیسونو د بریتانیا د مخالفت په اړه یې له خپلو امریکايي همکارانو سره خبرې کړې دي.

    کوپر د بهرنیو چارو د کمېټې غونډې ته وویل چې دا خبرې تېره اونۍ د ناټو د سرمشریزې پر مهال شوې وې.

    هغې وویل: "موږ پر دې خبرې وکړې چې د هرمز په تنګي کې باید داسې وضعیت رامنځته نه شي چې د بېړیو د تګ راتګ پر وړاندې فیسونه ولګول شي یا داسې نظام نافذ شي چې د سمندري تګ راتګ ازادي او د سمندرونو نړیوال قانون کمزوری کړي."

    هغې زیاته کړه چې اوس مهال "د شخړې په اړه د تاوتریخوالي څرګندونې او فشارونه زیات شوي دي."

    کوپر ایران هم تورن کړ چې د عمان په اوبو کې د سوېلي سمندري لارې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو له لارې یې "پر ټولو خواوو فشار زیات کړی" او ویې ویل چې دا کار "د سمندرونو نړیوال قانون په بشپړه توګه تر پښو لاندې کوي."

  12. وروستی, د ایران د پارلمان له ۱۸۰ ډېرو استازو "د غچ اخیستنې" د ملاتړ ژمنه وکړه

    Iran Parliament

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، عکس د ایران د پارلمان د یوې مخکېنۍ غونډې دی.

    د ایران د پارلمان له ۱۸۰ زیاتو استازو په یوه لیک کې ژمنه کړې چې "د غچ اخیستنې په کرښه به ودرېږي."

    په دې لیک کې راغلي دي: "موږ ژمنه کوو چې د سترو تقلیدي مراجعو او د رهبرۍ د شورا د محترمو او هوښیارو غړو د غوښتنې په ځواب کې، چې د مجرمانو د وینې تویول یې واجب اعلان کړي، له هڅو، پلان جوړونې او عملي اقداماتو څخه به یوه شېبه هم غافل نه شو او ستاسو ترڅنګ، چې ځان قربانوونکي یاست، د غچ اخیستنې د بهیر په دوام کې به ودرېږو."

    د لیک په بله برخه کې، د څو میاشتو وروسته په رسمي ځای کې د پارلمان د علني غونډو د بیا پیل په اړه راغلي:

    "په دې ټوله موده کې، په ځانګړي ډول د اوربند له ټینګېدو وروسته، د استازو ډېری برخه له دې امله ژوره ناخوښي لرله چې د علني غونډو له ظرفیته کار نه اخیستل کېده او دوی د پارلمان د قانون جوړونې او څارنې دندو د بشپړ ساتلو غوښتونکي وو."

    د دغو استازو په وینا: "تمه دا وه چې د اړوندو چارواکو له لوري د لازم احتیاط او شرایطو په پام کې نیولو سره، د پارلمان د بشپړ فعالیت زمینه باید ډېر مخکې برابره شوې وای او همدارنګه باید د داخلي طرزالعملونو په اصلاح سره د استازو د فعالیت قانوني چوکاټ هم ډېر ژر برابر شوی وای."

    دوی همدارنګه ژمنه کړې چې د "د امام او د وروستیو جګړو د شهیدانو د وینې د غچ اخیستنې قانون، پر هرمز تنګي د حاکمیت د عملي کولو قانون او د امریکا او اسرائیل د هر ډول برید پر وړاندې د اغېزناک ستراتیژیک مخنیوي ځواک د رامنځته کولو قانون" تصویب به تعقیب کړي.

    د پارلمان علني غونډه تېره شپه د بهارستان په ودانۍ کې ترسره شوه.

  13. په بوشهر کې پر ''څلورو ځایونو'' برید شوی

    د بوشهر سیمې د سیاسي او امنیتي چارو مرستیال وايي، د بوشهر ښار په ''څلورو ځایونو'' کې توغندي لګېدلي دي.

