تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت وايي، تېر کال یې سلګونه امنیتي عملیات کړي او نږدې ۲۲ زره هکتاره ځمکه له نشهيي بوټو پاکه شوې
- Author, ببرک احساس
- دنده, بي بي سي، کابل
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په اوږدو کې یې په ټول افغانستان کې "۶۰۲ امنیتي او ځانګړي عملیات" ترسره کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د چهارشنبی په ورځ کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کی د کومې ځانګړې ډلې له نوم اخیستو پرته ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د "دښمن" پېچلي پلانونه، پټنځایونه او خطرناکې شبکې په نښه او له منځه وړل شوې دي.
ښاغلي مجاهد وویل چې دغه عملیات د دفاع وزارت له لوري په خپلواکه توګه، او یا هم د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو له عمومي ریاست سره په ګډه، د هېواد په بېلابېلو برخو کې پلان او ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې د اردو ځواکونو له "۲۸۰۰ ډېرې سپکې او درنې وسلې، ۲۵ زره فیره مرمۍ، ماینونه، لاسي بمونه، د مخابرې دستګاوې او دوربینونه" کشف او ضبط کړي دي.
هغه دا ونه ویل چې دغه وسلې او مهماتو له کومه شوي او څرنکه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو حکومت همداراز وايي چې "۸۰۴ قاچاقبران" له بېلابېلو وسایطو او تجهیزاتو سره نیول شوي او اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو چارواکو دا شمېرې په داسې حال کې وړاندې کړې چې دوی تل ټینګار کوي، په افغانستان کې اوس مهال د پام وړ امنیتي ګواښونه نشته.
ملګري ملتونو او ځينې نورې نړيوالې ادارې هم د افغانستان امنيتي وضعيت د پخوا پرتله ښه بولي خو وايي، په دې هېواد کې موجودې وسله والې ډلې لا هم نړۍ ته جدي ګواښ دی چې له دې ډلې د داعش خراسان ډلې او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) د فعاليتونو په اړه یې اندېښنې څرګندې کړې دي.
همدا ډول نړیوالې ادارې د طالبانو حکومت ځواکونه تورنوي چې په ځينو مواردو کې بشري حقونو ته پام نه کوي.
د طالبانو حکومت بيا دا ډول ادعاوې ردوي.
د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي چې د افغانستان له خاورې نړۍ ته هېڅ کوم ګواښ نه پېښېږي او په افغان خاوره کې یې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو ادعاوې هم رد کړې دي.
د پولو امنیت
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وویل چې افغانستان د ۱۹ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو له لارې له شپږو ګاونډیو هېوادونو سره ګډې پولې لري چې د هغه په خبره، سرحدي ځواکونه له اړینو وسایلو او امکاناتو سره په ټاکلو سیمو کې ځای پر ځای شوي، ترڅو د امنیتي ګواښونو مخه ونیسي.
د طالبانو حکومت وايي، د امنیتي عملیاتو ترڅنګ د اردو د ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره هم اقدامات شوي او له ۲۰ زرو ډېر منسوبین په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې جذب شوي دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې د دفاع وزارت ۲۷۵ تنه منسوبین له ۶۰ بېلابېلو وسایطو سره په دوامداره توګه ګومارلي، چې له پاکستانه ایستل کېدونکي افغان کډوال کمپونو ته او له کمپونو څخه ولایتونو ته ولېږدوي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه
د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په اوږدو کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې "۴۶ زره او ۱۰۷ عملیات" ترسره شوي دي.
ذبيح الله مجاهد وايي، په دغو عملیاتو کې له "۱۳ زرو ډېر مشکوک کسان نیول شوي، ۲۱۵۹ ټنه نشهيي توکي کشف او ضبط شوي او پر ۲۱ زره او ۵۶۹ هکټاره ځمکه کرل شوي نشي بوټي" له منځه وړل شوي دي.
د طالبانو د حکومت په وینا، د نشهيي توکو، نشهيي ټابلیټونو او الکولي مشروباتو د تولید "۵۳۳ کارخونې" هم ویجاړې شوې دي.
د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو اداره وايي د طالبانو حکومت له خوا پر کوکنارو له بنديز وروسته د دغه بوټي کښت په افغانستان کې په بېساري ډول کم شوی دی خو نړيوالې ادارې اندېښنه ښيي چې یوازې د کوکنارو کښت د نشه يي توکو ستونزه په بشپړه توګه نه حل کوي.
ذبيح الله مجاهد همدا ډول کنفرانس ته په خبرو کې وويل چې تېر کال "۳۳ زره او ۳۲۰ روږدي کسان" راټول شوي، چې له ډلې یې " ۳۲ زره او ۸۷۶ تنه تر" درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
همداراز، د طالبانو د حکومت په وینا، "۳۱ زره او ۴۹۸" سوالګر راټول شوي او مستحق کسان د ملاتړ او مرستې لپاره اړوندو ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت په دې وروستيو کلونو کې د ګڼو لاسته راوړنو خبره کوي خو له روسيې پرته بل هېڅ هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.