وروستی, پر لارک جزیره د امریکا له برید وروسته د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته پورته شوه
د یکشنبې په ورځ د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د ځواکونو له لوري د توغندیو توغولو پر دوو ایراني توغوونکو اډو له برید وروسته، د دوشنبې په ورځ د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته لوړه شوه.
د برنټ خامو تېلو بیه د ۲ ډالرو او ۲۲ سېنټو په زیاتېدو سره (چې ۲/۵۲ سلنه کېږي) هر بیرل ۹۰ ډالرو او ۳۲ سېنټو ته ورسېده.
د امریکا د وېسټ ټګساس انټرمېډیټ خامو تېلو بیه هم د ۲ ډالرو او یوه سېنټ په لوړېدو سره (چې ۲/۴۱ سلنه کېږي) هر بیرل ۸۵ ډالرو او ۴۱ سېنټو ته ورسېده.
دا برید چې د یکشنبې په ورځ ترسره شو، له جولای میاشتې وروسته پر ایران د امریکا لومړنی بربنډ او پیژندل شوی برید و.