    د احسان جهانیان په وینا، دغه بریدونه له سیمه ییز مهال سره سم نن غرمه مهال شوي.

    هغه زیاته کړې چې ''د لومړنیو ارزونو له مخې، تر اوسه د انساني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.''

    له دې وړاندې د ایران دولتي راډیو او ټلویزیون (صدا و سیما) د بندرعباس ښار لوېدیځ لوري ته د پنځو چاودنو د غږونو اورېدل کېدو خبر ورکړی و.

    دغه بریدونه څو ساعته وروسته له هغې راپور شوي چې په سیمه کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان وکړ چې پر ایران یې د خپلو بریدونو نوې څپه پای ته رسولې ده.

  14. د ایران بهرنیو چارو وزارت د سپاه پاسداران په تړاو د برېتانیا ''امنیتي نومول'' وغندل

    د ایران بهرنیو چارو وزارت د برېتانیا حکومت هغه پرېکړه وغندله چې له مخې یې د سپاه پاسداران ځواک ملاتړ ممنوع کړی او دغه ځواک یې د ''ملي امنیت لپاره ګواښ'' بللی دی. ایران دا اقدام ''دښمنانه'' وباله.

    د ایران بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ''ملي امنیت قانون'' له مخې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د یو ګواښ په توګه معرفي کول هغه اقدام دی چې ''د نړیوالو حقوقو له بنسټیزو اصولو او قواعدو سره په ټکر کې دی''، په ځانګړي ډول د دولتونو د حاکمیت د برابرۍ او د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې له اصولو سره.

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې سپاه پاسداران د اسلامي جمهوریت د رسمي وسله ‌والو ځواکونو ''نه بېلېدونکې برخه'' ده. د وزارت په وینا، دې رسمي بنسټ ته ''امنیتي نوم‌ اېښودنه'' یو ''مسخره، پاروونکی او د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف اقدام'' دی.

    د برېتانیا کورنیو چارو وزیرې پرون اعلان وکړ چې سپاه پاسداران به د ''ملي امنیت پر ضد ګواښ'' په توګه طبقه ‌بندي شي او هر ډول ملاتړ به یې ممنوع وي. د برېتانوي چارواکو په وینا، دا اقدام حکومت یو ګام دې ته نژدې کوي چې سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو په رسمي نوملړ کې شامل کړي.

  15. پر ټانکرونو برید ښيي، چې له درنو امریکايي بمباریو سره سره ایران اوس هم بریدونه کولای شي, کریس پاتریج-بي بي سي نیوز- د وسلو ماهر شنونکی

    د ایران هغه تګلاره چې یو ځل بیا بېړۍ، په ځانګړي ډول د تېلو ټانکرونه په نښه کوي، د دې هېواد له لوی ستراتیژیک هدف سره تړاو لري، یعنې غواړي د هرمز تنګي پر کنټرول خپل نفوذ او واک وساتي.

    دغه بریدونه یو ځل بیا ښيي چې تهران لا هم د بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري، سره له دې چې د روان کال په پیل کې د امریکا او اسرائیل له لوري پرې پراخې او سختې بمبارۍ شوې وې.

    دا دوو احتمالي پایلو ته اشاره کوي، یا خو هغه سختې بمبارۍ د ایران د وسلو له منځه وړلو لپاره کافي نه وې، او یا هم ایران اوس توانېدلی چې له بلې سرچینې خپلې وسلې او مهمات بېرته برابر کړي.

    تر اوسه موږ کره معلومات نه لرو.

    خو هغه څه چې موږ پرې پوهېږو دا دي چې د متحده ایالاتو لپاره نور هدفونه راڅرګندېږي چې ښايي خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د هوا له لارې او د سمندر له لارې هم.

