تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوال سور صلیب: "نړیواله ټولنه دې افغانان یوازې نه پرېږدي"
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) یوې جګپوړې چارواکې ویلي، سره له دې چې د افغانستان خلک له "خورا شدیدو اړتیاوو" سره مخ دي، دا هېواد د نړیوالو له پاملرنې لوېدلی دی. هغې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې "افغان ټولنې یوازې نه پرېږدي".
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتو مدیرې یاسمین پراز ډیسیموز په کابل کې له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغانان د "کافي لویو بشري اړتیاوو" او د روغتیايي سیستم له رالوېدو سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره "سختې مبارزې" کوي.
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې (یونیسف) خبرداری ورکړ چې یو میلیون افغان ماشومان له داسې خوارځواکۍ سره مخ دي چې ژوند یې تهدیدوي، په داسې حال کې چې ۳.۷ میلیونه نور له شدیدې خوارځواکۍ رنج وړي.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې وویل، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په ټول هېواد کې ۱۰۰ داسې روغتیايي کلینیکونه بند شوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه یې کوله.
پراز ډیسیموز وویل، افغانستان په ټوله نړۍ کې د سره صلیب د پاملرنې وړ پنځو لومړیو عملیاتو کې پاتې دی، خو د بودیجې د کمښت له امله "موږ مجبور شوو دا سختې پرېکړې وکړو چې د افغان ولس تر څنګ پاتې شو."
نوموړې زیاته کړه: "افغان ولس ملي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري."
د سره صلیب نړیواله کمېټه په ټول افغانستان کې د ۴۶ کلینیکونو او ۷ د بیارغونې (معلولینو خدمتونو) مرکزونو ملاتړ کوي، چې په کې د جګړو او د ناپېژندل شویو ناچاودلو توکو له امله د ژوبلو شویو کسانو درملنه او خدمتونه شامل دي.
دې ادارې د ډیورنډ کرښه - چې د استعمار د دورې یوه تپل شوې پوله ټاکل شوې او کابل کله هم په رسمي ډول نه ده پېژندلې - خپله لومړیتوب ګرځولې او پر هغو ټولنو تمرکز کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله اغېزمنې شوې دي، ځکه دا اداره کولی شي د دواړو لورو له لوریو سره په خبرو او اړیکه کې پاتې شي.
د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ نښتې تېر اکتوبر میاشت کې تېزې شوې او تر بهاره پورې یې دوام وکړ، چې له امله یې په افغانستان کې زرګونه کسان بې ځایه شول او په سلګونو ملکیان ووژل شول او ټپیان شول.
پراز ډیسیموز د طالبانو د چارواکو له خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو، په شمول له لومړنیو ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو او یو شمېر دندو پر بندیز اندېښنه څرګنده کړه.
"موږ وتوانېدو چې خپلې ښځینه کارمنانې په روغتیايي برخو کې وساتو"، خو اصلي اندېښنه دا ده چې "وروسته به څه کېږي؟ ځکه که نوی نسل زده کړې ونه کړي، نو د اوسنیو کارمندانو ځای ناستي به شتون ونلري".
هغې د ښځینه روغتیايي کارمندانو پر ارزښت ټینګار وکړ چې " وکولای شي رغنیز خدمتونه وړاندې کړي او د ښځو اړوند وي."
په خپل دغه اونیز سفر کې هغې د رئیس الوزراء له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.
پراز ډیسیموز وویل: "څه چې مهم دي هغه دا دي چې موږ وکولای شو تعامل ولرو او له هغوی سره ډیالوګ او خبرې اترې وساتو."
د طالبانو حکومت، چې پنځه کاله وړاندې بېرته واک ته ورسېد، په رسمي ډول یوازې د روسیې له خوا په رسمیت پېژندل شوی دی.