د سونم کپور د غوغا جوړوونکي واده انځورونه

د سونم واده
د خپرېدو وخت

د سونم کپور واده له انند اهوجا د هند نامتو سوداګر سره وشو.

دغه واده په هند کې د غوغا جوړوونکو ودونو له ډلې و.

سونم او انند اهوجا

د سونم کپور او انند اهوجا واده په ممبيي کې وشو.

د بالیووډ مشهورو لوبغاړو په دغه واده کې ګډون کړی و.

د سونم واده

واده د ورځې پيل او د شپې پای ته ورسېد .

د سونم کپور د ناویتوب کالي سره، خو د انند اهوجا بیا شفتالو رنګه و .

د سونم واده
د عکس تشریح، د سنجي کپور لور هم واده ته راغلې وه.

سونم کپور د نامتو فلمي لوبغاړي انیل کپور لور ده.

د سونم واده
د عکس تشریح، په دغه انځور کې سوارا بهاسکر له سونم کپور سره یو ځای لیدل کېږي

د سونم په واده کې د هغې ځانګړي ملګرې سوارا بهاسکر هم ګډون کړی و. سونم په یوه مرکه کې ویلې و، چې سوارا بهاسکر یې نږدې او ښه ملګرې ده، دواړو په "رانجهنا" او "پریم رتن دهن پایو" فلمونو کې یو ځای رول لوبولی دی.

سونم او انند اهوجا

د واده مراسم د ممبيي په لیلا هوټل کې وشول او د هند سینما کابو ټول لوبغاړو پکې ګډون کړی و.

سونم او انند د کېک په پرې کولو نوی ژوند پیل کړ.

د سونم واده
د عکس تشریح، فلمي لوبغاړې کرشمه کپور
سونم او انند اهوجا

انند اهوجا د ډیلي نامتو سوداګر دی.

د سونم کپور کاکا سنجی او بوني کپور له خپلو کورنیو سره دې واده ته راغلي وو.

د سونم واده
د عکس تشریح، د سونم کپور کاکا له خپل زوی سره

بوني کپور له خپل دواړو لوڼو جانوي او خوشي کپور سره یوځای لیدل کېده.

د سونم واده

واده ته کرینه کپور، سیف علي خان او د هغوی زوی تيمور خان هم راغلي وو.

د سونم واده

له بلې خوا عامر خان او د هغه مېرمن کرن راو، چې په ډیرو مراسمو کې ګډون نکوي، هم د سونم کپور په واده کې لیدل شوي دي.

د سونم واده

د بالیووډ پادشا امیتاب بچن هم په دغه واده کې ګډون کړی و.

د سونم واده
د عکس تشریح، راني مکهرجي

فلمي ستوري رنبیر سینګ او راني مکرجي هم واده ته راغلي وو.

د سونم واده

-