    د متحده ایالاتو له لوري د بندر عباس پر سمندري اډې د برید لپاره د یواړخیزو، بې‌پیلوټه سطحي سمندري وسایطو کارول موږ ته د اوکرایین هغه ټکنالوژي راپه یادوي چې د روسیې پر وړاندې په جګړه کې یې کارولې ده، هغه جګړه چې تر ډېره یې د جګړې دودیزه بڼه بدله کړې او د جګړې کولو ډولونه یې له سره تعریف کړي.

    خو که لا ختیځ ته وګورو، نو د غیر عمدي پایلو قانون یو ځل بیا وښوده چې د هرمز تنګي پر سر د نفوذ ساتل د ایران تر ټولو اغېزمنه ستراتیژیکه وسله ثابته شوې ده.

    The US used one-way attack surface drones to hit Iran's Bandar Abbas Naval Base

    د عکس سرچینه، US Central Command

    د عکس تشریح، د ایران پر بندر عباس پوځي اډې د برید لپاره امریکا یواړخیز ډرون کارولي، چې د سمندر پر سطح ګرځي.
  16. وروستی, د ایران دولتي رسنۍ وايي، په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

    د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، بندر عباس ساحلي ښار ته نژدې د یو شمېر چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    د ایرنا دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په بوشهر کې څلور ځایونه په نښه شوي او د فارس خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، ځايي اوسېدونکو د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

    بي بي سي په دې تړاو د غبرګون څرګندولو لپاره د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) سره اړیکه نیولې ده.

  17. په نړیوالو بازارنو کې د نفتو بیې لوړېدل

    د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره په نړیوالو بازارونو کې د نفتو د بیو د لوړېدو بهیر دوام لري. د سې شنبې پر ورځ د نفتو بیه نږدې ۳ سلنه لوړه شوه او د تېرو څلورو اوونیو تر ټولو لوړې کچې ته ورسیده.

    د ګرینویچ وخت د سهار له ۷:۰۰ بجو مخکې سودا کې د برنټ خامو تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه ۱ ډالر او ۹۰ سنټه (شاوخوا ۲.۳ سلنه) لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۸۵ ډالرو او ۲۰ سنټو ته ورسېده.

    دغه راز د لوېدیځ ټکساس (ډبلیو ټي ای) اومو تېلو بیه هم ۱ ډالر او ۹۱ سنټه (شاوخوا ۲.۴ سلنه) لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۸۰ ډالرو ته پورته شوه.

    دغه زیاتوالی له هغه وروسته رامنځته شو چې متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د ایران سمندري کلابندي بېرته پيلوي. په ورته وخت کې، د هرمز په تنګي کې د دواړو هېوادونو د متقابلو بریدونو شدت د انرژۍ د رسولو په اړه اندېښنې او بې‌ باوري نوره هم زیاته کړې ده.

  18. متحده عربي امارات وايي، په هرمز تنګي کې د ایران په ''دښمنانه'' بریدونو کې یو کس وژل شوی

    د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت تېره شپه وویل چې دوه نفت‌ لېږدونکې بېړۍ، چې د عمان په اوبو کې د هرمز تنګي له لارې تېرېدلې، د ایران د کروز توغندیو هدف ګرځېدلې دي.

    د یاد وزارت په وینا، په دې بریدونو کې د عملې یو هندی ‌غړی وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

    په ټپیانو کې شپږ هندي او دوه اوکراییني وګړي شامل دي.

    یاد وزارت زیاته کړې چې دواړه بېړۍ، "ممباسا" او"الباهية" په بریدونو کې زیانمنې شوې دي او له امله یې اورونه هم لګېدلي دي.

    متحده عربي امارات دغه "دښمنانه" بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو قوانینو "جدي سرغړونه" او "روښانه نقض" بللی دی. اماراتو ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې د "ټولو اړینو اقداماتو" د ترسره کولو بشپړ حق لري.

    وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواک په ټیلیګرام کې په خپره شوې اعلامیه کې د دغو بریدونو پخلی وکړ. په اعلامیه کې ویل شوي چې یادو دوو بېړیو د خبرداریو له پامه غورځولو وروسته د لارښوونې سیستمونه بند کړي وو او هڅه یې کوله چې له هغې لارې تېرې شي، چې ماینونه پکې خښ شوي دي.

