یوناما وايي تېرو درې میاشتو کې ۵۱ ښځې او یوه نجلۍ په کابل او هرات کې نیول شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي چې د افغانستان په څو سیمو کې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو، توقیفونو او د نیولو د ګواښونو په اړه "ژوره اندېښنه" لري.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له جولای تر سپتمبر میاشتې، "لږ تر لږه ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ په هرات او کابل کې" نیول شوې یا توقیف شوې دي، او یو شمېر نورې ښځې هم د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ شوې دي.
یوناما ټینګار کړی چې د دغو پېښو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي، ځکه چې د امنیتي اندېښنو او ټولنیزې بدنامۍ له امله د ډېرو پېښو راپور نه دی ورکړل شوی.
دغې پېښې له هغو قضیو سره تړاو لري چې پکې ادعا شوې ښځو د طالبانو د حکومت له خوا ټاکل شوي د جامو او حجاب له تګلارو سر غړولی دي.
ښځې د بېلابېلو دلیلونو له مخې نیول شوې دي، لکه د څادري نه اغوستل، د ویښتانو ښکاره کېدل، د رنګینو دستمالونو اغوستل، سینګار ، یا له محرم پرته په عامه ځایونو کې حاضرېدل.
یوناما وایي چې دغه ښځې د څو ساعتونو تر توقیف وروسته بېرته خوشې شوې دي.
یوناما همدارنګه د ښځو پر وړاندې د لفظي ځورونې، وهلو ټکولو او ګواښونو د پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د کړاو دې برخو کې د ښځینه دوکاندارانو قضیې هم شاملې دي.
یوناما یو ځل بیا ټینګار کوي چې دغه اقدامات د ښځو او نجونو د تګ راتګ د فردي ازادۍ، د وینا د ازادۍ او د خپلواک تصمیم نیولو حقونه یې تر پښو لاندې کوي.
د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي چې نیول او توقیف د ښځو او نجونو لپاره د سختې ټولنیزې بدنامۍ او لا زیاتې ګوښي کولو خطر لوړوي.
یوناما د طالبانو د حکومت له چارواکو غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د مقرراتو تبعیضي چلند پای ته ورسوي، د ټولو افغانانو د بشري حقونو او انساني کرامت درناوی تضمین کړي، او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان ژمنو ته پابند پاتې شي.
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دې تازه څرکندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې "د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه تأمین کړي دي."



