    اعلامیه زیاتوي چې "له یرغلګر دښمن سره همکاري" به یوازې د پښېمانۍ، زیانونو او د هرمز تنګي د پرانیستې د بهیر د ځنډېدو لامل شي، او دغه راز به "په نړۍ کې د انرژۍ بحران رامنځته کړي".

  19. وروستی, سپاه پاسداران وايي بحرین کې یې د امریکا پر پوځي اډې برید کړی

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونو سې‌شنبه سهار په خپلې اوومه ګڼه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د تېرې شپې بریدونو ته یې ځواب ویلی او ادعا یې کړې چې په دې لړ کې یې د بحرین "په جفیر اډه کې د امریکايي ځواکونو پر مېشتنځي او د سپوږمکیو د اړیکو پر مرکز" د توغندیو او ډرون بریدونه کړي دي.‌

    دغو ځواکونو سې‌شنبه تر دې ورمخکې ویلي وو چې په هرمز تنګي کې یې د تېلو دوه لېږدونکي بېړۍ هم وشتلې دي.

    متحدو عرب اماراتو او بحرین ویلي چې په دغو کښتیو کې د عملې یو غړی وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

    د یادونې ده چې سپاه پاسداران ته نږدې تسنیم خبري اژانس په کویت او بحرین کې هم پر امریکايي اهدافو د بریدونو خبر ورکړی دی.‌

  20. وروستی, سپاه پاسدارن تایید کړه چې هرمز تنګي کې یې د تېلو دوه لېږدونکې بېړۍ ویشتلې دي

    ایران- هرمز

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران سپاه پاسداران ومنله چې په هرمز تنګي کې یې د تېلو پر دوو لېږدونکو کښتیو بریدونه کړي دي.

    دغو ځواکونو په نښه شوې کښتۍ متخلفې او سر غړوونکې بللې دي.

    ورمخکې متحدو عرب اماراتو او بحرین ویلي وو چې ایران پر مومباسا او باهیا کښتۍ د کروز توغندیو برید کړی دی.

    دوی په دغو کښتیو کې د عملې د یوه غړي د وژل کېدو او اتو نورو د ټپی کېدو خبر ورکړی.

    د سپاه پاسداران لخوا په دې تړاو خپاره شوي بیان کې راغلي: "د امریکا ماشوم وژونکي پوځ، چې له خپلو پرله‌پسې ماتو یې عبرت نه دی اخیستی، لږ مخکې د بېړیو په لمسولو سره هڅه وکړه چې له هغوی ځینې [په هرمز تنګي کې] له غیر قانوني مسیره تېرې کړي."

    په اعلامیه کې ویل شوي، د تېلو دوه لېږدونکې بېړۍ چې د سپاه پاسداران په وینا د امریکا لخوا تېراېستل شوې وې، د څار سیستم یې مړ کړی و، د دوی له پرله پسې خبرداریو سره سره یې په دغه تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ له خطر سره مخامخ کړی او په ماینونو پوښلی مسیر یې غوره کړی و، "ولګېدې او له کاره وغورځېدې".

    د سپاه پاسداران بیان کې زیاته شوې چې د دوی سمندري ځواکونه ټولو ته په زغرده اعلان کوي، له "یرغلګر دښمن" سره همکاري چې د دوی په وینا له زرګونو کیلومتره لېرې ځایه د سیمې د خلکو د حقونو نقضولو لپاره ورغلی، او همدا راز پر ماینونو له پوښلي مسیره تېرېدل له پښیمانۍ، زیان، د هرمز تنګي‌ د بېرته پرانیستل کېدو د چارو له ځنډولو او په نړۍ کې د انرژۍ د کړکېچ له رامنځ ته کولو پرته بله پایله نه لري.